لسم څپرکی:
بهلول له هرڅه نه مخکی وحید ښوونځۍ ته یووړ، د ښوونځي اداره ته ورغی، تر لنډی پيژندنی وروسته یی د وحید لنډ داستان و ښونځۍ و اداره چی ته ووایه او دهغه نه یی وغوښتل څو وحید په څلورم ټولګی کی شامل کړی. دارچی هم د وحید څو ساده پوښتنی وکړی، ځان یی ډاډه کړ چې وحید مخکی د ښوونځۍ لومړی او دریم ټولګۍ لوستی دی، بیا یی څلورم ټولګی سرښوونکی را وغوښت او ورته ویی ویل څو د وحید نوم د څلورم ټولګی په حاضری کی زیات کړی. بهلول د اداره چی نه مننه وکړه، د سرښوونکی سره دفه شعبی ته لاړ، او هلته یی وحید په څلورم ټولګۍ کی شامل کړ، کتاب او کتابچی یی ورته راونیولی او بیا دواړه د قصه خوانیو بازارته لاړل، بهلول دوکان پرانیست څو نفره مشتریان ورته منتظر وه، لومړی یی هغوی ته د هغو د ضرورت وړ کتابونه ورکړل، او بیا یی وحید د کتاب پلورنځي سره اشنا کړ، یو بنډل اخبارونه تازه راغلی وو، هغه یی د وحید په لاس ورکړل، د هټی نه ووت، بهلول مخکی شو او وحید یی شاته روان وو، ټول اخبارونه یی په هټیوالو وویشل، هر هټیوال ته یی وحید وروپیژاند، دهغه د ژوند لنډ داستان یی هغوی ته ووایه او د ټولونه یی هغه ته د مرستی غوښتنی وکړه. په حقیقت کی د ټولو هټیوالو زړونه پروحید وسوځیدل، هریوه غوښتل دهغه مرسته وکړی، خو وحید د لوړ همت خاوند و او نه یی غوښتل دچانه وړیا او یا هم د خیرات په ډول څه وغواړی.
وحید او بهلول بیرته هټۍ ته راستانه شول، بهلول مخ وحید ته واړاوه ویی ویل: وراره اوس پوه شوي چی ستا ورځنی دنده څه ده.
• وحید: هو، کاکا لږ خو پوه شوم،
• بهلول: ښه ، دادی یو ځل یی بیا د سره درته بیانوم، بهلول وویل: سهار دواړه یوځای هټی ته راځو او همداچی راغلو ته باید هغو هټیوالو ته کوم چی نن می ته وروپیژندلی اخبارونه وویشی، هر یی تاته د اخبار په بدل کی ۵ روپۍ درکوی، دهغی جملی نه ۴ روپۍ د اخبار والا دی او نوری یی ستا کیږی، ټول ۲۰۰ هټی دی او په دی ډول ته د ورځی د ۲۰۰ روپو خاوند کیږی، د میاشتی په ختم کی د اخبار تولید کونکی کمپنی تاته د میاشتی ۷۰۰ روپی درکوی. نو که حساب ورته وکړاو څلور جمعی ترینه وباسو ته باید د هری میاشتی په پای کی د ۶۳۰۰ روپو خاوند یی. ددی سره سم باید خپل مصرف تنظیم کړی. پسله د اخبار د توزیع نه خو یا زما سره په دوکان کی کمک کوی او یا هم خپل درسونه لولی. پسله غرمی ښوونځۍ ته ځی. له ښوونځۍ وروسته کورته ستون شه، هم دی درسونه ولوله او هم دی دمور سره د کور په کار کی مرسته وکړه.
وحید په یوه شیبه کی شته من شوی و، دومره پیسی خو غټو مامورینو هم نه شوای ګټلای، داسی ښکاریده لکه چی د طالع باز د وحید پر سر کښیناستلی وی او نوریی بدی ورځی پای ته رسیدلی وی.
وحید سمدلاسه پاته اخبارونه توزیع کړل او بیرته دوکان ته راوګرځيد، ټولی پیسی یی بهلول ته ورستنی کړی. بهلول پیسی و شمیرلی او بیا یی دوه سوه روپۍ وحید ته ور کړی. وحیدل د خوشحالی نه په جامو کی نه ځاییده. د کوم وخت نه چی پیښورته راغلی و، دا لومړی ځل و چی دومره ډیری پیسی یی یوازی په یوه ګړی کی میندلی وی.
پسله غرمی ښوونځۍ ته لاړ، او د هغه وروسته کورته راستون شو. رنګ یی تازه و، دروازه یی خلاصه کړه، موریی په غیږ کی ونیول. مور هم پردواړو غومبرو ښکل کړ.
• موریی وویل: زویه وایه نن څنګه خوشحاله یی؟
• وحید: مور، داسی ښکاری چی خدای ج به هرڅه سم کړی، لاس یی په جیب کی کړ، دوه سوه روپۍ یی مورته ورکړی. زیاته یی کړه دامی دنن کار مزد دی، بیا یی ټوله کیسه مورته بیان کړه.
ددواړه مور او زوی پرمخ د خوښی اوښکی رواني وی. کلی او کور یی ورته په زړه شوه مامور فضلو یی وریاد شو. مور په ژړاکی وویل: دا حالت موږ په خوب کی هم نه و لیدلی، دا دنیا د ښو او بدو خلکو ډکه ده. یو هم د ښو خلکو نه قوماندان باروت دی. وحید د مورخبره غوڅه کړه، ویی ویل مور قوماندان باروت نه کاکا بهلول. مور زوی ته وکتل مسکا او ژړا یی سره ګډه شوه، ویی ویل ښه زویه کاکا بهلول. هرڅوک چی دی خوداچی زموږ دمالګی درناوی یی وکړ، خدای دی په دنیا او اخرت کی نه خواروی.
• وحید مورته وویل: موری! کیدای شه وړاندیزدرته وکړم.
• مور: هو زویه موردی بلا واخلی، دوه وړاندیزه خوراته وکړه.
• وحید: زه به د بازارنه یو کیلو غوښه او یوکیلو سوجی راوړم. موری د زوی خولی ته کتل، غوښتل یی د زوی خبره تراخره واوری. لږ بوره به هم راوړم، که ستا خوښه وی، لږ حلوا به پخه کړو، خیرات به یی کړو، د غوښونه به ښورا جوړه کړو او نن شپه به می ماما او مامی زموږ سره ډوډۍ و خوری او زموږ په خوشحالی کی به شریک شی. زه باور لرم چی خوشحاله به شی.
• مور: مور په داسی حالی چی دخوشحالی اوښکی یی پرمخ راروانی وی، زوی غیږی ته رانږدی کړ، پر خوله یی ښکل کړ، ستونی یی له ژړا ډک و، د خبرو مجال یی نه درولود، او په ژړه غونی اواز کی یی وویل: موردی بلا واخله، تا خو زما دزړه خبره راته وکړه.
لومړی یی د سودا لست برابر کړ او بیا دواړه مور او زوی د سودا په نیت د کوره بهر شوه. ۲۰۰ روپی یی ټولی مصرف کړی، سوجی، غوښه، سبزی، تازه میوه یی رانیول، او بیرته کورته راستانه شول.
زوی او مور دواړو په اشپزی کی کمک وکړ، لومړی یی حلوا پخه او تقسیم کړه او بیا یی یوه مزه داره ښوروا برابره کړه او شپی ته یی وحید او دهغه میرمن او ماشومان میلمانه کړل.
خپله خوشحالی یی د وحید دماما سره شریکه کړه، ترناوخته یی کیسی وکړی، د باروت کیسی، د کابل کیسی، د جګړی کیسی، خپل خپلوان یی یاد کړل، د وحید د مور پر مخ به کله د غم او کله د خوښی اوښکی روانی وی، او بیا هریو خپلی کوټی ته دخوب دپاره ستانه شول. وحید او موریی پسله ډیری مودی ارام خوب وکړ.
وحید به هره ورځ خپله دنده په خورا میړانه اجرا کول. د بهلول کاکا سره به یی په دوکان کی ترډیره وخته کارکاوه. وحید تره نه درلود او بهلول ورته د سکنی تره نه کم نه ، د ژوند په هرکارکی به یی د هغه مشوره غوښتل. هره ورځ به یی دهغه څخه نوی وی شیان زده کول، په بیکاری کی به یی کله اخبارلوست او کله به یی د ښوونځۍ کتابونه لوستل.
د بهلول کیسی و وحید ته خورا په زړه پوری وی، خصوصا کله چی بهلول به خپل د پلار کیسی کولی.
د وحید په وجود کی د لیکوالی روحیه پیاوړی کیدله. د قلم ارزښت یی هره ورځ درک کاوه. غوښتل یی د بهلول او باروت داستان ولیکی خو لا نه پوهیده چی د کومه یی شروع کړی او چیری یی ختم کړی.
دوام لری...