د ولسمشر حامد کرزي د راتګ لومړني وختونه وو چې کډه مې له لغمانه کابل ته بار کړه. موټر د ماهیپر د غرونو په منځ کې تاو را تاو کیده. په همدغو کګلیچونو کې مې د استاد برهان الدین رباني د خولې بیان له راډیو واوریده. رباني صاحب، حامد کرزي ته د واک په لیږد داسې ویاړ کاوه، لکه قدرت چې له ازله د ده میراثه وي.
موږ کوټه سنګي ( میرویس میدان) کې واړول. دا سیمه د تنظیمي جګړو په مهال ښه شپیلول شوې وه. ګاونډیانو ویل چې دلته به خلکو کورونه پریښودل، نو وسلوال به را ورسیدل. وه به یې سپړل او خښتې به یې ترې بار کړې. همدلته مو یو کوچینی کور پیدا کړ. کور دوه خونې لاندې او دوه پاس لرلې. د پاسنۍ برخې دیوالونو درزونه کړي وو.د یوې خونې د کړکۍ چوکاټ و، خو د نور څه درک نه معلومیده. د کور صاحب ویل: په دې کړکۍ راکټ لګیدلی و او د خونې منځ کې چاودلی و.
په دې کور کې د اوبو یوه څاه وه. پر سر یې د انګورو کوچینۍ سپره وه. څاه وچه شوې وه او ما به د ګاونډي له کوره اوبه را وړلې. داسې ښکاریده چې کله له دې کوره یې د صاحب کډه بار شوې وه، نو نور پکې څوک نه وو اوسیدلي.
خونې مو پاکولې، یو کونج کې بوجۍ ایښې وه. په سر یې غڼو جالې کړې وې. بوجۍ مې پورته کړه. بیخ کې یې کتاب و. پر پښتۍ یې لیکل شوي و: (( زما ژوند او جدو جهد)) دا د عدم تشدد د فلسفې د ستر لاروي خان عبدالغفار خان د ژوند او سیاسي مبارزو کتاب و. شاید کور والا په دې پوهیده چې دې وطن کې د عدم تشدد فلسفه لکه نا چله سیکې دي. دلته زور حکومت کوي او زور قدر لري. نو له همدې کبله یې کتاب پرې ایښی و او ترې تلی و.
په لومړي سر کې چې له خپل ګاونډي سره مخ شوم، په ُسر راته برابر ښکاره نشو. د هغه تګ او د خبرو انداز عجیبه و. خو په دې اړه پوښتنه مې بې مورده ګڼله. وروسته وروسته پوه شوم، چې ځوان پوډري دی. دغه ځوان دنګ قد درلود، خو د مخ له هډوکو یې غوښه ورځ په ورځ توګل کیده او هډوکي یې نیغ نیغ را وتل. دی قند نومیده. واړه خو ډیر ښکلي بچیان یې وو. هغوی پلار پیژندلی و. یوه ورځ کوڅه کې شور شو. قند خپل ماشومان بازار ته بیول، خو هغوی انکار کاوه او په چیغو یې ویل: ته موږ خرڅوې، نه ځو. دې بې باورۍ سخت ودردولم.
قند به سهار وختي له کوره ووت. د غزني، کندهار، او په شاوخوا نورو اډو به وګرځید. کله به یې د کوم مساپر بیک ځان سره راوړ، کله کومه قوطۍ غوړي خو کله به پړسیدلی سور او شین مخ راغی.
+++++
ټوله شپه واوره وریدلې وه. وروسته اسمان صاف شوی و. د رڼو ستورو سترګکونو عجیب کیف درلود. سهار چې لمانځه ته پورته شوم، نو د اوبو غږ مې واورید. له کوره بیرون ووتلم. غږ د قند له کوره راتلو. په هغه ورځو کې، کور کې یوازې و. ډاډه ورغلم. هغه د څاه غاړې ته ولاړ و. ژر ژر یې بوشکې ډکولې او په ځان یې اړولې. له کالیو یې همداسې اوبه څڅیدې. بیرته راغلم. سهار مې ورته چای ویوړ او په دې اړه مې پوښتنه وکړه، هغه ویل: پوډر مې پرې ایښي، په بدن مې اور بل دی. که داسې ونکړم، اور اخلم.
نور مې هم وهڅوه. خو بله ورځ یې بیا د زرورقي کاغذ لاندې اور نیولی و او کاغذي نیچه کې یې لوګی خولې ته سیخوه. یوه ورځ مې ورته ویل: ته، دا د سړک په غاړه پوډریان نه وینې؟ دا هم تا غوندې وو. اوس دا دی مرګ ته په تمه دي. مردار پراته دي.
- ولې یې نه وینم، ګل غوندې ملګرو مې غیږ کې ساه ورکړې.
- نو بیا ولې ترې عبرت نه اخلې؟
- څه وکړم؟ نیمه شپه په یخو اوبو لامبم. کوټه قلفي تیروم. خو نه کیږي. خدای دې هغه خلک تباه او برباد کړي چې پوډر جوړوي. په دې لاره چې یو ځلې ګډ شوې، بیا ترې په ژوند بیرته تګ نه کیږي.
له هغه ځایه موږ کډه وکړه. شاید اوس قند هم د کوم سړک په غاړه پروت وي. شاید وینه یې زبیښل شوې وي او تر خاورو لاندې وي او...
هغه که هر څنګه و، خو په خپل جرم یې اعتراف کاوه. له دغه جرمه د خلاصي په موخه یې تر وروستي حده مبارزه کوله. خو افسوس! په هغو چې خپل جرمونه ورته معلوم دي، خو توبه قدرې هم نه باسي.
دوی ښه پوهیږي چې اعمال یې ، سیاستونه یې وطن او ولس د تباهۍ لوري ته ټیل وهي. هیوادوال د ویر په ټغر کښینوي، خو لاس ترې نه اخلي. همداسې په پوره سپین سترګې دوام ورکوي.
دوی، د خپل در په در ولس چیغې او فریادونه اوري. دوی د خپل کنډر کنډر وطن په وینو سره ټپونه ويني. دوی د خپلو میندو ساندې اوري. خو د خپلو ناوړه اعمالو د پریښودلو هڅه نه کوي. خپلو شومو کارونو ته ادامه ورکوي. څوک د خپل ولس وینه بهوي او څوک د خپل ولس وینه زبیښي.
دوی ته که ځانونه هرڅه هر څه ښکاري، خو ما ته ترې هغه پوډري ډیر سپیڅلی ښکاري.
محمد نعمان دوست، جلال اباد
د سلواغې دوهمه، ۱۳۹۲