د خدای رضا وه !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58278
صفي الله باران
دخبریدو نیټه : 2014-01-13

 
   د طالبانو د دورې پرمهال مې يو څه موده د يو دولتي روغتون د ویني بانک کې د مرستيال ډاکټر په صفت دنده تر سره کوله، له دندې سره مې ډېره علاقه وه او ډیری به مې پردۍ نوکري ته مټې بډوهلې وې، د ویني بانک د پيسو له بانک څخه ډېر غوړ وي، د ډاکټرانو او مامورينو په خيټه يې (خواجه خضر عليه السلام) لاس وهلي وي، ښه خواړه، ميوې او د څښاک توکی ورته رسيږي، يخچال يې له ميوو نه خالي کېږي.
خو په شفاخانه کې ژوند د (بيربل) د پسه ساتل دي، هره ورځ او هره شپه لس ګونه مړي له شفاخانې څخه وتل، د نوکري پرمهال به مې هيڅ خوب نه وو، هر لحظه به په يو نه يو دهليز کې چېغې پورته شوې ما به هم چې ولیدل بانک خالي نه دی په منډه به ورغلم او له شا وخوا خلکو به مې وپوښتل، ځوان دی که زوړ؟ ولې ومړ؟ خط نه يې راوړی وه؟ ترافيکې حادثه يې کړې ده؟ او ....؟؟؟؟؟؟
 په همدې حال کې به مې په يو نه يوه کونج کې ډاکټر صاحبان تر سترګو شوه چې د مړي وارثانو ته تسليت ورکوي (موږ خپله وسه وکړه، خود خدای رضا ده څوک په کې څه نه شي ويلی) د مړي وارثانو به هم ناچاره همدا ومنله چې د خدای رضا وه او خپل مړی به يې بار کړ.
زه به هم بيرته د ویني بانک ته راستون شوم، همدا جملې به ذهن کې اوښتې را اوښتې (موږ خپله وسه وکړه، خود خدای رضا ده څوک په کې څه نه شي ويلی) په همدې به ما هم ځان ته قناعت ورکاوه.
نهه کاله وروسته!
په چپرهار ولسوالي کې له يو دوست سره ميلمه وم، ورور مې راته زنګ وواهه: پلار ښه نه دی ننګرهار روغتون ته يې در وړ، چېرته يې ځان ور ورساوه، سړکونه خام وو، له چپرهار ولسوالي ماڼو کلی څخه تر ننګرهار عامې روغتيا روغتون هم بلا لاره وه، خو ځان مې په ډېره بيړه ور ورساوه، زما له راتګ سره سم مې ترونه هم له لغمان نه را ورسېدل، پلار باندې مې د شکر حمله راغلې وه، صحت سم نه و، په چټکی سره مې له ډاکتر صاحبانو وغوښتل تر څو د معايناتو لپاره مې د پلار وينه واخلي، هغوی هم راته معاينات راکړل او بازار ته يې د معاينې لپاره وليږلم د جمعې ورځ وه، په نوکريوال تکنالوجست ډېر باورې نه وو.
په لابراتوار کې د وینې نتيجې وښودله چې د پلار مې شکر پورته شوی، ژر مې تره ته زنګ وواهه چې د پلار مې شکر پورته شوی تر څو چې زه د معايناتو نتيجه راوړم، څوک په خپل سر مداخله ونکړي، تره مې راته وويل هغه ته خو يې ۳۰۰ سی سي زرقي ګلوکوز ورکړه ښايي د دماغي ملاريا شک يې پرې کړی وی.
د معايناتو نتيجه مې له لاسه ولويده او په زړه مې يخې اوبه تويه شوې.
ځان مې شفاخانې ته را ورساوه خو اوبه له ورخه تيرې وې، د پلار مې زنکدن شروع شو، ډېر ډاکټر صاحبان راټول وو، ځينې يې زما لپاره راغلي وو او ځيني ېې زما ملګرو راغوښتي وو، يوه ډاکټر چې زما له نږدې دوستانو څخه و راته په اوږه لاس کېښود غوښتل يې له کوټې مې وباسي، خو اجازه مې ورنه کړه، په پلار مې د شهادت کلیمي شروع کړې، لږ وروسته مې پلار له دې فانې نړۍ سره خدای پاماني وکړه، ډاکټر صاحبانو راته هماغه نهه کاله پخوانی جملې تکرار کړې (موږ خپله وسه وکړه، خود خدای رضا ده څوک په کې څه نه شي ويلی)، ماهم خپل احساسات قابو کړل او غلی شوم.
نهه کاله وروسته راته معلومه شوه چې موږ له عقیدوي مسايلو د ځان په ګټه څومره استفاده کوو، او زموږ نهه کاله وړاندې او نهه کاله وروسته کې هيڅ توپیر نه دی راغلی.
۱۵ کاله وروسته!
د پنجشنبې په ورځ، يوه درې مياشتنې لور مې په يوه دولتي روغتون کې بستر شوه له کوره راپسې احوال راغی چې لور مې مريضه ده مازيګر ناوخته له کابل نه وخوځيدم او د شپې نا وخته روغتون ته ورسیدم په لاره کې امریکايانو لاره بنده کړې وه، ډېر وځنډېدم، د روغتون له ريس سره مې خبرې وکړې، نوکریوال ډاکټر ته يې ور وپېژندم تر څو د خپلې لورکی صحت له نږدې وګورم، د کوچنيانو برخې ته ور دننه شوم، ګورم، لورکي مې له دوه نورو کوچنيانو سره چې د هر يوه عمر لکه زما د لور له درې مياشتو زيات نه دی په يوه چپرکټ پرته ده، ناڅاپه مې غوږونو ته (موږ خپله وسه وکړه، خود خدای رضا ده څوک په کې څه نه شي ويلی) کليمې راغلي، ژر – ژر مې اخوا – ديخوا وکتل يواځې يو ډاکټر مې تر څنګ ولاړ و نور هيڅوک هم نه وو.
غوني مې زيږ شوه او پريکړه مې وکړه چې ناروغ مې له روغتون نه باسم، ډاکټر صاحب سره مې خبره شريکه کړه، هغه په خندا شو، ويې ويل: ((زما د زړه خبره دې وکړه، ماويل که زه يې درته ووايم درباندې بده ونه لګيږي)) ژر يې د ناروغ دوسيه وتړله او له روغتون يې خارج کړ، په کور کې مې ورته درملنه شروع کړه، د خدای رحم ده اوس يې وضيعت په ښه کېدو ده، خو که په روغتون کې مې پريښې وای ښايي اوس په دې دنيا نه واي.
موږ ۱۵ کاله وروسته هم يواځې همدا جمله د ځان د خلاصون لپاره کافي ګڼلی چې (موږ خپله وسه وکړه، خود خدای رضا ده څوک په کې څه نه شي ويلی) نور دې ولس ته هيڅ کوم محصول نه لرو.
د مرغومى ۲۲مه
 وزير اکبرخان، کابل