په ۱۸۴۴ کال کې د یو ایرلینډي ځوان د کچالو عادي خوراک ۱۳ پونډه وو، که هر پونډ ۵ دانې کچالو حساب کړو، نو ۶۵ دانې کېږي او که په اوسط ډول د سړیو، ښځو او ماشومانو خوراک یې هم حساب کړو، نو ۹ پونډه وو، چې پدې سره د یوې ورځې په خوراک کې ۴۵ دانې کېږي. دې خوراک په اتلسمه پېړۍ کې لا یو سیاح حیران کړی او پخپلو یادښتونو کې نوموړي لیکلي، چې ایرلنډیان څنګه له دومره کچالیو خوړلو سره بیا هم روغه معده ګرځي؟
د اتلسمې پېړۍ په پیل کې له امریکا څخه اروپا ته دوه نوي نباتات راوړل شول، چې دغه دوه کرنیز محصولات (جوار- کچالو) وو. له دې ډلې څخه یې کچالو په ایرلینډ کې د ښیرازو ځمکو له وجې ښه حاصلات ورکړل او په ۱۸۰۰ میلادي کال کې دې خوړو په ایرلنډ کې د اصلي خوړو ځای خپل کړ.
.
په ۱۸۴۵ کال کې ایرلینډ د کرنیزو محصولاتو له فنګسي ناروغۍ چې late blight په نوم یادېده او عامل یې phytophthora infestans ناروغۍ وه، مخامخ شو، د یوه کال په جریان کې یې د کچالو محصول نیم په نیمه راښکته شو. دا حالت په ایرلنډیو ورځپاڼو کې د یوې وحشتناکې قحطۍ په نوم یاد شو، ددې حالت د دوام په نتیجه کې بل کال ۳۰ سلنه حاصلات نور هم کم شول، چې په ټوله کې یې ددې هېواد د کچالیو په حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کموالی ښوده.
دغه قحطي د کچالیو د قحطۍ په نوم مشهوره شوه، خلک پدې فکر کې شول، چې څنګه کولای شي زر تر زره دغه قحطۍ زر پای ته ورسوي. په بل کال سره له دې چې ددې قحطۍ نښې بیا هم راښکاره شوې، خو کروندګرو بیا هم د کچالیو کرل ونه درول او دا پدې معنی و، چې په لوی لاس ایرلنډي کروندګر پدې هېواد کې د کچالیو تخم او نوم نښان ختموي.
دا کار د یوې ناروغۍ سبب شو، چې په یوه لسیزه کې ترې یو میلیون ایرلنډیان ووژل شول، پداسې حال کې چې دوه میلیونه نور آیرلنډیان شمالي امریکا، استرالیا، بریتانیا او سکاټلنډ ته مهاجر شول.
د شیکاګو پوهنتون استاد شروین روزن د تحقیقاتو په لړ کې ددې پېښې په هکله وویل، چې ددې ناروغیو علت په اتلسمه پېړۍ کې داو چې آیرلنډیانو به له حده زیات کچالو خوړل او د غوښې خوراک یې بیخي کم کړی وو. د دسترخوان پرسر د خوړو توازن ته جدي پاملرنه په کار ده. که تاسو د خوراک لپاره په هر موسم کې بېلابېل مهالوېشونه ولرﺉ، نو کله به هم په غیر متوازن ډول د خوړو استعمال ته نه مجبوره کېږﺉ