غونډه پیل وه، یوه کس د پروژو په اړه معلومات ورکول کېدای سي کوم رئیس به وو د هغه له خبرو وروسته ځوان ویاند راولاړ سو او ويې ویل، اوس هم حاجي پلاني خان ته بلنه ورکوو چي راسي او خپلي خبري ستاسو سره شریکي کړي.
حاجي صاحب د پاج لو لنګوټه تړلې وه او شمله یې هم ښه اوږده ورکړې وه سټېج ته ودرېد او په خبرو يې پیل وکړ
زما ګرانو وروڼو زموږ د صبر کاسه نوره نسکوره ده موږ نور نه سو کولای چي دا هرڅه وزغمو موږ پروژې نه غواړو، موږ هیڅ شی نه غواړو خو دغه امریکایان چي زموږ په بغل کي ناست دي دا دي زموږ طالبان نه وژني، دوی دي زموږ کورونو ته نه راځي، موږ نور د دوی سره جهاد اعلانوو.
حاجي صاحب په ډېري توندي لهجې خبري کولې، د خلکو تر شا څو بهرنیان هم ناست وه او ده ژباړن ته وویل دا زما خبري ورته ژباړه، حاجي صاحب! خپلو خبرو ته دوام ورکړ
موږ نه سړک غواړو، نه پلچک غواړو، نه پېروژې غواړو دغه کفار دي زموږ له ښځو څخه عکسونه نه اخلي، موږ پر ناموس سر ورکوو، زموږ یو سړی چي وویني هغه ګوره چي لا طالب وي که نه وي دوی یې په سکټ ولي، خو په هغه ځایو کي چي په سوو طالبان وي هلته یو لا نه مري.
امریکايي! ته د یوه پنجاپي په کول کوې خو زموږ د دې سپینږرو په کول نه کوې موږ خپل ملي اردو لرو، خپل پولیس لرو، زه هم خارجي حکومت ته وایم هم داخلي حکومت ته وایم، که بیا داسي وسول داسي بې درسره ورانه کم چې زما دي په ذات د خدای قسم وي چي یو اورلګیت یې کم درسره.
خدای وو رشتیا د ده خبرو ډېر ښه خوند راکړ، خو کیسه وروسته بل ډول وه
بل وخت یوې ولسوالۍ ته ولاړم د بهرنيانو سره مي حاجي صاحب هم ولیدی، خوامي بده سوه فکر مي وکړ چي بیا کومه ستونزه پېښه سوې ده خو هلته مي له ژباړن څخه وپوښتل، چي حاجي صاحب څه ستونزه لري؟ هغه وویل، دی دلته د بهرنیانو سره د کانټرک په اړه خبري کوي، هغوی پیسې ورکوي دی هغوی ته مواد هم راوړي او ځيني پروژې يې هم تر لاس لاندي دي، ما ورته وویل، دی خو ډېر د بهرنیانو خلاف دی، هغه ویل نه، دی خو اکثره وخت دلته وي او ټول کاروبار يې په همدې سره روان دی.
افغانستانه خدای دي مل سه