« دتیر په دوام - دوهمه برخه»
دریم :دافغان هیواد دکورنی حالت( دملی اردو،ولس مشریزی ټاکنی اودننی قدرت دحلقی مطرح واکدارانو )په هکله لڼد خبری :
ب-دولسمشریزی اوولایتی شوراګانو په اړه بیادافغان ولس اندیشنه:
څرنګه چی په پورتنی لومړی اودوهمه برخو په بحثونوکی پر جاری اوضاعواولاملونه یی او په ځانګړی ټوګه دامنیتی ټرون او دافغان لوری دمسلحو قوتونو په اړهلنډړنا اچول شویده چی که اردو، پولیس اواستخباراتی ادارو واقعا ملی دی اودانتقال پروسی هم ترسره شوی، نوبهرنی قوتونوته څه ضرورت احساس کیږی اودوی په نهو ولایتونوکی څه کوی ،یادبهرنی اتباعودمحاکمی په اړه کی دا یوعادلانه منطقی په ملی او نړیوال کچه مڼل شوی اصول دی چی په دعاوی مدعی تابع دمدعی علیه محل دسکونت ګرځی اوپه جنایی پیښوکی کوم ځای جرم اوجنایت واقع شویدی (په محل دواقعه) تابع ګرځی۰ دا متنناقضی خبری دی چه په ګوټه کوی چی ترکاسی نیم کاسی بټ دی ۰
نو پردی بڼست بیاویلای شوچی ننی موجوده بهیرزیاتره ستونزواوبدمرغیودیوداخلی اړخ ته متوجه کیزی چی هغه تور یا ناښایست کادری سیستم ،دناسالمی رهبری او منجمنت اوبی خبری بی تفاوتی سرچینه اخیستی سرچی له کلونوراهسی په هیواد کی رواج موندلی اونتیجه دبی وخته اوترفشار لاندی دشاهی دوری ناښایست تقلیدی دموکراسی اولامحدوده آزادیو ترنامه چی زمونږ غوند ی ولسونواوهیوادونو لپاره چی دبی سوادی او اقتصادی فقرسره اوبرسیره پردی له استعماری اومحیل لری اونږدی دښمنانو سره لاس اوګریوان وی دخطرناکه ځان وژنی اوزهر حیثیت لری ،مونږ ژوندی شاهدان یوچی هغه ځای ته ورسیده ،چی داردوځینی مقتدراوبرحال جنرالان ،دکابینی وزیران ا ولوړ پوری ملکی اراکین یا خپلی یاهم بچیان اوخپلوان یی ددولتی قدرت په ناوړی استفادی اوحمایی ترسیوری لاندی دپردیولپاره خدمت اوجاسوسی کوله ، دکفراو الحاد اوهیوادکی دهله ګله اوانارشی راوستولواو رواجولوکی په علنی ټوګه بوخټ شول، پایل یی مونږولیدوچی دښوونځیوڅوپردی پال تنبل ، بی لاره اوګمراه هلکان چه د مستعجل کورسونوله طریق نه اردوته لارموندلی وو ،هغه اردوخولا څه کوی چی داسی تارومارکړی شول چی نښی او نښانی پاټی نشول اودا څلویښت کاله کیږی چی دهماغه اردواوباشان دیوشمیر نوروکمراهانو، بالهوسانواوفرصت طلبو او تجزیه غوښتونکوپه ملګرټوب دافغان ولس اوهیواد دسرنوشت په لوبی کولوسره خلک اوهیوادتباه اوبرباد اودشرمونکی بدنامو صفتونو سره مخامخ کړی اودغه وضع دلا دوام لپاره هڅی لری۰
په یقین سره چی دعواقبوپرته له نظرنیولو اوسنجش په خوله او په تیوری کی هرشی ښه ښکاری ، مخصوصا په لفظی اولیکلی ادبی سینګاراو احساس پارونکی کلمو سره (پر زرق وبرق )چی مل وی اومخاطبو ته وړاندی شی ، دلنډمهالو موخو لپاره ممکن تر یو حده پوری تاثیر وکړی اوظاهری پرمخټګ وشی ، مګر اساسی نتایج یی (ګټی اوضرریی )په اوږد مهاله بربند او څرګندیږی اودوخت په تیریدونه هر شی په صفر سره تقرب کوی ۰دایو نوی تجربه اوژوندی مثال دی چی افغانان دامریکایی مغرورشوی واکدارانواو اندیوالان یی دتیرودولس کال په خپل خاوره اوعراق کی زده کړیدی او اړتیا ده نړیوال ټولنی هم ورنه زده کړی۰
اوس چی غوښتل کیړی په جنګ ځپلی افغانستان او ولس باندی دبن هماغه ایښودل شوی بی بنیاده کوږ تادودلوبی بل پړاو ،دامنیتی ټړون اوولسمشریزی ټولټاکنی ترنوم یوځل بیادانصاف اوعدالت نه لری پرخلکو تحمیل شی ، دافغان ولس اوهیوادلپاره بی ګتی ناښایست یوتفکر اوعمل ګڼل ګیږی۰افغانان پدی تردید نلری ،که د یوملت لپاره چی پرته له ډوکه ،چل او زور وی هغه مهال یقینا چی ټولټاکنه ډیرمهم اوداهمیت وړګرځی ، ځکه چی ټولنی یا ملتونه رښتنی اوایثارګروخذمتګارانو ته اړتیالری او پځپله ښه کولای ش پیژندل شوی نیکنام چی پرتوانمندی او ښایست ټوب یی داده وی دخپل له مینځه نوماند کړی۰ ځکه چی ټولنی یاملتونه دآزادی هوساینی اوآبادی ، او نړیوال ټولنی سره دښه اوپراحترام ولاړ اړیکی غوښتونکی دی اوددی لپاره هڅی کوی چی خپل روا انسانی طبعی حقوقواوغوښتنوپه لیاره دقربانیو تر پوله پرمخټګ ولری ۰
سره لدی چی په تیروڅلویښت کال دافغانانو دټول عقیدتی باور ،ملی او تا ریخی ارزښتونوسره لوبی شوی اوکیږی ، اوهر څه دپردیودتحمیلی او وارد شوی نظام ، سیستم ،فرهنګ اوکلتور نه ځارشوی ،خو افغانان پدی کلک باوردی ،کوم شی چه د ملت اونوماندو په مینځ داهمیت وړسرحد ټاکی هغه درښتینی اوصادقانه نږدیوالی اویو پر بل دباورخوند دی اودباور خوندپه دی کی نغښتی دی چی دخذمت ګارنوماند او ټولنی یاملت په مینځ کی مستقیما رابطه اوپوهاوی وجود ولری ترڅودا امکان میسر شی چی رای ورکوونکوپه رښتیا ډاډه اوبارمندوی چی دشه اوبهترو وګړو له مینځه بهترین یی په رضا او خوښی وټاکی ۰که واقعاداسی یو فضا موجود اومیسسر وی ،په زغرده ویلای شو چی داهغه مهال دی چی مینه ، یوالی اوهمغږی ،ملاتړ، عدالت ،پیر زوینه اونورو افغانی او اسلامی ممیزات او صفتونه،دکرکی تعصبونه ، نفاق اولریوالی پرځای کینی، ولس اوهیوادهم زرهوسااوودان اودغلیمانو سټرګوهم ړوندکیږی۰ البته پرعکس صورت کی دواړوخواته نه یوازی خوند نلری ،بلکه رنځ او عذاب هم زیاتیږی ،ځکه چی نوماندپه ظالم اوبی انصاف حاکم ځواک ،او ټولنه دمحکوم ،مظلوم ،ابزار اووسیلی په حیث بدلیږی۰ او لاذلت اوبدمرغیو ته مخامخ کیږ ی چی نور سرپورته کولای نشی ۰
هماغسی چی درسنیو، او لفظی شخړواودوګړو د راشه درشه له لیاری نه په څرګندټوګه لیدل او اوریدل کیږی خصوصاد امریکایی واکدارانو له ویراوتهدید سره مل ناوړی چلنډ او په ځانګړی ټوګه دامریکا ددفاع پخوانی وزیر( رابرت کیتس) دلیکلی کتاب دمحتویاتو پر بڼست نوردامریکاییانواوملکرویی په شمول اوهمداسی دشمال ټلوالی لپاره دجناب کرزی ټاکل او ورکړی شوی (دلوبغاړو سرمشریزه ) ډنده د۲۰۰۹ کال راهسی خاتمه مونډلی دی ۰
خودا تراوسه څرګنډ شوی نده ،چه کزری صاحب څنګه او په کومی دلیل اوقوت په اساس سپین سټرګی وښودله او ځان ټینګ کړیدی اوتښ په نامه څوکی ساتلی داچی په رښتیاملت ته مخ کړی یا دامریکایی دموکراتانواوجمهوری غوښتونکو«نوی محافظه کارانو» دلوبو دسیالیوپه ډګرلیارورنه ورک شوی ،هماغسی چی مخکی هم ذکرشوی چی نړیوال ایتلاف او ناتونه دپاک موخو سره اونه دحسن نیت اودوستی له لیاری نه راغلی دی،بلکی هر شی پټ او بغیر له ظاهری بهیرو څخه دی، ناوړی موخو او پټ پلانونه داستتار په هالی یاجامی پر مخ بیول کیږی ،
کرزی صاحب هم دخپل عادت په اساس ثابت قدم او دکلک ارادی او قاطع تصمیم نیولونه لری اوبیګانه ښکاری۰ځکه چی :(ځوی دنوح له بدانوسره مل شو××کورنی صفت یی ورک دی وځپل شو) ۰بناء لدی نه مخ ته نه ځواو پریږدوراوتلونکوته چی زمان څپله محک دی ،دوخت په تیردو سره هر شی روښانه کیږی ، هر تیاره پای لری۰
امریکاییان اوانګلیسان هم وارخطا اوځان بایللی دی چه داڅنګه شو؟ هم هم پیسی لاړو ، هم وخت له لاسه ووتل ، بیچاره اسامه هم له مینځه لاړ،بیا بل اسامه جوړول او روزل هم چندان چانس اوګټی نلری ،په عراق کی هم شرمونکی اومفتضح ماټی ،اودلته افغانستان کی هم هرشی نیمګړی پاتی شول ، بلخوادامریکی دولس فشار او حساب غوښتنی ، ددموکراتانواو جمهوری غوښتوونکو په مینځ شخړی او یو پر بل باندی نیوکی شاهدی ورکول اوپه سروهل د اټول هغه لاملونه دی چی په مجموعی ټوګه یوبل ته لاس ورکړی اوامریکایی واکداران اواندیوالان یی دی ته اړکړیدی چی ځان ژوندی وکاږی ، خپلووسلواومهماتوته دانتقال په نوم وباسی اوله بل لیاری اوموخوپه سیمه کی وپلوری اودهمداسی شرایط رامینځته کولومرسته او ورنه استفاده وکړی ،ترڅوکه کوم چانس برابرشی چی په نویمه لسیزه ظالمانه ترتیب شوی پلان (په سیمی اوځانګړی ټوګه دظالم ملعون دیورند پالیسی اومنحوسه کرښی په دوام په افغانستان کی دجغرافیایی نقشی تغییرراوستل دوهمه یا ( B) پړاو پرمخ بیولواو پلی کولولپاره یو بل پیرودل او روزل شوی معامله ګرغلام وټاکی )۰
زمونږ ګران ولس چی له څلویښت کاله راهسی دسوراوتورنړیوال استعماری زبرځواکونودتیری په وجه محکوم او مظلوم او په ګرواخستل شوی اودظالم زورواکانوپه قبضه کی لویدلی په نږدی راتلونکو کی د غوړونکی ټولټاکنی په نوم یوځل بیا مخامخ دی ۰اندیښنه په دی کی زیاتیږی چی هماغه پخوانی لوبغاړودبن دترتیب شوی سناریو پر بڼست او دوام لوبه پرمخ بیایی.تر څودهماغه حاکم زوروکواک نوماندانوله ډلی نه یوبل منفورلوبغاړی دغربی تحمیل شوی دموکراسۍ بله غوړونکی رنګین او ننګین جامې واغوندي.
نوکومی ډندوری او کمپاین چی دولسمشریزټولټا کڼو اوامنیتی ټړون داهمیت په باره کی چی په لیاراچول شویدی دا ټول ددی لپاره دی چی دنوماندانو ،دپخوانی او دولس کلن کړیویی اصلی بڼه اوڅیری پټ پاټی شی،جار وهل کیږی چی انتخابات باید چی رڼی او سرتاسری وی ۰دنوماندوپه باره کی ویلای شو چی مرګبار سکوت دی ، دهیڅ څوک دخولی نه وځی دنوماندو پر سوابق باید رڼا واچول شی کوم یو دنیک ښایسته صفتونه خاوند دی ،کله کله چی له کوم ستونی نه نیوکی او اعتراضی غږ وځی هغه یا خفه شی یاهم دافرازشوی ډلی دپلان شوی غوغا په مینځ کی ورک کیږی۰ ولی دنوماندانو پرسوابق اوکرکترونه یی خبری اوتبصری نه کیږی ۰ دولس له نظره ددغه نوماندانوپه موجودیت ټولټاکنی مردود اومنتفی ګنل کیږی ۰
بل پوښتنی رامینځ ته کیږی چی څرنګه دا امکان لری چی دا کار عملی شی ؟؟ که مونږ خپل عقل او سټرګی دګود آیدیا او خرشوویلو دسیوری اوتاثیر نه لری اوخلاص کړو اودیو سچه افغان په صفت پخپل هیواداو ولس په حال اواحوال کی نظر وکړو په دی کي هیڅ شک نه شته چی په هیواد کی دتقریبی ټوګه د پنځه اتیا سلنه ناامنی او نارضایتی په وجه ، اوله بلی خواد پنجابیانو اوایرانیومحیل آخوندانو له خوا په پښتنوسیموکی هله ګله او ګډوډی رامینخته کول اودلویانو او قومی مشرانووژنه ،د بل طرفه متعصبو کړیو ملیشاوی هم پدی خوشحال دی ، لمن وهی ،د مخالفو وسله والو ډله په نوم د پښتنو په سیموکی بریدونه کوي تر څو ټولټاکنو کی ګډون ونکړی. په دی صورت او شرایطو دا څرنګه امکان لری چی په ټول هیواد کی سراسری اورڼی ټولټاکنی تر سره شی؟؟
همداسی امریکااواندیوالان یی په دی تیرودولس کال نه یوازی ونتوانید چی خپل دوستی ثابت کړی اودافغانانورضایت او باور ترلاسه کړی ۰بلکی کوم نسبی حس نظراوخوش باوری چی ددوی په مورد افغانانن درلود هغه هم په کرکه او عقدی بدل شوی، خکه چی دلاتباهی اومصیبونو زیږول او دافغانا نو په نفاق اچول او وجنګول په وجه زیات نفرت اوکینی دراپارولو لامل ګر خیدلی ۰
لهذا دامنیتی ټړون امضاکول یو بیځایه غوښتنی دی اوپه نننی حاضر شرایط اوموجودواکداران اوقدرت طلبان په شته والی سره نه یوازی زمونږ په ګټی اومصلحت نه تمامیږی ،بلکه پر شا یی ډیر خطرونه لیدل کیږی چی بیا افغان ولس ځواب غواړی چی: ( تو بیرون درچه کردی ؟؟؟ که درون در ، درآیی ؟؟؟)۰
داچی له کلموسره لوبی کیږی په یقین سره چی هم افغان ولس ته او هم پردیو غلیمانو او کورنی وطن پلورونکوته ډیرداهمیت اوتشویش وړدی ۰نوپرته له شکه ویلای شو چی کیدای شی ددی څوکی د غصبولو په لیارکي یووخل ببادهررازنویوبڼواو چلونو څخه کار واخیستل شی.ځکه چی اصلی طرف چی ملت دی هماغسی چی په تیر څلویښت کاله او په ځانګړی ټوګه دتیرو څه دپاځه دوروستی دولس کاله دومره ځپل شوی او بی وسه کړځول شویدی ۰ غوره مثال دولسمشریزی په تیرو ټولټاکنوکی درای صندوقونه زیادتره دبوت ،چپلک او کاغذ ونه له نفرت او کرکی ډک شوی وو،په خواشینی سره دکورنی اوببهرنی ناظرانو اوډله ایزواطلاعاتی وسایلو نه تر ننه پوری پری څادر واچول اومرګونی سکوت وشو،اوس بیا هم بی ساری هڅی روانی دی چی درسنه ایزوغوغا په درشل او دپیسو، ټوپک او بل ډول ډول فشارونواوتهدید ونو په وسیله پرمصیبت ځپلی ولس باندی بیاسلطه ټینګ شی ۰
همدااوس هم په حکومت کی اوهم په اصطلاح په سیاسي اپوزېشن کی داسې وګړی ځای پرځای شویدی او قدرت په لاس کی لری چې په ډېرټیته بیه ځان پلورنې او بربادیوته تیاردی ۰ټولوته روښانه ده چی دطالبانوپه اداره کې یوازی ږیره ورخلک دطالب اوملاترنوم اونوروچی په پښتوکښی غږیده په واک کی وو ۰ دملت دیووالی دښمنان دیته قومی بڼه ورکړه ، حال دا چی پښتانه په حاکمیت کی هم پخواد اوس په شان محروم اومحکوم وو،مګراوس دطالبانواوالقاعده په نوم کفاره یی دلراوبرپښتانه ورکوی مونږ په سټرګو ګوروچی موجوده اداره کې هم پښتانه ترهرچازیات محکوم دي ۰( زه«لیکوال» هماغه مهال د۱۹۹۶ م کال دجنوری په ۲۲ نیټه دیو تحلیلی مقالی په ترڅ کی د(اکثریت خاموش افغان مطرح میکند)ترعنوان لاندی چی دخپلواکی وړمی مجلی شپږم کال د۱۳۷۶ لمریزکال دمرغومی اوسلواغی دمیاشتی په ۵۵ –۵۶ ګڼه کی په دولسسم مخکی خپور شوی ) پر طالبانوباندی په ځانګړی ټوګه غږوکړچی دتاسو دوعدی سرسم دولس اوهیواددراتلونکوسرنوشت ټاکلوحق بایدخپله ملت ته انتقال شی ۰ سره لدی چی بحث اوږدیږی ۰ بی ګټه به نوی که هماغه پراګراف دلته رانقل کړم ځکه چی دطالبانوهمدا لویه اشتباه اودکړنلاری نه انحراف لامل وګرخیدچی دامریکا اوماټ خووړلی انګلیسانو، روسانواونورومقهورودښمنانودتجاوز اوتښتیدلی منفوراومردود ډلوټپلو دبیرته راټګ سبب شول:
(۰۰۰واماپیرامون طالبان که آنهانیز از انظارواذهان بدور نبوده ودرنقطه مقابل تنظیم ها وګروپ ها قراردارند،ګرچه هرګونه قضاوت واظهارنظردرموردشان قبل از وقت به نظر میرسد، ولی لازم است شعارها وتعهد آنهارابا انجام داده هایشان تا جاییکه ممکن است بطور اجمال ازنظر ګذراند وشمرد ۰
این تحریک نوظهور که متشکل ازشاګردان مدارس دینی ، علمای مدارس ومساجدوبعضا محاهدین دوره جهاد افغانستان خوانده شده اند، تا کدام حکومت وخط مشی روشن سیاسی را اعلام نکرده اند، درفن اادداره ومنجمنت ووممهارت های تخصصی عرصه های مختلف وبطورکل ددر ررششته دولتمداری از تجربهه وسابقه مشهور نیستند ، ازلحاظ اقتصادی نیز کم توان بودهه ، از کمکهاوهمکاریهای مجامع بین المللی نننییز تاهنوز بهره ای نداشته ، در موقعیت جنګی واضطرازی قرار دارند ۰ ولی چطوریکه مشاهده میشود طی مدت ککمتر ازدوسال بااندک ترین تلفات وخسارات (البته درمقایسه با قوای اشغالګر شوروی ومزدورانش وهمچنان باجنګ های نیابتی تنظیمی)حدودبیش از نودوپنج فیصد از خاک کشوررا به شمول پایتخت از وجود خودکامګی وشرملوک الطوایفی نجات داده وتصفیه کرده اند۰اسلحه راجمع آوری ، صیانت جان ، مال ،ناموس مردم ودارایی های عامه راتامین، شاهراه ها ومعابرعمومی را بازنګهداشته ، مردم مناطق تتحت نفوذ را از اضطراب ،چوروچپاول وتجاوز مصوون نګه کرده اند، امر بس مهم ومتمایزازخصوصیت تنظیمی هااینکه خودرا درحلقه وبستر تنګ کرسی ومقام پرستی وزراندوزی پابندومحصورندانسته ونچسپانیده اند، در پیش برد وظایف وعهده هایشان ترکیب ملی نیز به روشنی بنظر میرسد۰
(( ولی قابل ملاحظه وذکراست که امورمملکت وتوقع ملی به این خلاصه نشده، اکثریت خاموش ملت افغان درهرکجا که هستند باشکم ګرسنه، تن برهنه وهستی بربادرفته به داوری نشسته ، ګذشته هارا درذهن میآورند،رخدادها وتلاش های جاری رامی بینندوتعقیب کرده می خواهند بګویند وبفهمانند که:ګذشته ها مایه پند وعبرت است ، بایدازان درس ګرفت ونیکو ودقیق آموخت)۰
دا وو طالبانوته په هغه مهال دیو سچه افغان په حیث تروسه پوری مشوری اوخبرداری ۰ که زده کړی وای مونږ چرته دانننی حالت چیرته بیچاره مهاجر شاعرپبه غربت کی خپل دزړه سوزاودردنه چیغی وهی:
یاد ایامی که غربت در خیال ما نبود××× کشورآزاد ما بازیچه دنیا نبود
بیش وکم با غم وشادی خود میساختیم××× دامن رسوایی مااین قدربالانبود
په رښتیا چی هم په داخل کي دولس پرمخ اوهم په نړی کی لمن په سر شوی یو، مګر یوشمیردی چی بیاهم په سینګاراوفلمی پوزونواواکتونوسره چی ته وایی میږی ترپښویی لاندی آزار ندی لیدلی ځان سمبال دکمروپه مخ روانی حالت ته لاسته راوړنه تعریف اوتینګارکوی چه بایدوساتل شی ۰
په لیدوښکاره ښه غوړ×× مینځ یی ډک دی له ککړه
له ورایه بریښی په څړونکی ××له نږدی لیوه خوړونکی
په هرصورت خبری ډیراوږده نه کووداقبال لاهوری په قول:خداوندملتی را سروری داد --- که تقدیرش بدست خویش بنوشت – به آنملتی سروکاری ندارد—که دهقانش برای دیګران کشت ۰یوزیات شمیرزورواکان اود بهرنی استخباراتی ایجنتان مټی رانغاړی چی د وزلوبی په ډګرکښی داقتدار څوکی بباخپله کړی اونور هم رسوایی او بی عزتی وګټی۰
په رښتیا چی هم په داخل کي دولس پرمخ اوهم په نړی کی لمن په سر شوی یوچه لعنتی شاه شجاع اوسقوخوی مشهوره غله مخونو مینځل شوی شکاری ، همدااوس یوشمیردی چی بیاهم په سینګاراوفلمی پوزونواواکتونوسره سمبال دکمروپه مخ روانی حالت لاسته راوړنه تعریف اوتینګارکوی چه بایدوساتل شی ۰په هرصورت خبری ډیراوږده نه کوو، یوزیات شمیرزورواکان اود بهرنی استخباراتی ایجنتان مټی رانغاړی چی د وزلوبی په ډګرکښی داقتدار څوکی بباخپله کړی اونورهم ولس اوهیوادته لارسوایی او بی عزتی وګټی۰
همدا ډول دامسله باید چی ولس ته خصوصا هغه رای ورکونکوته په همدی مهال برسیره شی چی بس دی ډیری خوشباری! ،ویښ شی له خوب وخیال نه راپاڅی ، که چیری خدای مکړه نا اهله نوماند وته د ناوړه تبلیغ له امله بیا رایی ورکړي .په هغه صورت کی به هیواد د ستری فاجعی سره مخامخ شی. داسې فاجعه چی هیواد به د ګواښ سره مخامخ کړي.
دا یو ټکی باید په زغرده وویل شی چی د هزاره ، ازبک اوتاجک توکمونه چی ځینو زورواکان د هغوی رایی خپلی او ځانونه د هغوی د ملاتړ څخه برخمن ګڼي په ناسمی بدو رد ویلو، تر ټولو زیات د منفی اوملی ګټی ضدبدلون غوښتونکی دي.
دا ځکه چی نوموړو زورواکانو خپله افرازات اوامکاناتوسره یی ناست دی دټوپک پرته په ډله ایز رسنیو اونوروهرشی د یهودانوغونډی انحصار لګولی ،ددی پرځای چی په تیرو کړیونه اظهارندامت وکړی اودملت په مخ په ګونډوشی اوخپل اعتذار وړاندی کړی ،یو ارزښناک خبری وکړی او یا یو افغانی فکراوعملی پلان پرمخ کړی چه څنګه کولای شو دا ددښمن له خوا کرل شوی تخمونه نفاق ،بدګومانی منفی ذهنیتونو په روښانولو سره له منځه یووسو ،خیر دی چی مونږ وږی اوټتږی پاټی شو۰
دمردانو کارله نفس سره جنګ دی ×× نه زنانوغوڼډی له نقش ونګینه
بانان جوین خویش حقا که به است ××کالوده به پالوده هرکس بودن
اوددی پرځای چی فکراوهڅی وکړی چی څرنګه لیار او امکانات برابرشی چی مونږ خپله وکولای شو بیا په ګده سره یوبل ته لاس ورکړو اوخپل خلکو آرام اوهیواد ودان کړو دنړیال دپرمخټګ کاروان سره پرته له ناښایست تقلیدو اوکاپی کاریو دخپل دعالی فکرونواو صفتونو په مټ ځان ورسوو اوسیالی وکړو۰مګر په خواشینی سره چی برخلاف دبی قیده دموکراسیو تر سیوری بی مسوولیته غټی غټی خبر ی کوی دپردیو په لمسون او پیسی پره او جنبه جوړوی ،پروګړواو قومونو بی پړه نیوکی ،توهین اوتحقیر کوی بداورد وایی ، مګرخپله دخپل نفووذ لاندی ولسونو څخه هرډول د بیان او سیاسی ازادی سلب کړی اواخیستی دی دټوپک او دولتی زور څخه په استفادی سره یی ددی خلکو ژوند ډیر تریخ کړی دی.
«۱»).
دغه وضعیت دافغانستان ولس او راتلونکی یو ملی اداره اوزعمامت ته د بی شمیری کړاونواوستونزوسره مخامخ کړيدی،زموږدښمن ګاونډیان له یوې خوا اوپه دننه کی په موجوده اداره کی په اجراییه، مقننه او قضاییه رکنونوکی ګن شمیرپردی پالي ایجنتان اواجیرانولپاره دهمدغوپردیو په مټ اوملاتړځاله اومورچل جوړه شوی چی وکولای شی په اسانۍسره،له دې حالته دخپل پخوانی جرمونواوجنایاتودپټولو اوپاکولوپه ګټی اوموخوواک ته دوام ورکړی اودافغان غمیزې لپاره ګټه پورته کړی۰
وېره اواندیښنه په دی کی زیاتیږی چی دراتلونکی تاکنی ،نوی اداری اوافغان ولس اوهیواد مقدراتو سره دراتلونکوڅلورکال لپاره بیا څرنګه لوبی او معاملی کیږی ؟ ددغو نوماندواوحاکمی هوا او فضا سره هرډول هیلی لری ښکاری اوتری طمع کیدای نشی ، ځکه چی (همان آش است وهمان کاسه ) ۰پرته له اهانت اوحقارت نه دټولوشخصیتونواحترام پرخپل ځای کی وی ، مګر افغان ملت یوخل بیا دکلک پرخاش اوجګومعترضی خببرواوغږو په ترڅ کی غوښتونکی دی چی دملی مقدراتواودهیوادپه اړه نور باییداغماض نشی با ید وضاحت ورکړشی اوجدی اندیښنی څرګند شی ،چی نه دریاست جمهوری نوماندواونه مرستیالانوپه ډله کی داسی څوک لیدل کیږی چی دیومعقول او نجات بخښوونکی عملی پلان اوتګلاری اودډاډ وړ ژمنی،سچه نیک اوروښانه سابقه سمبال وی اوملی صبغه ولری چی ملت پری راټول اوباورکولای شی او ورنه ملاټړوکړی ؟۰
ص ۵
پدی کی شک نشته چی افغان هروګړی باسواد او بی سوا د پدی پوهیدلی چی افغانانو باندی هیچ بهرنی زیرځواک بریالی شوی ندی اونه دومره داندیښنی وړګڼی ځګه چی مسلمان ولس دحق په لیاره شهادت سره ډیره مینه لری ،دخپل مال اولاداووینی تیریږی ترڅوخپل خلک ،ملی نوامیس اوهیوادته نجات ورکړی ۰کوم شی زیات جنجالونو اودوامداربدمرغیولامل ګرځیده اوګرځی کورنی ګیدړان دی چی وینی څکونکولیوانو سره مل اواندیوال اوپش قراول کیږی اودملت وینی اوغوښی اودهیوادپرهدوکومیلی اومزی چرچی کوی ، چی دی حالته خاتمه ورکول دملت زمری شاه زلموته سټرګی په لار دی ۰هغه ډلې کوم چې په غلامۍاوپردی پالنه کې پوره تجربه لري دحاکمیت په بدل کی یوځل بیاافغانستان دپخواپه شان لکه چی پرشورویان وپلورل ،اوس وارخطا دی اوټینګارکوی چی دامنیتی تړون په وسیله یوخل بیابه دپردیوپه مټ ځان واکمنی ته ورسوی اودزمینه برابره شی چی هیوادټوته ټوته اوپه بهرنیانووپلوري ،ځکه چی دوی د زورواکی معتادان دی، په خارجی اسعارو ، په څوکیو اوقدرت ، افغان وژنه اوپه تېره بیاپښتون وژنه چی ترحذف اونابودی ترپوله پوری رسولی دقدرت اوجاه وجلا ل لیونی مینان دی چې ګنې دنظام په سرکې یوبی واکه پښتون ټبری ناست دی چی یو سټری ژبنی ټولنه پری وغوړوی او بهرنی یرغلګران هم ورنه خوشحال او ملاټړیی دی۰
دایوواقعیت حال پرته له کوم ځانګړی غرض ځکه وایم چی پدی دی ټول پوهیږی چی په هره ټولنه کیی ښه اوبد، پوه اوناپوه موجوددی زمونږ بحث هم عمدتا پرهمدی محورګرځی ،ددغه پردی غلامان ذهن مسموم شوی ، تیار ناست دی ترڅو یومضمون او بلګه پیدا کړی چی یوپښتون آګاهانه یا غیرآګانه اوبی مسوولیته ټکی یوڅه ووایی یا ولیکی ،لکه دجهنمی خاد پخوانی پرچمی جنرال صاحب عبدالواحد طاقت ، بس دوی دهری انسانی ،افغانی اخلاق وتهذیب نه لری اودکلام ،قلم اودقومونو داحترام پرته له رعایت نه دسل هاو نوروتهمتونو اودرواغو سره دجز په نامه داسم کل په آدرس پښتنوته بد، رد اودتوهین اوتحقیر دکوڅی په الفاظو خبری اوکنځل وکړی۰
بل موضوع چی ملت پری اندیښنه لری باوراواعتمادکولای نشی همدلته دذکر وړ ګڼل کیږی دا چی مونږ په یاد لروچی دجرمنی دبرلین ښار په اسپن انستیتوت کی د۲۰۱۲ زیږدیزکال دجنوری دمیاشتی د ۸ او۹ نیټی ددوی ورځی لپاره یوه پټ غونډه جوړه شوی و۰ پدی غونډه کی سربیره له یوشمیر جرمنی چارواکو څخه دامریکا دکانګرس غړو داناروهرابکر، لایتا سانچز، لویی ګوهمرت آوستیف کینګ وچی دافغانستان دشمال ټلوالی پیژندل شوی مشهوربالفساد څیری سره دبل توطیی اوفساد ددرامی جوړولوپه موخه راټول شوی ووچی افغان ولس اوهیواد په بل غمیزی ککړکړی ۰ځکه چی پخواهم د۲۰۱۰ زیږیزکال دنوامبرپه میاشتی داسی یوه غونډه دهمدغه موخو او وګړو له خوا دجرمنی دمونشن په ښارراټول شوی وو۰
اوهمدا ډول دامریکا پخوانی سناتور اوموجوده بهرنی وزیرښاغلی جان کری،ځاله متهم مزدوران ا ومعامله ګرمجرمینوسره دغیرمتمرکز فدرالی سیتستم اویو لړتش په نامه بی بڼسته نامعقول نورومقطع یی غوښتنی، په اړه بند اوبست او دسیسی جوړی کړی .او یوشمیرنوروتګ اوراتګ او لیده کاته په ځانګړی ټوګه همدغه ښاغلی جان کری مزارشریف اوشمالی ډلی سره دناوړه پټوموخوپه هکله مذاکری اوخبری جریان درلود ،چی دافغان ویښ ولس له نظره پټ اولری نه دی پاتی ، او داسپین سټرګی او بی حیایی داندیښنی وړګرځیدلی .
همدا ګدون کوونکو په دی غونده یوخل بیاغیرمسوولانه اوغیرمنصفانه او پرته دصلاحیت نه غیرمستدل، متعفن اومتناقضی ویناګاڼی کړیدی چی دهیڅ ملی او نړیوالوقوانینو، نورمومونو، میثاقونواوموازینوسره برابرنه و، چی داسی دملی منافعو ضداعمال او حرکتونه دخپلواک تاریخ لرونکی افغان هیواد اوباټورنومیالی ولس ته په سپکه نظر کټل ګڼل کیږی .
ټولوته روښانه او څرګند حقیقت دی چی افغان باټوراومیړنی ولس دخپل تاریخ په اږدوکی ځان ،اولاداومال قربان کړیدی ،مګرهیچاته داحق ورکړی ندی او نه یی ورکوی چی دخپلو ځانګړوسیاسی ، اقتصادی او نظامی موخولپاره افغان قومونه وجنګوی ،اودجنګی ډلو، مجرمینواوخاصوقومی اقلیتونوسره دافغان ولس او هیواد دمهم اوحساسو مسایلو په هکله غونډی اوجلسی وکړی یا خپل نظراو طرحی وړاندی اوپریکړه وکړی۰
په هیوادکی جګره او نا امنی له یوی خوا او بل طرف نه دمرکزی قدرت اواداره پاشل غوښتنی دی بله حاضره مطرح مساله ده چی هڅی روانی دی ،لذا دتاکنوپروسی او دامنیتی تړون امضاکیدل په حاضر وخت منتفی کوی ۰ځکه چی همدا اوس څرګند نښی اونښانی لیدل کیږی،لکه پخپل سری دمرکزنه عدم اطاعت اوبهرنیانوسره پرته له مرکزی استیذان اړیکی ټینګول او ددوی ملا تړ،پیسی اودولتی قدرت اوامتیازاتوورکول خصوصا دهیواد شمالی سیمومطلق العنانی بربندلیدل کیږی ۰د سراج التواریخ اودارواښاد غباردتاریخ په کتواوحواله کومی وضعی سره چی امیرعبدالرحمن خان مخامخ وو په یادراوړی ۰ففط بڼه اوزمان یی توپیرلری ، مګر په پای کی امیرته داتوفیق را په برخه شول چی باقی پاتی خاور ی نننی افغانستان دظالم شکیلاکګروله مڼګلونه نجات ورکړی او پوخ نظام مینځ راوړی۰
مونږ دتاریخ نه پوره خبر یو چی دنامتمرکز قدرت مفکوره او طرحی د [نو مین لیند ] یا لامالک خا وری ترعنوان لاندی دغباوت نه ډکه ځاله اوپخوانی انګریزی دوکتورین دی اوهڅی کیږی چی بیا را ژوند ی کړی اودافغان واحدملت دقومونو په مینځ کی نفاق واچوی اوپخپل مینځوکی مصروف یی کړی وجنګوی ، اوخپله کبان واخلی اوهرڅوک، هره ډلی اوسازمان خپل ګټی، بزنس ، سودا اومعاملی ته بوخت کړی ، دملی محاسبی اوتصفیی اود ولس د کرکی ڼفرت،قهراوپاڅون اود تاریخ دقضاوت نه ویره اواند یښنه لری وی، ځکه چه په سیمه ایزاونړیوال کچه اندیوالان اوژمنه لری اوملا تړکیږی .مونږ ولیدل پخوانی متهم جنایتکاران او ګنهکاران چی په عین زمان یوبل سره سخته دشمنی درلود،څرنګه يو ځای شول اوله یوګریوانه سر راپورته کړ اوتګ وتګمارغوندی دیو بل پرجنایات او ګناهانوسټرګی پټ کړ او حاتم وارباد وبخشش وکړاو په ګده سره افغان ملت په خپل منګولوکی یرغمل نیولی او سر پورته کول ته مجال نه ورکوی۰
تجربه وښودله چه دشوروی دمتجاوزځواکونو له مفتضح ماټی اووتلوسره ددی ډلی دافغان دښمن طرحی اوناوړی اعمالوپه نتیجه کی وچی نه یوازی افغان ولس اوهیواد لا بربادیوسره مخ شول بلکه ټول نړیوال ته ګواښ او نا رامی اونا امنی متوجه کړل . دادرست دهمدغه ګروپونودقدرت اوواکمنی به دوران کی وچی افغانستان د ټوپک سالارانو په مینځ ویشل شوی و،په هرځلورلاری اودوه ، دری کیلومتری کی یو پاچاهی وجود درلودچی یوازی په پلازمینه کی څه دپاڅه پنځه شپیته زره بیګناه کابل ښاریان په ډیره وحشیانه ډول ووژل شول ،مړو اوشهیان په هفته ها و په کوڅواوسړکونو کی پراته وو،چی وینی لا تراوسه وچ شوی ندی اوددی وضع اووجه باندی وو،چی طالبان وزیږیداودجناب قسیم فهیم په قول په ټیښته اړاو په غرونواوسوریوکی پټ شول۰
افغان ملت خپل کورنی او بهرنی دښمنان پیژنی ، دغه دبله ماران چی پورته ذکرشوهم ښه پیژنی چه يوازی په ډوکه ،غوړمالی اومعامله ګری ډیرمخ دی چی هیځ څوک ترینه انکار نشی کولای . دا چی ښاغلیودانا روهرابکراو ملګرویی ځنګه ځان ته داحق ورکړی چی دیوه ژوندی ملت دسرنوشت په اړه غیرمسوولانه خبری وکړی ،نظام او سیستم وتاکی او داساسی قانون تغییروغواړی داندیښنی اوتامل وړ دی نه یوازی هغوی شخصا مسوول او ځوابده دی ، دامریکاحکومت افغان ملت ته دنورو مسایلوترڅنګ دسپناوی اوځوابدهی مسوول ګڼل کیږی؟ آیا دوی ځان پوه کړی او ډاډه اومطمین وی هغه وګړی چی دی مخ کړی او ملاتړیی دی دافغانستان د اته ډیرښ ملیونی نفوس په پرتله څومره پلوی ،ملاتړ او استازیتوب لری . دغه دقدرت او پیسو لیوانیان آیا دشوروی دماټی او سقوط نه وروسته ګوم حالت چی په خلکواوملک کی راوستلوڅه پند اخیستی اوزده کړیدی که یه ؟ أیا دخلکوپه وژلو تباهیو او دهیوادپه ورانی بربادیوکی تنډه یی ماټ شویدی که یه ؟ . دوی په دی تیرودولس کال په قدرت کی موجود دی ،همدا اوس هم په ټول کلیدی اومهم تقنینی ،قضایی امنیتی ،اقتصادی او تشریفاتی څوکیواوپستونو کی کینول شویدی اوعملاتسلط او شتون لری، او په عین حال دداخلی اپوزیسیون په قالب کی هم سنګرنیولی دی اودټولو، بدمرغیو او مصیبتونه اوناکامی لامل یی دوی خپله دی ،مګر دغه ناسپاسان ټول دولس کلن مسولیت اوپړه یوازی دخپل کورنی ولی نعمت او ښاغلی حامد کرزی په غاړه اچوی۰
بله خبره دادی چی هماغسی چی دوه ځلی بیموقع او پرته له زمینی تحمیلی اووارداتی بی بند باره دموکراسی په دی خاوره کی ناکامه شوه دصلح اوسوسیالیزم ترشعارلاندی «جامعه فاقد استثمار فرد از فردجوړونه»هیواد په کنډوالو اوښارونه په هدیرو بدل کړل . همداسی فدرالی نظام چی خپله ځانګړی ایجابات اوشرایط اوځای لری دافغان ولس اوهیواد دلوړوملی ګټواومصلحتونوسره بشپړه په تضاد کی دی په دی نننی شرایط افغانانواوافغانستان لپاره یوزهرجن نسخی او تباه کونکی بلل کیږی؛دکورنی روانی بهیراوکړاونه ، بیسوادی اقتصادی فقراوغربت اودبی انصافومحیل ګاوندیانو په موجودیت اودلاس وهنی اوځینی اشتراکاتو په وجه باندی فدرالی سیستم او دقدرت ویشل دافغنستان دتجزیی اوهمدا ډول دمنطقی اونړی دبی امنی او بی ثباتی لپاره یو بل ګام دی چی اوچت کیږی . انشاءالله په دی اړه په کښی دیو څیږنیز مقالی په ترځ کی تفصیلی خبری او معلومات وړاندی کیږی ۰
راغلو په بله مساله چی چیغی اوجار وهل کیږی چی مونږ دیری مرستی کړیدی ۰ څوک دا شهامت لر ی او حاضریږی چه دافغان ولس او خپل مالیه ورکونکی ولسونو ته افشاکړی اوووایی دعه پیسی اوکمکونه چیرته لګیدلی او دغه پانګی اومرسته چا لوټ کړل ۰خوپه داخلی کچه کی افغان ولس با خبر دی اوپه صراحت اومستند ډول ویلای شی چی دغه افغان ناخلف هوسباز ډ لی همیشه په دی لټه کی دی چی نوروفرصت طلبو عناصرو راجلب اوخان سره ملګری کړی اودلوی استعماری ځواکونو په رکاب کی اوسی او وغوړوی یی ،او فاجعه وزیږوی ؛او دغونډی په سرکی کینی عیش اوعشرت وکړی.
څه دپاڅه تیردولس کاله رویدادنو وښودله چه دوی یو بایسکیل ندرلود، ، دکورنی فکتور په حیث چاامریکاییان اوناتو ماتی سره مخامخ کړل ؟.دغه بعث بعدالموت جنایتکاران یوځل بیا هم دافغانانو اوهم د خپل خان لپاره دلستونی ماران وګرځول . دانګرایزانو او شورویانو داشتباهاتو،تجاوز او بیا مفتضح ماټی نه بایدزده کړه وشی او پند اوعبرت واخیستل شی .
دافغانانواوافغانستان لپاره په دی شرایط او مهال دلاغوسه اواندیشښنی لامل ګرځی اودیو طوپان حیثیت لری،خدای مکړه هسی حالت رامینځته نشی چی دطوفان په بهیراو غوغا کی نوروبدمرغیو ونه زیږی ۰ځکه چی دسپیڅلی فکرونواوهیلوخاوندافغانان دمنافقینو دشوم نیتونواوموخوڅخه باخبردی۰ تر څو چی لومړی ترهرڅه نه مخکی مخصوصا یا په دی موجوده اداره کی یو شمیرګامونه اوچټ او مثبت بدلونونه عملي شی ، یعنی یو تصفیه او ملی محاسبه شرایط زرتر زره آماده اوکورنی بدنامو ناوړو وګړو له واک او قدرت او سیاسی فعالیتونونه ترموقت دوری لری وساتل شی او محاکمی ته سوق شی چی ملت داده شی ، او پرخارجی اړخ ملګروملتونوسازمان نه وغوښتل شی دامنیت شورا دفیصلی په ترڅ کی یوازی دبهرنی تجاوزاولاسوهنی بند اودژینواسبوتاژ شوی پخوانی پریکړی بیرته وروسته له نوی نظراوتصویب څخه پرته له بهرنی دیکته اومداخلی مستقیما دملل متحد لخواپلی او څارنه وشی ترهغه لڼدمهاله چی دواقعی اوافغانی ټول ټاکنو ته زمینه برابره کړي شی ۰یوازی یو پیاوړی منظبط مرکزی حکومت او یوموټی باثبات افغانستان سیمی او نړی لپاره ضرورت دی اوامن او ثبات راوستلای شی اوباید چی ددی اصل نه په هوښیاری او خلاصی سټرګی ملاتړا وننګه وشی ،نه دقدرت ویشل يا پاشل ،نه د جنایتکارانو او (کهنه کارمزدورنوماندانو نه ) چی د ملی جوړښت او بیارغاړنی اودخلکود هوساینی اوامنیت لپاره هیڅ ډول علمی اوملی پلان پروګرام څه چی حتی آشنایی هم نلری .
دا ټول هغه حالت او واقعیتونه دی چی افغان ولس دادپردیونوکر زورواک واکمنانو له تیرو کړیو اوروان بهیرپخپل سټرګولیدلی او وینی ، ولس په داسی حالت دی چی چاړه هدوکو ته رسیدلی ، چی نور دزغم وړ ندی ۰لهذا نباید دهیواد خلکو ته د موجوده نوماندانو په هکله له حقایقو نه نوراغماض وشی اوپری پرده واچول شی چی خلک له ډیربی وسی نه دیومړی ډودی په بدل کی خپل رای وپلوري۰ بناءهر افغان چی دخدای هیواد ، ولس ، انصاف او عدالت ته اعتقاد او ژمنه لری دخپل ځان او خلکو هوساینه غواړی باید ځان سره سوچ وکړی چی آیا په رښتیا هم په دی جمع کی کوم نوماند شته چی نیک صفتونی دولس له نظره لری پاتی شوی وی، په رښتنینی ډول دخلکو باور،واک او رای ترلاسه کولای شی ، پردیو غلیمانو سره تړاو ونلری ،او داتوا پکښی وجود ولری چی وروسته له تولټاکنیپه ټولنه کی مثبت بدلون را منځته او شته ناخوالی له منځه یوسی که وجود لری څوک دی اوڅه ضمانت موجوددی ؟؟؟۰
دا ټول هغه حالت او واقعیتونه دی چی افغان ولس دادپردیونوکر زورواک واکمنانو له تیرو کړیو اوروان بهیرپخپل سټرګولیدلی او وینی ، ولس په داسی حالت دی چی چاړه هدوکو ته رسیدلی ، چی نور دزغم وړ ندی ۰لهذا نباید دهیواد خلکو ته د موجوده نوماندانو په هکله له حقایقو نه نوراغماض وشی اوپری پرده واچول شی چی خلک له ډیربی وسی نه دیومړی ډودی په بدل کی خپل رای وپلوري۰ بناءهر افغان چی دخدای هیواد ، ولس ، انصاف او عدالت ته اعتقاد او ژمنه لری دخپل ځان او خلکو هوساینه غواړی باید ځان سره سوچ وکړی چی آیا په رښتیا هم په دی جمع کی کوم نوماند شته چی نیک صفتونی دولس له نظره لری پاتی شوی وی، په رښتینی ډول دخلکو باور،واک او رای ترلاسه کولای شی ، پردیو غلیمانو سره تړاو ونلری ،او داتوا نایی پکښی وجود ولری چی وروسته له تولټاکنیپه ټولنه کی مثبت بدلون را منځته او شته ناخوالی له منځه یوسی که وجود لری څوک دی اوڅه ضمانت موجوددی ؟؟
پدی حساسوشیبوچه افغان اوامریکحکومتونه قرارلری ،لازم دی چی هڅی اوتلاش وشی چه نورله منجلات ا وتباهیوڅخه ځان وژغوری .ددواړوهیوادونودملی ګتو اومصلحتونو دخوندی کیدوپر بنا ءهیځ یوسلیم عقل اوفکراجازه نه ورکوی چی پدی نازکو مرحلو کی دداسی بدنامو څیرو او ډلی په معاملی سره داسی یوامنیتی تړون امضاءشی اوپخپل لاس دواړه ملتونه اوهیوادونه لاتباه اوبرباد کړی ؟ نوپردی بنا ءلازم دی چی امریکاییان زده کړی اوتور له ټینګار اوتهدید نه لاس په سر شی۰ همدا ډول په خاصه افغان ولس باید نورله خوشباوری اوله خوبه را ویښ شی او دغه سریال ختم کړی او له لوبغاړو سره ملی محاسبه اوتصفیه وکړی .