په ټوله نړۍ کې ټاکنې يا انتخابات د هر هېواد ځانته اصول او قانون لري او د اصولو له مخې يو زعيم ټاکل کيږي په هغه صورت کې چې د هېواد ملي حاکميت او اداره په خپل لاس کې وي نو دلته خو پګړۍ د ما او واک ېې د بل چا خبره ده. له بلې خوا څخه د ملګرو ملتو موسسه ، امريکا، اروپاېې هېوادونه او نړيواله ټولنه واېې چې بايد د دولت له مخالفو ډلو سره دې سوله روغه جوړه وشي او بايد هم وشي له کوره مخالف چا په توپک او مرميو وژلئ. دريمه خبره داده چې د افغان ولس خو د نورو په نوم له سترو بر باديو څخه نور نفس نشي ويستلاى هر څک دغه ملامته پر ولس تپى خو سم اړخ ېې لا معلوم نه دى. انتخا بات په يوه ټولنه کې ډير ښه کار دى په دې شرط چې د هېواد ټولې برخې دې ټاکنې ته تيار وى. بې اودسه هم چا لمونځ کړي او يا د يوه سمتي حکومت په خوله هم چا مولۍ خوړلې ده. له انصاف څخه ليرې مه ځي او په خپل ګريوان کې بې له هر ډول کرکې او نيوکې دا ښاغلي په لمړي جر اوبحث چې دوى ورته د مناظرې نوم ټاکلى بې له ډاکتر اشرف غني چې هغه هم پښتو ژبه پريښوده دانور خو اصلا د يوې غوجلې لپا ره اجندا نه لري چېرې د يوه مظلوم ،په اورونو کې کړيدلئ ولس، هغه ولس چه درې لسيزې د تش نوم په درويزو کې سوځي را سوځي. ددولت د مستقبل لپاره دا د بل ا ستعمار پيل دى چې له بن څخه وروسته د افغانستان د ملي هويت په نامه مينځ ته راځي. هغه څوک چې په رښتيا سره د الله نوم اخلي هغه د بيتالمال،ناموس، مليت، ولس او خاورې سره په هېڅ توګه خيانت نه کوي هغه خپل ملت ته لکه د عبدالله په شان په لمړى پيغام کې ددښمن خطاب نه کوي . هغه نوک او وورۍ په جګړه نه سره اخته کوي . يوه ملت ته د ماشوم په سترګه کتل او دولس په سترګو کې خاورې اچول له سالم عقل او تدبير څخه ليرې کار دى .بس دي چې ددې مظلوم ملت پر سر له کيڼ او راسته، دوست او دښمن لخوا ډيرې ناوړه هوسانې تر سره شوى . عام خلک په کې سياستمدارشول ، بيسواده په کې دپلمات شول، او له کاروانه وروسته په کې ميزبان . دا خبره سمه ده او څوک له دې انکار نشي کولاى چې په ټاکنو کې در غلي نه کيږي حتما به يو څه فساد ورسره ملګرى وى خو نه د افغانستان په کچه چې د بن له معاهدې سره پيل شوى او تر ننه پورې دوام لري. اوس ددې وخت نه دى چې په لمړي سر کې مونږ انتخابات وکړو ځکه تر اوسه په افغانستان کې امن نشته ، سوله نه شته ، هره ورځ په خبرونو کې د خپلو خلکو د وژنو راپور ورکوو مهمه نه ده چې ملامت دي او که نه دى دا د يوه دولت ستره وظيفه ده چې د ولس د سوکالي لپاره د عادلانه حل لاره پيدا کړي. خو ړانده چرګان بيا هرې خواته ځغلي! او کله چې په يوه ولس کې امن نه وى د چا لپاره انتخا بات کيږي. زه فکر کوم مخکې له دې چې د کلبي او مفتي مقا يسه سره وکړو چې څوک ښه دى او څوک خراب ، مونږ به د شخصيت پرستي خبره به دلته پر ځاى پريږدو چې هېڅ ګټه نه لري. مونږ بايد د هېواد ملي منافعو ته په لوڅو ستر ګو وګورو.د خپلې خاورې ملي حاکميت ته احترام وکړو. مظلوم او نامظلوم سره وپيژنو د هغو لارو چارو ستراتژي وڅېړو چې په هغو کې د خلکو د عقايدو در ناوى کيږي ، د خلکو حقوق د مساوات، عدالت او انصاف له مخې تامين کيږي. زمونږ د هېواد لانجه يوه عادي خبره نه ده ، د يوې ورځي،اونۍ، کال او لسيزې خبره نه ده . مونږ بايد دې ته ښه پاملرنه وکړو چې زمونږ هيواد په لنډ وخت کې څه شي ته اړه لري او په اوږده موده ددغه ملت کومو شيانو ته بايد پاملرنه وشي.د حيرانتوب مسله داده چې په کوم عرف او فرهنګ کې ، په کوم کتاب دين او ايين کې، دکوم هېواد ددموکراسيو په خوشحال ډزو کې او له دې نه اوچته په اسلامي لحاظ يو اسلامي جمهوريت د تاريخ په اوږدو کې هم دا ډول انتخابات کړي دي او که دا لمړي ځل دى افغانستان د نړيوالې ټولنې يا د ملګرو ملتو د خوښۍ لپاره دغه واده را پيل کړي دي. يو ملت په مجموع کې ډير ې نورې برخې هم لري چې بيا د علاج برخه ېې وسنجول شي.. لکه څنګه چې ډاکتر اشرف غني ډيرو ښو ظرفيتونو ته د سولې ، ملي حاکميت، دولس کورنيو ستونزو ته اشاره وکړه او په نړيواله سطحه ېې داسې يوه مطلب ته ګوته ونيوله چې داد نورو انډيوالا نو امکان لري په شپږو مياشتو کې ېې هم سر پرې خلاص نه شي چې ده اصلا څه وويل ؟ معنا دا چې يو بيسواد د يوه عالم په څنګ کې ودروي د ا پخپله ستر خيانت نه دى . سوال دانه دې چې زه يوازې د غنې نوم واخلم او يا هغه زما د منلو وړ دى او يا هغه هم څومره کمبودتيا وې لري . سوال دادى چې يو عالم ، عالم دى په يوه ټولنه کې هرڅه کولاى شي که چيرې خلک له هغه سره مرسته وکړي اود هغه له علم څخه په کورني او بهرني سياست کې کار واخلي.
ډاکتر اشرف غني پر هغو نهادونو معيارونو راوګرځيد چې د يوه هېواد لپاره ډير حياتي ګڼل کيږي او د اهميت وړدى. له بده مرغه ډير ناوخته ده چې اوس مونږ د څو لسيزو مخکې مشکلاتو باندې ګړيږو. زه فکر کوم چې ډاکتر اشرف غني د هېواد په نورو لاروچارو او ظرفيتونو باندې رڼاېې واچوي او ځينې قومي او قبيلوي نزاکتونه دمراعات پوهه ور سره شته چې دولس لپاره به ډيرې ښې لارې غوره کړي چيرې چې ټول ولس ددغو ټکو لپاره سترګې په لاره دى.
د انتخاباتو لپاره اصلا ١١ کسان بايد نه واى ٢ تر دريو پورې هغه هم چې په شخصيت، پوهه، کاري برخه، په دو برخو کې زده کړې ښوونيزه او دخلکو په مکتب مهارت او تجربه. د بشپړ رسالت او تصميم خاوند. يو متدين او خپلواک افغان. يو اصولي زعيم چه د ملت افتخار ورسره ملګرى واى. نو ديوه کشمش او څلويښت قلندره خبره ورڅخه نه جوړېده.د افغانستان مجاهد ولس : ځوانانو، ښځواو ماشومانو ته د فرهنګي حافظې امکانات برابرول د انتخاباتو دا بل اړخ دې چې زمونږ د کلتور نيمګړتياوې راپوره کوي او د ليوانو څخه مو په امن کې ساتي.
په درناوي