زموږ لیسه په کهلابټ کالونۍ کې وه. دا سیمه د هریپور یوه برخه ده. زموږ له کیمپ څخه ورته د موټر شاوخوا نیم ساعت لاره وه. د کالونۍ ټول کورونه پاخه او سړکونه یې قیر وو. موږ چې به له خپلو خټینو کورونو او خامه سړکونو هلته لاړو، نو هغه ځای به راته بیله دنیا ښکاریده.
دا کالونۍ یوه ارامه سیمه وه. دلته هغو افغان مهاجرو هم له ځایي خلکو سره د ګاونډیتوب خوشحاله ژوند درلود، د چا چې اقتصادي وضعیت ښه و او د کرایې له غرامته وتلی شو.
موږ به له کوره لیسې ته په میني بوس موټر کې تلو. زموږ لیسې شاخوا لس موټر لرل چې تنظیم په کرایه نیولي وو. زموږ د ښونځي تر خوا د یوه بل تنظیم لیسه هم وه. کله چې به د تګ یا راتګ په وخت د دواړو ښونځیو موټر سره برابر شول، نو کوښښ به یې کاوه چې یو له بله مخکې شي، حتی موټروانان هم دې ته چمتو نه و چې د بل تنظیم له موټره وروسته لاړ شي.
هغه وخت راته د لوحو لوستلو خوند را کاوه. یوې لوحې خو تر ډیره حیران کړی هم وم.لوحه د سړک په غاړه وه. پر هغې لیکل شوي و: (( اهسته چلی، سړک زیر تعمیر هی!)) یعنې: ورو لاړ شئ! سړک تر تعمیر لاندې دی. هغه وخت یې په مانا سم نه پوهیدم. اخوا دیخوا به مې وکتل، ما ویل دا سړک به کوم تعمیر لاندې تیر شوی وي؟ خو هیڅ داسې تعمیر به مې پیدا نه کړ. بیا به راته د لوحې متن هڅې دروغ ښکاره شو او چې کله یې په مانا وپوهیدم نو په خپلې تیرې ناپوهۍ به خندا راغله.
د کالونۍ د لارو او کوڅو پر سړکونو به کله نا کله ځای ځای، په تارونو کې بند کاغذي ګلان باد ته رپیدل. یو نیم ځای به کتار سپین نکلي چوکاټ والا څوکۍ چې په سرو پلاستيکي پټارو به اوبدل شوې وې،ایښې وې. ګرد تنګ خولي مسي دیګي به باندې وو او خلک به ترې غوړ غوړ تاویدل. معمولا دغه شان ځایونو کې به د یو چا غټ غټ تصویرونه هم ځړیدلي وو. دا به د صوبايي او یا قومی اسمبلۍ امیدواران( کاندیدان) ول.
چې کله به ټاکنې نږدې شوې، دیوالونه، د برق ستنې، موټر او... به د کاندیدانو عکسونو وپوښل. هر یوه کاندید به یو شعار خامخا درلود.
د یوه کاندید ډیر لنډ شعار و. دا کاندید راجه سکندر زمان نومیده. د هغه د تصویر خواته لیکل شوي و: (( میرا ماضی ګواه هی))
دا شعار لنډ و، خو لویه خبره یې پکې ځایه کړې وه. دا شعار زما دومره خوښ و چې دا دی ۲۲-۲۳ کاله وروسته مې هم په یاد دی.
کاندید مې نه پیژانده، خو شاید له خپلې ماضي راضي و. شاید په ماضي کې یې کوم تور داغ نه و نو ځکه یې په ویاړ یادوله او یا شاید د خلکو د اعتماد جلبولو لپاره یوه هڅه وه. که هر څه و، خبره خوږه وه. ما ته یې ماضي معلومه نه وه، خو خپلو خلکو ته یې معلومه وه. که چیره ښه وه، نو باید رایه ورکړل شوې وای او که خرابه وه، نو بیا خو اختیار ولس سره و.
پر یو چا باندې اعتماد کول او هغه هم د رایې په څیر دروند اعتماد لپاره د شخص ماضي په پام کې نیول ډیر مهم اصل دی. ځکه کاندید کولای شي، د څو شیبو لپاره د ستیج پر سر احساسات کابو کړي، ځان ښه سړی کړي. ځان د ولس او هیواد رښتینی بچی او خدمتګار وګڼي،څو پستې او نرمې خبرې وکړي خو دا کافي نه دي. ولس باید د هغه ماضي له پامه ونه باسي او په دې فکر وکړي چې دا سړی که پخوا ناوړه شخصیت و، ولې یو دم ښه شو؟ دې سړي چې ماضي کې یې د ولس او وطن پر سر سوداګري کوله، نن ولې ځان د ولس او هیواد رښتینی خدمتګار ګڼي؟ څنګه کیدای شي چې له داسې چا د خدمت تمه وشي او خپله قیمتي رایه ورکړل شي چا چې په ماضي کې د ولس او وطن لپاره هیڅ نه وي کړي او حتی سوداګري یې پرې کړي وي؟
زموږ د راتلونکې ولسمشرۍ کاندیدان چې اوس چوپ خوله دي، په دې فکر وهي چې د کمپاین په ورځ کوم شعارونه ورکړي؟ کوم احساساتي تقریرونه وکړي چې د خلکو باور را خپل کړي او رایه ترې و تروړي؟ کومې ویناوې وکړي چې د ماضي تیروتنې پرې وپوښي، کومه جادو وکړي چې له خلکو یې ماضي هیر شي او...؟؟؟
د راتلونکې ولسمشرۍ کاندیدان نا اشنا څیرې نه دي. له دوی څخه ځینو یې د وزارت په کچه دندې تر سره کړي، د تنظیم مشران پاتې شوي. د ولسي جرګې غړي پاتې شوي او...
ولس ته د دوی پخوانۍ کارنامې یادې دي. یو چا چې په ماضي کې ځان ښه نه وي ثابت کړی، څنګه شونې ده چې مستقبل کې به ښه ثابت شي؟
نو دا به د ولس لویه بدبختي، ناپوهي او حتی ملي خیانت وي چې د رایې ورکونې په مهال د کاندیدانو ماضي په پام کې ونه نیسي. د قوم، ژبې، ګوند او یا نورو ملحوظاتو له مخې خپلې رایې وکاروي.
ولس باید د کاندیدانو په غوړو شعارونو او تودو وینا ګانو ونه غولیږي او که خدای مکړه ولس دغه تیروتنه وکړي او د همدې تیروتنې په ترڅ کې د یوې ناپاکې ماضي لرونکی واک ته ورسیږي، نو د یوې ورځې ( رایې ورکونې) تیروتنې سزا به پنځه کالي ګالي.
محمد نعمان دوست، جلال اباد