نه پوهیږم چې ځان له هغو ښکنځل مارو سره څنګه مخامخ کړم ، چې زما دي، زما د وجود برخي دي، زما غوښي دي، زما هډونه دي او په دردولو سره یې د درد څړیکي بېرته زما په وجود کې منډه وهي .
دغه ښکنځل ماران ښکنځلي ځوانمردي بولي، خو زما دستر وطن عیارانه اخلاق ښکنځل ناځواني بولي. دغه ښکنځل ماران زما چوپه خوله خپله فتحه بولي ،خو زما چوپتیا زما دحیا حکم او امر دی .
زه پر توطیه باور نه لرم ، زه دسیسه نه منم ، زما عقیده هغې هندارې ته ورته ده ،چې هر چاته په خپل شکل څرګنديږي او دصوفي عبدالرحمان په قول بې رویه او بې ریا ده .
زما دعقیدې څرګندونې بې پردې دي او بې پرې هم دي او دچا په پره او خوا نه یم ولاړ . څوموده وړاندي ما د خپل حقداره او آب داره مشر درانه جهاني صاحب نه د یوې تحقیقي او اکاډمیکي مقالې په مقابل کې را پورته شوو عکس العملونو په باره کې یاران د نن غم سړولو ته را وبلل .
له یوې خوا دپسرلي صاحب ویر وو چې ډهلي ته مو د درملنې لپاره استولو ، له بله پلوه دیوه بل مشر او سپین ږیري د آب اوعزت د سا تلو په لاره چاره باندي اخته وم .
یارانو ته مي بار بار په ټلیفوني تما سونو کې ځولۍ وغوړوله ،چې د جهاني صاحب لیکنه علمي ،تحقیقي او اکاډمیکه ده ، په اکاډمیک پرستېژ او اعتبار کې دې مشران وڅېړي ، که پرځای وي نو اعتراض ته دې هر کلی وو یل شي او په نوي ایډیشن کې دي بېرته دسوات نامې متنازع ځایونه اصلاح شي او که نه وي، نو هم دي جهاني صاحب ته مستند ځواب ورکړای شي .
او دغه ځواب دي د محترم همېش خلیل ، حبیب الله (رفیع) ، یا ګران مشر عبدالله (بختاني) له خوا ولیکل شي اودخوشال خان خټک د کلیات چاپوونکې او کاروباري څانګه دي پرځان دغه ربړه وګالي او له نوموړو مشرانو څخه دي دهغوی دعلمي او فرهنګي اکاډمیک وجاهت په خاطر غوښتنه وکړي، چې د محترم جهاني صاحب د خپرې شوې لیکنې ځواب ولیکي .
باالاخره لکه څنګه چې پورته مي وویل مجبور شوم په خپل نوبتي کالم کې د نن دغم په خوړلو کې د فیس بوکي جګړه مارانو، ښکنځل مارانو اوکوڅه ډبو فحش ګویانو توجه د ځان پر لور راواړوم ، چې له یوې خوا جهاني صاحب دوی له خولې ولویږي او له بله طرفه د ښکنځلو جهت زما پر لور رامات شي.
هماغسي وشول لکه څنکه چې ما یې غوښتنه کوله . د دانش دخپرندویې ټولنې مشر ګران اسدالله ساپي زه میدان ته را وغورځولم پرما یې تورونه پوري کړل ، تورونه تهمتونه شول او تهمتونه په ښکنځلو پسې واوښتل .
په ننګرهار ، لغمان ، کنړ ، قندهار ، او کابل کې یو شمېر ځوانان حاضر شول، چې تهمتونه ځواب کړي ، دښکنځلو ځواب په ښکنځلو باندي ورکړي ، خو تر اخره پوري یې چاته اجازه ورنکړه ، چې له ماڅخه د دفاع په نامه مقابل جهت ته ښکنځل وکړي .
یا خو هم د ادب او احترام له دایرې څخه وتلي الفاظ دقلم له څوکي وباسي . ماویل پریږده ، چې د دانش صاحب زړه یخ شي ،عقده یې تشه شي او دګل داد داد ګیر موقف یې حفظ شي .
حال داچې زه اسد جان پیژنم ، زه څه چې ټول یې پیژنو چې همدغه د دوکاندار نوم د ده لپاره دعزت نوم دی ، دحیا نوم دی ، د وقار نوم دی ، درنښت په کې دی او له عزت څخه ډک دی .
که د ده دکسب او کار نورې څانګې راوسپړو شاید ،چې ځیني خلک د دوکاندار نوم پرې ونه لوروي. اسد جان دکتابونو پرچاپ او خرڅلاو برسېره ، جعلي دیپلومونه ، دځمکي دمافیا لپاره جعلې قبالې ، جعلي تذکرې ، جعلي پاسپورتونه او جحعلي فورمونه هم چا پوي .
زما ادعا نه تور دی ، نه تهمت دی او نه یې دکومې کرکې نفرت او خصومت له زاویې څخه کوم . دده دپورته کارو بار په باره کې همدا اوس هم دافغانستان له څارګرې ادارې سره یوه دوسیه شته ، چې ټول ثبوتونه په کې دي ، په دې هکله به نغده سرچینه په لاس درکړم ، ورشﺉ د لغمان له پخواني والي او دملي امنیت له اوسني مطبوعاتي مامور لطف الله مشعل څخه پوښتنه وکړﺉ .
که مي په دې باره کې ۴۰۰ نغد شواهد میدان ته راونه ایستل، نو پرماهم د اسد دانش په څېره دیوه ښکنځل مار حکم وکړﺉ ، قلم به غورځار کړم او په ټول ژوند کې به یو لفظ هم ونه لیکم .
دافغانستان دملي امنیت ریاست نغد ګواه او شاهد دی . علاوه پر دې چې دفرېبکاري په باره کې یې څیړنې او ګرویږنې روانې دي ، دافغانستان امنیتي مقامات پرده باندي د پاکستان له لوري دیو شمېر استخباراتي کسانو د اړولو او را اړولو په باره کې هم داسي شکوک لري ، چې داسنادو پر بنست ولاړ دي .
زه د ده دشخصي مصروفیتونو په باره کې څه نه وایم ، دده شخصي باوقاره کارو بار هماغه دوکانداري ده ، خو د دوکاندارۍ تر څنګ دموسیقي دکنسرتونو حوړولو په کارو بار هم بوخت دی . هره اونۍ به یې کرن خان ، نعیم طوري ، سردار یوسف زی ، مسرت مهمند، نازیه اقبال ، او دپښتونخوا نور سندرغاړي را په مخه کړي وو . او سیده به یې دننګرهار په شاهي ماڼۍ ور دننه کول .
دنوموړو سندرغاړو او نڅاګرو دموسیقي ، سامان الات او دنڅا ګونګړوګان به یې په شا پوري تړلي وو .
ایا ما دیوه دوکاندا پرځای دنڅاګرو او سندرغاړو د حامل او لېږدونکي نوم ورکړی وای ؟
ما هیڅکله دافغان وطن د کلتوري حساسیتونو په خاطر داسي یو نوم د ده لپا ره مناسب نه باله ، که څه هم دموسیقي دکنسرتونو جوړول په معاصره نړۍ کې یو مدني کارو بار دی او شخصا زما داعتراض وړنه وي .
اسد جان ماته د خپل دسترخوان پیغور راکوي ، زموږ دوصلت کړۍ شهرت ننګیال ګواه او شاهد دی ،چې ما کله هم دده پر دسترخوان باندي لاس نه دي مینځلي ، پر شهرت ننګیال برسېره دي اسد جان خپل یو تن کاروباري ملګری شاهد تېر کړي چې ما د ده پر دسترخوان لاس منځلي دي زه به یې د پښتو پر نرخ د انکار پر ګناه باندي نغده ناغه ورکړم .
زه دزابل سلیمان خیل یم ، او زموږ په نرخ او څلي کې دا ډول ناغه لږ ترلږه لس زره افغانۍ کیږي ، نه پوهیږم د لغمان په قوال خېلو کې په ددغې ناغې بیه څومره وي ؟
اسد جان پر ماتور پوري کوي چې دنوښت مجله یې د مقاماتو په امکاناتو چا پوله ، خو دی دخپلو دوو مجلو چې بیه یې د نوښت مجلې تر چاپ پنځه چنده زیاته ده ، دچاپ لګښتونه دحضرت عثمان غني له بوخڅې څخه ورکوي .
عصمت قانع عیسی محمد نومیږي، عیسی محمد د زابل ولایت دسلېما نخېلو د اختر محمد زوی دی،چې اوس هم دپلار له یو نیم سل جریبه ځمکې څخه ۵۰ جریبه ځمکه میراث ورته پاتې ده . اسدجان دپلار یو زوی دی . ده ته د حاجي عبدالله کاکا له خوا څومره ځمکه په میراث پاتي ده چې داوسنۍ شتمني دمنبع او سرچېنې په توګه یې یاده کړي .
اسدجان خپله ټوله شتمني چې دجعلي اسنادو تذکرو ،پاسپورټونو جعلي کرنسي نوټونو او دځمکي دقبضې دمافیا لپاره دجعلي قبالو د چاپ له درکه یې سره را غونډه کړې ده ، یوازي دکتاب فروشي برکت بولي .
تر اسد جان پخوا حمدالله (صحاف) ، دننګرهارسوداګر خان دلوګر قاضي صاحب صبور چې د کابل کتاب فروشي مالک وو د کتاب پلورلو کارو بار درلود .
د دوی تر څنګ عبدالرحمان او په لسهاوو نور کتاب فروشان وو چې همدغه کلونه کارو باریې کاوه خو یو یې اوس دلسو زره ډالرو مالک نه دی اما اسد جان یوازي د یو لک او تیازرو ډالرو په ارزښت دحاتم طایي سخاوت مندانه کرکټر دی او یو لک او اتیازره ډالر یوازي په خیرات کې ورکوي دانور یې تاسو وګڼﺉ
پر دې برسېره دپنځو لکو ډالرو په بیه کمپلیکس جوړوي ، دننګرهار او کابل کورنه یې په شمېر کې نه راځي . ایار دادومره پانګه دکتاب خرڅولو له لارې تر لاسه کېدای شي ؟ هغه هم دپښتنو په ټولنه کې چې یو کتا ب دخدای په روی ، دقران په روی درسول په روی او د چار یار کبارو په روی په بیه نه رانیسي او نه یې اخلي . پر هر څه پیسې ورکوي خو پر کتا ب ېې نه ورکوي .
اسد جان کتاب چاپېدل خدمت بولي او په خپل دې خدمت باندي ویاړي ، البته په روپو چاپېدل.
که دا ډول کارو بار خدمت وي نو دلاهور دشرکت پریس مالک چوهدري زبیر تر اسد جان دپښتو ډېر کتابونه چاپ کړي .
ټول یې بېرته هغه چاته سپارلي دي ، چې پیسې یې ترې اخیستي دي ، یو کتاب یې هم ځان ته نه دی راګرزولی او نه یې چاته په خیرات کې ورکړی دی .
خو تا دلیکوال په پیسو چاپ کړي کتابو نه سل لیکوال ته ډالۍ کړي دي ، نور دي په خپل اعتراف خرڅ کړي دي اوچې پاتي شوي دي په هغو دي بیا خدمت او سخاوت کړی دی .
دادی خدمت، دادی د پښتو دخدمتګاري طریقت او دا دی هغه شخصیت چې ځان دعبدالباري جهاني په څېر دیوه ستر شاعر هم پله او همسنګ بولي .
وایې چې چرمښکۍ له مار سره غځېدله پر منځ دوه ځایه شوه .
اسد جانه! داستاد پسرلي دپتارۍ او به لا نه دي وچې شوې ، کله چې پر بالښت سر کېږدم او سوچ کوم نو د پسرلي صاحب خلا هیڅ نه ډکیږي ، خدازده داخلا به لس پیړۍ دوام کوي ، شل پېړۍ به دوام کوي ؟ که به زایت دوام کوي ؟
قدرت به بیا پر موږ څه وخت پسرلي لوروي او پر مو ږ به څه وخت محمد صدیق پسرلی پېرزو کوي . همدا ډول عبدالباري جهاني هم درواخله که سبا جهاني خدا مکړه نه وي څوک به یې ځای ډک کړي عصمت قانع که شلی محمد یار ؟
په کندهار ، زابل، هلمند ارزګان ، هرات ، فراه ، کابل ، کندهار ، کنړ ، ننګرهار ، مزار ، کندز ، پکتیا او پکتیکا کې داسي څوک درمعلو م دي چې دجهاني حای ډک کړي؟
لمن درته نیسم ، ځولۍ درته غوړوم، دمشرانو نوم چې په خوله اخلې ، نو خوله پاکه منځه .
پاتي شو عصمت قانع ، وده ته چې څومره ښکنځلي کوې کوه یې . څومره بد چې ورته وایې ورته وایه عصمت قانع به هیڅکله هم بیا ستا په باره کې کرښه ونه لیکي ځکه نور کارونه ورته ګوري .
ته ورته شرابي وایه ، ته ورته زنا کار وایه ، خو قانع درته وایي .
تو ګر هستي به پاکي شهره یې شهر
مرا رسوا وبدنام افریدند