د اسد اسمایی د تلین بنځم کال په مناسبت:
هسي چي د استاد اسد اسمايی مخامخ ليدل راته هيښنده و، هماغسې يې د ژوند د مړاوي کېدلو خبر راته نه منونکی و. د شپې نه بجې وې چي د ښاغلی منلې صاحب تليفون راورسيد، غوږی مي واخستل او بيله ځنډه مي د معمول په څير لومړی سلام وکړ او بيا مي د احوال پوښتنه. منلی صاحب د خپل عادت خلاف يوه لنډه سريزه د يوه غمجن خبر لپاره و ويل، زه دومره پوه شوم چي د خبرو دا پيلامه د يوه غمجن خبر کيداسي ، خو دا خيال مي نه کاوه چي دا خبر به زما د يوه داسي ملګري ، استاد او يوه خواخوږي دوست د مړيني خبر وي چي زما له انده يې لا د ژوند د پايښت ډير پسرليه درلودل.
هو دا د خدای بخښلي استاد اسد اسمايی د مړيني خبر و. خبر مي واورېدی، خو زه نه پوهېدم چي د استاد منلی د تليفون کولو اجر څنګه ادا کړم، په ترخني او که په منني؟ له يوې خوا يې زما د ډيري مودې ملګري د مړينې را ته وويل ، چي په اورېدلو يې زما دحلق ناړي وچي او ستوني مي ونښتی . هغه ګړی مي د استاد اسد د بيا ليدلو څخه دمحروميت غريو د سر پر کوپړی را وڅرخېدی. او له بلي خوا د يوې داسي پيښي خبر شوم چي زما له آنده زه بايد تر هرچا لومړی خبر وای. نه پوهيږم چي د استاد منلی سره مي د تلفون ورستی خبره څنګه وه ، خو دا مي په زړه دي چي موږ دواړو يو لنډ وير وکړ او د نورو مالوماتو د تر لاسه کولو او يو او بل ته د رسولو هو مو وکړل.
تر تليفون وروسته مي انديښنې هر لوري وڅرخېدې. د استاد اسد سره د تير پنځه ديرش کلن ژوند خوږې او تر خې خاطرې را په زړه شوې. د ذهن پردو ته مي تير کالونه دومره لنډ او يو بل ته نږدې شول لکه چي همدا ټوله کالونه يوازی همدا څو لحظې وې.هغه ورځي شپې مې را په زړه شوې چي د لومړي خل لپاره د کابل پوهنتون په انګړ کي زما يوه بل ملګري ښاغلی جمعه نوپرور استاد اسد ته ور وپيژندم . بيا مي هغه ورستی ورځي شپې چي په هلند هيواد کي مي ورسره درلودې، را په زړه شوې. د لومړی پيژندني او ورستی ليدني تر منځ پوره پنځه ديرش کاله تير شوي وه ، خو زما ذهن داسي په چټکی ټولې بيا را يادي او را وګرځولې ، چي رښتيا يې هم دا پنځه ديرش کاله راته يوازي څو لحظې کړې.
د اسد نوم مي پخوا اورېدلی و، د هغه مهال د ډيرو کيڼ اړخه محصلينو په منځ کي اسد د زياتومعلوماتو او پوهي او په ځانګړې توګه په فلسفي بحثونو او ښوونو کي د پام وړ شهرت درلود. ما هم د هغه په اړه اوريدلي وه ، خو چي ومي ليدی، هسي چي اوريدلي مي وه تر هغه راته زيات برلاسی، صميمي او پرانستی وبريښېدی. په هغه لومړنی ليده کاته کي تر ټولو راته دا ډيره په زړه پوري وه چي اسد به د يو شمير مخورو او پيژندل شويو شخصيتونه تخلصونه د صاحب د کلمې پرته يادول .مثلا ويل به يې چي فلانی مي وليد ، داسي نه چي فلانی صاحب مي وليد.ماته د يو شمير مخورو کسانو د تخلص سره د صاحب نه ويل يو ډول بغاوت ښکارېدی، د دې سره سره چي زما په خبرو کي به هر وخت د تخلص تر څنګ د صاحب کلمه ملګرې وه، خو د اسد دا متود مي خوښېدی.
اسد هغه مهال زيات شهرت وګاټه چي د کابل پوهنتون د فلسفې څانګې له لوري د فلسفي پوهني يوه سيالې د هېواد په سطحه اعلان او د پلي کيدلو چاري يې تر سره شوې، په دې سياليو کي استاد اسد په هيوادکي د فلسفي پوهني تر ټولو کانديدانو او د ازميني دګډونوالو څخه په لوړه نمره بريالی شو. د سيالیو دا پايلي د هېواد د مطبوعاتو له لوري اعلان او خپرې شوې. ښايې د اسد د زياتوفلسفي زدکړو يو لاميل به د هېواد د سياسي کيڼ اړخه خوځښت سره د هغه پر له پسې اړيکي وي ، خو دا د شک پرته ويلای شو چي د هغه ځانګړي استعداد له او د فلسفي افکارو سره د هغه ځانګړې مينه او ليوالتيا ، په دې زدکړو کي ډيره اغيزمنه او څرګنده وه.
د استاد اسد سره زما اړيکي هغه مهال يو ځل بيا نږدې او تودې شوې چي موږ دواړه ( زه د لرغونپوهني او استاد د فلسفې په څانګو کي) د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو په پوهنځی کي د استادی په دندي بوخت و.
هر ورځ به مو سره ليدل، پر بيلا بيلو مسئلو او ستونزو به مو خبري کولې ،د غم او غوسې د ويلو او ښکاره کولو سره جوړ نه و، په خپل منځي خبرو اترو کي به يې علمي او فلسفي بحثونه د طنز په ژبه وړاندي کول، د هري وينا سره به يې د يوه فيلسوف يا يوه نامتو ليکوال او يا د اولسي متلونو او شعرونو يوه تائېدي لنډه ضميمه ملګرې وه، پخې او ژوري ليکني به يې کولې ، سپېڅلی او پرانستی و، تشريفات يې نه خوښول. که به د کوم ناپيژاند سره پر لاري ملګري کيدی داسي بانډار او مجلس به يې کاوه ، لکه د کلونو کلونو ملګر تيا چي ورسره لري. پاکوالی او ځانګړې سليقه يې درلودل .د استاد په توګه يې خپله دنده ادرې مسوليت نه بلکي اخلاقي او انساني مکلفيت ګاڼه. د هېواد او پرمختګ سره يې مينه درلودل. دا د استاد اسد د شخصيت هغه ځانکړني وې چي زما په آند د استاد هر ملګری او دوست به يې د مکث او تر ديد پرته ومني. د دې ټول يادشويو مميزاتو له ټولګي د يوې خاطرې په توګه د استاد اسد اسمايې هغه تعهد او باور را يادوم چي هغه به د خپلو ليکنو او مقالو په اړه درلود.
په هېوادکي د خپلواکو مطبوعاتو د دوهم پړاو ( ١٣٦٦- ١٣٧١ لمريز کالونه ) پر مهال مي د( سلام ) په نوم ديوې خپلواکي خپروني سره اړيکي درلودې،د همدې مهالنی لپاره مي د استاد اسد څخه د ليکنو او مقالو ليکلو غوښتنه وکړه، دا غوښتنه مي پر له پسې څو خله په بيلا بيلو ورځو کي بيا بيا ياده کړه ، خو استاد به هر ځل ويل چي : ښه خبره ده فکر بر پر وکړو. څو اونی وروسته مي يو ځل بيا دا غوښتنه وکړه ، دا ځل استاد راته په خپل ديپارتمنت کي د چای خوړلو او خبرو کولو و ويل ، زه هم ورسره ولاړم ، خبري مو پيل شوې . دا ځل استاد د هر وخت په څير طنزيه بانډار نه کاوه ، په خورا دقت يې د خبرو لړی پيل کړه ، او زما نه يې وپوښتل چي زه ستاسو د اخبار لپاره څه ليکلای شم؟ ما ورته وويل چي تاسي چي هر څه غواړی خپاره يې کړي هغه به زموږ اخبار خپروي ! استاد وخندل او و ويل چي زه نه غواړم داسي څه وليکم چي هدف او موخه يې څرګنده نه وي ، او بيا دا چي دا ليکنه پر له پسې خپره هم شي. بيا مي استاد ته د هغه وړانديز و ويل چي د ( سلام ) مهالنی د مشر تابه په غونډه کي مطرح شوی و. د ( سلام ) مهالنی د امتياز خاوند او مسوول مدير ښاغلي الحاج محمد جان باوري د مهالنی د مشر تابه په يوه غونډه کي دا وړانديز کړی و چي : زموږ په خپرونو کي بايدد هېواد پالو ليکوالو له لوري د يوه بشپړ افغان ځوان داسي کرکټر انځور شي چي د هغي ليکني په لوستلو سره زموږ نوی کهول او ځوان نسل هغه کرکټر د ځان لپاره غوره او په هغه روحيه ځان وروزي. هغه ارمانونه چي زموږ انځور شوی ځوان يې لري هغه زموږد نوی نسل ارمانونه هم شي. تر هغه وروسته استاد وپوښتل چي : ستاسو دا ځوان به تر کومه بريده خپلواک وي؟ د کومو آندونو پاللو ته به ژمن وي ؟ هغه به د کوم چاپير يال محصول وي؟ کوم لوري ته به د تللو اراده ولري ؟ دا پوښتني يې ټوله په يوه ځل نه بلکي د بحث په دوام به يې زما د نظر د اورېدلو وروسته کولې.
د استاد اسد د پوښتنو په وړاندي مي په ډير پام سره د ځواب ويلو هڅه کول ، ما ورته و ويل چي : زموږ دا ځوان به پوره خپلواک وي! د ملي افغاني ليدلوري خاوند به وي! زموږ د ټولنيز ژوندانه يوه څرګنده بيلګه به وي! او د هيواد د پر مختګ او انکشاف سره به مينه ولري ! دا ځوابونه هم په همدې لنډون نه وه ، په حقيقت کي دا مباحًه پوره تفصلي او رغنده پوهنيز ډيالوګ ته ورته وه. دې بحث څه ناڅه دوه ساعته په بر کي ونيول ، خو په ورستيو کي استاد اسد د دې وړانديز مخالفت وکړ او په خپل خاص انداز يې وو يل چي وروره دا ډول شخصيت زه په خپله ليکنه کي نشم روزلای ، او زما باور د دادی چي که څوک ځان ونه غولوي ، د داسي متضاد شخصيت روزل نه يوازي دا چي شونی نه دی ، بلکي رښتني او د منلو هم نه دی.که څوک ناول وليکي کېدای شي چي د يو شمير ځوانانو لپاره د لوستلو وړ وي ، خو دهغه ناول مثبت کرکټر به په رښتني ژوند کي د پايښت وړتيا ونه لري ، يا به وژل کيږي چي رښتنې نړی د ناول د نړی سره بيله شي ، او يا به همداسي لکه د د يوشمير ناولونو د قهرمانانو په څير غير مادي توان او متافزيکي ملاتړ ولري. همدا ډول نور دلايل او مسايل يې ياد کړل او بيا يې خپل پخوانۍ خبره تکرار کړه چي : زه په خپلو ليکنو کي داسي شخصيت نشم روزلای ، که بل کوم ليکوال دا شخصيت وروزلای شي ، زه به يې هرکلی وکړم.
د دې خبرو څه زيات او کم ، يوه مياشت و وتل ، چي يوه ورځ استاد اسد په خندا و ويل چي : (( زه غواړم سلام ته اخلاق وليکم )) ډير مو وخندل او ټوکو ته مو لاره پرانستل ډير مو وويل او ومو خندل آن تر دې چي هغه خبره چي استاد غوښتل وه يې کړي ، پاته شوه . يوه دوې ورځي وروسته استاد زما دفتر ته راغی او وې ويل چي : ما د سلام مهالنی لپاره پر يوې داسي ليکني فکر کړی چي کيداشي پر له پسې خپره شي او تر يوه بريده ستاسو هغه وړانديز ته ورته هم وي.ما بيله ځنډه ومنل او د پيل غوښتنه مي وکړه. څو ورځې وروسته استاد د اخلاقو په نوم څلور پاڼي چي په لاس ليکل شوي وې راکړې او په دې تر تيب د ( سلام ) په خپرونه کي د اخلاقو په نوم د ليکنو لړی پيل شوه . د څو شمارو د خپرولو وروسته د اخلاقو د ليکنو په اړه د لوستونکو غبرګونونه يو په بل پسې را رسېدل ، يو شمير به په دې خواشني ښودل چي، په دې ليکنو نه پوهيږي ، هغوې به ليکل چي د دې ليکنو موخه څه ده ؟ او ديو شمير لوستونکوغبرګونونه بيا د ډيري خوښۍ او ليوالتا سر مله وه . د سلام مهالنی ته به د نوروليکنو ، مقالو شعرونو او نورو خپاره شويو مطالبوپه اړه يوه يا دوې ځانګړي نظريې را رسېدلې ، خو د اخلاقو په اړه دا نظرونه زيات او پر له پسې ځکه وه چي له يوې خوا دا ليکني د خپروني په خورا مهم ځای کي چي معمولاً د خپرونو سر مقالو ته ځانګړی کيږي ، خيرېدل او له بلي خوا دا يوه پر له پسې لړی وه . په هر صورت د ليکنو دا لړی وغزېدل او پوره اته مياشتي د اخلاقو په نوم داستاد اسد ليکني خپرې شوې. په دې لړی کي يو ځنډ پيښ شو ، پوره مي نه دي په ياد چي ولي دا لړی پرې شوه خو دا مي په زړه دي چي د لوستونکو يو زيات شمير ليکونه را ورسېدل چي د دې لړی د بيا پيليدلو غوښتنه يې کول ، دا چي د يوه ځانګړي موخي لپاره دا لړی نه وه ځنډيدلې ، نوځکه مو زيات پام نه شو ، چي بيا يې په هماغه ډول پيل کړو، خو د دوو درو شمارو تر خپرولو وروسته د هغه مهال د جمهوري رياست د دفتر رئيس ښاغلی اسحق توخي د سلام خپلواکي خپروني مشر ښاغلی الحاج محمد جان باوري ور وغوښت او د جمهور ريس مرحوم داکتر نجيب الله دا ځانګړې غوښتنه يې ورته ويلې وه چي : د اخلاقو په نوم دا لړی دي دوام پيدا کړې ؛ د دې لپاره يې دا ويلي وه چي دا اخلاقو په نوم دا ليکني د ملي روغي جوړي لپاره خورا ارزښتمن تيوريک بنسټ جوړولای شي. او د ښاغلي توخي د قوله چي دا لړی هر وخت داکتر نجيب الله لولې او خورا زيات يې خوښوي.
د استاد اسد سره ورستی خاطره هم راته نه هيرېدونکې ده . په اروپاکي به مو د تليفون له لاري اړيکي درلودې، بحثونه به مو په تليفون کي سره کول، کله ناکله به د تليفون خبري هم تر ساعتونو واوښتې، او د دې تر څنګ به مو په کال کي يو ځل د جرمني د کلتوري ټولني له لوري په هغو پرتمينو سيمنارونو کي هم سره ليدل چي نوښت يې د ښاغلي زرين انځور له خوا کېدی. د دوه زره اووم کال د مارچ مياشت کي مي استاد ته د راتلو بلنه ورکړه. استاد ومنل او د اروپايې تور په څير يې خپل پروګرام تر تيب کړ ، لومړی بلجيم ته، بيا هلند او جرمني ته يې هم د تللو پروګرام درلود، استاد بلجيم ته را ورسيدی، او بيا هلند ته هم د ښاغلي حاجي علي محمد مجبور صاحب په ملتيا زما تر سيمي را ورسېدی. په ليدلو يې ډير خوښ شوم، د پروګرام سره سم يې يوه اونی زما سره په پام کي وه ، زه چي د هلند هيواد په يوه شمالی ښار آسن کي اوسيدم ، نو د همدې ښار د ميشتو افغانان په نوښت يوه غونډه د استاد د هرکلي لپاره جوړه شوه. په غونډه کي استاد د خپلو يو شمير نويو کارونو او له هغې جملې د ( دوغسيانو ) په نوم د نوي رسالې د تخليق يادونه وکړه ، دا رساله چي په منظوم ډول ليکل شوې وه ، خپله استاد په همدې غونډه کي ولوستل، هلته د ټولو افغانانو له خوا په خورا زياته ليوالتيا واورېدل شوه او هرکلی يې وشو ، دوغسيان د استاد د زندان خاطرې وې، خو په داسي فلسفي انداز کي دا خاطرې وړاندي شوي وې ، چي لوستونکی او اورېدونکې يې اغيزمن کاوه . هلته يو شمير افغانانو د همدې اثر د خپرولو مصارف ومنل ، خو استاد ويل چي دا لا زيات کار غواړي چي پوخ شي. له بده مرغه پوه نه شوم چي هغه اثر پوخ شو که نه ، خو استاد اسد د تل لپاره زموږ له سترګو ځان پنا کړ.
استاد اسد چي په افغانستان کي و ، ويل به يې ، راځی سر ټکوني پريږدو ، د هري ستونزي حل ته پام وکړو، هر ستونزه حل لري او حل يې تدبير غواړي. خو هغه ستونزه چي استاد ته د هغه د ژوند په ورستيو کي پيښه شوه ، د هغې حل د استاد له توانه وتلی و، هغه د ژوند په ورستيو کي غمو نو داسي را تاو کړ چي د تدبير لاره ورته پاته نه شوه، په کډوالی ژوند کي استاد خپل هويت غوښت ، هغه څه چي کډوال يې د کډوالی په پيل کي له لاسه ورکوي . استاد د خپل تير ژوند په بهير کي د کړو علمي هڅوتقدير او تحسين غوښت، چي د خپل هيواده بيلوالي دا ناشونې کړې وه. استاد د خپلو افکارو او ارمانو د ويلو لپاره اورېدونکي غوښتل ، چي لاس رسی يې نه درلود، هغه د خپلو افکارو د وړاندي کولو او بيا دهغود غبرګون ليوال و،چي دا هيله يې نه پوره کېدل،لنډه دا چي استاد دکډوالی ژوند دومره وځپی چي پای يې ژورخفګان او مړينه شوه.(انا لله انا اليه راجعون ) دعا کوم چي الله ( ج) دې پر ورحميږي او فردوس جنت دې په برخه سي.
امين يا رب العالمين