دافغانستان دراتلوونکي حالت په اړه دمتحده ایالاتوداستخباراتوملي ادارې ویلي چې که چېرته بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځی نودوی به تر۲۰۱۷ کال پورې خپلې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي خودجمهوررئیس کرزی ویاند ایمل فیضي بیا دغه خبرې په کلکوټکورد کړي دي ، همدارنګه څوورځې دمخه دانګلستان دپوځ لوی درستیزسرپیټروال هم ویلي وه چې که چېرته بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځی نوځینی سیمي به بیرته وسلوال مخالفین ترلاسه اوهغوی به په هغوسیموکی حاکم اوضعیت به خراب شی . خودکورنیوچارواودفاع وزاتونوهم دغه خبرې رد کړې اودایې زمونږ دهېواد اوحکومت په اړه دلویدیزواونوروبهرنیواستخباراتو اورسنیوناسمې ډنډورې بللي دي .
پوښتنه داده چې په اوسنیوحالاتوکې ولې امریکایي اوبرتانوي چارواکي ، سیاستوال اورسنی دافغانستان په اړه دغه ډول تبلیغات کوي ؟ دوی په دغه ډول ډنډوروکوموموخوته ځان رسوي ؟ ایا په تیرودولس کلونوکې بهرنیان په افغانستان کې لاسته راوړنې لري اوکه افغانستان یې دجګړواوګڼوستونزوپه ډګربدل کړی دی ؟
دولس کاله وړاندې امریکا اودهغوی ملګروله تروریزم سره دمقابلی ، دمخدره توکوچاق دمخنیوی اوافغانستان کې دښې حکومتولۍ درامنځ ته کولوپه په نامه په افغانستان پوځي یرغل وکړاودافغانستان خاوره یې د بی ۵۲ ډوله الوتکوپه زوپه خپله ولکه کې راوسته ، که مونږ وګورددوی دپوځي حضورڅخه تراوسه په افغانستان کې ددې پرځای چې مثبت پرمختګونه رامنځ ته شي بلکې نوريې هم دافغانان له ګڼوستونزوسره لاس اوګریوان کړي دي ، لکه څرنګه چې دترویرزم لپاره په نړیواله کچه تراوسه ځانګړی تعریف هم شتون نه لري خودوی دتروریزسره دتړوا اومرستې په نامه ډیری افغانان ووژل اوځیني بی ګنا خلک یې زندانونوته ولیږول ، هرهغه څوک چې په اسلامي عقیده سمبال وه ، ددوی پوځي حضوریې په افغانستان کې نه مانه ، هغوی یې دمختلفودسیسوپه پایله کې له مخې لرې کړه ، اودغه لړۍ اوس هم پوره په خرپ اوترپ کې روانه ده .
غواړم دامریکا اودهغوی دملګروتش په نامه درې شعارونو لنډه رڼا واچوم اوداهم وڅیړم چې دوی دافغانستان په اړه ولې ډنډورې غږی ؟ اویا دغه ډونډورې دافغانانوپه پیاړوي هوډ کوم اغېزلري که نه ؟
۱= تروریزم سره مقابله : دوی چې اسامه بن لادن دترورستانومشرباله هغه اویا هغه ته ورته کوم بل کس یې تردې دمه په افغانستان کې ونه نیوه اونه یې ومونده ، که ریښتیا هم د دوی موخه له تروریزم سره مبارزه وای ، اواسامه بن لادن دتروستانومشراوددوی مورد نظرشخص وای بیا خودوی باید دپاکستان دولت له ګریوانه نیولی وای ، اوس باید دوی له پاکستانه پوښتنه کړې وای ځکه اسامه هلته ووژل شو، خودوی تراوسه دغه ناروااوتپیل شوی جګړه په افغانستان کې دوامداره وساتله اوتراوسه روانه ده ، اوبرعکس پاکستان سره یې خپلې میلیاردونه ډالره مرستې دوامداره وساتلې اونورې هم دنازولی زوی په څیرزړه ته نږدې کړ.
ددوی کړنوته په کتنې سره په څرګنده توګه ښکاري چې ددوی دروانې جګړې موخه اوهدف دانه دی چی له تروریزم سره جګړه وکړی بلکی موخه یی داده چې دتروریزم په نامه تش شعارلاندی ځینی هیوادونه ونیسي اوخپلواوږدمهالوموخوته ځانونه ورسوي یعنی تروریزم سره مبارزه اودې مبارزې ته دتروریزم نوم ورکول درواغ اودخلکوتېرایستل دی ، څرنګه مې چې مخکې اشاره وکړه چې تراوسه تروریزم لپاره کوم نړیوال اومنل شوی تعریف نه دی پیدا شوی خواوس ځینی دنړیوالوحقوقوعلماوايی هرهغه څوک اویا هرهغه دولت چې د ظلم جبر ، اودسیسوپه پایله کې دنوروحقوق لوټوي اوخلکوته دسراومال درانه زیانونه رسوي ، دنورودولتونوپه کورنیوچاروکې بربنډې لاسوهنې کوي تروریست بلل کیږي ، دامریکا اوسنۍ پراخي غوښتونکې اووژونکي پالیسۍ ته په کتنې سره علما وايي چې امریکا تروریستي فعالیتونه ترسره کوي اوامریکایان اودهغوی ملګري تروریستان بلل کیږي .
۲= دمخدره توکوقاچاق اوکرکیلې مخنیوی :
ددوی دوهمه موخه داوه چې په افغانستان کې دمخدره توکودقاچاق اوکرکیلې مخه ونیسي ، دوی درسنیوله لارې ځیني تبلیغات دمخدره توکودقاچاق اومخنیوي په موخه کوي خوعمل راپورونه وايې چې دوی په دغه برخه کې دومخه سیاست لري یعني له یوخوا یی دمخنیوی لپاره ځینی تبلغات کوي اوله بلې خوا دمخدره توکودقاچاق کرکیلي اوقاچاقچیانوملاتړکوي ، که دوی ریښتیاهم په دی برخه کې کارکاوه نوولې اوس هم افغانستان دنړي له هغوهیوادونوڅخه ګڼل کیږي چي دمخدره توکوپه قاچاق ، کرکیله اوتولید کي لومړی مقام لري ؟ راپورونه وايی چي دطالبانوپه وخت ملامحمد عمرمجاهد په یوه فرمان په افغانستان کې دمخدره توکیوقاچاق اوکرکیله صفرته راښکته کړې وه اوویل کیږي په هغه وخت دمخدره توکیودتولید لوړه کچه په کال کې ۱۷۰ ټنه وه خواوس دبهرنیودموجودیت په صورت کې دغه کچه څوبرابره لوړه شوی یعنی اوس په یوه کال کې په افغانستان کې ۱۲۶۰۰ ټنه مخدره توکي تولیدیږي ، ځینی بهرني مبصرین اودچاروشنونکی وايی چی امریکا اودهغوی ملګري دمخدره توکیودقاچاق له لاري ډيرزیات عاید لاسته راوړي اودهمدې موخې لپاره په افغانستان کې اډی غواړي ، نوپه ښکاره توګه باید ووایوچې دوی په موجودیت کی لاهم دمخدره توکیودقاچاق اوکرکیلې ملاتړشوی ددوی دموجودیت اومرستې له امله افغانستان دمخدره توکیوپه تولید کي لومړی مقام ګټلی دی .
۳= ښه حکومتولي رامنځ ته کول :
دوی دولس کاله وړاندې دادعوه هم کوله چی دوی به په افغانستان کي دښې حکومتولۍ په رامنځ ته کولوکې مرسته کوي خوبرعکس اوس ددوی دشتون له امله افغانستان دنړي دمفسدودولتونودکتارپه سرکې شمیرل شوی اودافغانستان برم اووقارته یی لوی زیان رسولی دی ، دوی په تیرودولس کلونوکی سره دی چی ښه حکومتداري رامنځ ته نکړه بلکي په سیاسي واک کې یې دداسې خلکوملاتړوکړچې هغوی کلونه کلونه دخلکوویني تویې کړي وې او خلک یی وژلی وه ، دولتی اوشخصي ملکیتونه یی لوټ کړی وه ، تراوسه هم ددوی له خوا ګمارل شوی دسیاسي واک تږي ټيکه داران په واک کې پاتي دي ،چې په تېرودولس کلونوکې یې له دوی سره په ګډه دجوال خوله نیولې وه ، دوی په تیرودولس کلونوکې لږکي اوداسي څوک واک ته ورسول چې په ولس کې ریښه نه لري ، په ولس کې ځای نه لري ، ولس ترې کرکه اونفرت کوي خودوی یې ترشا ولاړوه ځکه تراوسه په واک کې پاتي اوهیڅوک هم نشي کولای چې دغه ډول دپردیواجنټان اودملي ګټولوټوونکي کسان له دندوګوښه کړي .
په لنډه توګه باید ووایم چې دوي په پورته درې شعارونوکې پاتې راغلي اونورددوی په تشوژمنواوشعارونوزمونږ غیرتي ولس نه غولیږي
اوس راځم دېته چې دامریکا داستخبارتوملي ادارې په یوه راپورکې ویلي دي چې دوی دخپلوځواکونوله وتلوورسته په افغانستان تر۲۰۱۷ کال پورې خپلې درې کلنې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي ، ایا داچې دبرتانیادپوځ لوی درستیزپیټروال وايي که دوی له افغانستان څخه ووځی نووضعیت به خراب اوطالبان به حاکم شی ، زه وایم ددوی کومې لاسته راوڼې ؟ ایا دوی په افغانستان کې لاسته راوړنې لري ؟ جواب ښکاره دی هغه داچې په افغانستان کې ددوی له لاسته راوړنوله لاسه غورځېدنې اوتېروتنې څوبرابره زیاتې دي ، دوی دلته خپل پوځي حضورلپاره جګړه هڅولې ، دنړۍ په ملیاردونوډالرویې دافغانستان نړېدلي بنسټونه نه دي رغولي ، بیګنا ولسونه یې وژلی اوبیا یې یواځې په تشه بښنه بسنه کړې ، دوی دځینوکورنیوکړیو سره په ګډه دافغانستان ویش اوتجزيي ته لارې هوارې کړي ، اوس هم ددوی کوښښونه روان دي چې دافغانستان جنوب وسلوالوطالبانوته وسپاری چې وسلوالوطالبانواودکرزي حکومت ددوی دغه غوښته رد کړې ، دوی په دغه کارسره غواړی چې دفلسطین دخلکوپه څېرنړی ته طالبانوپه جامه کې پښتانه جګړه ماروروپېژنی اوپه راتلونکي کې پښتانه اودبیلوشویوسیموخلک په یوه اوبل نامه ووژني .
ددوی دموجودیت له امله دافغانستان ګاونډیودافغانستان په چاروکې داسې بربنډې مداخلي کړي چې دافغانستان په تاریخ کې یې څاری نه درلوده اونه یې دا جرات کولای شوچې دافغانستان خاوره لاندې کړي اویا په توغندیوزمونږبې وزله ولسونه ووژنی خوددوی دلمسونې له امله پاکستان په کونړ، ننګرهار، پکتیا خوست ولایتونوکې کې دډیورنډ له کرغېړنې کرښې وړاندې راغلي اوهم یې زمونږ ولسونه وژلي دي .
زما له انده په تېرودولس کلونوکې چې دوی کومې دپام وړل دولس په ګټه لاسه راوړنې نه لری نوپه راتلونکودرې کلونوکې به هم کومې دپام وړلاسته راوړنې ونه لري ، دوی چې وایې زمونږ له وتلووروسته به په افغانستان کې وضعیت خراب شي طالبان به حاکم شي اوس چیرته وضعیت سم دی ؟ اوس هم دهيواد په ډیری سمیوکې طالبان اوددولت نورمخالفین حاکم دي ، اومحلې چارواکې یواځی دولایتونوپه مرکزونواوولسوالیوکې راګیردی ډیری وخت والیان دامنیې قومندانان په میاشتومیاشتوخپلوکورونوته دځمکې له لارې نشي تللی په میاشتومیاشتوانتظارباسی ترڅوداسې یوه زمینه برابره شی چی دوی په الوتکوکې کابل ته ولاړشی .
په بهرنیوپه اوپه ځانګړي توګه امریکا یانوډیری داسې اسناد موجوددي چې دوی په لوی لاس نه غواړي افغانستان کې سوله راشي ، دوی ډيری هغه طالبان نیولي اویایې وژلي دي چې هغوی دسولې خبرواتروته زړه ښه کړی دی ، په پاکستان کې دحکیم الله محسود وژل ، دلوګرپه محمداغې ولسوالۍ کې دلطیف الله محسود نیول، دننګرهارپه لال پورې ولسوالی کې داکرام الله نیول ، دقطردخبروګډوډول اوداسې نورې بلګې یې دلمرپه څیرروښانه دي ، زه په دې اندیم دوی چې په افغانستان کې سوله نه غواړي اوجګړه هڅوي دانوبیا کومه لاسته راوړنه بللی شو؟ دالاسته راوړنه ده اوکه دنړۍ اوافغانستان دولسونوپه سترګوکې دخارووراچول ؟
اوس ډیر ی شنونکي په دې نظردي چې دافغانستان په اړه ددوی تبلغات اوډنډورې یواځې دامنیتي تړون دلاسلیک لپاره دي اوغواړي چې دکرزی حکومت ترفشارلاندې راولي اوخپلې نارواموخې ته ورسېږي ، خوکرزی اودافغانستان اکثریت ولسونه هم اوس ددوی په ناروا دوه مخي اوڅومخي سیاست پوه دي ، حتي په خپله امریکا هم کې اوس خلک دې نتیجې ته رسېدلي دي چې دافغانستان جګړه باید پای ومومي ، اوهلته په نظرپوښتنه کې ۸۳ سلنه خلک دافغانستان له جګړې سره مخالفت لری یعنی هلته هم خلک دامریکا په ناسم سیاست پوه شویدی زه داوایم غربیان په دغه ډول ناسمو ډنډورورسره نشي کولای دافغانستان ولسونه تېرباسي ، نورافغان ولس دچاپه تشوژمنونه غولیږي اوافغانان دخپل هېواد دساتنې لپاره کلک هوډ لري ، اوس دافغانستان ډیری خلک دې پایلې ته رسېدلي دي چې بهرني ځواکونه باید له افغان څخه ووځي ، افغانان پرېږدي چې خپلې چارې په خپله سمبال کړي ، اوس ولسونه په دې پوه شویدي چې روانه جګړه دبهرنیوله خوا پیل شوې جګړه ده او دوی دجګړې دوام دځان په ګټه بولي ځکه نودولس لوی اکثریت نوردبهرنیوشتون په افغانستان کې منلی اوزغملی نه شي .
خوکه بیا هم دافغانانوله غوښتنوپرته بهرنیان په زوراویا دنورونارواوفشارنوپه پایله کې پاتې کیږي په راتلونکي کې به یې پایلې ددوی لپاره ناسمې اوحتی دسترې شرمېدونکې ، اورسواکوونکې ماتې سره به مخامخ شي ،ځکه دتاریخ په اوږدوکې دلته دډیرویرغلګروقوتونوهډونه مات شوي اوخاورې شویدي ،دافغانستان په سپېڅلې خاوره کې دډیروچپاول ګروتنې خاورخوړلي دي ، خپل سترارمانونه یې له ځانونوسره دجهنم تورې کندې ته وړیدي، زه په دې باوریم که چېرته امریکا اودهغوی نورملګری دافغانانودغوښتنوخلاف خپلونارواغوښتنوته دوام ورکړي دوی به له ورته برخلک سره مخ شي ، ښه به داوي چې دوی له تېرتاریخ اودنوروله ماتوعبرت واخلي که نه نونوردافغانانوویني په جوش راغلي اوهربهرني ورته په هېواد کې دسترګواغزی ښکاري، اونږدې ده چې په وړاندې یې ملي پاڅون وکړي