پښتو فلکلوریک سیند خو د هر څه ډ ک دی او هره څپه یې بیلا بیل زیورات او جوهرات شیندي.
د یار مې پیغله خور په کور ده
نیستي دې ورور ده ، چې بدل ورسره شمه
مورې کوچی ته مې ور نه کې
زه به اوښان ساتم که ځان به جوړه ومه
په پلار مې بله جرګه وکه
که در یې نه کړم په ړومبی چربنګ به ځونه
او لسګونه او سلګونه نورې بیلګې .
بل پلو که پښتو شاعري په غور مطالعه شي ، نو لولو ډیر کله ښځینه احساسات د نارینه شاعرانو لخوا بیانیږي.
خاطره زه له تانه چا وړې یم
وار به دې را شي که لږ وار دې وکړ
خاطر اپریدی
جلانه اوس مې د لاس سور دسمال ښکاره ګرځوه
اوس ستا په نوم خپلو همځولو کې بد نامه یمه
سیدجیلانی جلان
دې کلتور په تورو شپو کې مې راز پټ
ګني زه هم پسې مرمه لکه دی
سیف الله شهاب
ښځینه شاعرانې نه غواړي په شعر کې خپل احساسات څرګند کړي او ډیر کله یې پټ ساتي ، چې لامل یې هم پښتني غرور ، کلتوري محدودیاتونه او نور دی . دپښتو شعر کره کتونکی صديق الله بدر هم په همدې نظر دی هغه په خپل کتاب (لونګو درېڅې) کې په شعر کې د ښځينه وو دخپلو احساساتو د څرګندولو د کمښت او دنه بیانولوعلت راپه ګوته کوي:« په پښتو شعر كې د ښځينه احساساتو او عواطفو څرګندونه هغه مساله ده،چې ډېرو ښځو شاعرانو ورته توجه نه ده كړې، ډېرى ادبپوهان په دې نظر دي، چې تر ډېره بريده د هغه علت په ټولنه كې د مسلطو دود او دستورونو موجوديت دی».
خو ځوانې شاعرې زمزمه نیازۍ بیا د رواج د ځنځیر یاده کړۍ ماته کړیده.
تا چې هغه غواړې ددې خبرې دا معنا ده
چې نه دې ځان، پښتو پروا نه دې ساتې زمزمه
داسې مې هم اوریدلي ، چې ځینې شاعران د شعر لیکلو په وخت کې دومره د احساساتو لاندې راځي کله چې بیرته خپل شعر لولی او اوري ، نو غاښونه چیچي .
خو زمزمه بیا دغه کار دې دودیزو محدودیاتونو پر وړاندې بغاوت بولي اونورې شاعرانې هم دغه چارې ته را بولي : « ځینې پښتنې شاعرانې زیاتره د نارینه وو په ژبه شاعري کوي ، خو زه له هغو نه یم . یو څه بغاوت مې کړی دی ، هڅه مې کړې ده چې خپل احساسات د ښځینه وو په ژبه ولیکم .»
هر څوک مین دي ، خو څوک د مینې راز پټ ساتي او د ځینو حوصله نتګیږي .
میرمنې پدې برخه کې بریالۍ بلل کیږي او کولای شي ان کالونه کالونه هم دمینې راز او حال پټ وساتي . ځکه پداسې ټولنه کې چې مینه سر بازي ، جواري او د لیونو خلکو روزګر بلل شوی وي باید چې ښځې دا ډول حالت غوره کړي .
ولې دې اغلې زمزمه دې کار ته هم خلق تنګ شوی او په ډګه یې ویلي :
منم چې ته به یې مین خو دا به هم منې ته
ډیر دې مین هم دي جانانه لکه زه او زړه
یا:
پرون په خط کې اشنا داسې وو لیکلي را ته
نیازۍ د عشق په خوند خبر دې کړمه لاړې را نه
زمزمه پدې لاره نوره هم وړاندې ځي . هغه دې شوګیرو ، د باران د موزون غږ سزه تر نیمو شپو یوازې پاتې کیدو او سپوږمۍ ته د یو چا د یادونو د ویلو حال او خبرې کوي .
ګونګې سپوږمۍ ته مې کتلې یادولې مې ته
اوښکې بې شماره تویدلې یادولې مې ته
په دې مې هير نه شوې په ځه به هیر شې
ما چې دې نښې سوزولې یادولې مې ته
یا:
ستا یادونه ځی را ځي شپه ده باران ده
زړه په چیعو ژړوي شپه ده باران ده
ستوري واړه دي ویده سپوږمۍ ویده ده
زما په برخه جدایي شپه ده باران ده
كوم شاعران، چې نوې او خپلې خبرې كوي او خپلې تجربې په هنري انداز بيانوي، ادبپوهان يې لوى شاعران ګڼي.
دې زمزمه په شاعرۍ کې همدا جوهر شته او په همدې هنر یې مینوال ځان ته جلب کړیدي . که زمزمه نوره هم ریاضت وکړي ممکن په را تلونکی کې دې ادب بله ډیوه شي . خپل نطر او خبرې پدې بیت سره را نغاړم :
نه به دهغه پدې لار راشي نه هغه وختونه
نه به زما په شونډو را شي زمزمې زمزمې