ليکوال: فرهاد داوري
سياسي قدرت هغه مهال په ريښتني بڼه د لياقت، استعداد، د خلکو په خوښه او د خلکو په رايه انتقاليږي، کله چي د قدرت په ليږد کي يوازي ملي سرچيني برخه ولري. په هغه دولت کي چي سياسي رژيم بي صلاحيته وي، د پرديو لخوا روزل کيږي، پالل کيږي، مالي ملاتړ يې کيږي، په اشاره يې حرکت کوي، نو پداسي بي صلاحيته سياسي رژيم کي هم هغه څوک مشر کيږي چي د بهرنيانو غوښتني او فرمايشونه ومني، داسي څوک چي ولس پر راټول سي، د ولسي ګټو پربنسټ، د ولس په اراده او خوښه حکومت وکړي، سياسي قدرت ته نسي رسېدلای، دا تريخ حقيقت بايد ومنو، چي پر افغانستان په غيري مستقيم ډول واکمن بهرنيان داسي څوک نه غواړي، چي د ټولو لخوا منلی وي، ځکه هغه له يوي خوا د ولسي ملاتړ پر بنسټ خپلسري حرکتونه کوي او له بلي خوا د بهرنيانو پر وړاندي ستونزي زيږوي.
زموږ نوماندان بايد دي ټکي ته متوجه سي، دا خبره بايد روښانه کړي، چي د ولس رايه او ولسي ملاتړ څومره د حکومت په جوړښت کي رول لري، ولس بايد د سياسي واقيعتونو پر بنسټ راويښ کړل سي، چي همدا ټاکني د ولسي سياسي ويښتيا لپاره ښه چانس دی، موږ به د هغه نوماند زيات درنښت وکړو، چي د خپلي سياسي مبارزي تر څنګ په خلکو کي مثبت سياسي پوهاوی هم وشيندي. هغه نوماند چي ولس بيده او ړوند ساتي او يوازي پدي لټه کي وي، چي د فردي قدرتونو په راټولولو سره د سياسي قدرت واګۍ تر لاسه کړي او د ولس پر ستوني پښه کښيږدي، دی به نه يوازي نا مشروع مبارزه کوي، بلکي دولس پر وړاندي به تاريخي مسؤليت هم په غاړه لري.
د افغانستان ولس له سياسي اړخه بيده دی، په نوو سياسي فورمولونو او سياسي رازونو نه پوهيږي، يوازي هغه څه چي زموږ ولس ورباندي پوهيږي هغه تيري سياسي تجربي دي، حال داچي سياسي تجربي هيڅکله يوشان نه تکراريږي، سياست اثباتي علم ندی، سياسي اعمال تل د بدلون په حال کي وي، د هر سياسي پړاو او هري سياسي ټولني لپاره بېل سياسي فورمولونه کارول کيږي. نو له همدي کبله موږ ويلای سو، چي زموږ ولس د نوې ډيموکراټيک سياست سره نابلده دی، په ډيموکراټيک سياست کي د خلکو عامه افکار د زيات ارزښت وړ دي، سياسي تبليغات هم د خلکو دعامه افکارو د بدلون يا زيږون لپاره کيږي، چي د سياسي افکارو د بدلون او جوړښت لپاره اغيزمن وسايل رسنۍ او د خلکو سره اړيکنيز وسايل دي، پداسي حال کي چي دا ټول د غيري افغاني کړيو په لاسونو کي دي.
دا لوی پرمختګ دی، چي د يوي لسيزي راهيسي په افغانستان کي د سياسي قدرت د لاسته راوړلو پر سر سياسي مبارزه د توپک، زور، وژنو او استبداد پر ځای د خبرو، مناظرو، دلايلو، ولسي ملاتړ او ښه پلان پر بنسټ کيږي، خو دا هم بايد ومنو چي زموږ سياسي مبارزه د نړۍ د پرمختللو ټولنو په پرتله لا ډيره شاته پاته ده.
په ټوليز ډول په افغانستان کي د سياسي قدرت د انتقال په مخکي لاندي ستونزي پرتي دي:
(۱)- د بهرنيانو لاسوهني:
دا تريخ حقيقت بايد ومنو، چي د افغانستان ټاکنيز سيستم او د سياسي قدرت انتقال په بشپړ ډول د افغانانو په لاسونو کي ندی، د بهرنيانو لاسوهنه او ددوی خوښه په زياته پيمانه رول لري، زموږ نوماندان مخکي لدي چي نوماندان سي يا د نوماند کيدو څخه وروسته بايد بهرنيانو ته ژمني ورکړي، چي ددوی د ګټو ساتونکي دي، دا هغه حقيقت دی، چي د سياسي پردي تر شا په پټ ډول شتون لري.
د بهرني سياست په جوړښت کي مهم ټکی د (ملي ګټو) ساتنه ده، نو د افغانستان په اړه د افغانستان سره د همغاړو بهرنيو هيوادونو بهرني سياستونه هم داسي جوړ سوي دي، چي په افغانستان کي خپلي ګټي او موخي ولټوي. نو ددوی ګټي هغه وخت ښه ساتل کيږي، چي د افغانستان سياسي واکمنان کمزوري وي او ددوی په اشاره حرکت وکړي، ددوی غوښتني ومني او ددوی سره مشوري وکړي، په هغه حکومت کي چي دافغانانو په خوښه جوړ سوی وي او د افغانانو د ملي ګټو پر بنسټ حرکت کوي، ددوی ګټي سمي نه ساتل کيږي. له همدي کبله دوی هڅه کوي، چي داسي چاته سياسي قدرت په لاس کي ورکړي، چي د افغانانو تر ګټو زيات ددوی د ګټو ساتونکی وي.
(۲)- د زور او فساد واکمني:
د سياسي قدرت د ريښتني انتقال په مخکي بله پرته ستونزه د زور واکمني او د فساد شتون دی، تر اوسه په افغانستان کي ريښتني ډيموکراسي نسته، دلته د توپک، پيسو، ظلم او وژنو زور چليږي، خلک زياتره د سيمه ييزو زورواکانو تر اغيز لاندي دي.
زور او وژني په افغانستان کي د اتلولی نښي دي، هغه څوک دلته اتل او قهرمان ګڼل کيږي، چي زيات زور ولري او لږ تر لږه يې څو کسه وژلي وي. نو زموږ خلک په ذهني ډول دداسي ځواکونو سره تړاو لري، چي همدا تړاو د سياسي قدرت په انتقال کي بله ستونزه ده. خلک خپلي ارادي او خپلي خوښي ته نه پريښودل کيږي، د بېلابېلو فشارونو له امله د خلکو سياسي ازادي اخيستل کيږي. دا حالت موږ ته د زورواکۍ ميراث دی، چي لا تر اوسه يې پوره نښي سته.
له بلي خوا د فساد، رشتوت، اختلاس او دخلکو تيرايستل بيا هغه ستونزي دي، چي د سياسي قدرت په لاره کي د ټاکنيزو مامورينو او ټاکنيزو کمپاينونو لخوا جوړيږي، ځيني نوماندان د رايو د زياتوالي لپاره د ټاکنيز کميسون چارواکو ته رشوت ورکوي، يا خلکو ته د رايو په بدل کي پيسي ورکوي، دا هم د سياسي قدرت پر ريښتني انتقال منفي اغيز ښيندي.
(۳)- د واکمن سياسي رژيم سره مخالفتونه:
د افغانانو په منځ کي د واکمن سياسي رژيم سره زيات سياسي مخالفتونه شتون لري، يو شمير په انفرادي ډول مخالفت کوي او يو شمير نور يې بيا په ډلييز ډول مخالفت کوي، ځيني افغانان دا سياسي رژيم او ډيموکراټيک سياسي بهير لادينه، دکفارو رژيم او ګوډاګی رژيم بولي او په عقيدوي ډول يې مردود ګڼي، او ځيني نور بيا په ډلييز ډول ددي سياسي رژيم پر وړاندي وسله واله مبارزه کوي لکه طالبان، دوی له يوي خوا خپله په ټاکنو کي ګډون نه کوي او له بلي خوا نور خلک هم د رايو ورکولو څخه ګرځوي. چي پدي سره هم په ټاکنو کي د ولس د اکثريت اراده نه ښودل کيږي او سياسي قدرت په ريښتني بڼه نه انتقاليږي.
(۴)- د ولس ناسم پوهاوی:
يو شمير قومي دلالان د خلکو د سياسي ناپوهۍ څخه ناسمه ګټنه کوي، دوی دولس پر سياسي ارادي باندي تجارت کوي، د نوماندانو سره سياسي- مادي معاملي کوي او بيا د خپل قوم په منځ کي ځيني دروغجن او له حقيقته ليري تبلغيات ددوی په ګټه کوي. دا هم د ريښتني سياسي قدرت په مخکي بله پرته ستونزه ده.
هغه وخت سياسي قدرت په ريښتني بڼه انتقاليږي، چي خلک بېله وهم او ترس څخه خپله سياسي اراده په خپله خوښه وکاروي او بيا ددوی د سياسي ارادي د اکثريت پر بنسټ سياسي قدرت انتقال سي. پداسي حال کي چي په افغانستان کي له يوي خو ټول هغه ولس چي د رايې ورکولو حق لري، د بېلابېلو دلايلو پر بنسټ په ټاکنو کي ګډون نه کوي يا يې نسي کولای، او له بلي خوا د بهرنيو لاسوهنو له امله د اکثريت ريښتني سياسي ارادي پر بنسټ پريکړه نه کيږي.