په کندهار ښار کي ځينو ډاکترانو طب مسخره کړی، دا سپېڅلی مسلک په اصل کي جعلي ډاکترانو شرمولی، چي د نرسنگ څخه فارغه شي هم په کندهار کي ډاکتري کوي، که د (۱۲) صنف څخه فارغ شي هم په کندهار کي ډاکتر شي، که يې يو څو ورځي په کوم بهرني هېواد کي کار کړی وي هغه خو بيخي حق اوليت غواړي، آن زموږ ځيني نيمه مسلکي ډاکتران لاهم په خپل مسلک کي تخلف کوي، د ځانه جامع الکمالات درته جوړ کړي، مرض به دي د غاښو درد وي، مگر دوا به د اعصابو ډاکتر درکوي، چي دا په نوره نړۍ کي په طب کي مطلق کفر دی، هر ډاکتر په يوه ځانگړې رشته کي تخصص کوي او بيا مهارت يوازي په خپله رشته کي کسبوي، زموږ له يوې خوا ځيني ډاکتران جامع الکمالات دي. او ځيني نور بيآ فطري ډاکتران شوي او اوس پردې خوار ملت تجارت کوي، ډاکتري او طب اوس مطلق په يوه تجارت بدل شوی، په کندهار کي د خپلسرو او غير قانوني ډاکترانو شمېر لږ نه دی آن يو زيات شمېر جعلي ډاکترانې هم خلکو او خويندو ته دواوي "درمل" ورکوي، داسي اوازې هم خپرې شوې چي د لويې ويالې د سيمي يو ډاکتر خپلو شريکانو په قبر کي هم ارام ته نه پرېښودی او د نوموړي د نامه څخه يې سوء استفاده کول او خلکو ته يې ويل چي ډاکتر صاحب په هندوستان کي دی، موږ ايمېل ورته کوو او تاسې ته د ايمېل له لارې نسخه او دوا درکوي، حال داچي ډاکتر صاحب څو مياشتي مخکي لا مړ سوی وو او له قبره يې مريضان تداوي کول!!!
دا ډول بېلگي ډيري دي، د کندهار د روغتيا رياست مسئولين هم بې تفاوته پاتې دي، حال دا چي دا د روغتيا د وزارت او رياست د مسئولينو مکلفيت او مسئوليت دی، چي د خپلسرو او جعلي ډاکترانو په جدي توگه مخه ونيسي، په ځينو دوا پلورنځيو کي بې کيفيته او تر وخت تېر درمل کارول کيږي، چي زموږ د ناروغو هېوادوالو ژوند گواښي.په افغانستان کي د سواد ټيټه کچه هم ددې باعث شوې، چي نيمه ډاکتران په خلاص مټ خپل تجارت ته ادامه ورکړي، ځيني داسي کسان هم په کندهار کي ډاکتري کوي چي دوې ورځي يې په ټول ژوند د ښوونځۍ مخ نه دی ليدلی، د افغانستان بېچاره او دربدره ملت يې نه شي تفکيک کولای، ځکه زموږ خلک يې د ډاکتر پرځای دواخانې او معاينه خانې ته گوري، د ټيټ کيفيت دوا خو په هر صورت، له دې څخه خو هيڅ چاره نه لرو، ځکه نه افغانستان دومره ظرفيت لري چي خپله ټوله دوا خپله توليد کړي او يا يې هم له اروپايي مملکتونو څخه واخلي او نه هم دا کولای شي چي د پاکستان د ټولي واردېدونکي دوا مخه ونيسي، مگر دا کولای شي چي د جعلي يا تش په نامه "کورسکي"ډاکترانو مخه ونيسي او په وړاندي يې قانون تطبيق کړي، زموږ د روغتيا رياست په دې خبر دی چي په ښار کي څومره اشخاص د جعلي ډاکترانو په نامه معاينه خانې لري او فعاليت کوي!!!؟خو د تيرو څو کلونو راهيسي ددغو ډاکترانو مخه ونه نيول شوه. پوښتنه داده که د روغتيا رياست او وزارت منسوبين د خپلسرو ډاکترانو مخه ونه نيسي، نو څوک به يې نيسي؟ لکه په تيرو (۱۳) کلونو کي چي دا کار ونه شو، تردې وروسته هم تمه نه شي کېدای، خو يو کار چي بايد ولس يې ترسره کړي دادی چي بايد هر ډاکتر يا ډاکترې ته ورنه شي، لومړی يې پوښتنه وکړی چي چيري يې تحصيلات کړي، تخصص لري او آيا رښتيا هم يو مسلکي ډاکتر دی که جعلي؟اوس خو جعلي ډاکتران په کندهار کي پر مسلکي ډاکترانو ډېر دي. زيات مريضان هم همدا جعلي ډاکتران لري، ځکه چي دوی خپلو مريضانو ته ځان "لقمان حکيم" معرفي کړی، د زړه د عملياتو نيولې د پېرانانو تر دفعي پوري دوی لري، او کولای يې شي، حال دا چي دا ډول اشخاص فقط مداريان او کسبر دي، آن تر هغو خلکو چي لاره نيسي او د خلکو څخه په زوره پيسې اخلي تر هغو هم بد دي، دوی په سپين لباس کي سره قصابان دي، مريضان بايد دا درک کړي، چي دا ډول ډاکتران بشريت او انساني کرامت نه پېژني، دوی فقط لوټ "پيسه"پېژني، نو ددې ډول قصابانو څخه بايد افغان ولس خپله خپل ځان وساتي، ځکه دولت خو په دې برخه کي پاته راغلی، که دولت په دې چاره کي پاته نه وي راغلی!!! نو بيا ولي داد سرچوک د جعلي ډاکترانو مخه نشي نيولای؟دا ډول نيمه ډاکتران چي قانون ماتوي او د خلکو په ژوند لوبي کوي بايد په اشد مجازات محکوم شي، ځکه يو جعلي ډاکتر تر يوه ځانمرگي په مراتبو خطرناک دی، ځکه هره ورځ د يوه انسان ژوند اخلي، هره ورځ يوه کورنۍ د غم پر ټغر کښېنوي، که په کندهار کي د نيمه او جعلي ډاکترانو کار په دې ډول مخ ته روان وي او ولس او دولت يې هم مخنيوی ونه کړي، ښآيي پايلې يې ډيري خطرناکي وي، په تاريخ کي په نړۍ کي د کندهار د (۲۱) مي پېړۍ په څېر ډاکتران نه دي تېر شوي، زموږ دا نيمه ډاکتران په دې پرمختللې نړۍ کي اوس په (۲۱) قرن کي د خلکو په ژوند لوبي کوي.
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
ليکوال : عزت الله "ذکي"
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه