د یوې علمي څېړنه پايله ښيي چې، انسان د ۲۵ واحده درد زغملو توان لری چې دا درد مساوي دی له، په يو وخت کې د شپږو غټو هډوکو د ماتېدلو له درد سره، خو د ماشوم د زېږېدنې پر مهال په يوې مور ۴۷ واحده درد راځي چې، دا درد مساوي دی له، په یوه وخت کې د يوولسو غټو هډوکو د ماتيدلو له درد سره. (سبحان الله، مور څومره حق لري!!!)
کله چې اولاد پيدا شي، مور بيچاره بیا ورځې، اونۍ، مياشتې او حتي څو کاله بې خوبه، ستړې ستومانه او نا قراره وی، کله د ماشوم په سر درد، کله يې په خيټه درد، کله سينه او بغل، کله څه او کله څه بلا نا رامۍ وي چې پرې تيريږي.
کله چې ماشوم د مکتب عمر ته ورسيږي هره ورځ يې په دعا رخصتي وي او تر راتګه يې په بې صبرۍ د راتللو لارې څاري.
خو!
ځیني خدای نا ترسه او له خدايه لرې حلقي د خپلو شومو سیاسي اهدافو لپاره دا ټولې خبرې نا ليدلي نيسي او په يوه ورځ يوه مور د څو اولادونو سر ته کښينوي، چې ښايي که پرې علمي څېړنه وشي دا درد له هغو ټولو دردونو ډېر وي.
که ميندې غواړي، نهه لس مياشتې د ماشوم په ګيډه ګرځولو له تکليف څخه خلاصې شي، که غواړي ۴۷ واحده درد چې هيڅ د زغم نه دی تجربه نه کړي، که غواړي چې شپي، اونۍ، مياشتې او حتی کلونه بې خوبه او ناقراره نه وي، که غواړي تر دې ټولو سخت خپله د زړه ټوټه ټولو ارمانونو ته تر رسېدو دمخه د خپلو سترګو پر وړاندې په خاورو کې ښخه نه کړي، که غواړي د تل لپاره يې په زړه داغ پاتې نه شي او که غواړي ....
نو!
ميندې دې نور اولادونه، نه راوړي، په افغانستان کې د اولادونو لويولو چانس نشته