درېيمه ورځ وه چې وکيلې صاحبې خوراک نه و کړې او لا له خوړو منکره وه او همدا يوه خبره يې بيابيا کوله چې يا به مې دولت غوښتنې مني او يا به د نه خوړلو په اعتصاب کې مرم .
نن يې ماته اشاره وکړه زه ورنږدې شوم او له سلام وروسته مې ورته وويل: زه عسکر يم او ستاسو د حفاظت مسوول يم هر څه خدمت مو چې وي امر کولای شئ ٠
د وکيل صاحبې لومړۍ پوښتنه دا وه چې مطبعات زما په هکله څه وايي ؟
ما ځواب ورکړ چې هيڅ نه وايي، ما له لومړۍ ورځې څو وارې هڅه وکړه چې وکيلې صاحبې ته ډوډۍ ورکړم خو هغې انکار کولو او يوازې اوبه يې څښکلې نن مې بيا ورته وويل چې خير دی يو څه وخوره او درته قسم خورم چې چا ته يې نه وايم ٠
وکيلې صاحبې بيا د نه نه سر وښوراوه , زه نور غلی شوم او هغې ته مې وويل: تاسې ما ته څه ويل ؟
هغې ويل هو او يو لسټ او نغدې افغانۍ يې راکړې او ويې ويل دغه سامان راته لطفا نن راوړه ٠
ما د سودا لسټ او افغانۍ په جيب کې کېښودې او ښارته له تلو مخکې مې وکيلې صاحبې ته بيا وويل: ګوره که وږې شوې ما يوه ټوکرۍ مېوه په تشناب کې درته ايښودې ده کولای شې چې وه يې خورئ ٠
زه ولاړم او وکيلې صاحبې ته مې د لسټ له مخې تور لبسېرين، نسواري د مخ رنګ ، خړرنګه تور دسترګو رنګ او يو د وريځو د ويښتانو د ويستلو مويچنک دا ټول مې واخيستل او بېرته راغلم ، مسوول ډاکتر ما ته انتظار و ، زما په ليدو خوښ شو او سمدواره يې د وکيل صاحبې معاينه پيل کړه ، ډاکتر مسکی شو او ويې ويل عجيبه ده ولا دا نږدې څلورمه ورځ ده چې وکيلې صاحبې خوراک څښاک نه دی کړی مګر بيا يې هم د وينې فشار او نور ټول حرکات سکنات بېخي نارمل دي ؟!
يوه شېبه وروسته زه تشناب ته ولاړم ګورم چې د مېوې ډکه ټوکرۍ تشه او سپېره پرته ده ترڅو چې مې يې کس راپيدا کاوه خوب مې وتښتېد٠