پوهیالی عبدالناصر آخندزاده دننګرهار پوهنتون دکرنی پوهنځی دځنګل پوهنی دڅانګی استاد
(دنړی تودیدنه او له هغه سره مل ستونزی او دهغه علتونه)
نړیواله تودیدنه یا ګرمید نه چه یو له مهمواو بحث وړ پدیدو د عصری نړی څخه ده چه شلمی لسیزی په ورستیو کی چه د صنعتی انقلاب اوبدلون څخه یی سرچینه اخیستی ده او مهم عوامل یی په محیط او او ځمکی ګردچاپیره فضاء کی شین کوریزه غازاتو زیاتوالی دی کوم چه تیلو پیترولواو ډبروسکارو دسوځیدنی څخه کوم چه په کارځایونو ترانسپورتی وسایلو او د نورو صنعتی واحدونو کی صورت نیسی سرچینه اخلی اومهم عوامل یی دانسانی نفوسو زیاتوالی اودهغوی د کړنو تاثیراتو په نتیجه کی په طبعی سر چینو ، ځمکه او محیط کی بدلونونه صورت نیسی تر ټولو خطر ناک بدلون چه د انسانی فعالیتونو په نتیجه په شلمه میلادی سلیزه کی رامنځته شوی دی عبارت دی له د کاربن ډایی اکساییډ او نورو شین کوریزه غازونو د اندازه زیاتوالی دی د عادی اندازه څخه په فضاء کی دی
(Green houses Gases Effect) د شین کوریزه غازاتو تاثیرات
شنه خونه یا د شیشی خونه یو را بند کړی شوی جوړښت دی په کوم کی چه د ګرم موسم یا سیمی نباتات او فصلونه په سوړ موسم یا سیمی کی کرل کیږی دشنی خونی شیشی کوم چه تودوخه ځان ته راکش کوی او دننه د شنی خونی تودوخه ډیره توده ساتی نسبت بهرنی ګرد چاپیره محیط ته یوه یو شانته د تودولو پدیده په د ځمکی ګرد چاپیره فضاء کی په طبعی ډول په عادی حالاتو کی شتوالی لری په عادی اندازه دکاربن ډایی اکساییډ او نورو شین کوریزه غازاتو په شتوالی کی چه له همدی امله ورته د شین کوریزه غازاتو نوم ورکړی شوی دی کومه چه یوه طبعی پدیده ده کوم چه د ځمکی تودوخه په عادی سطحه کی ساتی او ځمکی دمخ د تودوخه اندازه تعادل د تودوخی د برابر والی (تعادل) پواسطه د لمر د وړانګو کوم چه دځمکی دسطحی سره ټکراو کوی او بیرته فضاء ته منعکس کیږی سا تل کیږی کوم چه ورته د تودوخی تعادل یا دتودوخی سپما ویل کیږی
څرنګه په طبیعت کی د شین کوریزه غازاتو تاثیرات واقع کیږی
How Greenhouse effect occurs in nature?
داوبوبخارات،کاربن ډایی اکساییډ او میتان غازونه یوه کمپله دغازاتو کډوله جوړوی د پاسه دځمکی دکری دفضاء کوم چه اجازه نه ورکوی د لمر وړانګو تر څو چه بیرته واپس فضاء ته لاړی شی دا کمپله رول لوبوی لکه دشیشی تخته د شنی خونی یا(دموټر شیشه )کوم چه دلمر وړانګوته دتیریدلو اجازه ورکوی مګربیرته دتودوخی دوتلوبهرنی فضاء ته اجازه نه ورکوی چه په نتیجه کی دځمکی دسطحی دتودیدو سبب ګرځی جه دی تاثیر دشین کوریزه غازاتو تاثیر وایی او عادی د شین کوریزه غازاتو تاثیر شتوالی ضروری د دځمکی د سطحی دتودوخی د تعادل د ساتنی لپاره چه په عادی ډول دژوند انه د تیرولواو اوسیدو لپاره برابروی
په څنګ کی د کاربن ډایی اکساییډ ، میتان اود اوبو بخاراتو او نایترس اکساییډ اوکلوروفلوروکاربن هم د لمر وړانګی جذبوی داذکرشوی غازات د غټوشین کوریزه غازاتو په نوم یادیږی داذکرشوی غازونه د یوی کمپلی په ډول دځمکی په مخ خپره شوی ده او مرسته کوی وایی (Major Greenhouse gases) چه دځمکی مخ په عادی حالاتو د ژوندانه وساتی غټ شین کوریزه غازونه چه ورته
چه عبارت دی له
۱: کاربن ډایی اکسایډ co2
۲: میتان Methane
۳: داوبو بخارت Water Vapors
۴: نایټرس اکسایډNitrous oxide
۵: کلوروفلوروکاربن Chlorofluorocarbon
داغازونه په لږ مقدارسره په فضاء کی نسبت اکسیجن او نایتروجن ته مو جود دی خو ډیر مهم رول لوبوی د ځمکه دمعیاری دتودوخی په ساتلو کی
دځمکی دکری په ګرمیدوکی کاربن ډایی اکسایډ تقریبا ۶۰٪ ونډه لری او نور شین کوریزه غازات او دهغه ونډه عبارت ده له میتان ۲۰٪ کلوروفلوروکاربن ۱۴٪ اونایترس اکسایډ ۶٪ونډه لری علاوه دپورته ذکرشووغازاتوڅخه یو شمیر نور غازات لکه هایډروکلوروفلورکاربن او هایډروفلوروکاربن ،هیلون ،کاربن ټیټراکلورایډ او اوزون هم ونډه لری .
هغه منابع چه دشین کوریزه غازاتو د زیاتوالی سبب ګرځی عبارت دی له
۱ :د تیلو سوځیدل (د فوسیل ) چه عبارت دی له دډبرو سکاره ،دسون غاز ،او تیل ،پیټرول Burning of Fossil fuels
۴۹ ٪
۲ :کرنه ۱۳٪Agriculture
۳: دځنګلونو بی پلانه وهل ۱۴٪ Deforestation
۴:صنعتی فعالیتونه ۲۴٪ Industrial processes
له بده مرغه د انسانی فعالیتونو په نتیجه کی د دشین کوریزه غازاتو بوښښ ډیر پیړ شوی دی او ورسره یی ناوړه اغیزه په د ځمکی په مخ دفضاء هم زیاته شوی ده
اومهم عامل یی دصنعتی انفلاب څخه وروسته کوم چه د شلمی لسیزی په نیمایی کی وافع شو او ورسره دفوسیلو سوځیدل زیات شول چه په نتیجه کی یی دکاربن ډایی اکسایډ دغازنفوس فضاء ته زیات شو چه په نتیجه کی د دشین کوریزه غازاتو بوښښ دځمکی دفضاء له پاسه ډیر پیړ شو او پایله کی یی دنړی دکری د تودوخی اندازه دعادی سطحه څخه زیاته شوه ورسره په نړیواله سطحه دځمکی دکری د تودوخی د زیاتوالی پدیده رامنځته شوه چه ورته Global warming وایی
اوپه نتیجه کی په ۱۹۸۰ لسیزه کی دساینس پوهان اړ شول چه به دی هکله فکروکړی او د حل د لاری په لټه کی شی
د نړی د تودوخی د زیاد ښت په پایله کی لاندی ستونزی رامنځته کیږی Consequences of Global warming
دشین کوریزه غازاتود عادی اندازه څخه د زیاتوالی په پایله کی یو شمیرزیاتی چاپیریالی،روغتیایی ،اوټولینیزی ستونزی رامنځته کیږین یعنی دځمکی مخ د تبی له ناروغی سره مخ دی او مونږه ورته په علمی ډول ددرملنه په لټه کی یو کوم د هم ورته وایی کوم چه د دنړی د محیط او ثبات ته یی ګو ا climate change داقلیم د بدلون په پایله کی رامنځته کیږی ښ پیښ کړی دی او دنړی اقتصادی،روغتیایی او دژوند پایښت اوثوبات باندی یی ناوړه اغیزه کړی ده او نوری ناوړه اغیزی یی په لاندی ډول دکر کیږی.
۱: دنړی دتودوخی ددرجی دزیاتیدوپه نتیجه کی دقطبونو کنګلونه ویلی کیږی چه په پایله کی دسمندرونوسطحه لوړیږی اوورسره سیلابونه طوفانونه په ساحلی سیمو کی رامنځته کیږی چه ورسره دسیمی خلک دکورونو پریښودلوته اړکیږی
۲:په پایله کی زیاته اندازه سیلابونه اووچکالی رامنځته کیږی
۳:سخت اوویروونکی طوفانونه رامنځته کیږی
۴: ډیری تودی ورځی
۵: دیری زیاتی وبایی ناروغتیاګانی لکه ملاریا اوډینګوتبه
۶: په ایکوسیستم کی بدلون رامنځته کیږی اوورسره دفصلونو په پیداوار باندی ناوړه اغیزه کوی
۷: دنړی اوسط (عادی) تودوخه لوړیږی په شلمه سلیزه کی ۰.۳ تر ۰.۶ پوره لوړه شویده په منځ د دولتونو ټولنه په باره کی وړوینه کړیده چه په ۲۰۳۰ م ( Intergovernmental panel on climate change) په باره اقلیمی تغیراتو
کی به د نړی تودوخه ۲ درجه او ۲۰۹۰ م کال کی به ۴ درجه د سانتی ګراد د صنعتی دوره ځخه لوړه شی
۸:دویری نه ډک بدلونونه په موسمی حالاتو کی رامنځته کیږی ورسره سیلابونه او وچکالیانی ملی وی
۹: ځنګلونه به په ورکیدو شی
۱۰:دژوندیو ژوو مختلفوالی (Biological diversity) به لمنځه ولاړه شی
۱۱: ځینی دژوندیو موجوداتو ټولنی به د پایښت مرحلی ته ونه رسیږی
۱۲: په بیلنونه وګړی به دڅښاک د اوبو ،روغتیایی ستونزو سره مخامخ شی
۱۳: دفصلونوت موسمی پیداوار به متاثره کړی
۱۴:او وړاند وینه شوی ده چه د سمندر سطحه به لوړه شی د ۹ سانتی مترو ځخه تر ۲۹ سانتی مترو په ۲۰۳۰ م کال پوری او ۹۶ سانتی متروپوری په ۲۰۹۰ م کال پوری
۱۵ : دتودوخی د ډیروالی له امله به ډیری مړینی واقع شی