د بم د چاودېدو د خبر سره سم يې د ټلويزيون تڼۍ کېکاږله او مړ يې کړ بشر له درده تک تور کيلي ويلي شو ، له ما وار پار خطا شو منډه مې کړه ګيلاس اوبه او د درد دارو مې ورته راوړل پر ميز مې کېښودل چې په دې کې د ټلفون زنګ راغلو زه په خبرو شوم او خبرې لږې اوږدې شوې ، ټلفون مې بند کړ بېرته کوټې ته راغلم بشر نه مې پوښتنه وکړه : څنګه شو د زړه درد دی ؟
بشر مسک شو او کړل يې بلکل ښه شوم ٠
ما مېز ته وکتل ګولۍ او ګيلاس دواړه هماغسې پر مېز يښي ول ، حيران شوم چې دومره شديد درد دومره ژر څنګه ښه شو، په همدې سودا کې وم چې بشر سر راپورته کړ راويې کتل او يو ټوټه کاغذ يې راکړ ما هم په بيړه ولوست اوږد شعر و نور مې هېر دی خو يو دوه کرښې يې داسې وې :
دغه پر لارو اندامونه زما -- - بس يوې حورې ته انسان وشيندل ٠
ما چې وروکتل بشر خپلې اوښکې پاکې کړې او راته يې وويل : د ليکوال او شاعر درد داسې وي لکه د ميندو او خويندو د زېږون درد ترڅو چې ماشوم نه وي زېږېدلی د مور درد يې درمل نه شي ښه کولای مګر څنګه چې کوچنی وزېږېږي مور يې ټول دردونه هېر کړي او ماشوم په مينه پر خپلې سينې واچوي ، د ليکوال درد هم هله ښه کېږي چې د الفاظو په بڼه يې د نورو دردمنو خلکو زړونو ته ورورسوي زه هم دغو څو کرښو تسکين کړم او درد مې سپک شو٠