يو سپين روبه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58569
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2014-02-09


 کور کې ناست وم چې دسپيو غپا شوه ژر مې کوتک راواخيست او کوڅې ته مې منډه کړه ګورم چې يو سپين روبه مشر سړی سپيو رانيولی او ترې راټول دي ما تږي هم راوخيستې او مشر ته مې ځان ورورسولو مشر راغږ کړ پام چې ګوزار و نه کړې مشر زه غيږ کې ونيولم زما د لاس نه يې ټول کاڼي واخيستل او په ځمکه يې وغورځول پر سر يې لاس راکاږه او په خوږې مسکا يې راته وويل \" بچه سپي دي پرېږده يې چې غاپي خپله به ستړي او چپ شي ، دا د مخالفانو د وهلو او ټکولو دود او کولتور بايد نور پرېږدو ، دوی دې په قهر غاپي ته ورته د شفقت نه مسکی شه خپله به ستا احسان ته د مينې لکۍ وښوره وي او د اخلاقو تابع به دې شي٠
 سپين روبی مخ پر بره روان و ما دخپلې کوڅې تر پايه بدرګه کړ څو ځايه سپيو بيا راوغپل ما به کوتک ته لاس کړ خو سپين روبی به رامسکی شو او په خوږه ژبه به يې وويل \" شفقت د کرکې ضد دی٠
 د کوڅې په پای کې يې کوتک هم رانه واخيست او په خورا مينه يې راته وويل\" بچيه ځه اوس د بې کوتکه او بې کرکې ژوند خوند هم وګوره٠
 زه ښه ډاډه تش لاس بېرته راستون شوم او زړه مې لکه رڼې اوبه داسې نرم ، پوست او له نفرته پاک شو٠
 يا الله دغه سپين روبی بريالی لره٠