یادوونه : په دریمه برخه کی د یو شمیر بیلابیلو ژوند ته تهدیدونکو خطرونو د ځانګړتیاوو څرګندونی وشوی چی خبریدل ورباندی په زړه پوری دی . که مو لوستی نه وی ، د همدغی ویبپاڼی په ارشیف کی یی موندلای شئ .
۹ ـ د کائیناتو ترمودینامیکی مړینه :
دا برخه ښاغلی مهندس رزاقی د لومړی او دویم ترمو دینامیکی قوانینو پر بنسټ روښانه کړی چی هر چاته د پوهیدلو وړ نده . داچی دا لیکنی د ټولو د پاره په پام کی نیول شویدی ځکه یی د نوموړو قوانینو د ژباړنی څخه تیریږم . دلته د یادولو وړ اصلی موخه داده چی د کائیناتو له عمره ۱۵ میلیارډه کاله تیریږی او د ترمو دینامیک قانون پر بنسټ کیدلای شی په سیسټم کی یی بی نظمی او ګډودی راشی او « حرارتی مرګ Death heat ) منځته راولی .
۱۰ ـ د اټمی جنګونو Nuclear Wars څخه پیښیدونکی خطرونه :
د اړوندو ماهرانو په اند یو اټمی جنګ کولای شی بشری تمدن له منځه یوسی . د اټمی وسلو د نه پراخیدو په اړه اوسنی نړیوالی هڅی کولای سی د داسی خطر ریښی وباسی او د اټمی جنګ احتمال ټیټ کړی . په هر حال ، یو اټمی ژمی nuclear winter کولای شی د بشر په پرمختللی تمدن کی ستر بدلون راولی .
۱۱ ـ د ستورو د مړاوی کیدو خطرونه :
د ستورو د عمر اوږدوالی د هغوی دجسم په لویوالی پوری تړلی دی . هر څومره چی ستوری لوی وی ، عمر یی کم دی ځکه چی موجودیت یی په لږ وخت کی و ډیری انرژۍ ته اړتیا لری . دستورو عمر د څو میلیون کالو څخه تر پنځه میلیارډ پوری شمیرل شویدی . د اخیری څیړنو له مخی د نوو ستورو د منځته راتلو امکانات سست دی او پدی توګه هغه ستوری چی له منځه ځی ، ځای ناستی یی منځته نه راځی . له همدی کبله کائینات کرار کرار تاریک کیږی او د پوهانو د اټکل پر بنسټ به پنځه میلیارډ کاله وروسته د نړی روښنایی نیمه شی . دا به هغه وخت وی چی زموږ د لمر عمر هم پای ته په رسیدو دی . د یادولو وړ ده چی نوی ستوری د پخوانی لویو ستورو څخه د سوپرنووا په بڼه د انفجارونو له مخی منځته راغلی او زموږ لمر هم ددغه ډول ستورو څخه دی چی پنځه میلیارډ کاله مخکی د سوپرنووا په مټ را زیږیدلی دی .
۱۲ ـ د تصادفی یا دوره ای کنګلونو( یخبندونو) خطرونه :
جیولوجیکی ( ځمکی پیژندنی ) څیړنو ښودلی چی د ځمکی د عمر په اوږدو کی د ټاکلو دورو په اوږدوالی پر ځمکه باندی کنګلونه واکمن شوی . یو لدغو څخه ۶۰۰ میلیون کاله دمخه او بل یی ۲۰۰ میلیون کاله وړاندی منځته راغلی او له کبله یی د ځمکی د مخ نژدی ۹۰٪ حیوانات تباه شویدی . د اخیرنی ۷۴ زرو کالو په موده ځمکی د کنګلونو اته دوری Ice Ages او همدارنګه د تودوخی اته دوری تیری کړیدی . اټکل کیږی چی ۵۰۰۰ کاله وروسته به د شمال د لوری د کنګلونو یوه نوی دوره را وغوړیږی .
نوی څیړنی ښئی چی د ځمکی په تاریخ کی د کنګلونو ۱۲ شدیدی دوری منځته راغلی دی . د نوموړو دورو تر منځ واټن معمولا د ۴۰ زرو څخه تر سل زرو کالو پوری شمیرل شویدی . د ځینو نورو اټکلونو پر بنسټ کیدلای شی د کنګلونو نوی دوره شل زره کاله وروسته پیل شی .
دغه دوره ای کنګلونه پر بشری تمدن باندی ډیر ناوړه اغیز ښندی چی کولای شی د ځمکی شمالی برخی په امریکا ، اروپا او اسیا کی د ژوندنی حالت نه وباسی . اخیرنی کنګلونه نژدی لس زره کاله مخکی له منځه تللی او د بشر دغه اوسنی تمدن د همدغو کلونو لاسته راوړنه ده .
۱۳ ـ د فضایی توکو د ناببره سره پاشل کیدو او له منځه تلو خطرونه Cosmic Collapse :
په فضا کی یو ناببره ذره ای بدلون یا نوسان A Random Quantum Fluctuation کولای شی چی د نور په ګړندیتوب سره ویجاړونکی حالت منځته راولی ، نړۍ ګډوده او له منځه یوسی . پدی اړه په ۱۹۸۰ کال کی دوو تنو پوهانو د ځمکی د پاره د یوه عجیب او ډیر بد فال وړاندوینه کړیده . ددی اټکل له مخی کیدلای شی د ځینو لاملونو له مخی په جهان کی یوه بیساری انرژی منځته راشی ، ټول موجودات وسوزوی او هر څه په بخار واړوی . دا ډار شتون لری چی دغه ډول انرژی په لابراتوارونو کی د فزیکپوهانو د تجربو څخه راپیداشی . دبیلګی په توګه د ستری انرژۍ درلودونکو اټمی ذرو د ټکر څخه چی په لوړه چټکتیا سره په کوچنی فضا کی یو دبله سره وکړی ، بیا نو د داسی خطرونو مخنیوی اسانه کار ندی ( ددغه خطرونو په اړوند د کاذبی او حقیقی خلا پر بنسټ د نسبیت د تیوری له مخی د اړینو فورمولونو په پام کی نیولو سره یادوونه شوی چی پوهیدل ورباندی په لوړه کچه د فزیک پوهنی ته اړتیا لری او داچی عام پوهاوۍ ته اړین ندی ، ځکه یی نو ورڅخه تیرشوو . ژباړ ) .
۱۴ ـ زموږ خاورینی نړی ته د بهرنی موجوداتو د تهاجم خطرونه Alien invasion :
زموږ د ځمکی پر کره باندی د بهرنی موجوداتو د یرغل خبره ناممکن کار نه بریښی . دوی ښایی وکړای چی دا کره بیخی ویجاړه کړی ، یا یی تمدن له منځه یوسی ، یا یی داسی مستعمره کړی چی د انسانانو څخه یی د غذا یا مریی په توګه کار واخلی او یا د ژوند ټولی سرچینی ور نه ترلاسه او ځمکنی کره برباد کړی .
که څه هم د بهرنیو موجوداتو (له بلی سیاری څخه راغلو بیګانه ګانو ) په هکله تر اوسه پوری هیڅ باوری شواهد نشته ، مګر یو شمیر پوهان لکه کارل ساګن Carl Sagan ددی موجوداتو د شتون امکان نه ردوی ، خو تر اوسه لا دا نظریه یوازی یوی ساینسی افسانی Science Fiction ورته والی لری .
فرمی پارادوکس Fermi paradox :
په وروستیو څو لسیزو کی د پرمختللو میتودو په مرسته اړوند پوهان پدی توانیدلی څو په فضا کی نور داسی نظامونه کشف کړی چی په ځینو سیارو کی یی د ژوند امکانات شتون ولری . پدی توګه ښایی چی ځمکه یوه له هغو بی شمیره سیارو څخه وی چی په یوه یا بله کچه هلته د ژوند او تمدن امکانات شته . داچی د نوموړو سیارو ترمنځ واټنونه خورا اوږده دی ځکه نو دوی یوازی د نور په سرعت سره کولای شی یو دبل په چارو کی لاسوهنه وکړی چی دا یو اسانه کار نه ښکاری . و وینو چی راتلونکی کی به څه وشی .
د « پوهنی راز » د خبر له مخی « کپلر تلیسکوپ » توانیدلی د کهکشان د شیدو په لاره کی تر داسی سیارو پوری ځان ورسوی چی ښایی د ژوند امکان هلته شتون ولری . ستوری پیژندونکو تر اوسه پوری پدی اړه دوی په زړه پوری سیاری موندلی دی . ښکاره ده چی انسانان تر اوسه په نیغه سره د داسی سیارو د څیړلو وس نلری ، ځکه چی دغه سیاری له موږ څخه د ۱۲۰۰ نوری کالو په واټن لیری پرتی دی . د ۲۰۱۳ کال د اپریل په میاشت رسنیو پدی هکله اړین مالومات خپاره کړل چی له مخی یی د نوموړو سیارو لویوالی د ځمکی د کری یو نیم برابر دی او یوازی د یوی روښانی نقطی په بڼه مالومیږی . د همدغه کال د می میاشتی په دریمه نیټه CNN یو جالب خبر خپور کړ چی ګویا پوهان په نورو سیارو کی د ژوند په اړه هیله من شویدی .پوهانو دری نوری نوی سیاری کشف کړی دی چی هلته زموږ د لمریز نظام نه بهر د ژوندی موجوداتو د شتون امکانات ډیر ښکاری .
۱۵ ـ د ځمکی د مقناطیس د کمزوری کیدو خطر :
د ځمکی مقناطیس چی موږ د اسمانی خطرناکو تشعشعاتو څخه خوندی ساتی ، کیدلای شی کمزوری شی . ددی کمزوره کیدو چټکتیا دومره لوړه اټکل شویده چی کیدلای شی د راتلونکو زرو کالو په موده کی بیخی له منځه ولاړه شی .
د ځمکی د مقناطیسی قطبونو بدلون : دا ډول ادلون بدلون په هرو ۲۵۰۰۰ کالو کی یو وار تر سره کیږی . پدی کار سره ټول ناویګاشنونه حتی د مرغانو د پاره هم ګډوډ کیدلای شی . برسرسیره پردی د لمر څخه اسمانی خطرناک تشعشات بیله خنډه ځمکی ته رارسیږی او ژوند د خطر سره مخامخ کوی .
د څلورمی برخی پای .
پاته برخه مه هیروی