د زېږدیز کال ۲۶/۱/۲۰۱۴ نېټه باندي د چمن په ښار کي د پښتو ادبي تړون- چمن له لوري د مبارز شاعر قاضي ملا عبدالسلام بابا د وفات ۴۰ کال یاد غونډه جوړه شوه. چي له کندهار، کوټي،مسلم باغ، پښین او برښور څخه لیکوالان، شاعران او د ادب مینوال ورته راغلي ول.
ماسپښین درې بجې د غونډي پیل قاري صاحب د قرآني کریم د آیاتونو په تلاوت وکړ، ورپسې له کندهاره راغلي خوږ ژبي ترانه ویوونکي قیام الدین قیادت نعت زمزمه کړ. بیا ځانګړي مېلمانه (شاعر شفیق العالم معذوریار، لیکوال او شاعر عبدالروف رفیقي، د سیمي سوداګر مجاهد، شاعر واصل حسنیار، شاعر حاجي محمد اکبرنعمتي، شاعر او لیکوال محمد نعیم آزاد، لیکوال حاجي رحمت الله رحمت، شاعر عبدالستار رایاب او شاعر عبدالغفار غاور) پر دریځ پرتو څوکیو ته وبلل شول.
غونډه پر دو برخو وېشل شوې وه چي په لومړۍ برخه کي د قاضي ملا عبدالسلام پر ژوند او اند مقالې ا و وینا واورول شوې، په دوهمه برخه کي ازاده مشاعر وشوه.
د غونډي لومړۍ مقاله اختر محمد مېراني د قاضي ملا سلام بابا پر ژوند واورول، ورسته لیکوال رحمت الله رحمت د قاضي پر ژوند، ملي مبارزې، زده کړي، د پیدا یښت پر نېټه او د کتابونه پر لیکلو وږغېدئ.بیا ملا عبدالرازق راشد ته د وینا لپاره بلنه ورکول شوه. ښاغلي راشد وویل چي ((قاضي ملا سلام نه تنها چي ملي مبارز وو بلکه اسلامي مبارز هم وو)). ورپسې د پښتو ادبي غورځنګ کوټي مشر، شاعر او لیکوال نعیم آزاد «د ستر او درانه بابا خوشال خټک لاروی قاضي ملا عبدالسلام بابا» تر عنوان لاندي مقاله واوروله. نوموړي وویل چي قاضي ملا سلام بابا وایي: «زه د خوشال خټک لاروی یم». ښاغلي آزاد زیاته کړه: ((خوشال خټک د مغلوو په وړاندي او سلام بابا د انګرېز په وړاندي ملي مبارزه کول، د همدې جد و جهد په تور زنداني سوی دی، چي زه ورته د غازي لقب هم ورکوم)).
ښاغلي آزاد په لیکلې مقاله کي د سلام بابا په شعرونو کي ۲۰ هنره او ۲۰ خویونه کشف کړي ول چي د ټولنیز ژوند د غوړېدا، پرمختګ او هوسایني لپار ستر خوشال بابا په خپل منثور اثر«دستار نامه» کي سپړلي او یاد کړي دي. همدا راز نوموړي وویل:(( سلام بابا سطرنج، انځورکښي او موسیقي نه خوښول)). تر شاعر نعیم آزاد ورسته د قاضي سلام بابا زوی عاطف اخندزاده لنډه وینا وکړه. د څلورمي وینا لپاره شاعر شفیق العالم معذوریار را وبلل شو. ښاغلي معذوریار د سلام بابا د زوی د هغې خبري(( چي د شاعر علامه اقبال مزار په سنګ مرمر جوړ او زما د پلار پر قبر بوټي( خاشې) ولاړي دي)) په ځواب کي وویل (( پر اقبال چي کوم کار شوی هغه په دوو کتابتونونو کي هم نه ځایږي حال دا که څوک پرسلام بابا کار کوي هغه د پنجرو شاته لویږي، نو دا چي له سلام بابا سره دومره زیات ضد روان دی نو اوس هم د شکر ځای دی چي مزار خو یې مالوم دی)). ورپسې لیکوال، څېړونکی او شاعر ډاکټر عبدالروف رفیقي د میک مخي ته را دعوت شو چي د قاضي ملا عبدالسلام د ژوند، ملي مبارزې او سیاست په اړه يې هر اړخیزه، ګټوره او تاریخي وینا وکړل.د غونډي د لومړۍ برخي په اخیر کي د پښتو ادبي تړون چمن مسؤل شاعر او لیکوال عبدالغفار غاور په تالار کي له ناستو استادانو، ادیبانو او د ادب له مینوال څخه مننه وکړه چي د سلام بابا په یاد تلین کي یې ګډون ورسره وکړئ ښاغلي غاور زیاته کړه چي زموږ ادبي او کلتوري ټولنه ویاړي چي د پنځو کلنو را په دې خوا دا ستر شاعر او د پښتو ستر ویاړ لمانځي او موږ هوډ کړی چي د پښتو د ادب ځلانده ژوندي ویاړونه به هم لمانځوو.
د غونډي دوهمه برخه(مشاعرې) د شپې تر یوولس(۱۱) بجې دوام وکړ چي ګڼ شمېر شاعرانو پکښي خپل شعرونه ولوستل او خال- خال ترنم ویوونکوو شعرونه زمزمه کړل.
د پښتو ادبي تړون- چمن له لوري غونډي او مشاعري ته راغلوو ټولو مینوالو ته ډوډۍ ورکول شوه چي ورپسې تر (۲) دوو بجو فرشي مشاعره وشوه.
یاده دي وي چي د غونډي انانسري، شاعر نعمت الله پښتون، شاعر واثق سنګریار، شاعر محمد عظیم ممتاز او شاعر موسْی کلیم دراني کوله.