ولس نوماندان ښه پيژني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58544
یوسف
دخبریدو نیټه : 2014-02-06

   
 له کله راهیسې چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره کمپاینونه په رسمي توګه پېل شوي دي، له دې سره سم په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر یو شمیر کسانو له بېلابېلو نوماندانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. دا د هر چا حق دی چې له هر چا څخه ملاتړ کوي او لوستونکي باید دا فکر ونکړي چې ګواکې زه د کوم ځانګړي نوماند ملاتړ کوم او یا هم خلکو ته منفی ذهنیت ورکوم. مونږ افغانان تر هرچا په سیاست ښه پوهېږو، ځکه د تاریخ په اوږدو کې مو ډول ډول بهرني او کورني سیاستونه تجربه کړي دي، هر افغان که لوستی دی او یا نالوستی د سیاست په ټولو اړخونو او په سیاسي لوبو ښه پوهېږي، خو زمونږ ځیني په اصطلاح روښانفکره او با سواده هېوادوال کوښښ کوي چې خپل نور هېوادوال وغولوي او له ځانګړو نوماندانو څخه د هېواد ژغورونکي او ملي شخصیتونه جوړوي. که فکر وکړو د نوماندانو په ډله کې داسې کسان هم شتون لري چې جنګي جنایتکاران دي او لاسونه یې د افغان ولس په وینو سره دي. که بل هېواد وای او یا هم یوملي حکومت حاکم وای نو د صیاف او ډبل عبدالله غوندي کسان باید محاکمه شوي وای. صیاف څومره افغانان وژلي دي او ډبل عبدالله او د ده یارانو واک ته د رسېدو لپاره د څومره بې ګنا افغانانو ینې تویې کړي دي؟ له بهرنیو ځواکونو سره د افغانانو د وژلو او افغانانو د بې عزته کولو تړونونه همدې ډبل عبدالله نه دي لاسلیک کړي؟، چې له مخې یې هر ورځ بې ګناه افغانان وژل کېږي. زلمي رسول په اوسني حکومت کې څه کړي دي چې بیا به یې وکړي. د ده راتلل د کرزي د ناکامې اداري د ددوام په مانا ده، یانې د ده او کرزي حکومت به یو له بل سره هیڅ توپیر و نه لري، ځکه کرزي هم واک د قوماندان مسود له وروره سره وېشلای و او دې هم داسې کوي، لکه چې په افغانستان کې بل څوک مرستیالي نه شي کولای او حتمآ باید مسودخیلی او د شمال ایتلاف غړی وي. که په ټولو نوماندانو لیکنه وکړم ډیره به اوږده شي، نو راځم اشرف غني احمد زي ته. ډیرو افغانانو دا فکر کاوه چې هغه د چا خبره په ړندو کې د یوې سترګې بینا پاچا وي، نو فکر یې کاوه چې اشرف غني احمد زی په ټولو نوماندانو کې يو څه ښه دی، خو کله چې نوموړي ستر جنایتکار دوستم له ځان سره د لومړي مرستیال په توګه غوره کړ دا ثابته شوه چې دا ښاغلی هم واک ته د رسېدلو لپاره تر هر څه تېر دی. د دوستم جنایتونه له هېچا پټ نه دي خو اشرف غني فکر کوي چې نوموړی او دده د ملاتړو رایې به یې د افغانستان ولسمشرۍ ته ورسوي.
ځینې ناپوهه کسان وایې چې اشرف غني له دوستم سره په يو ځای کېدو هېواد له تجزیې ژغوري او قوي حکومت داري رامنځ ته کوي، خو دې ته پام نه کوي چې مصلحتي حکومت په دې وروستیو ۱۲ کلونو کې څه ګټه درلوده چې اوس باید دا لړۍ نوره هم پسې اوږده شي. ایا تل باید داسې وي چې په افغانستان کې حکومتونه مصلحتي وي او ولسمشر پښتون او مرستیالان یې تاجک، هزاره او ازبک وي؟ دا خو د بن د ناوړه غونډې او د بهرنیانو له خوا تپل شوی سیستم دی. حتمی نه ده چې ولشمر باید پښتون وي او د مرستیالۍ پوستونه له نورو قومونو سره وویشي. معیار باید وړتیا وي، خدای دی وکړي چې ولسمشر او دواړه مرستیالان یې د یوه قوم وي. دا د بهرنیو توطیه ده چې اوس ورته اشرف غني هم وده ورکوي. په ازبکو او هزاره ورونو کې ډیر وړ کسان شته چې له جنایتکار دوستم څخه سل په سلو کې وړ او ښه دي. که اشرف غني له ښاغلي بشردوست او ښاغلي سیرت سره ګډ ټیم جوړ کړای وای هيچا به نیوکه نه وای کړي. ډیرې افغانانو ته هغه نوماند غوره دی چې وړتیا او ملي فکر ولري.
ټولو ته پوره جوته ده چې په ټاکنو کې به هغه څوک ګټونکی کېږي چې تر نورو زیات د امریکایانو په چوپړ کې وي. هغه څوک چې د نورو د ګټو د ساتلو لپاره په افغانانو ورتپل کېږي، نه شي کولای افغانستان د سولې او هوساینې خوا ته بوځي، ځکه داسې تپل شوی ولسمشر به په لومړي سر کې د امریکایانو د ګټو لپاره کار کوي او په دوهم قدم کې به یې ټولې چارې په مضره مصلحتونو ولاړې وي.
زه له هغو کسانو هیله لرم چې له اشرف غني اتل جوړوي او یوځای او بل ځای غونډي جوړوي چې یو ځل په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړئ او خپل وجدان راویښ کړئ چې ایا د دوستم جنایتونه د بخښلو دي او اشرف غني په رښتیا هم ښه حکومت جوړولای شي؟ نه، هيڅکله هم نه