د سلاکار تشنابونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58274
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2014-01-13

 
 په ولسمشر له ډېرې واسطه بازۍ او فشار وروسته د کوم بل لوړ پوسټ تر اشغاله سمدستي په موقت ډول د يوه تخنيکي وزارت مشاور وټاکل شوم په لومړۍ ورځ لږ اندېښمن وم ما ويل ما خصوصي زده کړې په اجتماعي علومو کې کړي دي او دا تخنيکي وزارت دی ، خو په سبا چې خبر شوم چې وزير صيب هم مسلکي سړی نه دی او په سياسي ويش کې دا څوکۍ ور رسېدلې نو لږې لاړې مې تېرې شوې او خوشاله شوم چې د وزير صيب د خصوصي زده کړو سويه له ما ټيټه وه٠
 په درېيمه ورځ نور هم خوشاله شوم د ملګرو ملتونو د يوه دفتر له استازو سره مې دتنخوا تړون لاس ليک کړ په لومړيو دوو مياشتو کې د مياشتې نهه زره ډالر { 9000 $ } او سر له درېيمې مياشتې به د مياشتې دولس زره ډالر وي٠
 له خوشالۍ ځکه په جامو کې نه ځايدم چې دومره ډالر ما په لندن کې په اوو، اتوو مياشتو کې هم نه شول ګټلای ايله نن د خپل بهرني تابعت په قدر او خوند پو شوم٠
 څو مياشتې مې تېرې شوې ادارې مجلس کې به غلي ناست وم ځکه چې په مسلکي خبرو هيڅ نه پوهېدم او وزير صيب به هم اکثره لکه قو کړی مړز غلی ناست او د مامورينو وړاندېزونه به يې اورېدل٠
 زما مخې ته يو زوړ مامور ناست و ډېر ګټور وړاندېزونه يې وړاندې کول زما يې خړو بوټانو او سولېدلي کمربند ته خيال و چې په هره ورځ اغوستو اغوستو زياتي شوړېدلي ول٠
 نن چې اداري مجلس پای ته ورسېده او مامورين ووتل ما وزير صيب ته مشوره ورکړه چې که ولسمشر ته د يوه نقدي فوق العاده کمک وړانديز وکړو نو دې خپلو غريبو مسلکي مامورينو ته به پرې لباس ، بوټان او ځينې نور اړين شيان واخلو، مامورين به مو احسانمد شي ؟
 له نيکه مرغه چې زما لومړنۍ سلا او مشوره وزير صيب ومنله او ډېر خوشاله شو٠
 څو ورځې وروسته کوم کس د وزارت په تشنابونو کې پر دېوالونو زموږ د بې کفايتۍ او نا اهلۍ شعارونه ليکلي ول زه چې ورغلم وزير صيب ډېر خپه وو هغه فکر کاوه چې دا کار ګوندې پخواني کمونسټان ددې د بدنامولو پخاطر کوي خو د خپل کمونسټ مرستيال په خاطر يې په خوله څه نه ويل٠
 زه د خواخوږۍ په نيت ورغلم او د خبرو په ترڅ کې مې يوه مشوره ورکړه ، ما وويل وزير صيب دومره د اندېښنې خبره نه ده ، خو د مخنيوي دپاره يې يوه غوره لاره شته ، ښه به وي چې د وزارت له غولې بېرون نوي تشنابونه عادي مامورينو ته جوړ کړو، مامورين به هم خوشاله شي او سبا به ستا په خدماتو او لاس ته راوړنو کې هم حساب شي ، وزير صيب خوشاله شو او د سمدستي سنجش نه وروسته يې د شپږو عصري تشنابونو د جوړېدو په خاطر د وزارت د لزوم ديد له مخې د يونيم مليون امريکايي ډالرو مکتوب د ماليې وزارت ته صادر کړ او زما دويمه مشوره هم ګټه وره تمامه شوه٠
 درېيمه سلا او مشوره مې غذايي وه د چايو سره به بېخي ډېر بادامي نقل کارېدل ما نقل په وطنۍ ګوړې بدل کړل او تقريبا وزارت ته مې ډېره ګټه واړوله، د اوونۍ شپږو ورځو کې به درې ورځې وريجې او د پسه نرۍ غوښه پخېدله او پاتې درې ورځې به ترکارې پخېدله ، ما وزير صيب ته مشوره ورکړه چې که د پسه د قيمتي غوښې په ځای د غوايي غوښه حواله کړو نو په همدغه لګښت هره ورځ غوښه خوړلای شوو او مامورين به هم هرې ورځې غوښې ته خوشاله شي او ستاسې په لاسته راوړنو او برياليتوبونو کې به حساب شي د وزير صيب دې کور ودان وي زما ټولې سالمې مشورې يې د ملي ارزښتونو له مځې ومنلې، يوه بله خبره مې هم په زړه کې ده او که خدای کول سبا ورسره پرې مشوره کوم اوس نو زه په ځان دومره باور لرم چې ان ولسمشر ته هم سلا او مشورې ورکولای شم٠