فیسبوک هغه ټولنیزه الکترونیکي رسنۍ ده چې دنړۍ ژورنالیزم یې عام کړ،فیسبوک نړیوال یو بل سره ونښلول اوفیسبوک ده چې دیوې پیښې خبر یې ترټولو وړاندې خپورکړپه فیسبوک که هرڅوک کولی شي چې دخبریال رول ادا کړي اوخپل نظرترنورو ورسوي.له کله نه چې دفیسبوک ټولنیزه پاڼه جوړه شوې نو له هغه تراوسه یې په نړیواله کچه په علمي،سیاسي ،اقتصادي،فرهنګي اوټولنیز ډګرکې ډیرتحولات رامنځ ته کړل. که مونږ په امریکې اونورو غربي ممالکو کې وګورو نو فیسبوک په سیاسي اوپه تیره بیا په ټاکنیزو پروسو کې ترټولو زیات رول ادا کړ ،ځکه هر هغه نوماندچې په فیسبوک اونورټولنیزو رسنیو کې ډیرطرفداران درلودل نو دهغو دکامیابیدو چانس یې زیات کړ.په عربوکې خو فیسبوک وه چې دعربو پسرلي په نوم یې پاڅونونه دکامیابیدو تر پولو ورسول.که مونږ افغانستان ته راشو نه فیسبوک په افغانستان کې هم ډیرې لاسته راوړنې درلودلي دي.زمونږ دځوانانو اړیکې یې ټینګې کړې ،له نویو تحولاتو یې خبرکړل، داقتصاد سپورت اونورپرمختګونویې خبرکړو زمونږدځوانانو سیاسي شعوریې اوچت کړ او په دوی کې یې د یوبل دزغملو احساس راژوندی کړ.که مونږ وګورو زمونږ زیاتره ځوانان دفیسبوک له لارې له یو بل سره خپل نظریات شریکوي دفیسبوک په وسیله خپلې ستونزې حلوي. خو له بده مرغه د دومره لاسته راوړنو ترڅنګ زمونږ ځینې فیسبوکي ځوانان له دې ټولنیزې وسیلې نه بده ګټه پورته دوی په فیسبوک کې په مستعارو نومونو ايډي ګانې جوړوي اوله هغه نه بیا ځینو مخلصو صادقو ملي مشرانو اوځوانانو ته توهین اوسپکاوی کوي ،ځینې ځوانان خو بیا دمیرمنو په نوم ایډي جوړي او له هغه طریقه بیا دنورو دازارسبب ګرځي. زما په آند دغه کسان چې په مستعارو نومونو ايډي جوړوي او له دې لارې خلک ځوروي دوی رواني ناروغان دي او په شخصي عقدوسره غواړې چې دنورو د پرمختګ مخه ونیسي دوی فکر کوي چې پدې سره به دې خلکو ته صدمه ورسوي او دوی به نور له پرمختګ نه منعه کړي چې دا ددوی لویه تیروتنه ده ځکه دوی مجهول الهویه کسان دي او هیڅوک د دوی په سپکو سپوروباور نکوي.بل دا چې عزت اوذلت دخدای پاک په لاس کې ده .راځو ده ته چې څنګه کولی شو چې د داسې کسان دپوچو ذهنتونو مخنوی وکړو.لمړی باید کوښښ وکړوو چې داسې کسانو ته دملګرتیا بلنه ورنکړو اوکه چیرې هغوی مونږ ته بلنه راکړې وه هغه رد کړو ،بل داچې د داسې کسان کمینټونه باید له خپلې لیکنې ډیلیټ کړو او دوی ته وخت ورنکړو چې نورو ته سپکاوی وکړي،اودریم دا چې داسې کسان باید پیدا اورسواکړو ترڅو نور زمونږ ځوانان له ټولنیزو رسنیو سره بلد او په ډاډه زړه خپل نظریات له نوروسره شریک کړي.
په درنښت
شریف الله شرافت