دملکي هوانوردي وزیر او اریانا شرکت ته دکندهاریانو پرانستی لیک !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58113
د کندهار هوائې ډګر څخه د کندهاري ځوانانو احتجاج لیک
دخبریدو نیټه : 2014-01-03

 

دملکي هوانوردی محترم وزیر  او همدا راز د اریانا شرکت لوی ریاست محترمو او قدرمنو  مشرانو  !
دغه ستاسو دهڅو او کار نتیجه ده چي د افغانستان بیلابیل ولایتونه د نړیوالو  الوتنو جوګه سوي دي او نن ورځ  افغانان کولای سي چي د نړۍ  هري برخي ته د  افغانستان څخه دننه  الوتنه وکړي  ، او بیا دخپلو نړیوالو الوتنو سره ځان ونښلوي .
چي په دې لړ کي  یو هم دکندهار مهم ولایت دی . 
د کندهار د نړیوال هوائې ډګر څخه  هره ورځ بیلابیل داخلي او بهرني پروازونه کښته پورته کیږي چي دهغه جملې څخه د دوبۍ ، ایران او هندوستان  ملکي پروازونه ډیر د پام وړ دي چي ورځ تر بلي ئې  مسافر زیاتیږي او دغه وده د هیواد په کورني هوائې  شرکتونو او دهغوی په اقتصادي غوړیدا مستقیم اثرات شندي .
ددې هرڅه سره د ( خو ) مختاړی هغه وخت یوځای کیږي چي د کندهار په هوائې ډګر کي  د ملکي هوانوردۍ مامورین او اریانا شرکت کارکونکي  په خپل کارونو کي فساد او ناغیړي ته مخه کړې ده  .

دا چي یو شمیر مسافر د کندهار له لاري  اروپا او امریکا ته سفرونه کوي  نو هغوي مجبوره دي چي خپل ټکیټونه د یو معین ټایم ټیبل  کي دننه جوړ کړي ترڅو لنډ  او هوسا سفر د ځان لپاره چمتو کړي !
خو .......
د کندهار په نړیوال هوائې ډګر کي دپراخ فساد او د اریانا د شرکت د کارکونکو د بد سلوک او سرټمبګي د لاسه  ددغه مسافرو سفرونه نه یوازي چي د زیاتو مشکلاتو سره مخ کیږي بلکي ددغه  ډګر د کارکونکو د خودسریو له امله  زرګونه ډالر هر مسافر ته زیان هم اړوي  .

په دغه هوائې ډګر کي د احمد الله فیضي تر امریت لاندي  د پراخ فساد د شتون  او د اریانا شرکت  د کارکونکو لخوا د مسافرو سره د بد سلوک له امله ډیري مسافر اوس د کندهار له لاري بهر ته  د سفر څخه ډډه کوي  او خپل د سفر لاره د کندهار پر ځای د کابل څخه  په فلای ډوبی ، امارات ، ترکش او نورو  بهرني هوائې شرکتونو کي تر سره کوي . چي په وینا ئې بهرني شرکتونه د خپل ټایم ټیبل له مخي مسافر الوتکو ته په هغه باور چي په تکیټ کي ورکړه سوي دی پورته کوي ، او دمسافرینو بهرني نښلونکي الوتني  ورسره خوندي پاته وي .

دوبی او هندوستان د بهرني نښلونکو الوتنو لپاره عمومي دروازې ( ګیټ وې ) دي چي زیاتره ملکي مسافر دهمدي لارو څخه په ګټه اخستلو خپل بهرني نښلونکي پروازونه اعیاروي .
په دې ورستیو کي د کندهار ولایت په هوائې ډګر کي د هوانوردي د ټولو قوانینو خلاف یو شمیر ښکاره سرغړوني ترسترګو کیږي او موږ په دې هیله یو چي د هوانوردي د محترم وزارت او اریانا شرکت لوی ریاست د پام وړ به ورګرځي ترڅو  دهیواد داخلي هوائې شرکتونو د ژغورني او دهیوادوالو د هوسا سفرونو لامل وګرځي .

راځو د مسافرو اصلي ستونزو ته :
په دې ورستیو کي چي د کابل ، دوبی او هندوستان په پروازونو یو څه بیروبار زیات سوی دي  نو کله  د اریانا او کله د هوائې ډګر د امریت لخوا یو شمیر مسافر په یو او بله بهانه  د سفر څخه راګرځول کیږي او پرځای ئې یو شمیرکسان د بډو او رشوت په زور په الوتکو کي لیږل کیږي . چي تر ډيره ددغه فساد قربانیان  د اروپا او امریکا  مسافر افغانان دي چي اکثره فامیلي سفرونه کوي او میرمیني او ماشومان ورسره وي ، د  دوی نارینه وو  ته یا هم د بکسونو د وزن  او یا نوري بهانې لټول کیږي  تر څو نارینه ئې له سفره روګرځو ل سي ، چي ورسره  ئې میرمني او ماشومان هم  خود به خوده له سفره پاته کیږي  ، ترڅو بیا دوی د بډو په زور نور کسان ددوی په ځای الوتکي ته پورته کړي .
دغه کسان چي له الوتکي په  اوکې سوي ټکیټونو پآته کیږي  بیا د یو عالم مشکلاتو سره مخ کیږي  او ددوی هغه نښلونکي بهرني ټکټونو د نه حاضریدو له کبله یا سوځي او یا هم د هوائې ارزښت ( فیر ) له اعتباره لویږي او دغه مسافر مجبورا دخپلو تکیټونو د خوندي کولو لپاره درانه قیمتونه پرې کوي ترځو ټکیټ وژغوري .

داچي موږ د ډیرو داسي پیښو شاهدان یو نو غواړو چي یوڅو بیلګي له تاسي سره شریکو کړو  او که په دې هکله د اسنادو  او یا د همدې مسافرو د ټکیټونو  او پاسپورټونو کاپي یا نمبرونه غواړي نو موږ حاضر یو چي هغه مرکې ، دهغوي سفري اسناد  ستاسي محترم مقام ته وړاندي کړو تاسي کولای سي چي د همدي لیکني په پای کي زموږ په درکړه سوي بریښنالیک کي زموږ سره اړیکي تنګي کړي .
 ۱ - د  دیسمبر په ۲۲مه نیټه د اریانا د ډوبۍ د پرواز  وخت  رانیږدي کیده چي  مسافرینو په ګڼه ګونه کي یو مسافر ته چي درې زنانه ښځي او دوه ماشومان  ورسره وه وویل سوه چي ستاسي ټکیټ  په سیسټم کي نسته خو ستاسي دمیرمنو او ماشومانو ټکیټ مو په سیسټم کي سته  نو لهذا تاسي نسي تللای خو دغه میرمني کولای سی چي الوتکي ته پورته سي . موږ ددغه صحني شاهدان و چي د الماس اکبرزاده په نوم دغه مساپر چي هالنډ ته روان و  په چغو چغو نارې وهلي چي د خدای پار دي زما د هالنډ تکیټ  سوځي  زه به د ۲۱۰ ډالره په ځای ۵۰۰ ډالره درکړم ما ولیږي  ځکه که زه ولاړ نسم نو زرګونه ډالره  تاوان به د تکیټکونو راواړي . خو د اریانا کارکونکي  چي تر پردې ترشا  ئې ددغو مسافرو په ځای  شپږ نور کسان  په ۱۰۰۰ ، ۱۰۰۰ امریکائې ډالره  دوبۍ ته لیږل د الماس اکبرزاده چغو ته هیڅ نه کتل ، دوی دغه ۱۰۰۰ ډالرو څخه ۲۰۰ یوازي اریانا او اته سوه ډالره په خپلو کي سره ویشي . د مسافرو د سخت جنجال ورورسته دوه کسان   چي یو دبل ملګري وه او زموږ سره ئې د ټکیټونو شمیرې موجودي دي  په دغه مسافر د ترحم له کبله دې ته حاضر سول چي دوی به د خپل ځان پرځای الماس اکبرزاده ولیږدوي . خو دا چي د اریانا کارکونکو اصلي مطلب د ښځو او ماشومان په ګډون د الماس اکبرزاده پاته کول و ، د میدان د امیر سره په ګډه د ۶ سرمایه دارانو سره چي د امر احمد الله فیضي په دفتر کي ناست وه او چای ئې چیښلې وعده کړې وه  نو د تیلفون کولو ورسته  داریانا کارکونکو الماس اکبرزاده ته وویل چي ( خدای هم د اسمانه راتاسي او راته ووائې چي دئ ولیږي لا به دي ونه لیږم ، ځه لاس دي تر کرزي خلاص ) په دې سره د نورو مسافرو او اریانا د کرکونکو ترمنځ لفظي شخړي زور واخست  ، داریانا کارکونکو  امر ته زنګ وواهه او فیضي د خپلو بدماشانو سره چي وسلې ورسره وې میدان ته راغلل ، او په یو ړنده فیصله چي ( اصول داسي وائې دغه کس تکیټ اوکې ندي نو نسي تللای  نه بل څوک ده ته ټکیټ ورکولای سی نه دبل په نامه څوک تلای سي ، نور جنجال ته ضرورت نسته ) . په وچ زور  الماس او میرمني پاته سوې  او نور مسافر ته بورډینګ پاسونه ورکړه سول .

کله چي الماس اکبرزاده نا امیده بیرته د ترمنل څخه راروان سو په ورستي دقیقو کي د احمد الله فیضي د دفتره څخه ۶ نفره  چي خپله فیضي بدرګه کول  د اریانا په کاونټر ورته بوردینګ پاسونه ورکړه سول  ، او د الماس اکبرزاده او میرمنوټکیټانو ته  په سیسټم کي ولیکل سول چي د الوتني تر وروستي شیبې نوموړي کسان حاضر نه سول .

په سبا ئې الماس اکبرزاده په مددخان چوک کي د اریانا په دفتر کي په یو بل جنجال واوښت چي کارکونکو ورته ووئې ګنا ستا ده چي هوائې ډګر ته پر وخت نه ئې تللی نو ستا تکیټان ۷۵ سلنه وسځیدل  . الماس حق حیران  پاته سو . د اریانا کارکونکو ته وائې چي دا دونه جنجالونه په میدان هوائې پرون د څه شي پر سره  ؟؟؟  خو د اریانا سحوي دفتر ورته سر ښوري چي زه نه یم خبر ماته سیسټم وائې چي ته د الوتکي د پرواز تر محاله  ایرپورټ ته نه ئې راغلی .

۲ ـ د دیسمبر په ۲۵ مه  په همدې دوبۍ پرواز کي  د ننګیالي په نامه د یو بل کس سره ورته پیښه وسول خو په لږ توپیر سره . ننګیالي چي د ددو میرمنو یوه ماشومي انجلي او یو دوه کلن ماشوم  سره امریکا ته په یو نښلونکي پرواز کي د اریانا الوتکي له لاري دوبۍ ته په لاره و مازیګر دوه نیمي بجې  د کندهار ایرپورټ ته راغلی و .
د نوموړي سره د زیاتو بکسو پر سر د اریانا د کارکونکو شخړه وه ، کله چي دمسافرو ګڼه ګونه سول نو ننګیالي ته وویل سول چي ستا د غوټه مسله ده موږ به وروسته ورته راسو لومړي موږ دغه نورو مسافرو ته بوردینګ پاسونه ورکو . چي په دې سره ننګیالي او ورسره میرمني یوې خواته منتظره پاته سول . دا چي دا پرواز یو مخ ټول سیټونه ډک وو نو دمسافرو ګڼه ګونه خورا زیاته وه په دغه جیریان کي ۱۲ کسان هغه کسان هم راغلي وه چي نومونه ئې په ویټنګ لیست یا منتظره پاڼه کي لیکلي وه . دمازیګر ۴ بجو ته د ترمینل مخي ته دوه ګروزینان ودریدل او څلور کسان چي له جولو شتمن معلومیدل ترې راکوز سول .
د مسافر د لین څخه وتلي  د اریانا میز ته وردریدل او د اریانا د کرکونکو څخه ئې د څلورو ټکیټانو رانیولو غوښتنه وکړه . د اریانا په کاونټر ولاړ کس ورته وویل چي تکیټان نسته په الوتکه کي هیڅ ځای نسته او موږ ۱۲ کسان په ویټنګ لیست کی لرو چي هغوی هم ناممکنه ده چي سیټ ترلاسه کړي . په څلور کسانو کي یو ئې بدماشي کول چي سیټ خو به اخلو ، دوهم ئې تیلفون راپورته کړ د کوم چا څخه ئې د مرستي غوښتنه کول . دغه کار د ټولو مسافرو او میدان د کارکونکو توجه ځانته جلب کړه .
څلور واړه ناچاره بیرته د کاونټر د دهلیزه ووتل او سیده د کندهار د هوائې ډګر د امر  احمد الله فیضي  امریت ته ننوتل .
پنڅه دقیقې تیري سوي نه وې چي د اریانا کاونټر ته زنګ راغلو  ، د اریانا کارکونکي د ټیلفوني محاوري په جریان کي ټنګار کوي چي هیڅ سیټ نسته  ، اخیر د خپلو خبرو په پای کي په تیلفون کي ورته وائې چي ( سمه ده زه به یو شي وکم ) .
تیلفون بندوي او دغه جریان د مسافرو په خاصتا دهغو مسافرو غصه نوره هم ډیروي چي په منتظره لیست کي ئې نومونه راغلي دي .  کله چي د مسافرو  بورډنګپاسونه ختم سول وار یوځل بیا ننګیالي او دهغه فامیل ته ورسیده نو  د اریانا کاروکونکي  ننګیالي ته وائې چي ستا ټکیټ باندي په ۱۵ تاریخ د کندهار څخه یو کس دوبی ته تللی دی نو ستا تکیټ په هغه خاطرله اعتباره لویدلی دی . په دې سره په ترمینل یو جنجال جوړ سو ننګیالی ورته وائې چي که زما په نامه بل څوک دوبي ته ځي دا خو هم ستاسي ګنا ده او تاسي ئې باید جبران کي چي زه دغه یم ستاسي مخ ته ولاړ یم  او پاسپورت مي هم درته پلاس کي دی او تاسي وا کوم بل کس ستا ټکیټ استعمال کړي دی (( څنګه کیدای سی چي نوم زما وي پاسمپورت نمبر زما وي او بل کس زما په نوم ولیږل سي )) دا خو ستاسي لخوا یو جنائې جرم دی  .
د ننګیالي په نامه دغه مسافر  د اریانا کارکونکو ته وویل چي اوه به ۵۰۰ دالره درکړم زما یو چاره وکړی خو په دوی کي یو کس ورته وویل چي ته پّ هیڅ صورت نسې تللای . نوموړي له نا چاریه خپلي غوټي  او بکسونه له پټې راکښته کړي او د اریانا کاکرونکو په شونډو موسکا خپره سول .
کله چي د ننګیالي له کاونټره را لیري سو نو موږ د هوائې ډګر کارکونکو هغه ته وویل چي تاته ئې بهانه جوړه کړه ځکه دوی فکر کوي چي نارینه ئې را وګرځوه ښځي ئې خپله له سفره راګرځي  ته داسي وکه خپلي ښځي دي په همدې پرواز کي ولیږه تا سبا د کابل د لاري ځان دوبی ته پسي ورسوه . همداسي ئې وکړه  . بیرته کاونټر ته ورغی چي زما ټکیټ کي به ستونزه وي دا  نور خو  اوکي سوي تکیټونه دي بورډنګپاسونه ئې راکه  . ددې خبري په اوریدو د اریانا د کارکونکو په مخ  ګونجي  راغلی په تونده لهجه ئې ورته وویل یواري وائې ځو یواري وا نه ځو موږ ستاسي مزدوران یو ؟؟
جنجال نور هم زیات سو ، خبره تر امینتي کسانو ورسیده  اخیر د اریانا کارکونکي مجبوره سول دغه میرمنو ته بوردینګ پاسونه ورکړي . هغوی ئې د الوتکي په لور ولیږي او ننګیالی نومي مسافر ترې پاته سو .
څو شیبي وروسته  داحمد الله فیضي د دفتر یو کارکونکي  د هغه یادو څلور کسانو سره کاونټر ته راغی د ۲۰۰۰ ډالرو په ارزښت ئې څلور بورډنګپاسونه ترې واخسته چي په دې کار سره په مسافرو کي جنجال جوړ سو ، دهغه کسانو چي نومونه ئې په منتظره لیست کي نوشته او اریانا کارکونکو تر منځ  فزیکي اخ وډب ته خبره ورسیده ، د امنیتي کسانو ، ګلوبل  امنیتي شرکت د کارکونکو او مسافرو د ټولو ګوته د اریانا کارکونکو ته وه چي ولي اصل ترپوښو لاندي کوي . احجمد الله فیضي چي دغه اور ئې بل کړي و د صحنې څخه ځان نیام کړ .
الوتکي د خپل ټاکلي وخت څخه د جنجال او اخ و ډب په خاطر درې ساعته وروسته  په داسي حال کي پرواز  پیل کړي چي امنتي کسانو هغه څلور کسان ، د منتظره لیست کسان او ننګیالی ټول له پروازه راوګرځول ، ددغه الوتکه د شپږو بجو پرځای په نهه بجو دشپې د کندهاره پرواز وکړ .

۳ ـ په ۲۹ د دیسمبر یوځل بیا د دوبی په پرواز کي ورته برخلیک د څو نورو مسافرو سره اوسو . دا ځل بیا اووه کسان دمیدان د امیر احمد الله فیضي په توسط تر لاس نیولي کاونټر ته راوستل سوه چي ګویا د کندهار د والي توریالي ویسا امر دي چي دغه کسان باید عاجل د دوبي په پرواز کي وږلیږل سي . هغوی ته ئې بوردینګپاسونه په لاس ورکړی سیده ئې الوتکي ته پورته کړل  جنجال هغه کسانو ته پاته سو چي په لاین کي وروستي ولاړ و او دبورډینګ پاس د ترلاسه کولو انتظار ئې کاوه .
په دغه کسانو کي چي شمیر ئې اووه کسان و یو هم د خلیل پاچا په نامه د کندهار یو نامتو سپین ږیری هم چي د کندهاره  دوبۍ او د دوبۍ څخه د امریکا په لور ئې خپل سفر نیمګړي پاته سو .

دا درې بیلګي هغه بیلګي دي چي په تیره یوه نیمه اونۍ کي پیښي سوي . موږ دلته په هوائې ډګر کي په تیر یو کال کي دداسي سلګونو پیښو شاهدان پاته سوي یو .

اوس مو عزم کړی دی چي د هر چا څخه داسي وسي  دهغوی څخه د هغوی د تیلفون شمیر د ټکټ ، پرواز ، پاسپورت نمبرونه ټول معلومات اخلو  ، چي اوس ئې هم په لاس کي لرو .  که چیري د هوانوردی محترم وزارت او اریانا شرکت په دې هکله کوم جدي اقدام ونه کړي نو موږ به د نورو لارو دغه جریان تر ولسمشر ، څارنوالی او نورو اورګانونو پوري وغځوو .

ځکه موږ په هیڅ حال کي دا نه سو زغملی  چي د کندهار غوندي یو لوی ولایت  ، او دهغه سره تړلي هیلي دي د یو څو فاسدو او رشوتخورو چارواکو له فساد او سرتمبګي له وجي د خاورو سره خاوري سي .
لکه څرنګه چي د کندهار په پروازو کي دخلکو بروبار دونه زیات دی دولت ته په کار ده چي د چارواکو په استخدام کي د سره غور وکړي ، او پرینږدي چي د هیواد لوی هوائې شرکتونو له اقتصادي بحرانه سره مخ کړي .

 
yaro_kdr@hotmail.com