د القاعده بیا راتګ ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58252
اریک مارګولیس
دخبریدو نیټه : 2014-01-11


نیټه : ۱۱ / ۱/ ۲۰۱۴
ژباړن : نثار احمد صمد

 

القاعده یعنی په افغانستان کی هغه کوچنی کمونیسټي ضد ګروپ چی په ۲۰۰۱ کی یې تر ۲۰۰ زیات فعال غړي نلرل ، نن بیا څنګه یو نړیوال تهدید انګېرل کیږی ؟
دا څنګه امکان لری چی القاعده دې نن په ټول منځني ختیځ ، شمالی افریقا او په اکثریت افریقایی هیوادو کی موجوده وی ؟
آیا امریکا په افغانستان او پاکستان کی د القاعده د تباهۍ لپاره څه باندی یو ټریلیون ډالره مصرف نکړل ؟ نو بیا ؟
ځواب ډیر ساده دی . القاعده د یو جوړښتون او تهدید په توګه شتون لری . خو د یو نوم په توګه القاعده او « تروریزم » د لویدیځ لپاره هغسی نړیوال اصطلاحات ګرځېدلی دي چی په آسیا او افریقا کی یې د غربي نفوذ ، فساد یا ظلم پر ضد جنګېدونکو ډلو ته منسوبوی . ځکه نو القاعده اصلأ هیڅ چیری نسته ، مګر هر ځای شتون راته لری !
که یوه داسی ډله فرض کړو چی خپل شهرت او ګرانښت وغواړي ، نو تر ټولو چټکه لار یې دا ده چی ځان د هغه پیکه القاعده سره وتړی چی اصلأ وجود نلری .
راځی چی اوس نو عراق ملاحظه کړو چی په دې وروستیو کی یې په انبار ولایت کی د شیعه حکومت او سُنی ملیشو تر منځ جنګ روان دی . عجیبه خو دا ده چی د سنیانو د پاڅون مرکز فلوجه دی چی د امریکایی مرین پوځیانو په واسطه هوار سو او د کمزوره یورانیمي مرمیو او منع سوو سپینو فاسفورسو په ذریعه ټوټه ټوټه سو تر څو په دې ډول یې هغو عراقیانو ته اخطار ورکړی وای چی مقاومت کوی .
په ۲۰۰۳ کی د امریکا تر یرغل وروسته څه باندی دوولس عراقی مقاومتی ډلی راوپاڅېدې چی د امریکایانو او د هغوی د نوو منځته راغلو شیعه ملګرو سره وجنګیږی . د هغوی په رأس کی د صدام حسین د بعث ګوند او عراقی تجربه کاره پوځیان وو . لکه څنګه چی ما به تل مشهورو امریکایی ټلویزیونی چینلونو ته هم ویل ، په عراق کی هیڅ القاعده او هیڅ کیمیاوی وسلو شتون نه درلود . دا تشکر باید د جورج بوش څخه وسی چی په عراق کی یې په اصطلاح القاعده رامنځته کړه .
د پراخو مطبوعاتو او خپرونو د جادوګرۍ څخه هم باید مننه وسی چی له مخی یې واشنګټن وکولای سو خپله توجه د ټولو سنی مقاومتی ډلو یا « تروریسټانو » څخه چی همدا ټاپه یې پر وهله ، صرف هماغه سر پرې کونکی ډلی ته واړوله چی یو اردنی مرموز او منحرف ابو مصحف الزرقاوی یې مشر و . حال دا چی د مقاومت متباقی ګروپونه یې په ډیره اساني سره زموږ له نظره ورک کړل . د هغوی څخه یو څه یې همدا نن بیا د عراق په لویدیځ کی راڅرګند سوي دي چی ځانونه د عراق اسلامی دولت بولی او یا هم ځانته د سوریې د اسلامی دولت خطاب کوی .
پر دغو ډلو تل د لویدیځو خپرونو لخوا د « القاعده د ارتباطیانو » ټاپه وهل کیږی ، خو تر ننه یې د دې تړاو هیڅ ثبوت نه دی وړاندی کړی . د عراق ظالم او مستبد رژیم هم ادعا کوي چی موږ په انبار ولایت کی د القاعده سره جنګیږو .
د القاعده د بڼهارې کلمې د امریکا جمهوریت غوښوتونکي او نوي محافظه کاران بیخی لیونتوب ته رسولی دي . هغوی دا غوښتنه کوی چی د اوباما حکومت باید یو څه وکړی . آیا مطلب یې دا دی چی پر عراق یو ځل بیا حمله وسی ؟ هلته نږدې په کویټ کی خو څه نا څه لس زره امریکایی جنګی پوځیان مستقر دي .
دا لا څه ، د امریکا خاص ځواکونه ، بې پیلوټه او پیلوټ لرونکي طیارې ، او د سي آی اې اجیران د مخکی څخه لا د فلوجه او رمَدي په شاوخوا کی بوخت دي . سي آی اې د تیرو کلونو راهیسی په ملیونونو ډالره سُنی قبایلو ته ورکوی چی د حکومتی ضد ځواکونو سره وجنګیږی .
تر ټولو احمقانه کار لا دا دی چی امریکا غواړی د روسیې څخه یرغلیز هلیکوپترونه رانیسی او د بغداد رژیم ته یې ورکړی ، کټ مټ لکه په افغانستان کی چی یې د کابل رژیم لپاره کوي .
د افغانستان په اړه به ووایو چی د امریکا د دفاع پخواني وزیر ( لیون پنیتا ) دا منلې وه چی په افغانستان کی تر ۲۵ الی ۵۰ زیات القاعده وال شتون نلری . مګر نن القاعده په پاکستان ، اردن ، سعودی عربستان ، یمن ، ټوله شمالی افریقا ، نایجریا ، مالی ، د مرکزی افریقا جمهوریت او نورو ځایونو کی خپره راښیی . په سومالیا کی پر لویدیځ ضد مقاومتي ګروپ ( شباب ) باندی هم « د القاعده د ارتباطي » ټاپه وهی .
که شا ته وګورو ، نو د ساړه جنګ پر مهال یې تقریبأ ټول هغه ګروپونه چی د لویدیځ د تسلط سره مخالف وو ، کمونیسټان بلل . خو نن بیا القاعده د کمونیزم پر ځای د یو سور اور غوندی رامعرفی کوی .
هغه عام ـ خو شاید غلط ـ نظر چی وایی د اسامه بن لادن القاعده د سپټمبر د یوولسمی د حملې  ذمه واره ده ، نو دا استنباط هر شی د القاعده سره تړی تر څو روانه لوبه وګټي .
خپل دښمن « تروریسټ » بلل د هغوی د غیر قانونی یا نامشروع والی لپاره او هم یې د سیاسی یا بشری حقوقو څخه د محرومولو یوه ښه طریقه ګرځېدلې ده . اسراییلو همدا طریقه د بیچاره فلسطینیانو لپاره ، چی په احمقانه توګه یې د ملکی خلکو په بم وریو کی مرسته ورکړه ، په مؤثر ډول پلې کړه .
خو د دې هر څه سره سره معلومه ستونزه دا ده چی په دغسی کړنو سره نه ختمېونکي « تروریسټان » او فشارونه تولیدیږی تر څو پر ضد یې عملیات وسی .
همدغه کار او تیل دواړه هغه عوامل دي چی لپاره یې امریکایی خاص پوځیان نن په ګرده افریقا کی وهل کوی . دا یو هغسی نه ختمېدونکی « اوږد جنګ » دی چی د امریکا ملیټاریسټی او نوي محافظه کاره کړۍ یې غواړی ، یعنی هغه څه چی ولسمشر آیزنهاور آن په ۱۹۵۰ لسیزه کی لا درک کړی و او پر ضد یې خبردارئ ورکړی و .
مصر د همدغسی پروپاګنډ یو بل شوم مثال دی چی رښتیا سو . د هغه هیواد اکثریت ولس چی په شفافو انتخاباتو سره یې د یو دیموکراتیک حکومت لپاره رایی ورکړې ، خو هماغه ټاکل سوي مشران یې نن د هغو قاتلو جنرالانو لخوا چی په قاهره کی یې هماغه قانونی حکومت نسکور کړ ، د « تروریسټانو » په حیث ترټل کیږی .
ځکه نو ، که هر څوک هم د امریکا او سعودی د ملاتړو پوځی ډلو ټپلو سره د مخالفت جرأت وکړی ، « تروریسټ » بلل کیږی . نو هغه موټر چی دغسی کسان یې چلوی هم باید تروریسټ وی ، هغه خواړه چی خوری یې هم تروریسټی دي ، او حتی د شیدو ماشومان یې هم تروریسټان دي !