د افغانستان په لرغونپوهنه کی د سر یانیدی دریځ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58154
لیکوال : پوهنوال رسول باوری
دخبریدو نیټه : 2014-01-03

 


سریزه : په افغانستان کی د لرغونپوهنی رسمی هڅی د ۱۹۲۳ میلادی کال  را هیسی پیل سویدی . په دې لس کاله کم یوه پیړی کی د بهرنیو هیوادونو زیات شمیر لرغونپوهان  د هیواد په بیلا بیلو سیمو کی غلمی پلټنی او سپړنی کړیدی، چی د یو شمیر کار او زیار له کبله د افغانستان د لرغونپوهنی بنسټونه کښیښودل سوه . په دې  لړ  کی تر ټولو مخکښه لرغونپوهانو له شمیره  فرانسوی لرغوپوه مسیو کزل  چی د مندیګک د لرغونی سیمی په سپړلو یی  ( ۱۹۵۱ - ۱۹۶۱  م) د افغانستان د پنځه زره کلن  مدنی تاریخ رښتینی برید را بر ملا کړ. امریکایی لرغونپوه لویس دوپرې د خپلو سپړنو په ترځ کی د افغانستان د سل زره کاله  پخوانیو میشت سویو وګړو څرک د غزنی په ناور دښت کی (۱۹۶۱ - ۱۹۶۲ م )  ثابت کړ . د ایتالوی لرغونپوه پروفیسور تدی   سپړنو په غزنی کی د اسلامی هنر او ابداتو ( ۱۹۶۹ -   ۱۹۷۱ م ) پیژندنه او پوهیدنه تر هغه وځلولې چی د ۲۰۱۳  میلادی کال د اسلامی نړی د فرهنګی مرکز یوه اغیزمنه برخه سوه  او په دې ډول نورو بهرنیو او کورنیو لرغونپوهانو د هیواد د لرغونپوهنی د بنسټونو په ایښودلو کی خپله خپله ون‌ه اخستې ده .


  سریانیدی اود افغانستان لرغونپونه  : سر یانیدی د ډیر  شمیر لرغونپوهانو په منځ کی د خپلی ځانګړی ځیړنیزی  څانګی  په مرسته   د افغانستان د لرغونپوهنی  په ا‌‌‌ډانه کی خورا لوړ دریځ  ګټلی دی . د دې دریځ د سپیناوی لپاره زیات بحث  او څیړنو ته اړتیا سته ، خو په دې لیکنه کی د لرغونپوهنی یو شمیر ارونو په رڼا کی د سریانید هغو ځانګړنو ته پام اړوم چی د افغانستان د لرغونپوهنی په برخه کی ارزښتمن او بیلګیز ګڼل سویدی .


لرغونپوهانو ته څرګنده ده چی  د لرغونو توکو موندل موخه نه بلکی وسیله ده ، د دې لپاره چی د هغو پټو رازونو  بیان  وکړی چی لرغونپوهان یی په لټه کی دی . د دې ټکی یادول هم اړین ګڼم چی د لرغونو توکو څخه د بیان او وینا تر لاسه کول د لرغونپوهانو د روحیی او تخیول زیږنده نه سی کیدلای، بلکی د توکو ذاتی جوړښت او  رښتینوالی ته په پام  د وضاحت لرونکی وی .


د همدې یادی ستونزی له کبله زموږ  د هیواد د یو شمیر لرغونو سیمو څخه د تر لاسه سویو آثارو ناسم پیدا کیدل او بیا د هغو یو شمیر ناسم لوستل او یا نه لوستا او یا د هغوی څخه د بیان نه اخستل د دې لا میل سوه چی آثار هم ګونګ او هم ناڅرګند پریښودل سی، د دې شمیر آثارو یوه بیلګه د ډبری د پیر د یو شمیر آثارو راټولول او د موزیم په  زیر متون کی کوټ سول ، خو له نیکه مرغه یو لږ شمیر یی د ۱۳۶۴ - ۱۳۶۳ لمریز کالونوپه ترځ کی  د ډبری د پیر  ماهر لرغونپوه  وینو ګرادف له لوری وڅیړل سوه .


د امریکا یی لرغونپوه دیتز (   Ditize )په وینا چی هر لرغونی اثر په حقیقت کی د هغه اثر د جوړونکی د مفکورې فوسیل دی . سر یانیدی همدې اصل ته په پام دخپلوسپړنو او څیړنو بنسټونه د هغو معبارونو سره سم پلی کړیدی  چی د لرغونپوهنی ارونو غوښتنه ده . سریانیدی  د لرغونو افغانانو مفکورې ولوستلې اوهغه فوسیلونه یی په وینا  راوستل  او وه یی لوستل او پر بنسټ یی په  افغانستان کی  د میشتو  لرغونو ټولنو د پیژندلو شونتیا د لرغونپوهنی مینه والو ته څرګنده او برابره کړه .


د(( افغانستان د برونزو  پیر  ))نومی اثرکی سر یانیدی ، د هغو قبیلود لیږ د لوری ځرګند کړیدی چی د آقچې ښار شمال لوری ته د دشلی په لرغونې سیمه کی اوسیدل.  سر یانیدی لیکی : (( د هغی نقشې له مخی چی د بلخ سیند څرګندوی ، داسی بریښی چی د زمانې په تیریدو د بلخ سیند د سهیل ختیځ لوری ته بدلون کړیدی . هر څومره چی د سیند لوری بدلون مومی په هغه پیمانه د ویالو او نهرونو لوری ورسره بدلیږی . دا یوه جیولوجیکی مسله ده (*). همدې جیولوجیکی ارونوته په پام قبایلی ټولنی هم د سیندونو د مسیر سره سم لوری ته بدلون ورکوی.که دا پرنسیپ په پام کی ونیسو دا به روښانه سی چی دد دشلی پخوانیو  اوسیدونکو په پر له پسې توګه خپل ټاټوبی بدل کړی او د نویو ابادیو لپاره یی هڅی کړیدی. دهغه مهال د وګړو د کار پایله اوس په هغو مصنوعی تپو او غونډیو کی وینو چی موږ یی د دشلی ۱ څخه تر دشلی ۲۰ پوری نوم ورکړیدی او د دشلی شمال لوری ته پرته سیمه چی د التین په نوم یادیږی هم د همدې ارونو پربنسټ پیژندل کیدای سی. )) ( ص: ۴۶ )


لرغونپوهان د څیړنو پرمهال  په ( site    ) یا ساحه کی د تر لاسه سویو لرغونو توکو  د تحلیل او ارزونی بهیر د هغو څلور اړخیزو ارونو پربنسټ د پیژندنی جوګه کوی چی د  اثر سیاقی ، سلوکی Treatmently)  ) عملی(  function  )  او د ځایګوټی او مهالی  ( مکانی زمانی )ارزونی په نوم یادیږی . سریانیدی د خپلو څیړنو په ترځ کی د یادو سویو ارونو   پلی کول په پوره ځیرکی تر سره کړیدی .  د بیلګی په توګه د طلا تپې د آثارو په اړه مکانی او زمانی ارزونه داسی کړیده :  (( ... په یاد باید ولرو چی  د لرغونو مهالونو په زیاتو ختیځو سیمو کی د عبدتځایونو تر څنګ پخلنځی جوړ سویدی چی د عبادتځایونو او د قربانیو ورکونکو لپاره مهمه برخه ګڼل کیږی . داسی لکه چی د میزو پوتامیا ( بین النهرین ) په پخلنځایونو کی  چی د سهارنی ځښاک  او ماښامنی خوراک  وسایل ( دیګونه ، د خوراک لپاره لوښی  او نور )ساتل کیده . فکر کیږی چی همدې ته ورته  دود د برونزو پیر پر مهال په باختر کی هم معمول وو.( خاصتآ د وړو حیواناتو قربانی کول چی ښکر لرونکی وه په زیاته کچه څرګند سویدی )


دا چی  ( اور )  د دې ودانی ( دشلی ۳ ) په جوړښت کی څه رول درلود؟  په دې اړه ویلای سو چی کیدای سی دا به  یو اور تون   وی چی اور نمانځونکو به د خپل عبدت لپاره کاره ولي وی .دا ټکی هم سته چی په پخوانیو وګړو کی دایروی جوړښتونه او ودانی مقدس او سپیځلی ګڼل کیدل . که  په ټوله سیمه کی  دا انطباق او ارتباط په پام کی ونیسو روښانه به سی چی دایره ( هغه ځانګړۍ ټاټوبۍ ) او محراب  ډوله ( د اورنمانځنی مذهب ) ځای په اړه د اریا‌ئیانو او هند او اروپایی وګړو په زړومتنونو لکه ریګویدا او اوستا کی لیدل کیږی . 


د دې ها خوا په مذهبی ودانیوکی په پوره د قت  او پاملرنی سره په څلورګوټیز (مربع ) جوړښت  کی  دنړی د څلوروخواوی    اوپه  دایره وی جوړښت کی   د سپوږمی د سمبولونوڅرک سته چی هغه مهال یی سپېڅلتوب  درلود او په هغو کی  د نړی او ژوند دواړی خواوی تمثیل سویدی  .))  ( ص : ۳۰ )


سریانیدی  د خپلو څیړنو پرمهال  په سیمه کی د ټولو هغوسیمو دسپړنو پر پایله برلاس وو چی  د بیلا بیلو سیمو او بیلا بیلو لرغونپوهانو په وسیله تر سره سویدی . د بیلګی په توګه  د هغو ورته والی یادونه کوو چی د دشلی او بین النهرین د اثارو تر منځ یی یادونه سویده  ، سر یانیدی لیکی : (( که د ودانیزو چارو د عمومی پلا ن ګزاری ( د دایروی موقعیت  پر پنسټ پلان ګزاری ) او د هغو مهندسی تصمیمونه   ( داخلی ‌دیکور او ‌‌ډیزاین ) معیار وګڼو په دقیقه توګه د دشلی ۳ معبد  د میزو پوتامیا د شمالی معبدونو سره ورته جوړ سویدی . په څانګړی توګه دا ورته والی  د ګوره تپې په معبد کی ډیر څرګند دی . که د ورته والی دا پدیده په مخامخ اړیکو کی وڅیړو یو خورا په زړه پوری بڼه به تر لاسه کړو هغه دا چی  ،په پنځمه  دوره کی (  د دشلی پنڅمه دوره )  د نویو جمعیتونو داخلیدل څرګند دی ، دا دوره د ګیان ، باکون ،سیالک او حصار لرغونو سیمو سره سمون لری .د دې ټولو څرګندونو څخه دا پایله تر لاسه کولای سو چی د دې سیمو تر منڅ یو د اړیکو مرجع سته چی هغه د لرغونی اریانا سره تړاو دی. )) ( ص : ۳۱ )


سر یانیدی د افغانستان په لرغونپوهنه کی د خورا مهم پیر ( د برونز پیر )  سر لاری څیړونکی دی . دا پیر د نوموړی په وسیله تر هغه بریده روښانه سو چی بل هیڅ لرغونپوه د هغه په کچه د څیړنو درجې ته ونه رسیدی. د دې تر څنګ سریاندی  د افغانستان د لرغونی تاریخ او په څانګړې توګه دافغانستان د اساطیری تاریخ هغه  تشه ډکه کړه  چی په پخوا کی به یوازی د کیسو او نکلونو پر بنسټ د پیژندلو وړ وه . د شک پر ته د سر یانیدی نامتو اثر ( د افغانستان  د برونزو پیر ) په بنسټیزه توګه د زمانی پلوه د  دریو زرو کالو ( ۳۰۰۰۰  ) بیا تر  څلورسوه ( ۴۰۰ ) کاله  پخوا تر میلاد زمانه په بر کی نیسی  . او دا زمانه  عمدتا  افغانستان ته د اریائیانو د راتلو  بیا د ویدی  او  اوستایی مدنیتونو او په افغانستان کی د لومړنیو مدنیتونو پیر تر سر لیکونو لاندی پیژندل سویدی .


که د سر یانیدی  د هغو سترو علمی هڅو تر څنګ د ځانګړو چارو او هڅو یادونه کوو نو د طلا تپې په اړه د ویلو پرته به  قطعآ د افغانستان د لرغونو آثارو لیکلړ بشپړ نه وی . د طلا تپې او سر یاندی نوم د یوې سکی دوه مخه  دی . که طلا تپه یادیږی ، ګویا سریانیدی یادوو او که په افغاستان کی دسر یانیدی نوم یادوو نو مانایی د طلا تپې د آثارو یادونه ده . د طلا تپې  نامتو آٍثار  د هغو سپړنو په ترځ کی لاس ته راغله چی د ۱۳۵۷ لمریز کال د لړم میاشتی د دریمی نېټې پیل  او د همهغه کال د کب میاشتی تر ۱۶ شپاړسمی نېټې یی دوام وکړ . د دې خورا رزښتمنو سپړنو په تر ځ کی چی د سریانید ی تر مخامخ لارښونی لاندی سرته ورسیدل د شپږو قبرونو څخه  یوویشت زره شپږ سوه اتلس  ټوټې طلایی آثار را بر سیره او د افغانستان ملی موزیم ته وسپارل سوه . ( ص: ۲۴ )      


پایله :  دا چی سر یانیدی ، د افغانستان د د برونزو پیر ژور او بر لاسی  څیړونکی ؛ د  سپړنوپه ترځ کی د علمی ارونو پلی کونکی  او  دلرغونپوهنی دسپلین ته په سپیڅلی هوډ پیژندل سوی شخصیت دی او د دې ځانګړنو په لرلو د ټولو افغان لرغونپوهانو لپاره د ایډیال او اولګو لرغونپوه په توګه منل سویدی .


وړاندیزونه :


۱ -  د هغو لرغونو سیمو د څیړنو په اړه دی یوه څانګړې رساله د یوې څیړنیزی پروژې په توګه تر تیب او ولیکل سی چی  سر یانیدی یی سپړنی تر سره کړیدی؛


۲ -  د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په اړه دی هغه ټولی لیکنی ( آثار ، رسالې او مقالې ) چی د سر یانیدی له لوری لیکل سویدی ،ملی ژبو ته وژباړل سی .


۳ - د طلا تپې اثارو انځوریز کتلاګ دی یو ځل بیا په رنګه او لوړ کیفیت خپور سی .            


اخځونه د الفبا په ترتیب :


۱ - اعظمی ، حبیب . ( ۱۳۵۸ ) .(( طلا تپه ګنجینه مدفون در  اساپوراګان )) . باستانشناسی افغانستان .  شماره اول . کابل : اکادمی علوم افغانستان .


۲ - باوری ، رسول . ( ۱۳۶۸  )  . لرغونپوهنه، میتودونه  او پرنسیپونه . کابل : دولتی مطبعه .


۳ - دیتز . ( ۱۹۶۲ ) اساسات باستانشاسی .مترجم : الفشاه ځدراڼ .  کابل : پوهنتون کابل .


۴ - سر یانیدی،ا.ی . ( ۱۳۵۹ ) (( افغانستان در عصر برونز)) . مترجم : حبیب اعظمی . باستانشناسی افغانستان . شماره اول .


۵ -   سر یانیدی،ا.ی . ( ۱۳۵۹ ) (( افغانستان در عصر برونز)) . مترجم : حبیب اعظمی . باستانشناسی افغانستان . شماره  دوم