د روان کال د جنورۍ پر نولسمه طلوع تلویزیون د پروان ولایت د غوربند درې د وروستۍ پیښې په تړاو یو رپوټ خپورکړ او په دغه رپوټ کې په زغرده د ملکي وګړو د وژلو ستاینه شوې وه او وژل شوي یی ټول ترهګر بللي وو.
طلوع والو! دا منم چې په دې خوار وطن کې ګڼ شمير ستاسې په څیر خلک به نورو پورې په هره برخه کې تړلي وي خو ډېر خواشینی په دې شوم، که له اسلامیت او افغانیته په بشپړه توګه راتیر شو نو څه فکر کوئ، آیا انسانیت مو اجازه درکوله چې د یو بې ګناه انسان پر وژلو خوښي څرګنده کړئ او د هغه پر سپیڅلي مخ د خپل کرغیړن سیاست د ترهګرۍ ماسک ور واغوندئ.
څنګه مو وجدان اجازه درکوي چې نه افغان، نه مسلمان بلکې د یو انسان په وژلو کې خپله بریا ولټوي، ډېر خواشینې یم چې په شعار کې تل د ژورنالیزم پر اصولو ټینګار کوئ خو په اصل کې دهمدغه شعار لاندې حقیقت د واقعي نه بلکې د وژونکي سیاست قرباني کوئ، تاسې او ستاسو په څیر یو څو نورې تش په نوم افغاني رسنۍ تل د خپلو بې ګناه پښتنو وروڼو وژل روا بولي.
څه موده وړاندې چې په کونړ کې بهرنیو ځواکونو د ماشومانو او ښځو په ګډون یو شمیر بې ګناه ملکي وګړي په بی رحمۍ وژلي وو ماندګار ورځپاڼې د خپلې هماغی ورځې د ګڼې په لومړي مخ کې د وژل شوو ماشومانو تصویر لاندې په غټو ټکو لیکلي وو: شش کودک فرماندهان طالب درکنر کشته شد.
طلوع والو! تاسو هم د دې پرځای چې په غوربند دره کې د بې ګناه ښځو او ماشومانو پر وژلو رپوټ جوړ کړئ بلکې د څو طالبانو پر وژلو مو رپوټ جوړ کړ او هغه هم له ژورنالیزم، افغانیت، اسلامیت او انسانیت سره په ټوله مانا په ټکر کې و هغه دا چې په دغه برید کی د څو طالبانو په ګډون ښځی او ماشومان هم وژل شوي وو، زموږ ټولو افغانانو لپاره د ښځو او ماشومانو وژل کیدل دردوونکی خبر و.
ستاسو د سیاسي ناروغیو یوه بله بیلګه هم دا ده چی وړمه شپه مو د عبدالستار خواصي هغه وینا خپره کړه چی له نن څخه دوه کاله وړاندی یی د بهرنیانو پروړاندی جهاد روا بللی و، څه فکر کوئ چی د دوو کلونو وړاندی وینا به خبري ارزښت ولري او کنه؟
سمه ده چې خواصي به نږدې دوه کاله وړاندې په بګرام کې د قران کریم د سوځولو په غبرګون دغه وینا کړی وي خو تاسو ولی اوس پرې رپوټ چمتو کړ دا خو د دې مانا لري چې خواصي د غوربند په دره کې د وژل شوو ملکي وګړو پر وژلو جدي غبرګون وښود او د نوموړي دغه چاره ستاسو له کرغیړن سیاست سره مخالفه وه نو تاسو هم له یوې خوا د خواصي پر وینا یو اړخیز رپوټ جوړ او هم مو په طنیزیه خپرونه کې پرې توندې نیوکې وکړې.
زه د خواصي مدافع وکیل نه یم اونه هم له نوموړي سره کوم تړاو لرم خو هغه څه چې زه یی د دغو څو کرښو لیکلو ته وهڅولم افغاني احساس او د ژورنالیزم اصول وو چې تاسو په ټوله مانا تر پښو لاندې کړی وو.
ستاسې د سمون په هیله