ولې ځينې کسان ( نه) نه شي ويلاى؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58346
مريم عمرزۍ
دخبریدو نیټه : 2014-01-19

 


هرانسان باید تر خپل وس اوتوان پورې د بل چا سره مرسته وکړي. اما هر څه یو بريد لري تر کومه بريده چې د چا توان رسي، په همغه اندازه باید د مرستې لپاره (هو) ووایي او مرسته وکړي.
اما موږ په ټولنه کی ځینې کسان لرو چې د (نه) ویلو توان نه لري او یا هم نه غواړي چې چاته (نه) ووایي، دا چاره ځینې عوامل لري:
یو دا چې، ښايي دا کسان نه غواړي په همغه لحظه کې څوک خپه کړي؛ که د هغه کار کول یې په وس کې هم نه وي، بیا هم (هو) وایي. خو دا کسان باید په همغه وخت کې چې د یو کار د کولو غوښتنه ځينې کیږي، خپله ستونزه ورته ووایي اوپه معقولو دلایلو هغه ته قناعت ورکړي. دا یې سمه لاره ده، چې نه ده ته ستونزه پیداکېږی او نه مقابل لوری ده ته هيلمن کېږي او د خپلې ستونزې د حل لپاره کومه بله لاره غوره کوي.
بل دلیل دا؛ هغه کسان چې (نه) نه وایي دوی غواړي په اجتماعي لحاظ ځان د خلکو په مقابل کې مطرح کړي؛ نو هېڅ چاته ( نه ) نه وايي. د هو په ویلو د خلکو پام ځان ته اړوي، خو دا کسان د ډېر کم وخت لپاره کېدای شي، د خلکو په منځ کې مطرح وي؛ ځکه که یو ځل د چا سره وعده وکړي اما پوره یې نه کړې؛ نو پر ده د خلکو باور له منځه ځي.
بل دا چې، ځینې کسان توان لري چې د یو چا سره مرسته وکړي؛ نو ځکه په اول کې چا ته (نه) نه وایي؛ خو کله چې متوجې شي ددغه ستونزې د حل لپاره دى له خپلو ورځنیو کارونو څخه ورسته پاتې کېږي؛ نو چا ته (نه) نه وایي؛ خو مرسته هم نه کوي. دا کسان باید په اول کې دا فکر وکړي چې آیا زه ددغه کار د کولو لپاره وخت لرم که نه، بیا دې وعده ورکړي.
بل دا چې، ځینې کسان بیا فکر کوي که چا ته (نه) ووایم نو دا به د هغه په مقابل کې یو ډول بې احترامي وي؛ ځکه (نه) نه وایي؛ خو یو څوک هيلمن کول او ژمنه ورکول بیا په خپله ژمنه وفا نه کول په حقیقت کې لويه بې احترامي ده. باید په اول کې په سمه توګه ورته ووایي؛ چې د دې کار د کولو توان نه لرم یا ډېر مصروف یم، نشم کولی، ترڅو هغه هم بله لار پیدا کړي.
بل دا چې، ځینې کسان شرمېږي؛ نو ځکه د چا په مقابل کې (نه) نه وایي؛ خو چا ته هو ویل بیا هغه کار نه کول لوى شرم دى.
ځینې کسان بیا د کورنیو اړيکو په خاطر چا ته (نه) نه شي ویلای. دوی فکر کوي، که ( نه ) ووایم دا به زموږ په اړيکو بد تاثېر وکړي؛ نو که ژمنه ورسره وکړي، خو هغه کار ونه کړي کیدای شي اړيکې يې خرابې شي.
ځینې کسان بیا ځکه (نه) نشې ویلای، چې د کوم کار غوښتنه چی ځينې کېږي، که د هغه کار کړل یې په وس کې نه وي، بیا هم فکر کوي چې د کوم بل چا په مرسته به دا کار وکړم، خو د هغه بل چا مرسته هم ډاډمنه نه وي او يا هم مرسته ورسره ونه کړي.
خو معقوله خبره داده چې هېڅ وخت د چا سره دداسې څه ژمنه ونه کړو چې توان یې نه لرو، که څوک د يو داسې کار د کولو غوښتنه رانه کوي چې د کولو توان يې نه لرو، نو باید خپل مشکل ورته ووایو چې ددغه کار د کولو توان نه لرم، ترڅو د خپلې هغه د خپلې ستونزې د حل لپاره بله لاره ومومي او ستاسې پر اړيکو هم مثبت اغېز وکړي. که د يو کار د کولو توان لرو، نو غوره ده چې ( هو ) ووايو، خو که يې د کولو توان نه لرو، نو تر ټولو غوره ځواب ( نه ) دى.