موږ به یوازي دونه وایو چي اناّلله و اناّ الیه راجعون. دا د ټولو لاره ده؛ خبره یوازي د نن او د سبا ده. مرګ د هر چا دروازه ټکوي خو په دراوزو کي توپیر ضرور سته. د ارواښاد محمد صدیق پسرلي د ستایني لپاره، ګومان کوم، دا خبره کول پخپله کافي وي چي په افغانستان کي یې تر ټولو شاعرانو هم ډیر او هم ښایسته غزل ولیکل. که مرګ هرڅومره زیات مهلت ورکړی وای هغومره زیات او ښایسته غزلونه به یې لیکلي وای. هغه اوس هم د پښتو د غزل یوه نه وچیدونکې چینه وه؛ او چي اسمان به پر پښتنو باندي داسي بله چینه کله لوروي، یوازي خدای پوهیږي چي څومره کلونه به تیر سي. ځکه خو وایو چي کشکي نه وای مړ. د مرحوم پسرلي او بل عادي سړي او یا حتی بل ښاغلي او درانه سپین ږیري د مرګ توپیر په همدغه کي دی. ډیرو پښتنو سپین ږیرو به خپل نوبتونه یا ښه یا بد تیر کړي وي، خو موږ خواشیني په دې یو چي د ده له فیض او برکته ډک نوبت لا تیر سوی نه وو، موږ لا منتظر وو چي پسرلی به نور څه وایي.
ارمان مي دی چي کله به زه بیا درته ږغیږم
د شپې غوندي په یوه ساه تر سبا درته ږغیږم
تاوي د ذهن و زړه غوږونه واړه راته ایښي
ویده شې او زه پټ لکه رویا درته ږغیږم
شکونه د زړه وباسه د میني په خلوت کي
تنها درته راغلی یم تنها درته ږغیږم
جلا مو دي رب نه کړي سره زه به مي تر مړیني
د ژوند د سین څپې! لکه دریا درته ږغیږم
حواس مي جوړوم چي لکه شعر د پسرلي
تل تل ستا له سپيڅلي استغنا درته ږغیږم
همدا تیر ماښام مي د افغانستان ږغ ټلویزیون سره ژوندی ادبي پروګرام درلود او پر ردیف باندي د بخث او خبرو کولو په ترځ کي مي د مرحوم پسرلي صاحب په یوه غزل کي د ردیف مثال ورکړ.
پوښتني ته مي خپله سوې ساه تله او راتله
هغه هم لکه ویره په اکراه تله او راتله
د خوب په لار یې هم حسن بندیز وو لګولی
پخوا به مي خوبونو ته ګاه ګاه تله او راتله
هر خاپی یې د پلونو یوه غزل شوه پسرلیه
د شعر ملکه مي څه دلخواه تله او راتله
کله چي ما په ټلویزیون کي، تیره شپه، د مرحوم پسرلي دا ښایسته غزل لوستله نو هغه به په دي دنیا کي زموږ په ټولۍ کي نه وو او د تل لپاره به یې، له وخته، خدای په اماني کړې وه. که زه داسي خبر وای نو ما خو به هغه پروګرام ټول د خپل پسرلي په ښایستو غزلونو رنګین کړی وای.
د پښتنو له لوی کهول څخه ډیر سپین ږیري د تل لپاره وتلي دي، او ډیر زیات یې د خپل قام او ټولني پوروړي تللي دي. د مرحوم پسرلي امتیاز په دې کي دی چي د ګوتو په شمیر پښتنو مشرانو په څير یې پښتو او پښتانه پوروړي پریښودل. هغه خپلي ګراني پښتو او خپل درانده قام ته دومره څه ورکړل چي سیالي یې د ډیرو تر وس تیره ده. اوس به موږ د هغه پور څرنګه ادا کوو. موږ ژوندي یو، موږ میړونه یو او د هر ډول لوی پور د ادا کولو توان راسره دی. راسی! چي ټول پښتانه د هغه مرحوم د روح جنازه په ګډه پر اوږو پورته کړو. دا خبره ځکه کوم چي ما له مرحوم پسرلي سره مجلسونه کړي دي او تیر کال چي کابل ته تللی وم هغه مي لیدلی او د هغه مرحوم په کور کي مي ډوډۍ ورسره خوړلې ده. مرحوم پسرلي ټول پښتون قام ته د یوه کهول په سترګه وکتل، او د دې سترقام یوالی یې د ژوند تر ټولو لویه آرزو وه. د هغه د پاک او سپیڅلي روح پور یوازي د هغه د همدغي پاکي آرزو په پوره کولو ادا کولای سو. راځۍ چي د مرحوم پسرلي او د خپلو نورو تللیو مشرانو د پاکو او سپیڅلو ارواح لپاره د پښتنو په ټولو ښارونو، کلیو او کورونو کي هدیرې جوړي کو. او دمخه تر هغه چي د مرحوم پسرلي د روح پوروړي تر دنیا تیرسو، د یوه بل په سینه کي ځانونو ته ټاټوبي آباد کړو.
زه اسدالله غضنفر، ایمل پسرلي او د مرحوم پسرلي صاحب ټولي فرهنګي کورنۍ ته تسلیت وایم. ورپسې له ټولو هغو پښتنو سره چي له خپل قام او فرهنګ سره مینه لري په دې ستر ماتم کي خپلي اوښکي شریکوم. او یو ځل بیا د خپلو ټولو پښتنو ترمنځ، د مرحوم پسرلي د آرزو سره سم، د یوالي دعاکوم، او د پښتو او پښتنو اسمان له روڼو ستورو ډک غواړم.