زموږ دین او ټولنه وايي کسبګر سړی د خدای دوست وي هغه په دې معنی دغه ځوان سهار وختي له خپل خواږه خوب پاڅېږي او خپل کار پسې ځي، نه د چا غیبت کوي او نه له چا سره په ټولنه کې په کومه ستونزه کې را ګیروي. او یو مړۍ حلاله روزي خپلو اولادونو او کورنۍ ته تیاروي.
نو کله چې ځوان دغه کار کوي او موږ هم د پورتنۍ خبرې په بنا د خدای پاک نیک کار بندګان، دوستان او ملګري شولو نو زموږ په کار او کسب کې به هم خدای تعالی برکت اچوي او موږ ته به په اسانۍ سره کار او د کار زمینه برابره وي، چې موږ هغه کار ته لاس واچو او خپل اقتصاد د هغه حلال او روا کار په سرته رسولو سره جوړ کړو.
په یوه ټولنه کې که وګورو هر ډول کار او کسبونه شتون لري موږ ځوانان باید خپل ځان او خپلې وړتیا ته وګورو بیا له هغه وروسته هغه کار او کسب ته لاس اوږد کړو، ترڅو ور سره د کامیابۍ په لور روان شو، که چېرته یو ځوان باسواده وي او هغه پوره زده کړې هم کړې وي هغه ته لومړی خپله کورنۍ سترګې په لار وي، چې یوه ښه او غوره دنده واخلي او د دندې په ترسره کولو سره د خپل دولت او خلکو یو خدمتګار په ټولنه کې جوړ شي . او هم د دې ترڅنګ دولت او نظام په دې مکلف دی، چې د هغه د دندې په ترسره کولو هغه ته د خپلې وړتیا او چوکۍ په پرتله تنخوا وټاکي.
له بلې خوا بیا که یو ځوان نالوستی وي هغه باید خپلې وړتیا او خپل اقتصادي حالت ته وګوري او هماغسي په یوې دندې لاس پورې کړي، ځکه موږ په خپله ټولنه کې ډېر زیات کارونه لرو باید هغه سرته ورسو ،موږ نالوستي ځوانان باید یو کسب او کار زده کړو ترڅو د هغه کار او کسب له لارې خپل ژوند په ښه توګه مخ په وړاندې بوزو .که کسب او کار ته لاس وانه چو او یا ورپسې ونه ګرځو نو کار اوکسب هم په چا پسې نه ګرځي او نه به یې لاس ته را شي ،چې په نتیجه کې یو ځوان له فکري ګډوډیو او اقتصادي بحران سره هم لاس او ګریوان کېږي خو پکار ده، چې باید کار او کسب زده او ترلاسه یې کړو. کله چې موږ دا بریا او پرمختګ ترلاسه کړو نو زموږ ذهنونه به هم ورسره ډېر ارام او خوشحاله وي.
که د کار او کسب په اړه فکر وکړو نو زموږ په ټولنه کې همدا اوس ډېر کارونه او کسبونه شتون لري او هم په ډېره لږه موده کې هغه زده کېږي، باید هغه ته موږ لاس واچو او هغه زده کړو د مثال په توګه موږ له یو مستري سره د شاګرد په توګه دنده ترسره کوو که موږ د خپل استاد کار ته په څلورو او یا شپږو میاشتو کې پوره پاملرنه وکړو، نو دا تاسو ته په ډاګه ویلی شم، موږ به د موټر د جوړولو یو ښه مستري و اوسو، چې بیا موږ کولای شو په یو بل ځای او یا یوه بله سیمه کې د ځان لپاره یو دوکان خلاص کړو، چې هلته دغه کسان شتون ونلري او د موټرو عوارض هم ښه ډېر وي، چې له یوې خوا به مو خپلو خلکو ته خدمت کړی وي او له بلې خوا به مو ورسره د ژوند اقتصادي حالت د ښه کېدو په حال کې وي.
موږ باید تل د کار او یو غوره کسب په لټه کې وواسو، موږ باید په کار پسې ولاړ شو کار د یو ځوان کورته نه راځي د کار د کولو او پيدا کولو لپاره حکومت او خلکو ټاکلي ځایونه ښودلي، باید په هغو سیمو کې پوښتنه وکړو، ځکه هلته هر ډول کار شتون لري، د مثال په توګه که یو ځوان لوستی وي هغه باید علمي ادارو ته مخه کړي له هغوی څخه د کار غوښتنه وکړي او که نالوستی وي هغه باید د خپل ځان لپاره هغه سیمه وټاکي چېرته، چې د دوي د خوښې کارونه شتون لري.
د کار او کسب په کولو سره خدای تعالی زموږ په روزي کې هم برکت اچوي او بل یو ډول خوشحالي زموږ په برخه کېږي، ځکه کله چې زموږ د بدن غړي د کار په کولو سره ستړي شي نو زموږ په ذهنونو کې یو ډول ارامتیا را پيدا کېږي، د هغې په نتیجه کې موږ خوشحالي ترلاسه کوو.
په هره ټولنه کې هر ډول کارونه او کسبونه شتون لري موږ ځوانان باید خپل شوق او خپلې وړتیا ته وګورو هماغسي کار د ځان لپاره وټاکو.زه له هر ځوان سره دا منم، چې وايي په افغانستان کې له څلور لسیزو را نیولې تر نن ورځ پورې ځوانانو ته چا هغه سي پاملرنه نه ده کړې لکه، څنګه چې زموږ حق دی او هر ځوان که لوستی دی او که نالوستی دی د کار او کسب په اړه سرټکوي او وايي دولت موږ ته دنده نه راکوي او دندې ټولې د مصلحتونو په بنا ویشل شوي که څوک پوهېږي او که نه پوهېږي خو یوه د کار چوکۍ یې د ځان لپاره خپله کړې، چې په پایله کې د اهل او په استعداد ونو ولاړ کسان په کورونو کې بې دندو شپې او ورځې سبا کوي.
موږ نور له افغان حکومت او په دغه حکومت کې له څرګندو او ښکاره څېرو څخه دا هیله کوو، چې دې مصلحتونو ته نور د پای ټکی کیدي او کار داهل کار ته وسپارل شي هغه که د هر قوم او یا هرې ژبې خاوند وي خو چې کار د خلکو لپار پيدا کړي ترڅو به موږ ځوانان د داسې مصلحتونو ښکار کېږو موږ کار غواړو، موږ ژوند جوړول غواړو موږ باید د نورې نړۍ له ځوانانو سره د کار په سیالۍ کې ولاړ ځوانان ووسو.
له کوم وخت څخه چې زه په دې ټولنه کې کار او کسب کوم دا خو په کرتو کرتو ما په خپلو سترګو ولیدل، چې د لوړو چوکیو خلکو په دوه او دریو ځایونو کې د خپل ځان او د خپلو خپلوانو لپاره درې او څلور دندې نیولي، زه خپل حکومت او قانون نه دا ګیله کوم ګیله څه چې نیوکه ورباندې کوم دوی څه حق لري او قانون زموږ څه وایی چې حکومت ،نظام او کار دې یو وي بانک دې یو وي او سړی دې په کې درې او څلور دندې ولري.د یو کار کوونکي رسمیات په یوه اداره کې پوره اته ساعته دي او یوازې د جمعې په ورځ رخصتي لري ، نو بیا دغه کس څنګه کولی شي، چې درې دندې مخ په وړاندې وړي ، په دې خو ټول پوهېږو، دا د نورو ځوانانو حق دی ،چې دې سړي پرې سترګې پټې کړي او حق یې خوري.
زه د یو افغان په توګه له خپل یو مشر ، رهبر ، وکیل، والي، يا وزیر څخه دا پوښتنه کوم دی څه ضروریت لري، چې څلور پنځه مشاورین،څلور پنځه سکرتران، لس،پنځلس باډیګاردان او پنځه شپږ ډریوران د ځان لپاره نیسي او د هغوی په نوم امتیازات اخلي او په خپل جیب کې اچوي که چېرته زما په نظر د دغو کسانو پرځای موږ په خپل حکومت او اداره کې هغو کسانو ته ځای ورکړی وای،چې هغوی وړتیا او لیاقت درلودلی نو دا به بهتره وه د هغو پخوانیو کسانو په پرتله ځکه له یوې خوا به د ځوانانو لپاره د کار او کسب زمینه برابره شوې وای او له بلې خوا به مو په حکومت باندې هم د مصارفو بوج، تشویش او فشار را کم شوی وای.
خو دا کار ټول هغه خلک او هغه د لوړو چوکیو خاوندان کوي،چې هغوی په هیڅ صورت کې د خلکو او ملت په زړونو کې ځای نلري که چېرته موږ د خپل ملت په زړه کې ځای درلودلی نو نن به په هرچارواکي پسې شل اودریرش وسلوال باډیګاردان نه ګرځېدل، خو دوی په رښتینې توګه د ملت او خلکو استازي نه دي، چې په پایله کې په نظام او اداره کې د کار او کسب په اړه یوه غټه خالیګاه را منځ ته کړې ده.
دولت هم باید په دا څوارلس کلونو کې د ځوانانو د کار او کسب په اړه فکر کړی وای ټوله پړه به هم موږ په ځوانانو نه اچو په اکثرو ولسي سیمو او ځایونو کې چې ما کله له ځوانانو سره مجلسونه او بنډارونه کړي او بیا مې د هغوی د دندو په اړه پوښتنه کړې نو هریو ویلي زه وزګاریم که لوستی دی او که نالوستی دی خو په دغو مجلسونو کې بیا د کوټې له منځ څخه یو نه یو ځوان هم غږ کړی او دا ترخه وینا یې له خولې وتلې چې ولانو کار نشته ایران او پاکستان خوشته، هلته به خواري او مزدوري پسې لاړ شو نوکله چې بیا هلته لاړشي نو بیا یې زموږ د هېواد سیاستمداران په خپلو غټو سترګو کار نامې ویني څوک په چرسو او پوډرو روږدي شوي وي او چا په ځان پسې له بمونو غټ واسکټونه اغوستي وي.
اکثره ځوانان، چې کله د افغانستان د حکومت له خوا په داسې ناوړه کارونو نیول شوي هغه د ډېر کم عمر خاوندان دي، چې همدغه کسان دي ،چې هلته ورته وايي جنت دی او دوزخ دی او هورې دي او چاودنې دي او جهاد دی خو زه وایم هیڅ هم نشته لومړی باید حکومت دغو کسانو ته پاملرنه وکړي او له هغه وروسته موږ ځوانان باید کار ته ښه په کلکه ملا وتړو او هغه سرته ورسو خپل ژوند او کار چې موږ په خپله جوړ نکړو نو فکر نه کوم څوک دې زموږ لپار د کار غم وخوري همداسې به در بدر خاورې په سریو.خو پکارده، نور له دې تورو تیارو او بدبختیو څخه موږ ځوانان خپل ځانونه او کورنۍ خلاصې کړو ترڅو د دې کار په کولو سره یوې ښې لارې ته سم شو