ياددښت: دا د ښځه څوک ده کتاب دويمه برخه ده، هيله ده دا هم له هغې سره يو ځای خپور کړئ.
درنښت
سيدي
د ظالم تخته چپه ده
کله کله را ته چیچې خپل غاښونه ٬ خوځوې راته له لیرې نه لاسونه
هسې غواړې چې خپل زور راته ښکاره کړي
او چم ګاوند ټول زما په ننداره کړي
نو په دغسې غوغا کې
یا دجهل په فضا کې
ځان مې ډیر راته بیوسه
او کمزوری شانته ښکاري
که دلیل د ظلم پو ښتم او یا پرسان یې د علت کړم
بیا نو نیغه هسکه غاړه را ته ودریږې په مخ کې
وایې زه یم نارینه
زورور یم دیرینه
زور په مټ ٬پیسې په جیب کې
ټوپک سور دی په ماشه
که دې آه .. له خولې را وایست
او یا دې چاته شکایت کړ
بس میله به در کږه کړم
په سینه به در سوره کړم
د سترګو په یو رپ کې ..........آه
ډیرې لاړې له دنیا نه
چا په اور کې ځان ستي کړ
چا لحد کې ځان بندي کړ
دا په دې چې دا ده ښځه اومظلومه
اوهغه چې نارینه دي همیشه بایدواکمن وي اوحاکم وي
اساسي قانو ن نافذ شو
توپیر هلته نا جایز شو
خاص شعار یې ورور ګلوي ده
او د حقوقو تساوي ده
خو په اصل کې څه بل دي
بس چې ګورم دا حالات
او چې اورم شکایات
نو د ځان سره دا وایم چې دا آش دا یې کاسه ده
او دا غلطه راته ښکاري
چا ویل دا چې د ظالم تخته چپه ده
۱۳۸۵چنګاښ مکرویان
قرباني
په افغانستان کې د ولور دود او دستور د ښځینه قشر په اړه ستره جفا ده چې اوس اوس هم زموږ په ځینو ولایاتو کې د نجلۍ په بدل کې ولور ډیرې پیسې اخیستل کیږي او کله چې نجلۍ بیا د میړه کورته واده شي نو که هرڅومره ظلم او ستم پرې کیږي دنجلۍ د پلار کورنۍ دا حق نه لري چې مداخله وکړي او د خپلې خور لورپو ښتنه وکړي ځکه ورته ویل کیږي چې تاسې خو خپل جیبونه ډک کړی دا زما خپله ښځه ده که یې وهم یا ټکومه خپل کار مې دی له تاسې نه اوس خلاصه ده .
په دې هکله مې د ننګرهار ولایت له یوې کلیوالې ښځې چې نوم یې زینبو وه و پو ښتل ٬ هغې داسې وویل پلار مې دوه لکه کلداری ولور اخیستی دی زما د واده څلور کاله تیریږي میړه مې ښه دی خو زه د خپلې خواښې او ایندرور له لاسه ډیره په عذاب یم د کور ټول کارونه پرما دي که کله ناروغه یم او یا یو کار ونکړم نو خواښې او ایندرور مې را پسې چیغي کړي او وایې پلار دې پوره دوه لکه کلدارې اخیستي څنګه داسې پرته یې ؟
پاڅیږه او کارونه خلاص کړه کله چې زه خپل میړه ته شکایت وکړم نو هغه هم د خپلې مور او خور په ننګه وي.
زینبودخپلې هرې خبرې په څنګ کې یو سوړ آه وباسي چې هر انسان په ډیره سادګۍ دهغې په دې غمناک او سیلی کې دغم او اندیښنې ژورې اغیزې احساسوي .
زینبو چې په عمر ځوانه د.... کالو مالومېده خو د ژوند تودو سړو ترې پخه ښځه جوړه کړی وه د خپلو خبرو په ترڅ کې یې د خپلې پلار ګنی د کور یوه کیسه راته داسې وکړه .
څو ورځې مخکې مې پلار ناروغه و کله چې خبره شوم چې پلار مې مریض دی نو په کور کې چې ټول ناست و یا دونه مې وکړه چې که ستاسې خوښه وي نن به زه دخپل پلارپوښتنې ته ولاړه شم زما دې خبری په کور کې یو عجیبه شانته وضع را منځ ته کړه او هر یوه په خپل وار سره را ته وویل چې مریض دی نو مریض به وي ددې کور کار څنګه کیږي ما غو ښتل یا دونه وکړم چې ستاسې خو به څه نه وي مګر زما خو پلار دی چې سمد لاسه د میړه له لاسه د میړه نه نیولې بیا تر ټولو راته به یوه خوله وویل شول چې ته اوس ددې کور ښځه یې پلار د ې ته په موږ خرڅه کړی یې په داسې حال کې چې موږ د ولور پیسې نه درلودې او پټي مو ورته ګروکړل او ستا د ولور پیسې یې رانه واخیستلې او س دې ستا پلار هم ددې کار خوند وګوري چې څنګه دی ؟
کله چې زینبوراته دا کیسه کوله نو شنډې یې مرۍ مرۍ کېدلې او راته یې وویل : اوس نو ته را ته ووایه چې زما ګنا څه ده ؟
د پلار او میړه د معاملې تر منځ زه سو ځېدلې یم او د بل د ګناهونو سزا باید زه وګورم دا ځکه چې ښځه پیدا شوې یم او هغه هم په یوه داسې چا پیریال کې چې هلته د مکتب او زده کړو څه پته هم نشته او نه څوک ښځو ته د انسان په ستر ګو ګوري هر وخت خپل ځانته ښیراوې کوم چې کاشکي زه په هماغه وړکتوب کې مړه شوی وای اوس به مې له ددغو جنجالونو څه غو ښتل !
دزینبو معصومې څیرې دا هر چا ته ښودل چې ددې وطن په مظلومو ښځو څه تیریږې د حیا نه په ډکو سترګو کې یې دناوړه دود او ستور نه کرکه او نفرت له ورایه څرګندیدل او دا یې خلکو ته ښودله چې د خدای ج د پاره دې نور د خپلو تور سرو په سر ولور نه اخلي .
که په ننګرهار کې لږ نور هم تم شو او هلته د ښځو د حقوقو په اړه پلټنه وکړو نو وبه وایو چې د ننګرهار په ولایت کې د افغانستان د نورو ولایتونو په څیر ښځو ته ډیر لږ حقوق ورکړای شوي دي ٬اکثر د دې سیمې خلک د پخوانیو عنعناتو او دود دستور تر اغیز لاندې را غلي دي که څه هم چې نارینه په دې ښه پو هیږي چې ښځه دا حق لري چې پخپله دخپل ژوند شریک وټاکي یا هم ښځه د خپلو انساني حقوقو خاونده ده هغه باید زده کړې ٬ وکړې او یا هم په ټولنه کې د نارینه په څیر د خپل هېواد په بیا رغاونه او سمسورتیا کې رغنده برخه واخلي خو چې سمیز دود او دستور ددې کارد لارې خنډ ګرځي نو بیا دا ټول مسایل د کور او کلي دناوړه رواجونو تر پښو جاروي او وایې چې ٬ ښځه یا په کور ده یا په ګور!
په دې اړه مې د بټي کوټ د کلي د یوه او سیدونکي نه چې ځان یې د الله داد په نوم را وپیژانده ٬ وپو ښتل: هغه داسې را ته وویل :د ښځې لپاره خو مکتب ښه دی او که ښځه د چا سره په نکاح کولو خو ښه نه وي نو په زور باندې یې نکاح هم سمه خبره نه ده او که کومه ښځه د کور نه بهر کار کوي نو په دې خبره خو زه هیڅ ویل نلرم لیکن زموږ په سیمه کې خو بیا د ښځو لپاره دداسې ازادۍ رواج نشته که څوک خپله خور لور مکتب ته پریږدي او یا د هغې په خوښه خپله خور یا لورمیړه وکړي نو بیا په دې وطن کې د بی غیرته سړي په نوم یادیږي په همدې خاطر اول زه پخپله هیڅکله دیته حاضر نه یم چې زما دکور ښځې د تعلیم او زده کړو لپاره د کور نه د باندې ووځي ځکه موږ دلته تر برونه لرو دوست او د ښمن لرو ٬پلار او نیکه مو دلته ډیر ښه د آب او عزت ژوند تیر کړی دی زموږ په نیکونو نیکونو کې تر اوسه ښځه د کور نه بهر نه ده وتلې نو اوس به زه او یا زما زامن څنګه دیته حاضر شو چې خپلې ښځې ته د کور نه بهر د سبق د زده کړولپاره اجازه ورکړو ٬نه هیڅکله هم نه !!!
ښځه خو خدای پاک پیدا کړي د همدې کور لپاره ده .
که ددې سیمې له ښځو سره بیا ددې مسلې په هکله خبره شریکه شي نو بیا د زده کړو او ازادۍ پلویانې دي ٬ د ښځې ازادي خو ښوي او وایې چې د کور کلي او یوه هېواد د سوکالی او نیک مرغی د ښځې او نر په شریکه کاراو زیار کې نغښتی ده په همدې هکله مو د بټي کوټ او تریلی تر منځ لاره کې ددوو خویندو سره خبرې وکړې چې ګنډې یې په سر او په لاره روانې وي ما ترې وپو ښتل او یوې یې چې نه غو ښتل نوم یې واخیستل شي داسې ځواب راکړ :
خور جانې په دې وطن کې خوزموږ سړی ښځو ته د ژوندي انسان په سترګه نه ګوري که لږ څه خبره ښکته او پورته شي بیا نو اخ ډب دی وهل او ټکول او وایې چې ښځه مې نه لېده او دومره غټې خبرې خوره او چښه ستایې په نورو کارونوکې څه کار نشته که لږ څه ډوډۍ او خواړه ورته نا وخته ورسیږي بس نو کاسه په کوزه او کوزه په کاسه ولي پلار او نیکه ایسته راته اچوي د لویانو دا راز سپکې سپورې چې خپلو ښځو ته یې کوي اوس وړو وړو هلکانو هم زده کړې چې خپلې مور ٬خوراو نورو ته همداسې کنځلې کوي او په ټیټه سترګه ورته ګوري د کور ټول کارونه ښځه کوي اخلی ٬ پخلی ٬ډوډۍ په تناره کې پخول ٬جارو ٬ د مال لوشل نور اونور ...
همداراز ډیر کارونه موږ ښځو ته را په غاړه دي دوهمې ښځې چې غلی ناسته وه کله مې چې له هغه نه وپو ښتل راته یې داسې وویل :مکتب خو ښه دی تاسې خو بختورې ښځې یاستی چې مکتب مو ووایه کاشکي موږ هم ستاسې په شان وای دلته خو د جینکو مکتب هیڅ نشته که د چا خور او لور د مکتب شوق وکړي بیا ټول ولس ور پورې خاندي او پیغور ورکوي خو زه د ستاسې په شان ښځو نه هیله کوم چې زموږ د نارینه وو سره وګوري خبرې ورسره وکړي تاسې هم له کرزی صیب څخه هیله وکړی تر څو په ولایاتو او ولسوالیو کې د ښځو د مکتب غمه وخوري او دغه ناوړه رواج ددغه ځای څخه لیرې کړي که یو وارې یو سړی جرآت وکړي او خپله خور یا لور مکتب ته ولیږي بیا د اکار کرار کرار رواج کیږي او ټول ولس به دیته حاضرشي چې د جینکو مکتب پرانیزي زموږ په وطنو کې خو ښځې هیڅ حقوق نلري که یو سړی زورور وي او ټوپک ولري پیسې ولري او سړي ولري نو که د هر چا په خور او لور یې ډزې وکړي بس نو هغه نجلی د هغه سړي ده بل څوک مرکه نشي پرې کولای او هغه نجلی به همداسې په دعوا کې ناسته وي او نه یې بل څوک د کوزدې لپاره زړه ښه کوي ځکه چې په دې نجلی باندې ډزې شوې دي او هغه د بل چا په نوم شوي ده چې بل چاته یې ورکول بیا لویه دښمني را منځ ته کوي .
¯¯¯
زه نجلی یم
زه نجلی یم زه غوټۍیم زه تنکۍ او ګلالۍ یم
زه د پلار هسکه شمله یم
زه د مور د زړه بوغچه یم
زه د ورور د ورا ښکلا یم
زه یی په څنک کی شاه بالا یم
زه په اصل ښایسته یم
زه زړه سواندې رنګینه یم
زه وړه او نازدانه یم
زه هوښیاره پلوشه یم
زه د ٬ نیا د لاس عصا یم
زه نیکه سره پخلا یم
زه همزولو ته یم ګرانه
زه ټولګي کې یم سرخانه
زه ماما سره لوبیږم
د کاکا سره ګړیږم
زه په خپل کور کې رڼا یم
زه په خپل کور کې ځلایم
زه نجلۍ یم زه غوټۍ یم
زه تنکۍ او ګلالۍ یم
د۱۳۹۲ کال د لړم د میاشتې ۲۳ نیټه
ګرانې خورې !
ما او تا ته معلومه ده چې د څو کلونو تورتم ٬وحشت بربریت ٬ او زما او ستا د مادي او معنوي حقوقو د تر پښو لاندې کونکوله خوا زه او ته څومره لیرې سره ساتل شوې وو ٬ ما او تا نشوای کولای چې خپلې ستونزې ٬ د زړه خواله ٬ دردونه٬ غمونه او مصیبتونه له یو بل سر شريک کړو زه او ته په دې محکومې وو چې ښځې یو ٬ باید محرومې وو ٬ زه او ته په دې هم ملامتې وو چې د ټولنې د سو کالۍ او پر مختګ لپاره مو د خپل توان په اندازه ز یار ګاللی و او ددغه هېواد بچیانو ته مو یو څه ورزده کړي وو .
نو ای ګرانې خورې !
اوس چې د پخواني تورتم په ځای رڼا ٬ د ظلمت په ځای عدالت د تورې شپې په ځای روڼ سحر٬ دناپوهۍ په ځای پوهه او د اسارت په ځای آزادي را غلې نو...
را ځه چې دواړه ٬ لاسونه سره ورکړو او د خپلو محرومو خویندود نیکمرغۍ هوساینې ازادۍ او سوکالی لپاره کار وکړو او هغوی ته زیری ورکړو چې دوی هم توان لري چې زما او ستا په شان دخپل هېواد خلکو او د خپلو محرومو مظلومو او محکومو ښځو لپاره کار کولي شي او خپل مدني حقوق او امتیازات تر لاسه کولی شي .
¯¯¯
ته مې مخاطب یې زما ګران وروره
ته خپله ښځه ٬ لوراوخورچې ستا حیا او ناموس ګڼل کیږي دې ته اړ باسې چې له غرونو٬ ځنګلونو او حتی ډیرو لیرې پرتو د ښتو او بیدیاوو نه د تناره د تودولویا دیګ پخولو لپاره اغزي او بو ټي په خپله نازکه اوږه را وړي او یا هم د څارویوخوشایه په خپلو ظریفو لاسونو چې اصلا باید پرې جهان و ځنګوي ٬ موټی کوي او هغه وچوي ٬ ددې لپاره چې پخلی پرې وکړي او ستا اقتصاد تقویه شي او دا بیا کوم انصاف دی چې د غنمو لو پرې کوې او یا ګېډي پرې چلوې او داسي نورو بیګارونو ته یې اړباسې .
خفه کیږه مه باتوره وروره :
کله چې د واک د تر لاسه کولو لپاره په لسګونو او سلګونو انسانان وژنې ٬ را کټونه وروې او بمباری پرې کوي نو هغه وخت دې ولې دا شرم او غیرت په یاد نه وي چې بې اثرې ښځې کونډې بورې او ورارې کوې اویا هم د نیشه یي توکو سوداګری کوې ٬ ښځه خو هډو دا کار نشې کولای .
ظاهرا د اسلامیت اوغیرت چیغې وهې د پت او عزت خبرې کوي خو په پټه کې دټولو انساني او اسلامي موازینو نه بهر وځې ٬دیو صفته کیږې او په هرڅه چې د ې لاس ورسیږي پرې صرفه نکوې هغه وخت دې خپلې مخکنۍ د عدل او انصاف نارې سورې له یاده وتلې وي او دچا حیا پت او عزت ته دې هیڅ پام نه وي او کله چې کوم منکر کار ته اقدام کوې قتل کوې دچا په حیا او ناموس تیری کوې او بیاعدل ته کش کیږي نو...
بیا دخپلو دغه غیر انساني کار په بدل کې خپله خور او لور په بدو کې ورکوې او ددې برعکس کله د چې خور او لور د اسلامي شریعت په رڼا کې وغواړي په خپل رضا او رغبت ځان ته د ژوند ملګری وټاکي نو غیرت دې یو په سله شي او دناموس د ساتنې تر عنوان لاندې په هغې پسې چړې را وباسې او په مرګ یې هم صرفه نکوي او یا هم که کله ستا همدا خور او لور وغواړي چې ځان د علم او پوهې په ګاڼه سنبال کړې دزده کړو لپاره خپل نوم دکور کلي په نږدې ښونځي کې ولیکي نو بیا هغه وخت شرمیږې او دغیرت او ناموس احساس دې را ژوندی شي او یا هم کله چې یوه ښځه یا نجلی چې دخپل ځان او نورو په حقوقو پوه شي او خپل شخصیت د خدای د یوه عاجز انسان په توګه تثبیت کړي هله نو بیا هغې ته د یوې سپین سترګې او بې حیا نجلۍ خطاب کوې او د هر راز سزاګانو سره یې مخ کوې ځکه چې ته په اصطلاح ستا د غیرت او عزت احساساتو د جنون تر پولې رسولی یې .
له پورتنۍ لنډې یادونې څخه زما مطلب ټول نارینه نه دي خدای دې نکړي ٬شته داسې د خدای دوستان نارینه ! چې تر یو شمیر ښځو لا زیات دهغوی دحقوقو پلويان او مدا فعان دي خو زموږ دلیکنې مقصد هغه شمیر نارینه دي چې د ښځې د حقوقو په اړه له ټولو الهي او مدني قوانینو څخه نا خبره او یاهم د جهالت په خم کې داسې ډوب دي چې له خپل هوا او هوس پرته یې بل هیڅ شي ته پام نه وي او غواړي چې د فرعونیانو په څیر ټول موجودات ددوی فرمانبرداره وي.
ګرانو خویندو او میندو !
حق ورکول کیږي نه !بلکې اخیستل کیږي تاسې وینئ چې نن په هېواد کې ښځې له څومره کړاوونو او ستونزو سره مخ دي ددوهم پیدا شوي کس په سترګه ورته کتل کیږي او حقوق یې تر پښو لاندې دی .
ګرانو خویندو !
په تکرار سره وایو چې حق ورکول کیږې نه ! بلکې اخیستل کیږي تر څو به په ټولنه کې د محرومیت او انزوا په شکل ژوند کوو او حقوق به مو تر پښو لاندې وي ٬ را ځئ چې لاسونه سره ورکړو او په ګډه د خپلو حقوقو د اعادې لپاره هلې ځلې وکړو .
ګرانو خویندو میندو د افغانې ښځې غږ راډیو ستاسې دحق غږ په رسا اواز له خپلو څپو خپروي تاسې کولای شئ له موږ سره اړیکه ونیسئ تر څو یو د بل په مرسته دحق اواز اوچت کړو .
¯¯¯
نو اسمان هم ژړل ځمکي هم
هلته چې د حیا او عفت کوڅۍ ددیو صفته انسان له لاسه په ځمکه را لویدې.
هلته چې د یوو یشتمې پیړۍ جنایتکار مټې را نغښتې وې او یو بل تاریخي جنایت یې تر سره کاوه .
هلته چې دښځو د حقوقو درواغجنو مد عیانو د ښځو د حقوقو د اعادې نارې سورې غږولې را غږولې .
هلته چې انسانیت ٬ قانونیت او عدالت خپل ځای وهلو ټکولو او تاوتریخوالي ته پرې ایښی و .
هلته چې عاطفه ٬ انسانیت ٬شرافت محکوم او وحشت او بربر یت حاکم و.
هلته چې ددوو تنکیو معصومو ماشومانو تر سترګو لاندې ددوی مظلومه او تسلیمه مور د وهلو ټکولو د شدت له امله د کوټې په یو او بل دیوال لګېده .
او هلته چې د نجات د فرشتې مهربان لاسونه له دې مظلومې نه په دفاع د تقدیر په ذولنو ولچک شوی و
نو اسمان هم ژړل ځمکي هم
۱۳۸۶ کال د غبرګولی میاشت
یادونه: شکریه هغه ښځه وه چې په 1385 کال دې دلوې د میاشتې په 26 نیټه دتخار ولایت د تالقانو په ښار کې د خپل میړه له لاسه یې له وهلو او ټکولو وروسته سر وچ و خریل شو او تصویر یې د ملالۍ په مجله کې چاپ شوی دی.
د زړه خواله
څو ښځې په یوه محفل کې سره ناستې وې او هرې یوې په وار سره له خپل خاوند نه ګیله درلوده .
لومړۍ ښځې وویل : ما ښوونځی خلاص کړی خو هر وخت مې چې میړه راسره په جنګ شي بیا راته وایې چې ته سواد لرې ؟
ته په څه خبره یې بیسوادې ! حیف په هغه تنخوا چې تاته درکول کیږي په داسې حال کې چې تنخوا مې هم ټوله هغه مصرفوي .
دوهمې میرمنې پرې را درسته کړه :
ته رښتیا وایې میړونه تل په خپلو ښځو یولفظي ګذارکوي ٬ زه د کور نا لوستې میرمن یم کله مې چې د میړه غالمغا ل پورته شي نو بی له ځنډه راته وایي په تا بیسواده به څوک څه وکړي ٬هسې تاوان یې .
دریمې میرمنې بیا په خپل وار سره وویل : زه نیمه نا لوستې یم په لیک او لوست پوهیږم خو په ښوونځي یا پوهنځي کې مې زده کړې نه دي کړې خاوند مې چې را سره په جنګ شې نولومړۍ خبره یې دا وي نالایقې ! که تا دومره لیاقت درلودای ښوونځی به دې پاس کړی وای .
څلورمې میرمنې هم خوله پرانسته او په خپل وار سره یې وویل : د میړونو له کلنګ ګک نه خلاصون نشته ٬ زه لوړې زده کړې لرم خو کله مې چې میړه را سره په جنګ شي نو بیا وایې ښځه په لوړو زده کړو څه کوي هغه ښځه چې پوهنتون ته ولاړه لاس ترې مینځه ٬افسوس زما په حال چې تا سره مې واده کړی دی .
پنځمې ښځې تر خوله سوړ آه وایست او وویل : چې تاسو خو له خپلو میړونو سره په سواد او بیسوادی ناندرۍ لرئ راشي زماحال وپوښتئ چې په یوه پښه ګوډه یم ٬ زه مریم نومیږم ٬ خو میړه مې خپل نوم نه راته اخلي او د خپل او پردي تر مخ مې د شاګوډۍ په نوم یادوي هغه دا نوم ماته دومره استعمال کړي چې زه فکر کوم زه به رښتیا شا ګوډۍ نومیږم
زه هم چې ددوی مصاحبه وم او ددوی له خولې مې دا خبرې واوریدې نو ډیره خواشینې شوم او له ځان سره مې وویل : چې دالله پاک دانا شکره بند ه ګان ولې د خپلو ښځو په قدر او اهمیت نه پوهیږي که پوهیدی نو ایا دوی ته به یې داسې پیغراندې ورکول چې اصلا مورد نه لري .
٬ بادرکه ٬ لوستې ٬با حیا ٬ بااحساسه ٬مهربانه ٬با ناموسه او وفاداره ښځه خو د الله پاک یوه ډالۍ ده چې په خپلو نارینه بند ګانو یې لورولې وي او دواړه یې په یوه جونګړه کې غاړه غړۍ دژوندانه د سرګردانه کاروان همسفر ګرځولې دي نو بیا ولې یو د بل په خوا پورې داسې ژوند ونکړي چې په اړیکو یې هیڅ تاوتریخوالی نه وي ٬په تکرار سره وایو چې په لوړو زده کړو سنباله او باسواده ښځه که څوک وپوهیږي نعمت دی دالله پاک په قول :
ایا برابر دی هغه کسان چې پوهیږي
له هغه کسانو سره چې نه پوهیږي
نه هیڅکله نه !
نو ای مسلمانه وروره !د خپلې ښځې په زده کړو خوشحاله اوسه او افتخار پرې وکړه که نور څه نه وي هغه به ستا د اولادونو په سالمه ښوو نه او روزنه کې د یوې مهر بانې مور په عنوان برخه واخلې اوپه خوږه او پسته ژبه به الفبې ورزده کړې .
ګرانه وروره ! خپله میرمن مه بې عزته کوه هغه ستا ناموس دی د نورو خپلو خپلوانو په وړاندې هغه مه رټه چې ډیره لویه ګنا ده ځکه هغه هم د الله پاک بنده او مخلوق دی .
ګرانه وروره !
ښځې ته په سپکه سترګه مه ګوره ٬کمزورې یې مه ګڼه ٬ هغه ډیره قوي ده ځکه ته هم یوې ښځې چې هغه ستا مور وه ٬ زیږولی اوپا للی یې.
سپوږمۍ
سپوږمۍ خواهش کوم یو سوال لرمه
وایه په خپل عمر د ې څه لېدلي ؟
د انسانانو کړه وړه څـه ډول وو؟
دعدالت تله په کومه خوا وه ؟
سپوږمۍ رښتیا ووایه !
ته ننداره کوې دټولو خلکو
ته ننداره کوي په هغه وخت کې
چې د شپې توره پرده (تروږمۍ)
ستا په رنګینو وړانګو
خوره وره پرته وي
خو ته په هسکه غاړه
په بحر او بر دښتو ځنګلوخپره وې
د ظالم ظلم ګورې
دمظلوم او ښکې ګورې
خو سپوږمۍ ته هم راته بیوسه ښکارې
چې د ظالم لاس ماتولی نه شې
دمظلوم او ښکې وچولی نه شې
په پټه خوله په رڼو سترګو ګورې
یې چوپه خوله اوهیڅ کولی نه شې
¯¯¯
وربه شې خبر به شې
هرڅه راته تورتم ښکاري او هره خوا توره تیاره ٬ نه پوهیږم چې څه شوي ؟
کله ناکله مې زړه غواړي چې وژاړم ٬ډیره وژاړم .... او دومره وژاړم .... چې ګریوان مې لوند خیشت شي .
خو کله کله دهمدغو انسانانو خود خواهۍ ته حیرانه شم
نه پو هیږم چې ولې دوی نورو ته دومره تیټ ګوري چې فکر کوي دا نور خلک ناپوهه دي او ددوی په چل ول نه پو هیږي .
خپل لږ په نورو ډیر حسابوي د نورو ډیر په ځان کم ٬ خو زه وایم چې افسوس ستاسې په حال ای زورګیرانو زور واکانواو لویې غو ښتونکو ! وربه شی خبر به شی
تر کله به او تر څه وخته به دا سر زوري وي او دا ځان غو ښتنه د هغه مشهور متل له مخې چې وایې :
وربشې خبر به شې
زه حیرانه یم چې دا ولې او د څه لپاره ؟
خو اوس پوهه شوم .....
چې ددې زورګیرانو د جهالت له مخې دا ارته نړۍ راته راته ډیره تنګه او دا رڼا ورځ راته تته تیاره او سور تنور ښکاري
هوکې ! تته تیاره او سور تنور.
پښتني سترګې
یوه ورځ مې د سوچونو مارغه دهسک په پراخه فضا کې پرواز کاوه چې ناڅاپه مې د کومې راډیو له څپو دآزادې فضا په نا پایه څپوکې دې سندرې د فکر او خیال سلسله وشلوله چې په ډیرخواږه او زړه را ښکونکی آواز زمزمه کېدله٬ .
زه داشـنا سـترګو بلا وخوړم
چاته فریاد وکړم چې چا وخوړم
دې سندرې د فکر په دریاب کې لاهو کړم او له ځان سره مې وویل : خدای دې انصا ف ورکړي داسې سترګو ته چې لکه د لیوه او زمري په څیرخلک داړي او یا د مار او لړم په څیر چیچل کوي ٬ لا په همدې سودا او سوچونو کې وم چې یو نا څاپه د یو پریشانه خوب په لنډ مهاله بحر کې ډوبه شوم ٬که ګورم چې د خیال په دنیا کې هر ه خوا ډول ډول ښایسته ښایسته سترګې نندارې ته ایښودل شوي دی چې بیلا بیلو سترګو ځانته بیلا بیل خوند او کیفیت درلود ځینې خورا غټې غټې سترګې وي ځینې نورې با دامې وې او یو شمیر نورو ته بیا خلکو د خمارو سترګو خطاب کاوه دډیرو خلکو له خولې مې دجذابو سترګو صفت هم واورید او د ډیرو نورو خلکو نه مې بیا د ځرځو سترګو تعریفونه واوریدل چا به ویل چې زما تورې سترګې خوښیږي چې خوړل کوي او چا به بیا د میشي سترګو یا دونه کوله او ویل به یې چې دا ډول سترګې ځانګړی جذابیت لری او د خلکو پام ځانته را جلبوي ما د سترګو په دغه ښایسته نندارتون کې د راز راز سترګو ننداره کوله هر ډول سترګو ته مې ښه په ځیر ځیر کتل او د خپلې خوښې سترګې مې پکې لټولې چې یو ناڅاپه مې په داسې سترګو سترګې ولګیدي چې په هغې کې حیا وه ٬ عفت و او ښایست و
ومې پوښتل چې دا څرنګه سترګې دي ؟
دا دچا سترګې دي ؟
او دې ته څرنګه سترګې ویلای شو؟
د سترګو د نندارتون خاوند چې د سترګو په پیژندلو کې یې ښه تجربه او پوره مهارت تر لاسه کړی و سمدستي یې ځواب را کړ ٬ دا ښایسته او ښکلې سترګې چې ګورې دا د حیا اوعفت نه ډکې (پښتنې سترګې ) دي دا د عصمت او شرافت سترګې دي او دا ...
زه په همدې سوچ او سودا کې وم چې د خوب او خیال له دنیا نه را ویښه شوم خو لا تر اوسه هم هماغه ښایسته او حیاناکې سترګې زما په ذهن او مغزو کې ګرځې را ګرځې هغه د عفت ٬عزت ٬حیا او ښکلا نه ډکې پښتنې سترګې !!!
د یتیم او ښکې
یوه ورځ سها رمهال ٬کله چې د خپل دفتر په لور روانه وم له یوې میرمنې سره مخ شوم چې د لارې په سر تر یوې ونې لاندې ناسته او ماشوم زوی یې په غیږه کې په چیغو چیغو ژاړي ٬مور چې هرڅومره خپل ماشوم دلآسا کوي خو هغه نه آرامیږي . د ماشوم د مور په لور ورلنډه شوم او د ماشوم د ژړا علت مې ترې و پوښت او د خپل لاسي بکس له جیب نه مې یو څه میده پیسې را وایستې او د ماشوم په لاس کې مې کښیودې خوماشوم بیا هم آرام نشو او په چیغو چیغو یې ژړل ٬
ما بیا دهغه له موره د ژړا علت وپو ښت ٬خو موریې دا ځل په ژړه غوني او لړزیدلي آواز وویل :
له هغه ورځې چې پلار یې شهید شوی دی پرله پسې ژاړي او خپل پلار له مانه غواړي ٬ وپوهيدم چې دغه ماشوم هم د تاوتریخوالیو قرباني شوی د پلار د غم ترخه څپېړه یې په مخ خوړلې او یتیم شوی دی ٬ ډیره خفه شوم چې دده غم وژاړم او که یې د پلار ٬ خوماشوم بیا هم ژړل سپینې او رڼې او ښکې یې د باران د څاڅکو په شان له سترګو را بهیدلې وروسته وپوهېدم چې ماشوم نه قراریږي او په خپل ماشومانه قدرت له خپلې مور نه دخپل پلار غو ښتنه کوي.
د یتیم او دهغه د مور په دِ غه غمجنه ننداره کې ناڅاپه د چورتونو په سمندر کې لاهو شوم ٬ د ماشوم او ښکو او اسکیرلي حالت زه د هېواد د نورو بورو ورارو په زار حالت کې را ښکیله کړم او وپوهېدم چې د ټولو افغانو ښځو ژوند په داسې غم لړلی وي ٬ خو دا دچا له لاسه ؟ اخر دې پایلې ته ورسیدم چې دا خو ماشوم دی په کومه ګناه د خپل پلرنې لطف او مهربانۍ له نعمت نه محروم شوی دی چا محروم کړی او په کومه ګناه ؟
خوافسوس ! چې دا هغه وخت و چې د کابل په ښار د باران په شان را کټونه راتلل او د هیچا سر په امن نه و دلته د قدرت او چوکۍ غو ښتلو لوبه روانه وه او دلته جهادي داعیه د قدرت په داعیه بدله شوې وه او دا ماشوم هم ددغه قدرت غو ښتونکو د ناروا موخو قرباني شوې او بیګناه یې خپل پلار له لاسه ورکړی و ماشوم حق درلود چې وژاړي فریاد وکړي او ددې پیړۍ ټولو جنایتکارانو ته ددوی د ظلم پیغام په خپلو چیغو او ژړا کې ورسوي .
¯¯¯
ګرانو هېواد والو !
دا یو څرګند حقیقت دی چې د کلونو کلونو جګړو زموږ هېواد ټوټه ټوټه او په کنډواله بدل کړ چې د هرې کنډوالې تر څنګ یې د سرو وینو لښتي هم را وبهیدل په ملیونو هېواد وال مو د تورو ټوپکو د ګولیو خوراک شول په لکونو ښځې موکونډې ٬بورې ٬ ورارې او په ملیونو نجونې او هلکان مو یتیمان شول او له بده مرغه چې دا پروسه دسیمې دهېوادو په لاس لا تراوسه هم په مظلومو افغانانو چالانه او روانه ده که ددغه ټولو بد بختیو او ناورینونو اصلې لاملونه را ولټوو نودې نتیجې ته رسیږو چې دا ټول غمونه او دردونه د افغانانو دبیسوادی او بې تجربه ګی زیږنده دي او همدغه بیسوادي او ناپوهي ده چې په هېواد کې د میشت قومونو تر منځ د نفاق مضر تخم د خپلو مضرو کړیو پواسطه شیندلی او او س امن نه راځي ٬ که څه هم همدا اوس د نړیوالې ټولنې په همکارۍ په ملک کې یو څه نسبي سوله را منځ ته شوې خو هغه هم په حکومتي کچه محدوده ده او د رعیت ترمنځ هماغه پخوانی اتڼ دی .
ګرانو هېواد والو دښمن چالاک او چابک دی له تیرو ترخو تجربو نه پند واخلئ یو ځل غور اوسوچ وکړئ او د خپل هېواد را تلونکې وسنجوئ او نور د سالم فکر په رڼا کې هر تاوتریخوالی ته (نه ) ووایی چې دا په څرګنده د خیر او برکت لاره ده .
ګرانو هېواد والو ٬ خویندو او وروڼو!
ملي یوالی ٬ ورورولي او پخلاینه دا تر بل هر څه ستاسو په ګټه دي دښمن ډیر هوښیار ٬ بیدار او مکار دی او ستاسو را تلونکې د بې اتفاقیو په غیږه کې ډیره ښه سنجولی شي .
ګرانو هېواد والو قوي دښمنان درته په کمین کې ناست دي او هېواد مو د نړۍ د نقشې له مخې لیرې کوي ٬ نوره ستاسې خوښه ده ٬خو زه ستاسې د وطن د یوې ځوریدلې مورپه توګه غږ کوم چې مه پریږدئ چې پخوانۍ ترخې تجربې بیا هم تکرار شي او ځانونه د نورو د شومو اهدافو ښکار کړو ٬ له چا نه مو عقل فکر څه کم دی ؟.......
راځئ سره یو موټی شو او په دغو حساسو شیبو کې د هېواد په بیا جوړونه کې مهم ٬ اساسي او عاقلانه رول ولوبووچې هېواد مو د غربت او ټوټه کېدو په لور ولاړ نشي .
شـیر
شیر مظهر قدرت ونیرومندي در تمام دنیا ست اکثر می شنویم که به افراد قوي میګویند که قلب شیر دارد . همچنان تصویر شیر به عنوان سمبول قدرت روی جایزه بسیاري از قهرمانان ورزشي حک شده است حتی روی بعضی از پرچم ها تصویر شیر دیده میشود ٬شیر را سلطان جنګل میګوید ٬شیر هم مانند تمام زنده جان جنس مونث و مذکر دارد اګر به خصوصیات جنس مذکر و مونث ان پی ببرم تا اندازه زیاد شګفت اور است و باور نکردنی است که شیر مونث به نسبت شیر مذکر اغلبا کارهای شاقه را پیش مېبرد مثلا معمولا یا وظیفتا شکار حیوانات و پارچه پارچه کردن ګوشت ان وظیفه شیر مؤنث میباشد و باید شکار را قبلا برای شیر مذکر اماده ساخته باشد تا شیر مذکر انرا با یک حرکت مخصوص و غران غران نوش جان کند به همین ترتیب به دنیا اوردن چوچه ونیز شیر دادن و تغذیه کردن وظیفه شیر مؤنث میباشد و تا کلان شدن چوچه شیر مادرش مواظب ان میباشد ٬چوچه شیرها هم معمولا با مادر انس و الفت بیشتر نسبت به پدر دارند در حالت خطر چوچه شیر ها خودرا زیر سینه مادر پنهان میکند و مادر خود به نسبت پدر بسیار دوست میداشته باشد ٬پس ببینید حکمت خداوندی را که در همه مخلوقاتش مهر ٬محبت وعطوفت مادری را دربین انها پیدا کرده و مقام مادر را بلند ترین مقام در دنیا عنوان نموده است .
¯¯¯
هله به بیا ..... زه نه یم
اوه خدایه پاکه !
نن مې زړه ډیر خواشینی دی .
د زړه په دغه رنګین چمن کې مې هر ګل مړاوی او رژیدلی معلومیږي او هغه طوطي چې تل به یې د زړه په دغه چمن کې چغارکاوه او تل به یې رنګینې نغمې غږولې نن یې یوې عجیبې چو پتیا خوله بنده کړې ده .
اوه خدایه !
دا څه وشول ؟
زما د زخمي زخمي زړه دبرجونو په منارو کې نن د حریت او آزادۍ بیرغ نیم ځوړند او سر ښکته ښکاري او ځکه خو ددغه رنګین چمن حورې او ښاپیرۍ هم بې سینګاره په نظر را ځي ٬ اوه زما ربه !
ته به پرې خبریې چې دزړه په دې تازه او سمسور بڼ کې مې څه
ښکاري ؟
نه پوهیږم اوه نه پوهیږم خدایه !
چې زما د زړه دشینکي چمن هغه په ښکلا مین مالیار به اوس چیرې وي او څه به کوي؟ ولې یې هغه شنه او سره خوشبویه ګلان له یاده وتلي او هیر شوي دي .
هوکې !
نه پوهیږم چې څه وکړم٬چیرته لاړ شم او څه ووایم ... هیڅ نه پوهیږم !!!
یوازې همدومره پوهیږم چي ضرور به یو وخت زما داغ زړه
دشینکي چمن د سرو او زیړو رنګا رنګ ګلانو او منصوري نیشې د خوشبویي د نه شتون افسوس وکړي او لاسونه به مروړي خو افسوس چې هلته به بیا زه نه یم.
¯¯¯
مینه څنګه په وینه بدله شوه!
پرویز په ونه جګ په رنګ او خوی ښایسته او په عمر د شلو کلو په منګ یو کلیوال ځوان و. له ماشومتوبه یې شپـني او غوبـني کوله لس کلن و چې د خپل کلي شپونکی شو په کلي کور کې ډیر کم تر ستر ګو کېده ځکه سهار وختي به د ملا له اذان سره را پاڅېد لومړی به یې خپل لمونځ په جمع ادا کړ او له هغه وروسته به یې د (رمه لاړه ) چیغو د کلي ارامه ماته کړه ٬هر چا به خپلې میږې له غوجلې را وایستلې اود پرویز د رمې په لور چې د جومات له چوترې سره به ولاړه وه ٬ ور وشړلې او په دې ترتیب به شپونکی له خپلې رمې سره غاړه غړۍ دغرونو په لور سر شو .
پرویز به تل له خپل ځان سره یوه زړه زنګ وهلې شپيلی هم ګرځوله او کله به یې چې رمه د څړ ځای ته ورسوله نو دیوې لویې غټې په سر به کښیناست او خپله شپیلۍ به یې د پیوندې زاړه تبراک له جیبه را وایستله او د سهار له نسیم سره مل به یې د شپیلې د غږ په زړه پورې انګازې د بیدیا په زړه کې خپرې شوې .
په کوم غره راغه کې به چې پرویز رمه څروله او په کومو ورشوګانو او څړ ځایونو کې به چې د هغه شپیلۍ غږیدله د کایناتو د هستونکي د بې زواله ځواکمنی او د غرونو رغونو د ذاتي ښکلا په غیږه کې به په رښتیا هم دشپيلی زړه را ښکونکو نغمو د جنت فضا جوړه کړې وه .
شپې ور ځې په بیړه یو په بل پسې تیریدې پرویز د غاټول د ګل په شان ورو ورو غوړیده او لوییده او ښایسته ځوان ترې جوړیده . د پرویز لپاره کوژده د بیوزلی له امله د هغه د مور په خاطر کې هم نه را ګر ځېده ځکه واده هغه دچا خبره واده ګی نه دی ٬ لګښت لری او نور سور سات غواړي !
یوه ور ځ چې د سپرلي ښکلی او نرمه تازه هوا چلیدله او چاپیریال دګلانو او شنيلیو عطرجنو وږمو خوشبویه کړې وه پرویز له معمول سره سم د جومات په چوتره ودرید او غږ یې کړ رمه ولاړه دا وخت یو ناڅاپه د جبار خان د کور دروازه خلاصه شوه میږې او پسونه ترې را ووتل خو پرویز چې کله ددروازې په لور وکتل ناڅاپه یې د جبار خان په لور ګلالۍ سترګې ولګېدې د ګلالۍ دمخ شغلې چې د ۱۴ سپوږمۍ په شان ځلیدې یو ناڅاپه یې د لایزر د شعاع په شان د پرویز په زړه ښخې شوې او هغه یې د خپلې مینې په لومو کې را ښکیل کړ .
پرویز خو هیڅکله د خپل زړه واک او اختیار له لاسه نه و ورکړی خو د ګلالۍ په لیدو یې ناڅاپه پښې په رپیدو شوې دزړه درزا یې لوړه شوه او تر شونډو لاندې یې له ځان سره څه شی زمزمه کړل .
ګلالۍ د کلا دروازه په درز پورې کړه او خبره نه وه چې دیوه ساده کلیوال شپونکي زړه یې له ځان سره یووړ ٬ګلالۍ ته د پرویز شپونکي په شان ځوانان ډیر عادي او معمولي خلک ښکاریدل ځکه هغه د جبار خان لو ر وه او له هرې خوا به پرې مرکې کېدلې ډیرو شتمنو یې د کوژدن هیله درلوده .
د پرویز په ژوند او سلوک کې نور بدلون راغی ځکه زړه یې دګلالۍ د زلفو په مراندیو بند شو او د مجنون په شان به یې د الله په مخلوقاتو کې د ګلالۍ د مخ رڼا ورته را غبرګیدله ٬د شپیلۍ په ازانګو کې به یې راز نیاز له ګلالی سره و ٬هغه پوهېده چې له لوی الله پرته بل هیڅوک له ده سره مرسته نشي کولی .
د پرویز مور هم څه نا څه شکمنه شوی وه ځکه د پرویز په حرکاتو کې بدلونونه لیدل کېدل چې دهغه په مینتوب یې دلالت کاوه شپه او ورځ به په سوچونو کې ډوب و خو د مور د خبرو په ځواب کې به یې ځان ډیر ډاډه ښوده ګویا دا چې هیڅ خبره نشته کله به یې څه ناروغي بهانه کړه او کله ........
یوه ور ځ چې د پرویز په زړه کې د ګلالۍ دمینې لمبې په غرغړو وي او د خپلې رمې له شا په چورتونو کې ډوب را روان و چې دازل تقدیر ته تدبیر نشته یو ناڅاپه له یوه لوړ درزسره سم د مور یوازنی زوی په وینو کې لیت پیت په یوه زړه کنډواله کې را پریوت ٬هوکې دا درز د ړانده ماین و او دا هغه سیمه وه چې د ماین پاکانو له خوا د سرو تیږو په ایښودلو سره نښه شوې وه خو پرویز د ګلالۍ مینې له خپل ځان سره د چورتونو د سمندر په داسې طوپانې څپو کې لاهو کړی و چې نه په رمه خبر و نه په ځان او نه په سرو تیږو .
لږ شیبه وروسته د ماین پاکانو امبولانس هم را ورسید خوروغتون ته د پرویز رسولو نوره ګټه نه درلوده ځکه د بیوزلي شپونکې د ځوانی د ګل بوټي شل کلنه غوټۍ د ماین بې رحمه درز پاڼې پاڼې کړې وه .
۲۸/ ۳ / ۱۳۸۰
کابل دریم مکرویان
¯¯¯
زه رښتیا وایم ٬ که خلک
هرڅوک وایې چې د افهام او تفهیم وسیله یوازې او یوازې ژبه ده ٬خو زه وایم چې نه .... دا زه نشم منلای ځکه افهام او تفهیم تر دې بله غوره لاره هم لري چې هغه سترګې دي ٬ ځکه هغه افهام تفهیم چې د سترګو په راز٬ نیاز کې پروت دی ژبه یې ترجماني نشي کولای او هغه پټ رازونه چې د سترګو په ادا کې پراته دي ژبه هغه ته کلمات نلري او له ویلو نه یې عاجزه ده .
نو ځکه وایو چې د افهام او تفهیم وسیله یوازې ژبه نه ! بلکه سترګې هم دي .
هغه د مینې سوځونکی او ژور احساس چې ژبه یې د اظهار کولو توان اوجرآت نه لري سترګې یې په یوه ساده رموز کې مقابل لوري ته رسوي او دهغه د زړه برجونه تسخیروي .
لنډه داچې هغه د مینې جنون چې ژبه یې د اظهارکولو توان نه لري همدا سترګې دي چې د کونجو په ناوه کې د وصال لارې چارې لټوي او بالاخره د بیلتانه هغه نادودې او ظلمونه چې ژبه یې په تش ویلو بنده بنده کیږي ـ همدا سترګې دي چې دتړمو او ښکو په تویولو سره پرې عالمونه خبروي .
نو....... ستا دې بیا د همدې سترګو په ښکلا سوګند وي راته ووایه چې اوس زه رښتیا وایم که خلک !!!
¯¯¯
پسرلی
د پسرلي د ښکلي او ښایسته موسم نرمه او پسته هوا چلېدله ٬هره خوا زرغونه او د طبیعت هر څه ښکلي او ښایسته و بلبلانو او توتکۍ د سولې نغمې غږولې او د پاڼو په شنه مخ یو بل ته د مینې محبت ښکلا او سولې خواږه پیغامونه لیږدول ٬ په رښتیا هم که څوک د طبیعت دغه پټو رمزونو ته یو څه ځیر شي او د حال او قال په ژبه ځان په دغه اسرارو پوه کړي نو هله به پوه شي چې ژوند یانې څه ؟ مینه محبت او ورور ولي او که خوشې ترخه تربګني او بد نیتي .
موږ دا وس لرو چې خپل ځانونه د پوهې ٬ صفا او صمیت په ښکلا سینګار کړو ٬ د سولې او تفاهم په فضا کې د هېواد بیا رغاونې ته نر اوښځې مټې را ونغاړو او خپل هېواد د نړۍ د نورو هېوادونو سیال کړو خو دا کار هله ممکن کیدای شي چې په هېواد کې مو ډاډمن امنیت تامین وي او زموږ ګرانو هېواد والو او په ځانګړې توګه مو ګرانو خویندو میندو ته د لیک او لوست د زده کړو زمینه برابره شوې وي .
همدا اوس زموږ د هېواد په زیاترو برخو کې ښځینه ښوونځي شته دی خو یو شمیر کورنۍ د منځنیو پیړیو د شرایطو په بنا نه غواړي چې خپلې لوڼې ښونځیو ته شاملې کړي چې دا له خپلو اولادونو سره یو داسې تاوتریخوالۍ دی چې ددوستۍ او تلطف په بڼه اعمالیږي د خدای بښلي الفت په وینا :
له مانه تربیت د پوه اولاد غو ښتل خطا دي
تعلیم ته مې څوک د ښوو نځي خواته نه پریږدي
دا خو څرګنده ده چې ښځه د ټولنې نیمایي برخه جوړوي نو که دا نیمایې برخه بیسواده پاته شي نو زموږ ټولنه به د پرمختګ په کاروان کې څنګه لارووهی ٬ دا هم باید ومنو چې د ښځې له موجودیت پرته هیڅکله هم پرمختګ شونی نه دی او لکه څنګه چې ښځه د کور چراغ بلل کیږي نو همدا شان د ټولنې رڼا او چراغ هم ده او دا خو هم څرګنده ده چې له رڼا پرته په تورو تیارو کې د ودې او تکامل پړاونه هم نا شوني دي نو څنګه چې د طبیعت کاروان د پسرلي په رنګین موسم او شنو جامو کې د مقصود او سر منزل په لور خپل ګامونه اوچتوي همدارنګه زموږ ټولنه هم له توپیر پرته د سولې ٬ تفاهم ٬ملي یووالي په لور په چټکو ګامونو مخ په وړاندې روانه ده .
¯¯¯
ای د ځوانی لمره
هغه وخت چې ته پرما ځلېدې ٬نه پوهیږم چې زه ویښه وم که ویده ؟ او هغه وخت چې تا په خپلو تودو او زرینو وړانګو کې نغښتی وم او د خپلې فطری سخا له مخې دې په خپله توده غیږه کې نیولی او نازولم نو ایا زه په خود وم که بیخوده ؟
ای د ځوانی ځلیدونکیه لمره !
زه درته سوګند یادوم ٬چې ستا سخاوتمندانه پیرزوینو زه دومره نیشه او بیخوده کړی وم چې هیڅ نه یم پوهېدلي چې ته څنګه او له کومې خوا را تلې او په کومه ستنېدې دماشومتوب له دورې مې یوازې همدومره په یاد دی چې مور به مې را ته د ډوډۍ په وخت کې د کړکۍ نه سر را وایست او نارې به یې کړې ٬چې لورجانې راشه لوبې بس کړه ډوډی تیاره ده خو ما به دهغې په نارو څه سر نه ګراوه او ترډیره ناوختې به مې له خپلو همزلو سره په انګړ کې (اکو بکو ) کول .
شپې او ورځې په بیړه یو په بل پسې تیریدې اوزه هم لکه د گل په څیر ورو٬ ورو له غوټۍ نه غوړیدم او لویدم او د ځوانۍ د لمر تودخې مې د ماشومتوب په اوښکو لوند ګریوان په قرار قرار وچاوه ٬ خو بیا هم لا نه پوهېدم چې ځواني یا نې څه ؟
کوچنی وم لویه شوم او بیا دومره دځوانی د لمر په ښکلا کې ښکیل شوم چې هر څه را نه هیر شول ما ویل چې تل به دا قوت او دا صورت وي پخپل زور او ځوانۍ بیا دومره مغروره وم چې د الله تعالی دا پراخه نړۍ راته ډیره تنګه بریښیده پرته له ځان مې نور هیڅ نه لیدل او همدا علت دی چې اوس حتی د هغه وخت خاطرې هم په یاد نلرم .
ما ویل چې تل به دا ځواني وي او تل به دا خوبونه ٬خو خبره نه وم چې د زړښت نیلی په ډیره چټکی زما په لور را ځغلي او ما د ځواني له نیشې نه مې بې برخې کوی .
نو ته ای د ځوانی خوږه لمره !
یو ځل بیا را باندې خپلې زرینې وړانګې ولوروه ٬ خورې کړه خپلې هغه تودې وړانګې چې دا ځل ورته خپل ځان هوښیار ونیسم او وکولی شم چې د ځوانۍ دزور اودقوت نه د خپل هېواد خلکواو بشریت په ګټه کار واخلم وځلیږه چې دا ځل خپل سر او څیره په آئینه کې ښه صفا ووینم او د خپل اوسنۍ حالت یانې سپین سر او غونځې مخ سره یې پرتله کړم ٬نه پوهیږم چې هغه مهال به وخاندم اوکه به وژاړم ؟!
زما د ځوانۍ لمره له کومې خوا را خیژې ؟ د شرق نه که له غرب نه ٬په ویښه که په ویدو ! خو یو ځل په غوږ کې پټ راته ووایه ٬زه به ختیځ او لودیځ ټول ګز او پل کړم خوب به په ځان حرام کړم خوړل او اغو ستل به هیر کړم ٬ تر څو تا ومومم .
که زړه دې په ما نه سوزي نو ما په دې سپین سر او غونځې غونځې مخ خو ورحمیږه چې ستا هجران پرې څومره اغیزه ښیندلی تردې چې ان رنګ یې ورته بدل کړی دی او ګوره ای د ځوانۍ خوږه لمره که دا ځل د خپلې زرینې وړانګې را باندې و لورولې نوره به هم تر هغه وړانګو لاندې بشریت ته ډیر څه وکړم او د خپلې ځوانۍ د زور او ځواکمنی په شکرانه کې به د الله پاک دمخلوق سوکالی ته لیچې را ونغاړم ٬ سوګند یادوم ٬هو سوګند .
¯¯¯
زه افغان یم
زه زمری یم نه مریی یم
زه د سولې لیونی یم
په غیرت کې لومړنی یم
زه په توره تور ز نی یم
که اخلاص دې وي په کړه کې
زه ترهر چا سپیلنی یم
¯¯¯
الهي نامه
الهي ـ له کفره او شرک نه مو وساتې
الهي ــ د حسود له حسد نه مو وساتې
الهي ــ د بخیل له بخل نه مو وساتې
الهي ـ د شریر له شره مو وساتی
الهي ـ د ظالم له ظلمه مو وساتې
الهي ـ د قاتل له تیغ نه مو وساتې
الهي ـ د منافق له دوه مخی نه مو وساتې
الهي ـ دملحد له بې دینۍ نه مووساتې
الهي ـ د کافر له بې ایمانۍ نه مو وساتې
الهي ـ د بې ایمانه له لورینې مو وساتې
الهي ـ د جابر له جبر نه مو وساتې
الهي ـ د نامرد له دوستۍ نه مو وساتې
الهي ـ د مغروره له محتاجۍ نه مو وساتې
الهي ـ د ناکس له لاس نیوي نه مو وساتې
الهي ـ د ناپوهه له مشورې نه مو وساتې
الهي ـ د نادان له پیرزوینې نه مو وساتې
الهي ـ د احمق له ترحم نه مو وساتې
الهي ـ د کودن له ګاونډیتوب نه مو وساتې
الهي ـ د ناځوانه له ملګرتوب نه مو وساتې
الهي ـ د غیبت ویونکي له غیبته مو وساتې
الهي ـ له پټ دښمن نه مو پټ وساتې
الهي ـ له ښکاره دښمن نه مو ښکاره وساتې
الهي ـ د لیرې دښمن نه مو لیرې وساتې
الهي ـ د نیږدې دښمن نه مو نیږدې وساتې
الهي ـ د شیطان له وسوسو مو په امان کې وساتې
الهي ـ دکوډګر له کوډو مو کلک وساتې
الهي ـ د سترګو له نظره مو لیرې وساتې
الهي ـ د تمې لاس مو له تا پرته مات وساتې
الهي ـ دهیلو درګا مو له تا پرته ورانه وساتې
الهي ـ د امید سترګې مو له تا پرته ړندې وساتې
الهي ـ د محشر د ورځې له سرګردانی نه مو وساتې
الهي ـ د ځنکدن له فشاره مو وساتې
الهي ـ د قبر له عذاب نه مو بچ وساتې
او په پای کې .....
ددنیا او اخرت بې عزتی بې ابرویی او رنګ زردی نه مو په خپل
رحم او کرم په امن کې وساتی ٬
آمین یا رب العالمین
چهار شنبه د عقرب ۲۲ دورځې لس بجې ۱۳۹۲کال
¯¯¯
مینه او ښکلا
په ر ښتیا هم چې د الله پاک په دې پراخه نړۍ کې نیکۍ او بدی تول نشته ځکه نیکي لږه خو .... د بدو خنجر د هر چا په سینه بې موجبه ښخ دی اود مظلوم دزړه په هره رپیدا کې د ظالمانو او ځان غو ښتونکو بدو اعمالو او کردارو ته په کراتو مراتو نفرینونه ویل کیږي .
هوکې ! هغه کسان چې هر څه په همدې نن کې ګوري او د سبا غم ورسره نشته او د ژوندانه عروج د خپل ځان حق بولي ٬ که له دغه کسا نو نه پو ښتنه وشي چې آیا کله مو په خپل ګریوان کې کتلي او د سبا په اړه مو کوم سوچ کړئ او که څنګه ؟
او که هغه د شاعر خبره چې وایې :
زما تړلي لاس او ستا درنې درنې څپړې
یو وخت خوبه دا اشنا په حساب کې را ولم
خو حقیقت دادی چې د اسلام د سپیڅلي دین په حساب او کتاب ټینګ ارشاد دی .
نو ځکه به بختور هغه څوک وي چې په خپل اعمالو او کردار یې د الله ج د مخلوق د زړه هنداره نه وي ماته کړی .
هوکې که هر څوک په خپله برخې قانع شي اود خپل تقدیر تابع و اوسي نو بیا یې هیچا ته په ذهن کې د زیان او تاوان تصور نه ګر ځي ٬ داسې نیک کسان به بیا حتمي د خلکو زړونو ته لاره پیدا کړي او هر څوک به یې په مینه د خپل ځان لور ته را بولي او له هغه سره به خپل د میني او محبت رازونه شریک کاندي او هره خوا به مینه ٬مینه او ښکلا ګوري ٬
هوکې مینه او ښکلا !!!
¯¯
زما زړه په تن کې
خلک وایي چې دنیا ده ډیره ارته
ډیره ارته
ډیره ارته
دومره ارته چې اټکل کول یې ګران دي
خو ......زه وایم
چې هغه ډیره وړه ده
ډیره تنګه تاریکه ده
د غویي په ښکر سوره ده
لکه څنګه چې .....
زما زړګی په تن کې
۴/۲ / ۱۳۸۵
¯¯¯
او ښکه
لکه او ښکه چې را پریوځي
د یتیم په لو غړن مخ
وڅاڅي ګریوان ته
لارې لارې شي سینه کې
ته به وایې
ته به وایې سیلاب را غی
اوس به زړه ځان سره یوسي
۴/۲/ ۱۳۸۵
¯¯¯
د سبا ستوری
شپه تیاره ده
ډیره تیاره
او اوږده هم ده
خو.... زه لا ویښه یم ٬لا په تمه یم او په رڼو سترګو دخپل خیال په سوچونوکې ډوبه او دهغې لاره څارم ٬تر څو پخپلو سترګو یې ووینم .
ډیر لیواله یم چې ژر یې ووینم .
خو د مایوسۍ او ناهیلۍ سړې سیلۍ را په مخه کړی یم .
هغه