دسیاګرد پېښه او دپردي پالو غبرګون

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58368
حقیق
دخبریدو نیټه : 2014-01-22

     

 هغه جګړه چې له دولسو کلونو راهیسې زموږ په هېواد کې د امریکې متحده ایالاتونو او ایتلافي ځواکونو له په اصطلاح تروریزم سره د جګړې په نامه پیل کړې او په لړ کې یې ډېر افغانان قرباني شول دادی اوس حساس پړاو ته رسېدلې ده ، اوس افغانان پوه شوي چې له بده مرغه دوی دیوې لوبې قربانی دي.
له لومړي سره ویل کېدل چې له ترهګری سره جګړه په افغانستان کې نشته او ایتلافي ځواکونه باید خپل هدف له سرحده اخوا ولټوي خو دغو ځواکونه دغه کار نه ترسره کاوه. دوی ته په کاروه چې خپل هدف یې هلته لټولی وای خپل پوځ یې هلته لیږلي وای او جګړه یې هلته کړې وای چېرته چې دستونزو اصلي سرچینه وه ، خو داسې ونه شول. دغو ځواکونو زموږ کورونه ړنګ کړل، زموږ ونې یې ووهلې ، زموږ هیوادوال یې بند ته واچول ، زموږ کورونه یې تلاښی کړل، زموږ ملکي کسان یې ووژل، زموږ لوې لارې یې رابندې کړې... دوی که له تروریزم سره مبارزه غوښتله نواصلي ځای یې له لومړي سرنه ښه ورته څرګند وو.
متاسفانه اوس هم دغه ځواکونه چې له یوې خو ا له افغانستان سره دامنيتي تړون دلاسلیک غوښتونکي دي له بلې خوا خپلو هغو کړنو ته چې په هغو کې عامو افغانانو ته زیان رسېږي او دافغان لوري له خوا دتړون دلاسلیک شرط بلل شوی هغو ته دوام ورکوي چې وروستۍ بیلګه یې دغوربند په دره کې عملیات دي چې په ترڅ کې یې زموږ یو شمېر بېګناه هیوادوال دهغوی په ډله کې ښځې او ماشومان په شهادت رسېدلي دي. امریکا ییان بیا وایې چې دوی دغه کار له افغان لوري سره په تفاهم ترسره کړی او په دې لړ کې افغان چارواکي له دغو عملیاتو بیخبري څرګندوي. خو دځینو رسنیو او یو شمېر کسانو وروستی غبرګونونه داسې جوتوي چې په ریښتیا هم په دغو کړنو کې لکه چې امریکا ییانو سره یو شمېر په نامه افغانان هم ملګري دي ځکه دغه رسنی او په نامه افغانان اوس هم دغه عملیات تاییدوي او دلیل یې هم دا راوړي چې دغه عملیات دطالبانو په ضد ترسره شوي او په هغو کورنو بمبار شوی چې هلته طالبان موجود وو.
ځینې رسنیو خو لا په هغه پلاوی پسې ډنډورې جوړې کړي چې ددولت له خوا دپېښې څېړلو لپاره لېږل شوی او په تېره بیا دملی شورا غړی ښاغلی خواصی باندې یو شمېر کړۍ تور لګوي چې نوموړي په طالبانو اوددوی په پلویانو پورې تړلی کس دی ، په داسې حال کې چې په هغه پلاوي کې چې ددولت له خوا په دې اړوند ټاکل شوی ؤ په هغه کې دښاغلی خواصي په ګډون چې خپله دغوربند دخلکو استازی هم دی دملی دفاع وزارت ، کورنیو چارووزارت ، ملي امنیت لوی ریاست ، دچارو ادارې دمحلي ارګانونو استازي هم په پلاوی کې موجود وو خو تبلیغات یواځې په ښاغلی خواصي پسې کېږي چې دپېښې سیمې ته په کتو سره ډېر دردېدلی دی.
دغه رسنۍ چې له بده مرغه یې دافغانستان په روانو پېښو کې اکثر دافغانانو نه بلکې دبهرنیانو پلوی یې کړې او دلیل یې هم دادی چې تمویل یې دهغو له لوري صورت نیولی خو هغه خپل افغانی هویت یې هم متاسفانه دپیسو لپاره ترپښو لاندی کړی چې دافغانستان دخاورې او دافغانانو دتاریخي قربانیو له کبله ورته حاصل شوی دی.
دغوربند دسیاګرد له پېښو هیڅوک هم نشی منکریدلای ځکه تصویری رپوټونه یې موجود دي او داچې ځینې دا دلیل وړاندې کوي چې په دغو کورنو کې طالبان وو نو دوی ته باید وویل شي چې کله هم زموږ ددغو بیګناهو هیوادوالو بیرحمانه وژل داچې هلته طالبان موجود وو توجیه کېدلای نشي او که څوک وایی چې هلته طالبان دي نو باید چې ښځې ماشومان او بیګناه کسان دې ووژل شي نو بیا دې دولت او بهرنیان اوهم خپله دغه اردلیان دې توپ او ټانګ او الوتکې واخلی او هرځای او سیمه کې چې طالبان دي هلته دې عام خلک ختم کړي او یا دې هم ایتلافي ځواکونو نه هغه اتومي بمبونه او ډلیزو د وژنو وسلې چې ورسره دې وکاروي ترڅو دتروریزم او طالبانو له شره بیخی خلاص شي حال داچې دا توجیه هیڅکله هم سمه نه ده . او دا د ټولوبشری او دینی قوانینو خلاف عمل دی.
اسلام خو حکم کوي که څوک یو کس بیګناه ووژنی لکه ټول بشریت یې چې وژلی وي بیا دغه د بیګناه کسانو دوژنو توجیه کوونکی نه پوهیږو په کوم دلیل سره هم ځان ته دمسلمان خطاب ورکوي او هم د غوربند دبیګناه کسانو وژنه او امریکایی بمباري توجیه کوي.
هغه رسنۍ او افغانان چې په باخبره یا بیخبره توګه یې دخپل ملت په وړاندې غږ اوچت کړی او دخپل بیګناه هیوادوالو په وژلو نه غمجن کېږي او هغه بې مورده توجیه کوي باید چې په خپل دې ناوړه عمل له سره غور وکړي په هغه دې پښېمانه شي او له خپل ولس نه دې معذرت وغواړي که نه هم به دولس او هم به دخدای په لعنت اخته شي.
هغه پلاوی چې په دې اړوند مؤظف شوی وو کله یې هم نه دي ویلي چې ولې دلته طالبان وژل شوي بلکه هغوی یواځې دخپلو ملکی هېوادوالو د وژنې رپوټ وړاندې کړی او هغه څه چې سرته رسېدلی هغه یې جوت کړي او نه هم پخوا تردې په دولتي لوري کې چا ویلي چې افغان مخالفین ولې په جګړه کې وژل کېږي ځکه هره ورځ رسنۍ ددولت دمخالفینو دوژل کېدو او نیول کېدو خبرونه خپروي خوڅوک سر پر نه خوږوي . دسیاګرد پېښه یا نورې دې ته ورته پېښې جلادی هغو کسانو چې د دې پېښو دقربانیانو انځورونه او فیلمونه یې لیدلی په تېره بیا دسیاګرد دپېښې دهغې شهېدې جسد چې دمخ نیمایی برخه او ژامه یی دراکټ په واسطه له مېنځه تللې نو وار وار دتصویرونو دلیدو زغم یې نه دی کړی او ان چې ډېر سخت زړی انسان پرې زورېږي . که چېرې همدغه ډول کړنه له امریکا ییانو سره شوی شوی وای څه به یې کړي وای؟
 امریکا ییانو یواځې دسپتمبر پر یولسمه پېښه داسې غبرګون وښود چې دادی دولس کاله کېږي خو ددوی دغچ اور لا نه دی مړشوی په هغه پېښه کې به درې زره امریکا ییان وژل شوي وو خو سلګونه زره بیګناه انسانان په افغانستان او عراق کې ددوی ددې غچ په اور کې وسوځېدل . که له امریکا ییانو سره دسیاګرد غوندې عمل شوی وای یا دهغو کسانوله خپلوانو سره چې دسیاګرد په شهیدانو یې زړه نه سوځي او هغه توجیه کوي همداسې عمل شوی وای ددوی غبرګون به څه وو؟