سوله، مروره ناوکۍ!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58336

دخبریدو نیټه : 2014-01-18

ليک: نظرمحمد (افغان)
د ټلوېزيون منحوسې ښيښې د ګلبڼ وطن د مرمرينې خاورې پر نازکې سينې د يوې بلې زورورې چاودنې بوږنوونکی خبر راواوراوه. ناترسې چاودنې بيا عمرخوړلي بوډا ته د ترکاريو د کراچۍ تر شا د مرګ لغته ورکړه. سپين سرې مور وړاندې تر دې چې خپل منزل مقصود ته ورسي، د ځوان زوی د واده له ارمان څخه ډک زړه يې د ژوند پور پرې کړ. معصوم ماشوم بکسه په شا ښوونځي ته روان و، خو دم شېبه يې غوښې پر ارت سړک د پښو لاندې ړنګيږي او مور يې د زړه په وينو د لوی کړي بچي ايکي يوازې سر ته ګرېوان څېروي. بل ګلالی ځوان نهره خېټه د سامانونو بوجۍ سره په شا مزدورۍ پسې وتی و، خو قسم خوړلي دښمن يې اوس غربت ځپلې جونګړې ته د جنازې وروستو تابيا کوله. لږ ها خوا د غوښو ګډې وډې ټوټې پرتې دي. ته وا دلته دانسانانو غوښې قصابي کيږي. ته وا خلک دلته اوبه نه، وينې څښي!!!
د اندېښنو او اضطراب په همدې عالم کې خوب خپلې نرمې غېږې کې نيولی وم. که څه ګورم، چې يو لور ته خلک خوشاله دي. رڼاګانې دي. پړکنده ودانۍ دي. خلک سندرې وايي. ناڅي. د نړۍ له ټولو غمونو بې غمه خاندي. مخامخ ورته په بر سر کې يوه سينګار کړې ناوې ناسته ده. هغه هم موسکۍ ده او سرو اننګو يې هرې خوا ته پلوشې خورې کړي دي. زه نږدې ورځم. له خلکو پوښتم، چې څه خبره ده، څه خبره ده؟ خو خلک په خپلې خوښۍ او شور کې زما خبره له سره نه اوري. زه لکه ماشوم کله په يوه پسې منډه اخلم او کله په بل پسې. کله د يوه لمنې ته لاس اچوم او کله د بل ته. خو څوک راته پام قدرې هم نه کوي. نهيلی خپل ځای ته راستنېږم.
تر دوی ور هاخوا نور خلک ناست دي، خو د دوی په څېر نه. خاموشه، خاموشي ده. ګويا د محرم ماتم وي. په کنډوالو کې د غم تياره خوره ده. څوک لاس تر زنې، څوک سلګيو نيولی او څوک نري، نري زګيروي کوي. چا غبرګ لاسونه پر تندي ايښي او چا څېرې ګرېوان کنډر ته ډډه وهلې ده. له يوه مې د خواشينۍ لامل وپوښت. مخ يې راځنې واړاوه. ورپسې بل، ورپسې بل! يوه په بې شيمې زړه وويل: سوله له موږ څخه خپه ده. ما ويل نو سوله چېرې ده؟ د سر په مړاوې اشارې يې راته ناوې وښوده. د نورو خبرو شيمه ورکې نه وه. ما هم پرېښود او رسا د ناوې خوا ته ورغلم. غلی يې ترڅنګ کښېناستم. د سترګو په کونجونو مې ورکتل. زړه مې نه شو کولی. هغې په خطا هم نه راکتل. تر ډېر ځنډ وروسته مې سل زړونه يو ځای کړل. په ناخبرۍ مې وپوښتله:
ناوکۍ! ته څوک يې؟
 خو هغې راته ونه کتل. لکه اصلا چې زما غږ نه اوري. بيا مې وپوښته:
چا راته وويل، چې ته سوله يې. دا رښتيا ده؟
 دا ځل يې سره اننګي په غضب شول. ستړې سترګې يې درنې راپورته کړې.
ويې ويل: هو! څه خدمت؟
- زه له هاغه پورې کنډره راغلی يم. ما ويل زموږ کلي ته هم راسره لاړه شه!
دا ځل يې د مخ په اړولو وويل:
هورې زما قدر نشته. هغو سره مې قدر نشته. په هغو مې ښايست نه دی معلوم.
- خير دی. موږ ډېر مېلمه پال خلک يو. خامخا به دې قدر کوو.
دا ځل سوله غريو ونيوله:
زه هغو راشړلې يم! زه يې بې پته کړې يم! زه بيا هلته نه ورځم.
- وۍ سولې! ته خو دومره زر مرورېږې. ته به پخوا ورغلې يې. اوس نړۍ بدله ده. هرو مرو هغه چم به هم ستا پلونو ته ګلان شيندي.
لکه د فلم د جينۍ په شان يې سر ځوړند کړ او سوکه يې پلو سترګو ته ونيو او بيا په سلګو شوه.
- سولې ګلې! ته خو ژاړې؟ مه ژاړه. ته خو يو ځل راسره لاړه شه. هر څه به سم شي.
- نه! هغه خلک په رښتيا ما ته ډېر معصوم ښکارېدل؛ خو کله چې مې د ورتلو هڅه وکړه، په وره کې يې راايساره کړم! که هر څو چيغې مې وکړې، خو زه يې هلته پرېنښودم! زه يې راوشړلم او په کاڼو يې وويشتم!
- نو چا؟
- نه مې پېژندل. څو بدرنګه څېرې وې. له سترګو يې وحشت خوټېده. ما ته يې ويل، چې دلته ستا ځای نشته. دا د وحشت مالت دی! دا د جګړو ښار دی! دا د کينې او وژنې کلی دی!
د سولې د ناوکۍ سلګۍ، د سترګو له جام څخه لبرېزې شوې. ښه په زوره، زوره يې وژړل. اوښکو يې سينګار داسې په مخه کړی و، لکه د ناوې په وينا، چې کوز کلي سوله په مخه کړې وه.
ما او سولې دواړو ښه وژړل. په ژړا، ژړا کې راويښ شوم. په ويښه مې ژړل. بالښت مې په اوښکو لوند کړی و. خپل د بېچاره او مظلوم افغان ولس د غم، غربت،محکوميت، بې کسۍ او ويرجن تصوير مې مخې ته ودرېد.
ما ويل:
خدايه! دنيا خو دې نوره په ړنګېدو ده، خو موږ دې هماغسې خوار او زار پاتې کړو. موږ هماغه شان د جګړې لوبغاړي او نړۍ زموږ ننداره کوي. څښتنه! موږ به تر کومې هابيل او قابيل يو. هغوی د نړۍ د پيل لوبغاړي وو، خو د بدرنګې دنيا له دومره پرمختګ سره، سره موږ آن په دې پېړۍ کې خونکاران او جلادان يو.
ربه! نور د شر او جګړې رويباران زما له مېنې نابود کړې! د مينې او سولې ناوکۍ راواستاوه! د افغان ولس ټول نسلونه د جګړې په اور کې وريت شول، خو تر دې وروسته پرې خپل کرم وکړه! نور د دوی په ځای د دوی دښمنان کباب کړه. ته ناڅاپي دې چم ته د آرامۍ او سولې معجزه وښيه! له همدا ننه نوره نړۍ زموږ ابادۍ ته پولۍ، پولۍ که! دا هر څه همدومره بس دي! نور هېڅ نه غواړو! که غواړو، نو
 سوله غواړو