تذکره الاوليا اته پنځوسم فصل
الخناس، الذي يوسوس في صد ورالناس
«شيطان چې د انسانو په زړونو کې وسوسه کوي«
نقل دى کله چې ادم او حوا يو بل ته ورسيدل او د هغوى توبه قبوله شوه .يوه ورځ ادم کار ته لاړ.د ابليس زوى چې خناس نوميده حوا ته ېې راوړ او هغې ته يي وويل:
ماته يو ډير مهم کار پيداشوى او دغه ماشوم ته وساته تر څو بيرته راشم.
حوا ومنله، او ابليس لاړ. کله چې ادم بيرته راغي نو هغه وويل چې دا څوک دى؟ هغې وويل د ابليس زوى دى او ماته ېې سپارلئ. ادم هغه تورنه کړه او ورته ېې وويل چې دا دې ولې منلي. په قهر شو او هغه ماشوم ېې مړ او ټوټه ،ټوټه کړ او هره ټوټه ېې په هره ونه کې وځړاوه او لاړ.
ابليس بيرته راغى او وېې ويل چې ماشوم مې چيرې دى؟ حوا ټوله کيسه ورته وکړه ابليس خپل ماشوم ته غږ کړ. بيرته سره يوځاى شو او ژوندۍ شو او بيرته ابليس ته راغي.
ابليس بيا حوا ته وويل چې زما ماشوم وساته چې بيا ماته ډير مهم کار پىش شوى دي حوا نه منله . ابليس زارۍ او حيلې پيل کړې حوا ومنله او ابليس بيا لاړ.
ادم بيا راغئ او د ابليس ماشوم ېې وليد . حوا ور ته کيسه وکړله. ادم حوا وځورله او هغې ته ېې وويل:
زه نه پوهيږم چې ته ولې زما خبره نه منې او د خداى (ج) ددښمن خبره منې او د هغه په خبره تيروځې.
نو خناس ېې مړ کړ او وېې سو او دهغه ايره ېې څه په اوبو کې واچوله او څه باد يوړه.
ابليس بيا راغي او ماشوم ېې وغوښت . حوا ورته کيسه وکړله. ابليس بيا ماشوم ته غږ کړ له خاور او دوړو بيا سره يو څاي او بيرته د ابليس مخې ته راغي او کښيناست.
بيا ابليس له حوا څخه د ماشوم دساتنې غوښتنه وکړه او حوا نه منله او هغې ابليس ته وويل چې په ادم مې هلاکوې.خو ابليس قسم ورکړ او هغې دا ځل بيا ومنل.
ابليس بيا لاړاو ادم بيرته راغى ګوري چې د ابليس ماشوم دلته بيا ناست دى. نو ډير په غضب کې شو او ويي ويل چې خداى پاک پوهيږي د ابليس خبره منې او زما خبره نه منې. نو خناس ېې مړ کړ او پوخ ېې کړ يوڅه خپله وخوړ او يو څه حوا ته ورکړ او وېې ويل د اخر ځ لپاره خناس ېې په پسه بدل کړ پوخ ېې کړ او له مينځه لاړ.
ابليس بيا راغئ او ماشوم ېې وغوښت حوا ورته کيسه وکړه او ورته ېې وويل چې هغه مو پوخ کړ نيم ېې ما وخوړ او نيم ېې ادم.
ابليس وويل:
زما مقصد هم همداوه. چې زه دادم د ننه ته لاره پيداکړم نو له دې امله د هغه سينه زما مکان شو. زه مقصد ته ورسيدم. لکه څنګه چې پرورد ګار عالم په خپل کلام لا پخوا داسې فرمايلي دي:
الخناس، الذي يوسوس في صدور الناس