دپاكستان پوځي واكمن پرويزمشرف له ژمنو تښتې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5841
غلام جيلاني ځواك
دخبریدو نیټه : 2006-02-22

غلام جيلاني ځواك 
 د پاكستان پوځي واكمن جنرال پرويز مشرف د CNBC تلويزيوني شبكي سره ديوي مركي په ترڅ كي د دي پوښتني په ځواب كي چي ترهګري دپاكستان له پولونه اوړي او افغانستان ته د ورانكاري لپاره ورځي، وويل چي موږ خپلي ټولي هڅي كوو چي افغانستان ته د ترهكرو دننوتو مخه ونيسو خودا دافغانستان دنده ده چي خپلي پولي ټينګي كړي او پري نږدي چي ترهګر افغانستان ته ننوځي. ورته څرګندوني لږ وروسته دپاكستان په اصطلاح لومړي وزير شوكت عزيز هم په خپله يوه مركه كي تكرار كړي. ددي په خوا كي پاكستان كي د ښاغلي كرزي د سفر په دوران كي يوځل دا پوښتنه هم مطرح شوه چي افغانستان چي د كرښي نه د ترهګرانو د اوښتو شكايت لري نوبيا ولي د ډيورنډ په كرښه دديوال د جوړولو سره مخالفت كوي؟ ښاغلي كرزي دي سوال ته ډير ښه ځواب ووايه، هغه وويل چي كرښه خلك سره بيلوي خو د ترهګرانو د راتګ مخينوي نشي كوي.
 مشرف او شوكت عزيز دا څرګندوني هغه مهال وكړي چي لا ښاغلي كرزي د پاكستان نه په خپلي دري ورځني سفر بوخت وو، ښاغلي كرزي په خپل دري ورځني سفر كي نه يواځي دا چي په زغرده له پاكستاني واكمنو وغوښتل چي د ترهګري په وړاندي جدي ګامونه پورته كړي، او افغانستان ته دترهګرو دراتګ مخنيوي وكړي، دهغي په خوا كي يي هڅه وكړه چي دپاكستان خلكو ته هم دا ورسوي چي يو سوله ييز، آرام او پر مختللي افغانستان د پاكستان په ګډون دټولي سيمي په ګټه دي، ښاغلي كرزي په خپلو ليدنو كي د اروپايي ټولني په شان د خلكو ترمنځ د اړيكو دپراختيا تصور هم وړاندي كړ چي دسيمي خلك وكولاي شي د يو بل هيواد ته د سوداګري، سياحت، روزني او كار لپاره بي له ويزي اوپاسپورته سفر وكړي، د سيمي دخلكو ترمنځ پراخي اړيكي به د چټكي اقتصادي ودي لامل شي، نو ويلي شو چي په افغانستان كي سوله، امنيت او پرمختيا د ټولي سيمي د سوكالي او نيكمرغي تضمين دي.
 د ډيورنډ پر كرښه د اغزن ديوال جوړولو وړانديز څه موده مخكي هم د پاكستان د حكومت لخوا شوي وو، خو دافغانستان دحكومت دكلك مخالفت له امله پاكستان دا خبره پرخپل ځاي پريښوده، خو ښكاري داسي چي د پاكستان د واكمنانو د ذهن نه اوس هم دا خبره نده وتي، او په دي خاطر اوس يي په بيلا بيلو ډولونو غواړي مطرح كړي. د پاكستان دا وړانديز په هيڅ توګه په دي موخه نه وو چي ګواكي افغانستان ته پري د ترهګرو د راتګ مخه ونيسي، بلكي پاكستان په دي پلمه غواړي د ډيورنډ كرغيړنه كرښه چي هيڅ يو افغان ته دمنلو وړنده، پرافغانستان د افغانستان او پاكستان د سرحد په توګه وپيژني، خو كه دا خبره نه وي هم په عملي توګه دا ممكنه نده چي پركرښه د ديوال په جوړولو د ترهګرو دنفوذ مخه ونيسو، افغانستان او پاكستان ډيره اوږده پوله لري چي تقريباً ټوله يي غرني سيمه ده، پاكستان غوندي خوار ملك ته داممكنه نده چي د دي ټولي ليكي څارنه وكړي، د ترهګري مخه په دي توګه نه نيول كيږي، د ترهګري د له منځه وړلو لپاره پاكستان بايد پركرښي د ديوال پرځاي په پاكستان دننه دترهګري د روزني او د ترهګرانو پټ ځايونه له منځه يوسي، د ترهګرانو مالي سرچيني وچي كړي، او دهغوي د سياسي ملاتړمخه ونيسي.
 د پرويز مشرف او شوكت عزيز څرګندوني ښيي چي پاكستان نه غواړي هغه ژمني چي پاكستان هم پخوا او هم اوس د ترهګري د مخنيوي لپاره د ښاغلي كرزي سره كړي وي پلي كړي، مشرف او شوكت عزيز غواړي په دي توګه د افغانستان په هكله خپله دوه مخي پاليسي ته ادام وركړي او له خپلو ژمنو وتښتي.
 پاكستان دتل په شان يوځل بيا غواړي په بيلا بيلو پلموپه افغانستان كي ترهګري ته ادامه وركړي، اصلي ستونزه دا نده چي پاكستان نشي كولاي د ترهګري مخه ونيسي، اصلي ستونزه داده چي پاكستان نه غواړي د ترهګري مخه ونيسي، ترهګري او بنسټ پالنه د ګانډيانو په وړاندي د پاكستان ترټو تيره اوغوڅونكي وسله ده، نو ښكاره ده پاكستان نه غواړي په هيڅ توګه دا وسله له لاسه وغورځوي، اوس دا حقيقت ټولي نړي ته په ډاګه شوي چي پاكستان پخپله ترهګران روزي، په وسلو يي سمبالوي او افغانستان ته يي ليږي.
 مشرف وايي افغانستان بايد پخپله د خپلو سرحدونو څارنه وكړي، دا سمه خبره ده، افغانستان دخپلو سرحدنو څارنه كوي، ستونزه د سرحدونو نه د څارني نه بلكي ستونزه داده چي د كرښي نه هاخوا ترهګران روزل كيږي،په وسلو سمباليږي او افغانستان ته ليږل كيږي، ستونزه داده چي د كرښي نه هاخوا ترهګران په پوره ډاډ او اطمنان خپل سياسي او مطبوعاتي فعاليتونه پرمخ بيايي خو څوك يي مخه نه نيسي، بلكي د پاكستاني رسينو يوه لويه برخه عملاً ترهګرو او بنسټ پالو ته مطبوعاتي خدمات وړاندي كوي، آيا پرويز مشرف او شوكت عزيز په دي نه پوهيږي او كه نه غواړي چي پري پوه شي. په پاكستان كي يو خبري اژانس په ډيره اساني كولاي شي دملا دادالله سره مركه وكړي، ګلبدين په ډيره اساني خپلي مطبوعاتي اعلاميي او خپل مضامين د پاكستاني مطبوعاتو لاخپاره كړي او ژورنالستان په ډيره اساني كولاي شي هغوي ته لاس رسي ولري، خود پاكستان ټول پوځي او ملكي استخبارات او پوليس داكار نشي كولاي، حقيقت دادي چي هغوي نه غواړي دا كار وكړي.
 د افغانستان حكومت مكلف دي چي د ترهګري دمخنيوي لپاره ټولي لاري چاري ولټوي اوخپلي هڅي وكړي، پاكستان ته دښاغلي كرزي سفر هم ددي هڅو يوه برخه ده ترڅو پاكستان اړ كړاي شي چي دافغانستان په هكله پاكستان خپله پاليسي بدله كړى، خو ښكاري داسي چى پاكستان نه غواړي دا كاروكړي، ترهګري افغانستان ته دپاكستان له خاوري راځي، پاكستان د ترهګري پرضد په جګړه كي دنړيوال ائتلاف ديوغړي په توګه مكلف دي چي دهغي مخنيوي وكړي اودننه په پاكستان كي دهغي سرچيني وچي كړي، كه پاكستان داسي نكوي افغانستان سره دروغي جوړي او د اړيكو دپراخولو لار نه غوره كوي او د پخوا په شان د ترهګري نه ملاتړ او دافغانستان په وړاندي خپل منافقانه پاليسي ته ادامه وركوي نو بيا به هم افغانستان اوهم نړيوال ائتلاف دي ته اړ شي چي پاكستان سره هم همداسي چلند وكړي لكه څرنګه چي په ټوله نړي كي د ترهګرو سره روان دي اولكه څرنګه چي ترهګرو سره پكار دي.