د نړۍ تر ټولو تريخ مرچ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58242
رحمت الله امرخېل
دخبریدو نیټه : 2014-01-10


د سويلي کيرولينا مرچو په نړيواله سطحه تر ټولو د تريخ مرچ ريکارډ جوړ کړ، چې د دې مرچ وروستۍ حصه د لړم د نېښ په ثېر نرۍ او تېزه ده، د دې مرچ تريخوالی د (پيپر ګنز) په ثېر دی چې پيپر ګنز هغه مواد دي چې پوليس يې د خلکو د قابو کولو لپاره کاروي.

دا مرچ په سويلي کیرولينا کې د ايډکيوري په نوم يوه کس کرلي دي او په دې وروستيو کې يې د نړۍ تر ټولو د تريخ مرچ جايزه وګټله.

د دې مرچ تريخوالی  د ونتهروپ پوهنتون زده کړيالانو څکلی وه، چې خپلې خولې يې  پرې سوځولې وې، دا زده کړيالان د زده کړو تر څنګ د ذايقې د معلومو ماهر هم دي.

د ساينس پوهانو په وينا دا به ستونزمنه وي چې ووايو دا د نړۍ تر ټولو تريخ مرچ دی.

نوې ميکسکو پوهنتون کې پر مرچو باندې د تحقيق د يوه انسټيټيوټ مشر پال بوس لينډ وايي، چې د مرچ د تريخ والي تاثير د هغې زمکې چې دا په کې کرل کېږي او د (جينيټکس) پورې اړه لري.

بيا په مرچو کې د تريخ والي وجه د هغه په يوه مرکب پورې اړه لري، چې دا مرکب د کيپسياسينويډز په نامه يادېږي، په هر مرچ کې چې دا مرکب زيات وي نو په همغه اندازه به مرچ هم تريخ وي.

د مرچو د تريخ والي اندازه:

د ساينس پوهانو له نظره د مرچ د تريخ والي د اندازې معلومولو لپاره يو معيار هم شته چې د (سکوول هيټ يونټ يا اسکوول اسکيل) ورته وويل کېږي، چې بيخي پيکه ذايقه په صفر باندې معلوموي، د يوه عام مرچ اسکيل ۵۰۰۰ زره پورې وي، او هغه مرچ چې کيوري کرلی د دې مرچ اسکوول يونټ ۱۵۶۹۳۰۰ پورې رسېږي.

کيوري لس کاله مخکې د (کريبي) په سيمه کې د يوه تريخ مرچ ذايقه څکلې وه، نو له همغې ورځې يې دا هوډ وکړ، چې زه به د ده څخه تريخ مرچ کرم.

د دې لپاره يې د (پکربټ پيپر) په نامه يوه کمپنۍ هم جوړه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په نړۍ کې د مرچو مارکيټ ورځ تر بلې پر زياتېدو روان دی او يوازې په امريکا کې په پنځو کلونو کې ۸ په سلکو کې د مرچ خوړلو فيصدي زياته شوې ده