له پارک زرنګار څخه مخ په پل محمود خان روان وم. هغه وخت دومره ګڼه ګوڼه نه وه. نه د موسساتو موټر وو او نه د نن په څیر دومره ډېر شخصي موټر. زړې ژیړ رنګه ټکسیانې او بایفور ډاټسنې به ښې کش کې ګرځیدې. بایفورونو کې د ناستو کسانو د سپین او تور پاچ لنګوټیو شملې به باد رپولې.
افغانستان بانک مخ ته چې ورسیدم، یو ځوان ته مې پام شو. دا غښتلی او چار شانه ځوان له مقابل لوري را روان و. رسۍ یې له ملا تاوه کړې وه. لاسونه یې خوځول او خوله یې خوریدله. کله به ودرید او کله به ځای په ځای تاو را تاو او کله به سیده روان شو. یو نیم لاروي به ورته څو شیبې وکتل، سر به یې وخوځاوه او نور به ترې لاړ.
ور، ورسیدم. ځوان د سړک په غاړه کښیناست خو تقریر یې جاري و. هغه په لوړ اواز ویل: او خلکو! تاسو ووايئ څه وکړم؟ سهار وختي کار ته وتلی یم، دا دی غرمه شوه، خو کار نشته. دا دوهمه ورځ ده چې اوړه خلاص دي. ماشومان وږي دي، څه چاره وکړم، لاره را ښیئ!
که غلا کوم لاس مې پرې کوي، که قتل کوم قصاص کیږم، اخر څه وکړم.....؟؟؟
ځوان، داسې غږیده لکه نور چې یې اعصاب له لاسه وتلي وي. نور پرې کنټرول نلري او نور نشي کولای د زړه خبرې په زړه کې وساتي.
د هغه په لاسونو کې د کار پریمانه انرژي وه، خو څوک نه و چې له دې انرژۍ څخه یې د وطن په ابادۍ کې کار واخلي.
تر ډيره ورته ولاړ وم، خو دا یوازې د ده ستونزه نه وه. ډیرو ښاریانو ورته ستونزې لرلې خو ځینو ځینو یې د ښکاره کولو جرئت کاوه.
د سړک په غاړه به خلک ناست ول، د خپل کور لوښي به یې خرڅلاو ته ایښي ول. خو چې کله به چا، کوم یو ترې واخیست، تر ډېره به یې ورپسې کتلې او ساړه اهونه به یې ویستل.
هغه مهال د وخت نظام دوه درې اسلامي ملکونو په رسمیت پیژانده،په ملکي برخه کې د هغوی غټه مرسته په نانوايي کې څو ګرمې ډوډۍ وې، هغه هم تورې شنې او بې کیفته.
خو نظام ته نږدې کسانو د ډوډۍ غم نه درلود. د اعاشې او په نورو نومونو یې پیسې اخیستې. د شهر نو د هوټلونو دروازې یې په مخ خلاصې وې او ښه ساعت یې تیر و.
حالات بدل شول. نظام بدل شو. ټولې نړۍ افغانستان ته مخه وکړه.د ډالرو سیلابونه را خوشې شول، خو ستونزې په ځای پاتې دي. لا هم د هیواد نیمايي وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. لا هم د کار انرژي په مټو کې ورستیږي او لا هم خلک پوره په نس ماړه نه دي او لا هم زموږ ناروغان د بې درملۍ له کبله ساه ورکوي.
له دومره پراخو نړیوالو مرستو سره سره،اوس هم کابل ښار او د نورو لویو ښارونو څلور لاري له ځوانانو ډک دي. دوی د کار په تمه راغلي وي، خو ورځ تېره شي او بیرته په ستړو ګامونو روان شي. دغه ځوانان په پټه خوله هغه چیغې وهي، کوم چې یاد شوي ځوان څو کاله وړاندې وهلې.
خلک وږي دي. خلک نهر دي. خلکو ته کاري فرصتونه څومره چې بایده دي، نشته. پانګه او د مرستې په نوم راغلې پیسې د څو اشخاصو په انحصار کې دي. د دوی ښه ساعت تیر دی.هغه پیسې چې باید په سترو ټول ګټو پروژ لګول شوې وی او کاري فرصتونه یې برابر کړي وای، جنابان یې خپلو خزانو ته انتقالوي.
بیوزله کورنۍ خپلو ناروغو اولادونو ته د نسخې اخیستلو وس نه لري، خو جنابان د خپلو اولادونو کلیزې په دوبۍ کې لمانځي. د تفریح لپاره بهرنیو ملکونو ته ځي، په عیش او عشرت کې ډوب دي.
نظامونه به بدلیږي، خو ستونزې به په خپل ځای وي یوازې بڼه به یې تغیر کوي.یوازې نسلونه به تغیر کوي او دا سلسله به تر هغې دوام لري څو چې په وطن او ولس میین خلک واک ته نه وي رسیدلي او تر څو چې پیاوړي نظارتي ارګانونه نه وي رامنځ ته شوي.
ملي شورا او سیاسي ګوندونه غوره نظارتي ارګانونه دي، خو افسوس چې دغو ارګانونو خپل دغه نقش ادا نشو کړای. دوی د خپلو شخصي ګټو له قشر نه را ونه وتل او دوی په شخصي ګټو پسې دومره لالهانده شول چې نور ولس ترې هیر شو.
همدا علت دی چې اوس پارلمان ته خلک د معاملاتو دفتر وايي او ګوندونه پردي نوکران ګڼي او هیڅ د خیر تمه ترې نه کوي.
افغانستان اوږدو جګړو وران کړی دی او لا یې ورانوي. نور له دې حالته را وتل په کار دي او دا کار هله شونی دی چې هر څوک د وطن هره لویشت خاوره خپل کور او د وطن هر فرد خپل ورور وګڼي.
ولس ته په کار دي چې له درانه خوبه ویښ شي. که دوی شور جوړ نکړي، ښاماران به همداسې بې غمه په خزانو پراته وي. ولس باید د یو داسې چا ترڅنګ ودریږي چې د هیواد راتلونکی تضمین کړي او تر هغه وخته یې تر څنګ ولاړ پاتې شي چې د هغه شتون د وطن او خلکو په ګټه وي.
محمد نعمان دوست، جلال اباد
( ګرداب ورځپاڼه) د سلواغې ۱۹مه