ليکوال : سنګکي
ژباړونکی : فواد لامع
د امريکا لويه وچه له خپلو شپږ ديرشو هيوادونو سره يې چې د نړۍ په يوۀ ګوټ کې پرته ده او د سترو سمندرونو په اوبو د نړۍ له نورو وچو څخه جلا کيږي، په بيلابيلو واکمنو سيسټمونو او توپيرناکه اقتصادي کچو سره اداره کيږي. د نړۍ د ستر زبر ځواک په توګه د متحدو ايالتونو شتون او په نوموړې وچه کې د کوم بل پياوړي قدرت نشتوالی، د هغې د جغرافيايي موقيعت په پام کې نيولو سره، امريکا وچې ته داسې يوه بڼه وربښلې چې د دې سيمې د هيوادونو پخپل منځ کې راښکيليدل او له نورو هيوادونو څخه د اړيکو ليرې والی څرګندوي. په دې شرايطو سره د نورو غيرو امريکايي هيوادونو پام ډير لږ ددې سيمې حالاتو ته وراوړي.
پر لاتينې امريکې باندې د متحدو ايالتونو له خوا درنو سياسي او اقتصادې اغيزو ( په ځانګړي توګه له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته )، د نوموړي زبر ځواک په وړاندې ددغې سيمې په هيوادونو کې يو ډول تقابل او يا له هغۀ سره همغږوالی وروزۀ چې زياتره دغو تنکيو فکرونو په دې هيوادونو کې ټاکنې، کودتاوې، انقلابونه، او يو لړ نور جبري بدلونونه راوزيږول. د بيلګې په ډول بوليويا د څو لنډو کلونو په ترڅ کې دوه سوه کودتاوې تر شا پريښودې، الفرد النده له خپلو پنځوس زرو پلويانو سره يې ووژل شو، پينوشه د وينو ويالې وبهولې، نوريګا له خپلې ماڼې څخه لاس تړلی امريکا ته يووړل شو، ارجنټيني پوځيانو دوه لسيزې په وينو او اور کې حکومت وکړ، فيډل کاسټرو او وچه ګوارا چې له متحدو ايالتونو څخه څو ګامه ليرې د کيوبا ازادي بښونکی انقلاب ترسره کړ، پر يو شمير رژيمونو او د لاتينې امريکا د خلکو پر ذهنونو يې دوه ګونې اغيزه وکړه. د کاسټرو رژيم که له يوې خوا يو وحشتناکه خوب وبلل شو، له بلې خوا يې د تلپاتې هيلې لقب هم ترلاسه کړ او په هرې پرتلې سره چې کيڼ اړختوب په دې سيمه کې وځپل شو په هماغه اندازه يې د خلکو ملاتړ هم ترلاسه کړ.
د شوروي اتحاد له ړنګيدو او د نړۍ له يو قطبي کيدو وروسته، د امريکا متحدو ايالتونو په يوۀ نوي نړيوال نظم او ګلوبلايزشن سره خپل د يکه تازۍ خوبونه د نړيوال سياست چينې ته تير کړل او لا يې د خپلو خوبونو تفسير سم نه وو لوستی چې نوې ستونزې يې مخته راولاړې شوې.
المان د فرانسې په ملګرتيا خپل اقتصادي سيوری داسې پر اروپا وغوړاوۀ چې هيڅ کوم زبر ځواک ته يې د نوک خښولو ځای هم پرې نه ښودۀ. چين، روسيې، جاپان او هند د پياوړو اقتصادي ځواکونو په توګه په اسيا کې سر راپورته کړ او د ټايوان، سهيلي کوريا او سنګاپور په شان کوچنيو اقتصادي ښامارانو ددې وچې پراخو بازارونو ته لکې وښوروله.خو متحد ايالتونه د عراق په ګړنګ کې په بند پاته کيدو، د القاعدې له ترهګرې شبکې سره په لاس و ګريوانتيا، له ايران او شمالي کوريا سره په نړيوالو ناندرو او له زهران څخه تر اکيناوا پورې د خپلو ځواکونو په خپرولو سره د داسې جنجالونو په يوۀ ډب کې يې پښه ونښته چې خلاصون يې ورته ستونزمن بريښي.متحد ايالتونه په دې پوهيږي چې ډير ژر به له پخو اقتصادي او پوځي زبر ځواکونو سره مخ شي نو ځکه د امريکا په وچه کې يې د خپلو اقتصادي ستنو بنسټيزولو ته پام واووښت او د لومړي ځل لپاره يې له کاناډا او پانامه هيوادونو سره د ( نفتا ) تړون لاسليک کړ. له هغۀ ځايه چې متحد ايالتونه د امريکا په وچه کې د مستقيمو او نامستقيمو ماتو او برياوو اوږد تاريخ لري، له دې مخې د نوموړې وچې د يو شمير نسبتا پياوړو او ټاکل شويو رژيمونو له لوري د متحدو ايالتونو د نفوذ په وړاندې يو ډول کيڼ اړختوب او مقابله راپاڅيده چې دغه اندونه د پرمختګ په بيلابيلو پړاوونو کې لار وهي.
متحدو ايالتونو څه موده وړاندې تصميم ونيو چې له کيوبا پرته دامريکا د وچې پنځه ديرش هيوادونه د اروپا ګډ بازار ته ورته په يو اقتصادي بازار کې سره راټول کړي او په همدې موخه ولسمشر بوش د ارجنټين په پلازمينه بوينس ايرس کې ددغو هيوادونو له مشرانو سره وکتل او ددغۀ راز بازار د جوړولو لپاره يې خپلې طرحې وړاندې کړې خو تير يې پر نښان ونه لګيد او دا طرحې يې د برازيل، ارجنټين، يوروګوې، پاراګوې او وينزويلا هيوادونو له سخت غبرګون سره مخې شوې.
د وينزويلا ولسمشر هوګو چاوېز چې يو تندلاری کيڼ اړخی دی وويل چې د دغۀ راز بازار له جوړولو څخه د امريکا موخه ددې هيوادونو پر اقتصادي زړونو باندې د امريکايي کمپنيو د درنو خپړو لګول دي او زياته يې کړه چې دی به د متحدو ايالتونو له استثماري سياستونو سره مقابله وکړي او د امريکا امپرياليزم به په وېنزويلا کې ښخ کړي. ه بلې خوا د بوليويا په ټاکنو کې د موراليس په نامۀ له چاويز څخه لا يو بل سخت دريځه کيڼ اړخی واک ته ورسيد او په ډاګه يې کړه چې نوموړی پخپل ذهن کې د کيوبا او کاسټرو په شان خوبونه پالي. په ورته وخت کې په چيلي کې ددې هيواد د يو ستر کيڼ اړخي اعدام شوي مشر الفرد النده لور د واک پر ګدۍ کيناسته. د چيلي د نوې ولسمشرې پلار النده په کال 1974 کې د سي ای اې په مرستې د پينوشه له خوا وژل شوی دی.په ټوليزه توګه په لاتينه امريکا کې د حکومتونو دغه دوه ستر بدلونونه له متحدو ايالتونو سره د کيڼ اړخو د مبارزې لاره لا پسې هواروي.لاتينه امريکا چې د استبداد او خونړيو کودتاوو يوه وحشتناکه سيمه ده، په کولمبيا، چيلي، کيوبا، نيکاراګوا، پيرو او بوليويا هيوادونو کې له پياوړو کيڼ اړخيزو غورځنګونو سره مله ده چې اوس دغه غورځنګونه د پټو سازمانونو، وسله والو مبارزو، تښتولو او برمته نيولو له کچې څخه د خلکو له خوا د کيڼ اړخو دولتونو تر ټاکلو پورې پرمختګ کړی او هغه کيوبا چې د شوروي اتحاد له ړنګيدو وروسته انزوا ته ښکل شوې وه، ورځ په ورځ يې د امريکا په وچه کې يو غوره موقيعت او لارښوونکی دريځ خپل کړ، ان تر دې چې ښايي تر يو بريده په دې وچه کې متحد ايالتونه انزوا ته نژدې کړي. کيڼ اړختوب چې د شوروي اتحاد له ړنګيدو وروسته يې په خواشينوونکې توګه خپل محبوبيت له لاسه ورکړی وو، دادی اوس د متحدو ايالتونو تر ږيرې لاندې ورځ په ورځ غوړيږي او هغې بې وزلۍ، اوزګارتيا، بروکراسي، نيشه يي توکو او استبداد ته په پاملرنې سره چې د اسيا وچه پخپلو منګلو کې زبيښي، القاعده، ايران، طالبان، حماس او حزب الله هم له خپلو بنسټ پالو او فاشيستي سياستونو او له معاصر مډرنيزم سره له مقابلې او د بې ګناه وګړو له وژنې پرته کوم بل کار پر مخ نه بيايي.په دې توګه مذهب پلوه بنسټ پالې ډلې چې په 70 او 80 لسيزو کې له ځواکمنې جاذبې څخه برخمنې وې، ورځ په ورځ خپله جاذبه بايلي، ستنې يې سستيږي او د خلکو له کرکې سره مخ کيږي. وروستۍ پوښتنه چې راولاړيږي هغه داده چې ايا په لاتينې امريکا کې ځواکمن او پياوړی کيڼ اړختوب به ډير ژر د اسيا په وچه کې هم خپله لمنه پراخه نه کړي؟