په افغانستان کې ولې ځینې رسنۍ اوسیاسي دلالان دباګرام زندان نه دبیګناه افغانانو دراخوشې کیدو له امله دامریکا له دریځه ملاتړ کوي.زه لمړی دې ته راځم چې امریکا په افغانستان کې په خپل څوکلن شتون کې زمونږ کوم قانون ته احترام کړی .دوی خوزمونږدیني ملي او ټولنیز ارزښتونه ترپښولاندې کړل. زمونږښادي اوغم دواړه یې راته په ویر بدل کړل. کورونه یې بمبارکړل خلک یې بې ابروکړل مړي یې وسوځول اوحتی دهغوی انساني کرامت ته یې بې احترامي وکړه . مونږله هغو نه ګیله نه کوو ځکه هغوی زمونږ نابلل شوي میلمانه وه .دې میلمنو چې هرڅه کول حق یې وه. کروندګریې دترهګرو په نوم زنداني کړل لوڅ یې کړل بیایې په سپیانو وداړل او دافغانستان دقانون خلاف یې لس دولس کاله په زندان کې وساتل . بس هرڅه یې چې وکړل هغوی نه افغانان دي اونه هم دافغانستان نافذه قوانین مني. راځم دې ته چې له کله نه دباګرام زندان دافغانستان حکومت ته سپارل شوي نو دافغانستان دسترې محکمې دقاضیانو دفیصلو له مخې ځینې بندیان لدې زندان نه خوشې شوي .چې دې کارته افغانان دقدر په سترګه ګوري اودا کار دافغانستان د سولې اوارامۍ لپاره یې یو نیک ګام بلي.خوله بده مرغه دبګرام له زندان نه دافغاني بیګناه وګړوپه ازادیدو دامریکایې چارواکوبیځایه اندیښنو اوپدې اړوند دزیاتره افغاني رسنیو او سیاسي دلالانو بیځایه نیوکوخلک حیران کړي.زه وایم چې رسنۍ دیو هیواد څلورمه قوه بلل کیږي اودغه قوه باید دیوملک دملي مسایلولپاره کاروکړي.زمونږځینې رسنۍ خوټوله ورځ دنورو لپاره کارکوي اوهغه رسالت چې دټولنې په وړاندې یې لري سرته نه رسوي. له بله خوا مو ځینۍ عقده مند سیاستوال بیا په خپلو بیځایه شننو کې داسې مسایل رامخ ته کوي چې هغوته بې له کومې شخصي عقدی نه بل څه نشو ویلی .دوی له بګرام زندان نه دبیګناه افغانانو خوشې کول ملي خیانت ګڼي اودمسلې دڅیړلو غوښتنه کوي. زه درسنیو له دغو محترمو مسولینو اودغوښاغلیوسیاستوالو اوتش په نامه قضاوت پوهانو نه پوښتنه کوم چې آیاتاسو نه یې خبر چې په افغانستان اوبیا په تیره پښتون میشتوسیموکې څومره بیګناه خلک زندانو ته واچول شول،آیا دوی ندي خبر چې زیاتره دغه کسان چې نن په ګوانتاناموباګرام اونورپټوزندانو کې بندیان دي په شخصي دښمنیو اومغرضانه بیځایه شیطانتونو کې را وستل شول،آیا دوی ندي خبرچې دبیځایه راپورنو پربنسټ څومره خلک بمبارشول؟کنه له هرڅه خبردي دوی ځانونه ناخبره ښیي او پدې کارسره بهرنیانو ته خپل ځان نژدې ښکاره کوي.پداسې حال کې چې دوی پدې پوهیږي چې دتاریخ سپڼې پاڼې د دوی ددې کارناموپه انتظار دي اولرې نده چې د تاریخ دغه سپینې پاڼې ددوی تورې څیرې بربنډې کړي .په اخر کې دفیسبوک له شننوکو دپښتوله تش په نامه دفاع کوونکو اوپه ویبپاڼوکې دافغانانو په درد له تشو دردیدونکونه په کلکه هیله کوم چې د تاسې شعارونه کې رښتیاهم دافغانانو دژغورلو لپاره وي نو نورمه پریږدۍ چې داسې کرغیړنې څیرې ستاسوپه اوستاسوورونو اودوستانو په سرنوشت لوبې وکړي .
په درنښت