له اته کلن ځنکدن وروسته اریل شارون

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58255
نصرالله احمدزی
دخبریدو نیټه : 2014-01-11


د اسرایلو پخوانی  صدراعظم اریل  شارون  له  اته  کلن  دردونکی ، ربړوونکئ  ځنکدن  نه وروسته  له  نړۍ  د  تل  لپاره  وکوچیدو، شارون  د اسرایلو د  جابر ، بشریت  ضد او اسلام  دښمنه پوځی  ځواک  مشری هم  کړي هغه ډیر په  بیدردې  او  وحشت  سره  د مظلوم  فلسطین  په اوسیدونکو  د  نړۍ  پر مختللی  وسلی  ور وکارولی  ، میرمنو ګریبانونه شلول ، پلرونو د خپلو  اولادونو  ټوټه  ټوټه  غوښي  لاسونو  کې  نیولی  وې ، د شهیدانو د  خویندو په  سترګو  کې اوښکې ختمی  وې ، د یوۍ  کنډوالی  کونج  کې  یو  ماشوم  چې کورنۍ يې ټوله  وژل شوی وه  ژوندی پاتی و او نیم بدن يې  له خاورو لاندی و چي د هغه  یهودی عسکر ورته  پام  شو چې د خپل ځنځیر دار ټانک  نه  مخکې  په منډو و  په  منډه ورغئ  ما شوم  یې  د  ټوپک په  خله  په  تندی  وواهه  بیا  يې د خاورو له  منځ  راوییسته  ځوړند  يې  نیولی  و ټانکس  ټانک  ودراؤ  سر یې  د باندی  راوویست  د لاس په  اشاره يې  میل ته  اشاره  وکړه  بیا  يې  د ړنګ  دیوال خوا ته  بدنامه  ګوته  لکه  کړه  خو د هغه بل عسکر زړه ونشو چي مرمی پری مصرف کړی  ماشوم  يې  د  ټانک  چاین  ته  ورخطا  کړ او چلوونکی غټه  ګوته  د  تاید  پخاطر  ورته  لکه  کړه  او نور د ټانک په غار کې ور ورک  شو چي  دې  وخت  ټانک  یو غټ  غوړپ  د عربی  نړې  له  تیلو  وکړ  او د هغه  ماشوم  په معصوم  بدن  وروخوت  چي  په  تندی  يې  له  ورایه  ښکاریده  د بیت المقدس  مدافع .
د عربی ملکونو شیخانو  په  سترو سترو تلویزونې  پردو دغه  حالت  څارلو  ترمخ  يې  دوه  ګزه اوږد غوری  د پسه  او وریځو له  خوندور نعمت  ډک  ایښي  وو او دوي  لکه  د مردارې  ټپوسان د یوۍ  مړۍ  لپاره  پری راغوټه  کیدل او بیا  بیرته  پستې او نرمې  وریښمینۍ  چوکې  ته  ځان  ورخطا  کولو  یوه  فلسطینی  میرمن  څو عسکرو  یوه  خوا  او بله  خوا  کشوله  او  دوي  ورته  کتل ، د انار د  شربت  ګیلاسونه  يې  مخ  ته  کیښودل  شو او د تلویزون  چینل  بدل شو  او د عربی نړی د  پاچایانو  قصرونه  او د خوب  خونې  پکې ښودل  کیدي.
بشری ټولنې ، امنیسټی انټر نیشنل ، امریکا  او اروپا  پټه  خوله  او د غربی  نړی  تلویزونونه  په زور او زوږ سره  دی  وحشی  بمبارد ، توغندیو  او قتل عام ته  د  اسرایلو د دفاع  د  جنګ  نوم  ورکولو خو بر عکس یو غښتلی افغان شهرت  ننګیال  د لندن  په  زړه کې  د ملی هنداری  په  تندی د عربی  ژبۍ  القدس  اخبار  د سر ټکې  ژباړلی  وو  چې  د فلسطین  د وژل شو ماشومانو  عکسونه  يې  په  تندی  چاپ  شوی  وو او ملی  هنداری  په پښتو  داسی  لیکلی  شارونه  هلاک  شی، شارونه  دوزخ  دی  ځای  شه ، اریل  شارونه  خدای  دی  سزا  درکړی ، شارونه زموږ  وینی  به دی ارام  ته  پرینږدی  او  داسی نور................
دادی  نن  اورو چې  اریل شارون  له  اته  کلن ربړوونکۍ   ځنکدن   وروسته  د حساب  په  طرف وروغوښتل  شو

۱۲/۰۱/۲۰۱۴