د Politiken ( سیاست ) پنامه ډنمارکۍ ورځپاڼی په ۷ / ۱ / ۲۰۱۴ نیټه د برټانیوي چارواکو له قوله تر دی سرلیک « موږ په هلمند کی جنګ بایلو » لاندی چی د هلمند څخه تر وتلو وړاندی یی اعترافونه ښیی ، د دوی دغه اعترافونه د یوه مطلب په ترڅ کی راوړي دي چي دسیاسي پلوه ډیر په زړه پوري ښکاري . دا اعترافونه په ټولیز ( کلي ) ډول د ټول ناټو ، ایساف او په افغانستان کی د ټولو شکیلو وسلوالو هیوادو د ټیټ مورال څرګندونه کوی . خبره به نه اوږدوم . دا تاسي او دا هم د نوموړي لیکني پښتو ژباړه :
د برټانیې لوړ پوړي قوماندانان او د لومړۍ لیکي سیاستوال په هلمند کی و خپلو ماته خوړلو جنګیالیو ته چی د ډنمارکی وسلوالو ټولګیو سره په ګډه هلته په جګړه بوخت دی ، خبرداری ورکوی .
د تیرو دوولسو کلونو په موده د افغانستان په جنګ کی د برټانیویانو او ورسره یو ځای د ډنمارکیانو شکیلتیا اوس یو داسی درسی کتاب دی چی له مخی یی باید زده کړه وشی چی څنګه یو جنګ بایلل کیدلای شی . دا هغه څه دی چی د انګلستان یو پخوانی جنګیالي افسر او ( د برټانیې دلیبرال ګوند ) مشر ښاغلی Paddy Ashdown ویلی دي . دده دا یادووني په نیغه د انګلستان د لومړی وزیر David Cameron د هغي ورستنۍ وینا سره تړاو لری چی په افغانستان کی یی دخپل جنګي ماموریت د پایته رسیدو په هکله کړي او ویلی یې وه : « ماموریت مو بشپړ شو » . البته دی ورته څرګندوونی د ډنمارکي چارواکو په ګډون د ناټو نورو غړو هیوادونو چارواکوهم کړیدي .
The Times پنامه په یوی برټانیوي ورځپاڼي کی ښاغلیو Paddy Ashdown او ځینو نورو جنګ ازمویلو افسرانو یو نوی انتقادي بحث پیل کړي دی . پدی بحث کي د افغانستان د جنګ په اړه د لویزوالو پر لاسته راوړنو او په ځانکړي ډول د ۲۰۰۶ کال وروسته چي جګړې په لوړه کچه زور اخیستې دې ، څرګندوني کیږي . د بحث مهمه موضوع د انګریزانو ، ډنمارکیانواو امریکایانو قوتونه دی چی په هلمند او د افغانستان په نورو جنوبي سیمو کی ځای پر ځای شویدی . انګریزانو خپل د ۴۴۷ تنو وژل شوو سربازانو لویه برخه په هلمند او همدارنګه ډنمارکیانو هم د خپلو ۴۳ تنو وژل شوو سربازانو د ډلی نه ۳۸ تنه یوازی پدغه ولایت ګي دلاسه ورکړیدي .
په هلمند کی ماته خوړل :
د لیبرال ګوند مشر ښاغلي Paddy Ashdown چی یو پخوانۍ لوړپوړی سیاستوال او په بالکان د ملګرو ملتونو پخوانی استازی دی د The Times ورځپاڼي ته ویلي : « موږ به له هلمند نه د ځوړندي لکۍ سره وځو . تاریخ به دا وښیی چی موږ په افغانستان کی پاته راغلي یو . موږ تیروتني وکړي . تر ټولو بده تراژیدي پدی کي ده چی موږ کولای شوه دا جنګ و ګټو ، خو و مو بایلې » . دې زیاتوی ، دا د سربازانو ګناه نده بلکه دا د سیاستوالو ګناه ده چی موږ ککړ او نوم بدي پاته شوو . ډنمارکۍ پروفیسور Mikkel Vedby Rasmussen بیا د نوموړی وړاندوینه نه تائیدوی چی خبره به دومره ورانه شي . دې وایي : « تر اوسه لا وخت شته او ډیر څه کیدلاي شي . کیدلای شي د اولسمشرۍ تر راتلونکو ټولټاکنو وروسته د طالبانو سره جوړجاړۍ وشي » . نوموړی پروفیسور د Paddy Ashdown دا خبره هم نه تائیدوي چی د تیروتنو ګناه یوازی د لودیزو حکومتونو پر غاړه ده او نظامیان پدی کی بیخي بیګناه دی . دې پدې اند دې چي : « برتانیوي ، ډنمارکي او امریکایي عسکرو په افغانستان کی ټول هغه څه ندی ترلاسه کړی چی غوښتنه یې درلوده . اصلي پروبلم دادی چی پدی کار کی د نظامی حل لاری د دوامدارو ملکي سیاسي حل د ماډلونو سره همږغي شوي نه وه » .
ښاغلی پروفیسور Mikkel Vedby Rasmussen وایي چی همدا اوس د هلمند ولایت زیاته برخه د طالبانو او نشه اي توکو د کاروباریانو لخوا په ګډه اداره کیږي ، په هلمند کي ننني حالات د ۲۰۰۶ کال د پسرلي نه وړاندی حالاتو ورته دی ، کله چی ډنمارکي او برټانیوي قوتونه د لومړي ځل د پاره پدی ولایت کی ځاي پر ځاي شول .
ډګرمن Richard Willams چی د برټانیې په ځانګړو قطعاتو ( SAS ) پوری تړاو لری ، د The Times په ورځپاڼه کی د سختو حالاتو شتون تائیدوي او وایی چی کله ناکله موږ دی اړایستل شوی یو چی د طالبانو سره جوړجاړی وکړو او شرایط یی ومنو . ددی ډول جوړجاړیو سره سم به طالبان پریښودل کیدل څو د سنګین په اولسوالۍ کی چی دګرشک په شمال پرته ده ، د یوشمیر هغو کنترولي پوستو اداره ترلاسه کړی چی پخوا به یی اداره ډ ډنمارکی قوتونو پلاس کي وه . څو ورځی وړاندی د نوو جوړجاړیو د خبر په اړه د امریکا دفاع وزیر Chuck Hagel خپل شدید تشویش څرګند کړ . اوس دا رسما تائید شویده چی افغانی قوتونه له هغو ځایونو څخه لیری شویدي . د حالاتو دسختوالي په پام کي نیولو سره دا ډیره سخته ده چی په هلمند کي د چارو سمه ارزونه وشي .
ډګرمن Richard Willams زیاتوی : « دا به ماته ډیره د تعجب وړ وي که د هلمند نوی والي د هغو ګروپونو سره نژدی تړاو ونلری چی موږ یي د طالبانو پنامه یادوو » . دی په هلمند کی د برټانیوي قواوو حالت « ډیر زړه بوګنونکی » بولی او وایي « موږ په افغانستان کی نژدی ۵۰۰ تنه د لاسه ورکړی چی لویه برخه یی په هلمند کي ووژل شول . ددی ټولو ستونزو سره موږ مجبور یو چی هلمند داسی یوه والی ته پریږدو چی هغه د طالبانو مینه وال دی . په ځانګړي ډول د هلمند شمالي برخی د داسی کسانو ډکی دی چی توری ږیری لری او توری لنګوټې یی پر سر دي . بیا نو زموږ دا ټوله خواری د څه په خاطر وه ؟ » . دا د هغه چا خبره خبری دي چی په هلمند کي یی ډیر ځلي ماموریت تر سره کړیدی .
د برټانیوي قوتونو پخوانی قوماندان جنرال David Richards په نوموړي ورځپاڼه کی په ځانګړي ډول هغه خطر ته ګوته نیسي چی افغانی اردو ته د مرستو بندول او پر هغوي باندي بې باوري به ډیر ژر د دغه اردو د سره پاشل کیدو لامل وګرځی . دی زیاتوی : « که چیری د هلمند ځیني برخي د طالبانو پلاس کښیوزی ، موږ باید پدی سره ډیر وارخطا نه شو او شوک و نه خورو . دا کار نباید د لودیزوالو ګډه ماته وګڼل شی ، داځکه موږ خو ویلي دی چی طالبان باید د هیواد په سیاسی پروسه کی ور ګډ شی او پدغه پروسه کی باید دوی خپل ټاکلی اغیز ولري » . جنرال David Richards په ۲۰۰۶ کال ، کله چی د ناټو قوتونو د افغانستان پر جنوبی سیمو یرغل یووړ او هلته ځاي پر ځاي شول ، د نوموړو قوتونو مشر وو .
د ژباړی پاي
د ژباړونکی یادوونه :
د لوړي لیکني څخه دافغانستان د ماموریت په اړوند د لودیزوالو اوټول ناټووالو سخته ناهیلي په ډاګه کیږي . دا هغه څرګندوني دی چی دشوروی یرغل وروسته ګرباچوف او دده نژدی انډیوال ، د هغه وخت د خارجي چارو وزیر شوورنادزي به د فرصت نه په ګټه اخیستلو سره کولې . د شورویانو وارخطایی تر یوه حده پر ځای وه ځکه هغوی په ډاګه تجاوز وکړ ، یو ازادخیال اولسمشر حفیظ الله امین یی د ماشومو بچیانو سره په ډاګه وواژه او خپل مامور ببرک کارمل یی پر ځای ورته کښیناوه . ددی سره سم ټول افغان اولس او نژدی ټوله نړۍ د هغوی په وړاندی ودریدل . خو داځل امریکا او ناټوواله ټلواله یی د ملګرو ملتونو تر سیوري لاندی افغانستان افغانستان ته راننوتل ، اسلامی امارت یی وران کړ او ظاهراٌ یی ټوله نړۍ پر خوا ودریدل . ددوی په وړاندی یوازی یو تحریک چی هغه طالب جنګیالی وه ، ودریدل او د ۴۳ هیوادونو تر غاښو وسلوال قوتونه یی دومره سرګردانه کړل چی اوس د پښو سپوکولو لاره ترې نه ورکه ده .
دا چی ښاغلي Paddy Ashdown د یوه جنګ ازمایلی افسر او وتلې سیاستوال په توګه وایی : « موږ به له هلمند نه د ځوړندي لکۍ سره وځو . . . » ، ددی خبری مانا داده ، چی کله یوجنګي حیوان په جنګ کی ماته وخوری نو مخ واړوی ، لکۍ یی شاته د پښو ترمنځ ځړیږی ، اوربز یی کښته نیولې او روان وی . ایا یو افسر ته به څومره سپکه وی چی د ځوړندی لکۍ سره د میرمنی کټ ته ور پورته سي . دا ډیره ستره ناهیلي ده . دا چي ډنمارکي پروفیسور Mikkel Vedby Rasmussen وایي : « تر اوسه لا وخت شته او ډیر څه کیدلاي شي . کیدلای شي د اولسمشرۍ تر راتلونکو ټولټاکنو وروسته د طالبانو سره جوړجاړۍ وشي » . دا خبره یوه پوښتنه را پاروی . که د طالبانو سره د جوړجاړۍ ( سولي ) موضوع مطرح وی ، نو بیا ولې دا اوس جوړجاړی نه کیږی چی کرزی یی شپه او ورځ د هر فرصت څخه په ګټه اخیستلو سره نارې وهي او ان د امریکا سره یی د امنیتی تړون د لاسلیک په اړه داګړی یواځنی شرط همدا د سولي په چارو کی مرسته ده . ولی داخبره تر ټولټاکنو وروسته په پام کی نیول شوی ده ؟ دلته خامخا تر کاسی لاندی کومه نیم کاسه پټه ده چی په هکله یی فکر کولو ته اړتیا ده او له مخی یی د لودیزوالو نیک نیت تر پوښتني لاندي راځي .
دا چي د برټانیوي قوتونو پخوانی قوماندان جنرال David Richards وایی : « که چیری د هلمند ځیني برخي د طالبانو پلاس کښیوزی ، موږ باید پدی سره ډیر وارخطا نه شو او شوک و نه خورو . دا کار نباید د لودیزوالو ګډه ماته وګڼل شی ، داځکه موږ خو ویلي دی چی طالبان باید د هیواد په سیاسی پروسه کی ور ګډ شی او پدغه پروسه کی باید دوی خپل ټاکلی اغیز ولري » ، دا یوازی په حلوا حلوا ویلو سره خپله خوله خوږه کوی . په سیاسي پروسه کي د طالبانو د ګډون مانا داده چی دوی باید د دولت په درې ګونو قواوو کی ونډه ولری ، نه دا چی کوم اداری واحد په زوره ونیسي او هغه په سیاسي پروسه کی د دوی پر ونډه حساب شي . دا یادوونه د هغه موزي سړی خبری ته ورته چی یوه ورځ یی ګیږکی ( یو مرغه دی ) دده دباغ د انځر له وني نه یوه دانه په مښوکه کی اخیستی وه څو ویی خوری . موزي سړی هغه ولیده او پسې ور منډه یی کړه . ګیږکه د انځر سره په خوله کی والوته او د دښت پرخوا روانه شوه . سړی ورپسی منډي وهلی چی ګوندي انځر تری نه ولویږی او دی یی بیرته ترلاسه کړی . ګیږکه ډیره لیری شوه او دی هم نور له منډو ولوید . اخر یی ورناری چی خیر دی په ذکات کی یی قبوله کړه !