دلېوانو سره اتڼ!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58114
ع، شریف زاد
دخبریدو نیټه : 2014-01-02

هره ټولنه ځانته کلتور او فرهنګ لري چې بيا دغه فرهنګ د ټولنې په ټولو اجتماعي برخو کې لمانځل کيږي او ديوې ټولنې د پېژندګلوي معيار ټاکي. کلتور او فرهنګ ديوه ځانګړي پروګرام ،يوه هنرمند، يوې هنرمندې ډلې لږ په خپل هنر کې ماهردى يا ډير، ښه ګډا کوي او که خرابه . په چا پورې تړلى او يا په خپلواکه توګه بلې ټولنې ته خپل فرهنګ ورپېژني يو انحصاري شکل نه لري بلکې د هېواد د ټولو قومونو او قبيلو اما نت دى چې په ځينو برخوکې بايد عادي ونه ګڼل شي.
زمونږ د هېواد د لانجې او بحران په دې وروستيو کې ځينې خصوصي او دولتي تلويژني خپرونې مينځ ته راغلې که تاسې ښې وڅېړي ډېرې زياتې نيمګړ تياوې په کې ليدل کيږي.د با کفايته او بې کفايتو خلکو څېرې په کې رابرسېره شوې ، ځينې پروګرامونه ېې بې محتوا او بې بنياده دي، ځينې ېې د جان او قربان په نوم او ځينې ېې بيا دومره د موزيک په نغري ناست دي چې د ګرم او داغ آش ېې ورڅخه جوړ کړى. ځينې ېې بيا د ټولنې فرهنګي او کلتوري بشپړې اګاهي پر معيار نشي وړاندې کولاى . ډير زيات ېې تقليدي او کاپي شوې بڼه لري. زيات شمير نه پوهيږي چې څه ډول خبرې وکړي. په ډاګه بريښي چې مسلکي کسان نه دى ځينې خيله کسان دي چې خپل ځان ورته له هرڅه ړومبى دئ . بيا هم دا چې څوک له چا سره اړيکي لري خبره ده .ځينو ته بيا تلويژن يوه معجزه ښکاري او داسې فکر کوي چې په هرڅه پوهيږي او خلک زمونږ په کمزورو اجنداوو، خبرونو، تبصرو او حتي په سندرو کې باندې څه نشي ويلاى .خو داسې نه ده سره ددې چې تلويژن بايد يو تفريحي پروګرام ولري ولې په حقيقت کې اصلا د تلوېژن ټول پروګرامونه بايد اصلاحي او تربيوي برخې ولري او هر ډول پروګرام په لې تمثيل شي . په تيره بيا د ما شومانو د ودې لپاره ډير مطمن او په زړه پورې پروګرا مونه ولري د هر چا په وړاندې د ادب، پوهې، شخصيت، مهارت، رسالت او کرامت باندې استوار وي او ټولې برخې ېې د بشپړې ، سالمې تربيي، ښوونې او روزنې سره کلک تړاو ولري او که دا کار نشي کېداى نو بياېې پروګرامربايد داسې کسان وي چې په ټوله کې د تلوېژن پروګرامونه د ټولنې د ټولو اجتماعي برخو په تنا سب عيار کړاى شي.زده کړه يوازې دکور، ښوونځي،پوهنتون او نورو علمي مرکزونو برخه نه ده بلکې نن سبا ګوګل، لاسي تيليفون، ويديو ،سريال، او هر ډول مکاتبې په ښوونه او روزنه کې د اهميت وړ دى او بايدټول پروګرامونه، ګرمې او تودې خبرې، ازادې او تړلې جر ګې ، ګډوډ ې او ريشخند نه وي ، چې زمونږ له فرهنګ سره په ټکر کې واقع کيږي .داسې مثالونه ډير زيات دى خو له بده مرغه ز مونږ ډيرې ښايسته جامې په ډيرو غلطو کليپو کې نوروته ور پېژندل لېږي ددې معني نه لري چې په هر يو تيوب کې يوازې د نڅا او ګډا برخه شي.که څه هم دا کار ډير اسانه دى او هر څوک داکار کولاى شي. مخه ېې هم څوک نشي نيولاى خو د يوه فرهنګ ارزش په دې کې دى چې مثبت اړخ ېې د ټولو ا فتخار وى .
د فرهنګ برخه د بل چا په کاپي کې ډيره بده ښکاري او بايد هېڅوک د پردى فرهنګ پيښې ونه کړي او که کوي يي هم خو په هغه صورت کې چې د خپل فرهنګ په څنګ کې ګنجايش ولري زمونږ هېوادوال په درې لسيزو کې له هېواد څخه بهر د ډيرو نورو فرهنګونو او کلتور سر مخامخ شول .
تلويژن يوازې د ساعت تيري او نورو اجتماعي فسادونو لپاره مينځ ته په هېڅ صورت نه دى راغلي بلکې د ټولنې انعکاس دى کوم چې هر ورځ په دې ټولنه کې پيښيږي . په شعوري او لاشعوري برخو کې دلته د ليوانو سره اتڼ کول نه هنر دى او نه فرهنګ. ځکه مونږ په يوه متدينه مسلمانه ټولنه کې ژوند کوو او مونږ د خپل فرهنګ په رڼا کې يو او بل ته ډير زيات ضرورت لرو.له دموکراسي څخه مخکې زمونږ د فرهنګ ساتنه يو ملي ضرورت دى او دغه ضرورت زمونږ د عقيدې ، ايمان، غيرت او پېژندګلوي سره نغښئ دى. زمونږ ټولنه کې د يو ويشتمې پېړي سره سم فرهنګي ير غل را غى چې په څو برخو جلاکيږي: پولي يرغل، ذهني يرغل، سياسي يرغل، د امنيت په نوم د انجو ګانو لاسوهنې، د بحرانونو او لانجو يرغل، ديو بې کفايته او کمزورې ادراې يرغل، دافراط او تفريط يرغل په دې معنا چې زمونږ ټولنه کې ديوه ډير عادې پروګرام لپاره طرحه نه شته چې د لېوانو مخه ونيسي.
 .... دا هم يرغل دى چې زمونږ يو شمير ټلوېژن د بهرنيو مشاورينولخوا مخ ته ځي اوپه پاى کې دا د فرهنګ ساتنې په وړاندې ستره بې ادبي ده. .