لیکوال او باروت ناول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58223
نوزادي
دخبریدو نیټه : 2014-01-09

 

 اووم څپرکی
 خیر خانه د ښار د نورو سیمو په پرتله ارامه وه، د ژوند، ښارګونه پکی ارام خوځیدل، په حقیقت کی د ښار ټول کاروبار خیرخانی ته کډه کړی وه، او سیمی ته یی په ګڼه ګوڼه ورپه برخه کړی وه، سره ددی چی ړندو راکتونو به د ورځی په اوږدو کی څو څو ځلی دا سکون ماتاوه، لسګونه بی ګناه وګړی به یی قربانی کول، خو داسی ښکاریده چی دا سیمه د ښار د نورو سیمو په پرتله د یوه نسبی سکون خاونده وه. اوسیدونکی تر ډیره بریده د راکټونو او جګړو سره عادت شوی وو. ښوونځۍ سره ددی چی د مهاجرینو ډکی وی خو بیا هم په نسبی ډول د زده کوونکو پر مخ خلاصی وی.
مامور فضلو هم وحید کورته نژدی په یوی ښوونځۍ کی شامل کړ ترڅو خپل درسونه دسره ونیسی، خو داځل داسی ښکاریدل چې د وحید مینه نوره هم د ښوونځۍ سره زیاته شوي وی. په ډیر شوق یی خپل درسونه لوستل، نوریی د باروت په هکله ډیر فکر نه کاوه، فکریی کاوه چی کیدای شی باروت هم د کابل په جګړو کی د منځه تللی وی. وحید په لږ موده کی د ښوونکو او زدکوونکو په منځ کی ځای پیدا کړی و، خو دا سی معلومیدل چی ددی ښوونځی عمر هم لنډ و.
مامور فضلو او زوم یی په دواړه یوڅلور ټایره کراچی پیدا کړ، او ددی په خاطر چی دورځی خرڅ پیدا کړی، کله به یی پټاټی او پیاز او کله به یی میوه خرڅول، سره ددی چی دورځی پنځوس روپۍ ترینه ټوپکیانو اخیستی خو بیا هم ښه وه، ځانته یی مړۍ میندلای شوه. ژوند یی ورو، ورو د سره جوړاوه، هڅه یی کول ترڅو ځانونه دشرایطو سره جوړ کړی.
کابل!!! نور نو هغه ښکلی کابل نه و، د علم او ادب ځای ټوپک او زورواکی نیولی و، د قلم خاوندانو یا خو خپلی پښی سپکولی او څوک چی پاته وو، د ټوپکیانو د ویری یی څه نشوای ویلای، د قلم فرهنګ خپل ورستی سلګی وهلی او د مرګ په حال کی و، خندا د کابلیانو په شونډو کی مړه وه، ښاریان د توپکیانو له لوری ګروګان وه، جګړی د ښاریانو ژوند د ستونزو ډک کړی و، د ښار بڼه بدله شوی وه، ډیر اوسیدونکۍ د ښاره د تیښتی په حال کی وو. بد مرغه جګړی هره ورځ په سل ګونو ښاریان قربانی کول او اوس نو په کابل کی یوازی دری ډلی خلګ پاته وو: یوه ډله یی هغه اوسیدونکی وه، چی وطن ورباندی ګران وو، او د وطن ابرومندانه مرګ ورته د پردو په وطن کی د زلت د ژوند نه ښه ښکاریده، مامور فضلو یو د همدی خلګونه وو، او بله ډله یی اکثریت بی وزلی ولس وو چی د کډی د باریدلو امکانات یی نه درلودل او دریمه ډله یی جګړه ماران وو چی د جګړی نه یی ګټه پورته کول.
دری میاشتی وروسته:
د ژمی موسم رانژدی کیده، د یوی لوری جګړه د بل لوری فقراو دبل لوری د ژمی سړو د ښاریانوژوند د ستونزو ډک کړی واو داسی ښکاریدل لکه زمان چی د کابلیانو لپاره سقوط کړی وی. په هر جومات او هر بانډار کی ولس یو څه ویل: دا جګړه!!! ترکومه، دا غم تر کومه !!!، دا ملګری ملتونه چیری دی؟ ولی څوک د افغانانو مرستی ته نه وردانګی، خو داسی ښکاریدل چې نړی افغانستان د یاده ایستلی و...................
بله ورځ مامور فضلو د ژمی دپاره دسونګ د لرګیو د رانیولو په موخه د لرګیو مارکیت ته لاړ، په مارکیت کی څو ډوله لرګی پلورل کیدل، د بیلګی په توګه: سپینه او ژړه ارچه ، تور بلوط ، پوست لرونکی بلوط، بی پوسته بلوط، او جهادی لرګی ( جهادی لرګی وهغو لرګیو ته ویل کیدل کوم چی جګړه مارو به د ملکی وګړو د بامونه ایستل او پسله ټوټی کیدو به یی په مارکیت کی خرڅول). جهادی لرګی د نورو ټولو په پرتله ارزانه وو، دلایل یی داوو چی دا لرګی پیرودونکو د ډیرو کمو پیسو په بدل کی د جګړه مارانو نه رانیول او دا چې ډیر خلګ په ذهنی لحاظ دی ته نه وو اماده چی دهغه چا دکور لرګی کوم چی د جګړی دویری خپل د کورو تښتیدلی وو، را ونیسی او ځان ورباندی ګرم کړی، مرګ ته یی ترجیح ورکول خو وجدان یی دا نشوای منلای چی دیوه وطن دار د کور لرګی کوم چی چور او تالان شوی وو، خپل په کور کی و سوځوی او ځان ورباندی ګرم کړی.
مامور فضلو ددی لرګیو په لیدلو سره په سوچ کی لاړ، خپل جونګړه یی ورپه زړه شوه، وجودیی ولړزید، او داسی احساس ورته پیدا شو، چی دا دده د کور لرګی وی. چرت یی وران شو او بیله دی چی لرګی رانیسی کورته راستونه شو.
مامور فضلوفقط دیو څو میاشتو په جریان کی په یوه زاړه بوډا تبدیل شوی ؤ، ږیره یی اوږده وه او سپین پکی ورځ تر بلی زیاتیدل، د ژوند نه یی امید شکیدلی وو، خو څه به یی کول یو متل دی چی وایی تا جان درتن است جان بکن است، ددرومیاشتو مخکی پیښه یی د یاده وتلی وه، پریکړه یی وکړه چې سیمی ته ستون او خپل د سرای احوال ونیسی.
دشپی چی کله ماشومان ویده شول، مامور فضلو او میرمنی یی تر ناوخته بحث وکړ، مامور فضلو پریکړه کړیوه چی لاړ شی او خپل د مینی احوال ونیسی خو میرمن یی ډاریدل او اجازه یی نه ورکول، پسله ډیری مشاجری مامور فضلو میرمن قانع کړه او بیا دواړه بستر ته لاړل.
سهار وختی مامور فضلو د چهارده په نیت دکوره روان شو، تریو ځایه پوری په موتر کی لاړ، وروسته موتر نه میندل کیدل، مامور فضلوی هم پر پښو حرکت وکړ، سیمه کاملا خالی او ډارونکی وه، جادی خالی وی، کوڅي ورانی وی او داسی ښکاریدل چی کلونه مخکی له دی ځایه تمدن کډه کړیوی، سیمه کی د خوسا سوو غوښو په څير بد بویی وه، مامور فضلو پوزه په څادرکی تاوکړي وه، او په چټکو قدمونود خوشحال خان د سیمی نه د تیریدو په حال کی وو، نا څاپه یی سترګی پر یوه ډله سپیو و لګیدی چی د انسان پر لاښه راټول وو، هر سپی د انسان د بدن یو غړی کشاوه او کله کله به یی یو بل ته وغرږل، مامور فضلو لومړی فکر کاوه چی کوم لاښ دی خو همدا چی متوجه شوو سمدلاسه پوه شو چی دا د انسان مړی دی چی په ډیر بی عزتی سره د سپیو خوراک و. د وجود وريښتیان یی سیخ شول، د لیدو توان یی نه درلود، ویره یی په زړه کی ننوتل. اوښکی یی بی اختیاره د سترګو جاری شوی، ګامونه یی نور هم ګړندی کړل، د ډیره ډاره یی شاوخوا نه کتل، د لیونی به څیر په منډه منډه روان وو، په زړه کی یی د کلامالله شریف ایتونه لوستل، څه به یی پر ځان چوپ کړل او څه به یی څلورو لورو ته چوپ کړل. زړه یی ټوټی ټوټی شوی وو، دا حالت یی کله په تصور کی هم نه راته، دځان سره یی ویل: دابه د کوم بیچاره افغان مړی و، خپل خپلوان به یی چیرته لټوی، ماشوم بچی او یا مور او پلار به یی دده په لیروالی کی د کوم ډول حالت نه تیریږی، نور او نور..... د خوشحال خان نه تیرشو، غرمی نه مخکی یی ځان یی د چهارده کوڅو ته ورساوه، خپل کوڅی ته داخل شو، خو داسی ښکاریدل لکه کوڅه چی سل ګونه کاله پخوا د سکنه و نه خالی شوی وی. کورونه کنډواله وه او هر سوی دیوال په پټه خوله د یوی دردناکه غمیزی داستان بیاناوه.
مامور فضلو حک حیران ودرید، سوړ اسویلی یی وایست، دیوال ته یی تکیه وکړه، او په چرت کی لاړ، قوماندان باروت. دځانه سره یی وویل، آیا د اسلامی نظام لاسته رواړنه همدا ده، ښوونځۍ، مدرسی، ژوند، د خلکو سر او مال په امان کی نه دی ټوپک قانون چلوی، زما غوندی مامورین خو ټول د کمونستان په ډله کی شمارل کیږی، اوښکی یی بیله اختیاره پر مخ لاره کړیوه، ګریوان یی لوند و، سر یی لوڅ کړ، دواړه لاسونه یی اسمان ته لپه کړل او داسی دوعا یی وکړه: یا ربه ستا په هر حال شکور باسم. کیدای شی دا زموږ د بدو عملونو سزا را کوي، یا لویه خدایه ته خو تر مور او پلار مهربان یی موږ ته عفوه وکړه، پر مسلمانانو ورحمیږه، نور نو هیڅه مور د ځوان زوی پر جنازه مه ژړوه، نور نوزموږ خویندی د سرتورتوب نه وساته ، داغم لړلی جګړه زموږ د وطن نه لری کړی، ته مو د پت او عزت ساتنه وکړی.
مامور فضلو دا ځل د چا سره مخ نه شو، داسی معلومیدل چی جګړه مار هم له دی سیمی تللی وی، ځکه چی هلته نور څه د چور لپاره پاته وه نه وه. د ځایه پاڅید او دوباره د کورپه لور روان شو، کورته راستون شو. ډیر ستومان شویوی. زوی حمید یی په غیږ کی را ټینګ کړ، په ډیره حیرانتیا یی زوی ته په دقت کتل، دهغه و راتلونکی ژوند ته یی سوچ کاوه، غټی غټی اوښکی یی په ږیره کی راتا شوی، لاس یی د زوی پر سر تیر کړل او ویی ویل: خدای دی ستاسو ساتنه وکړی.
جګړی ټول کابل نیولی ؤ، هیڅ ځای هم مصؤن نه ؤ، هره ورځ به په سل ګونو راکت د جګړه مارو ترمنځ تبادل کیدل او هره ورځ به په سل ګونو بی ګناه ملکی وکړی دجګړی قربانی کیدل، په ډیرو سیمو کی د انسانانو مړی سپیو خو ړل او چا دا توان نه درلود چی مړی ښخ کړی.
د مامور فضلو سترګو هرچیر قوماندان باروت لټاوه، دهر چانه یی تپوس کاوه خو ځمکه سوری شوی وه او باروت پکی ننوتی ؤ، قوماندان باروت خو ورک شوی و، او دا معلومه نه وه چی ژوندی به وی، مړبه وی او چیر به وی، خو بد بختانه د باروتو تورو پو ډرو د غریبو افغانانو جونګړه په خپلو تور لوخړو کی سوځوله، لوګی یی ټول نړی لیدل، خو د چا زړه نه پری سوځیده، خوار افغانانان د پردیو د باروتو اورکی د لرګیو په څير سوځیدل.

مامور فضلو د هری ورځی په تیریدو سره خپل وزن دلاسه ورکاوه، تشویش یی زیاتیده او داسی ښکاریدل لکه خپل د مرګ خوب چی یی لیدلی وی. ماښام یی میرمن، زوی او زوم لور خواته کښینول، د مړی ترخوړلو وروسته یی ورته وویل: حالات ډیر خراب دی او داسی نه ښکاری چی دجګړی اور به ژر خاموشه شی. نه پوهیږم څه وکړم، څه چی مو لرل هغه مو په نس وخوړل، خدای دی مو اخرت ته خیر پیښ کړی. باید یوه چاره و سنجوو.
ټول حک حیران وو او د مامور فضلو و خبروته په ژوره توګه غوږنیولی وو چی د راکټ اواز یی زړونه ولړزول، کور یی د زلزلی په څير ولړزید، مامورفضلو او ماشومانو یی منډه واخیسته، خو لا ددروازی نه وو، وتلی چی بل راکت د مامور فضلو پر کور ولګید، لرګی او خاوری سره ګډ او په کور کی مرګ زیږونکی خاموشی جوړه شوه. دا خاموشی خورا لنډه وه، فقط څو ثانیی وروسته د ماشومانو د ساندو او چیغو اوازونه اسمان ته پورت شول، ګاوڼدیان د باندی راووتل. څو کورنه وران او نړیدلی وه، بس د یو څو ژوبلو ماشومانو اواز غوږوته رسیده. ګاونډیانو په منډه څوک چی معلومیدل، راپورته او دروغتون په لور یی وخوځول. معلومه نه وه چی څوک مړه دی او څوک پاته.
د شپی نا وخته وحید سترګی خلاص کړی او ځان یی په روغتون کی ومیند، شاوخوا یی و کتل سترګی یی یوازی پر ډاکتر ولګیدی.
تپوس یی وکړ: ډاکتر صاحب، مور او پلار می چیری دی، ډاکتر یی خواته راغی ویی ویل، بچیه، راحت اوسه، څه زخمیان په نورو کوټو کی دی خدای مهربان دی، پیدا به شی.
ورځ رڼا شوه، لمر را وخوت چی د وحید مور د تړلی سر سره د وحید کوټی ته ننوتل، ځان یی پر زوی واچاوه او په زوره زوره او ژړا کی یی داسی وویل: شکور دی زویه چی ته ژوندی یی، کور مو وران شو، پلار، خورا او اخښی دی دری واړه ورک دی، نه پوهيږم چی ژوندی به وی او که به مړه وی.
دواړه مور او زوی د روغتون نه ووتل او د کور په لور وخوځيدل، همدا چی کوڅی ته داخل شوه، په هرڅه باندی و پوهیدل، د کورنه اوس یوازی د خاورو یوه تپه پاته وه، ګاوڼدیانو د بیلو سره په خاورو کی لګیاوه ترڅو مړی د خاور راو باسی، هو مامور فضلو، دهغه لور، زوم او لمسۍ یی د تورو باروتو قربانی شوی وو. د وحید د مور کور وران شوی و، او داچی زوی او مور څنګه ژوندی پاته شوی وو، هیڅوک نه پوهیدل، داسی معلومیدل لکه خدای ج چی ددوی دوو د نجات د پاره ملائیکی رالیږلی وی.
د وحید مورد لیونی په څير عقل دلاسه ورکړل و، د خلګو دمنځه تیره شوه، د خاورو د کوټی د پاسه کښیانستل په زوره زوره یی ساندی شروع کړی، سر او مخ یی هل، خاوری یی پر سر بادولی. د ګاونډی ښځئ هغه ارامش ته راوبلل ویی ویل: خوری، ارامه اوسه، دابه دالله رضا وه، موږ باید ځانونه دهغه ورضاته تسلیم کړو. شکور دی چی بچی دی ژوندی دی، دسر خواست یی وکه، او مړو ته دوعا وکړه، بیا یی د وحید مور دلاسه ونیول اوزوی او موریی دځان سره یی خپل کورته بوتله.
ګاونډیانو تر نا وخته کار وکړل او بالاخزه یی د مامور فضلواو دهغه د خپلوانو لور، زوم اولمسی ټوټی ټوټی اندامونه د خاورو را وایستل، پر حال یی دهر انسان زړه ټوټی کیده، ګاونډیانو ژړل، ځمکی او اسمانو د غریب فضلو پر حال باندی ژړل.
وحید او هغه مورد ګاونډی (معلم قدیر) کورته ناست وو، چی احوال راغی: مامور فضلو، دهغه زوم، لوراو لمسی یی د خاور را وایستل، دری واړه شهیدان شویدی، خدای پاک دی و بخښی.
د غم کمپله په سیمه کی غوړیدلی وه، ګاونډیانو مامور فضلو او د هغه زوم او لوری خاورته وسپارل. میرمن او زوی یی بی وزلی شوی وو، د داسی ګاوڼدی کورته چی په ژوند یی نه وه لیدلی پاته شوه، شپه راغله، معلم قدیر د ډوډۍ د خوړلو وروسته مخ د مامور فضلو میرمنی ته واړاوه او داسی یی وویل: خوری مړه دی خدای وبخښی، تاته دی خدای د زړه صبر او آجر درکړی، غم او غصه مه کوه، شکور دی موږ ټوله مسلمانان یو، ماته دخور حیثیت لری، ځان داسی ډاډه کړه لکه پخپل کور کی چی یی، باید صبر وکړو او وګورو چی خدای پاک لا څه کوی.
معلم قدیر او ګاونډیانو په ګډه د مامور فضلو د فاتحی مراسم و لمانځل، د مامور فضلو میرمنی څو ورځي د معلم قدیر کورته تیری کړی، معلم قدیر ورسره خورا لویه مهربانی کړی وه، ترینه خوښه وه، خو ترکومه باید د پردیو د اوږو بارشوی وای. سوچ یی وکړی چی باید د ورور کورته لاړه شی، مګر هغه خو لاتراوسه هم په پاکستان کی ؤ، بیرته وطن ته نه ؤ ستون شوی، تصمیم یی ونیو چی باید ځان د ورور سره یوځای کړی، خو نه پوهیدل چی څنګه به ځان هلته ورسوی.
یوه اونۍ وروسته د مامور فضلو میرمنی د معلم قدیر میرمنی ته وویل: خوری تاسی دی خدای د بلا وساتی، ماته مو په بده ورځ پناه راکړه، خو ترکومه باید زه ستاسو داوږو باراوسم. ته دی وخاوند ته ووایه که زما سره کمک وکړی او ترپاکستان پوری می ورسوی.
د معلم قدیر میرمن: خوری داڅه خبری کوی، داخپل کور و ګڼه، الحمدلله دار د اسلام دی، کښینه څه چی موږ خوړل سره خورو به یی نور به ګورو چی خدای پاک لاڅه کوی.
د مامور فضلو میرمن: خوری خیر یوسی زه نه غواړم ستاسی د اوږو باراوسم، ورور می پخوا پاکستان ته هجرت کړیدی، زه هم غواړم د هغه سره یوځای شم.
د معلم قدیر میرمنی وویل: زموږ لپاره خو تاسو ستونزه نه یاست نور که ته ټینګار کوی، زه به می خاوند ته ووایم.
دواړو په دی سلا وکړه، او همدا چی معلم قدیر کاله ته راستون شو، میرمنی یی ټوله قصه ټکی په ټکی ورته وویل:
معلم قدیر هم د مامور فضلو میرمن چی معلم قدیر ورته دینی خور ویلی وه، را وغوښتل، ویی ویل: خوری مااوریدلی دی چی غواړی پاکستان ته لاړه شی؟
 د وحید مور، هو، وروره، که تاسونه خپه کیږی او راسره کمک شی چی ترهغه ځایه ورسیږم.
معلم قدیر، سره ددی چی نه غواړم ټینګار وکړم خو د یوه مسلمان افغان او روشنفکر په صفت غواړم ووایم چی ته ماته د خور حیثیت لری، او ستا اوسیدل زموږ په کور کی ماته خوشحالی رابخښی.
د وحید مور: خیر یوسی وروره، زه په دی هرڅه پوهیږم، ستاسو احسان به په ټول ژوند ادا نشم کړای،
 لنډه داچی د وحید مور پریکړه وکړه چی باید پیښور ته لاړه شی. معلم قدیر ورسره کمک شو، بله ورځ یی دیوه بلده موټر وان سره په موټرکی واچول، د کرایی پیسی یی ورکړی، یوڅو نوری روپۍ یی هم د لاری د مصرف لپاره ورکړی، او وحید او دهغه موریی د پیښور په موټر کی سپاره کړل.
دوام لری