تیره شپه مې په طلوع نیوز د پنځه تنو ولسمشرۍ نوماندانو ژوندۍ مناظره ولیده د مناظرې له پیله ورته ناست وم مناظره په ښه شان او شوکت سره پیل شوه زه فکرکوم چې زما په شان ډیرې افغانان به هم ورته ناست وه په ټوله کې مناظره ښه وه او په ښه پوښتنو سره پیل شوه ولې داچې پوښتنو ډیرو تفصیلي ځوابونو ته اړتیا درلوده ولې وخت یواځې دوه دقیقې وه داچې د مناظرې لپاره همداسې یوه تګلاره په پام کې نیول شوې وه زه پرې بحث نه کوم خو له پيله پوه شوم چې د مناظرې پوښتنې له نوماندانو سره شریکې شوې وې په هر صورت مناظره پیل شوه او د ټلویزیون په شیشه یو ښکلې سیټ راښکاره شو چې پنځه تکړه او په سیاسي ډګرکې لوبیدلي اوچلیدلي سیاستوال راڅرګند شول دنومونو له اخیستو يې ډډه کوم چې داسې نه کمپیان ورته و شي پوښتنې پیل شوې او د ټلویزیون په شیشه څو تنه ځوانان او یو شمیر شنوونکي هم تر سترګو کیده خو دومره يي مزه نه وه کیدای شي دامنیتي ستونزو له کبله به يي هر ډول سیاستوال اوشنوونکي نه وي رابللي، یوه پوښتنه د پنځه نوماندانو پوښتل کیده او هر یو په خپل وار ورته ځواب ورکوو ما وړاندې وویل چې پوښتنې کره او هر اړخیزې وې خو د مناظرې چلونکی د مناظرې له پیله یو ډول تراغیزلاندې وه او ورکړل شوې پوښتنې یې هم په ډیرې ویرې سره پوښتلې نه پوهیږم چې اغیز څه وه خو ددې کوچنۍ لیکنې مطلب چې زه یې اړکړم څو ژر ترژره يي ولیکم د ولسمشرۍ د پنځه تنه نوماندانو محافظه کاري وه که ریښتیا و وایم ددوې محافظه کاري مې خوښه نه شوه دا به زما شخصي سلیقه وي او یا کیدای شي د خپلې افغاني ټولنې په شته سیاست پوه نه شم. راځم د پوښتنو لړۍ ته که ټولې پوښتنې راسربیره کړم د انځور په بڼه يې د ټلویزیون یوه ګړۍ وخت نیولې کیدای شي دلته ساعتونه ونیسي او زمونږ وګړي خوهسې هم درې لسیزې جګړې ځپلي او لوستي کسان يي د لوستلو توان نه لري او د نالوستو خو دې الله مل شي. زه هم کوښښ کوم په ټولو پوښتنو ستاسې وخت ضایع نه کړم ددغو پوښتنو ځوابونه مونږ تل د هیواد له ټولو سیاستوالو اوریدلي او څه ډول چې ژمنې کوي هغه ډول یې نه پلي کوي او نه يي هم پلي کړي دي او نه به يي هم پلي کړي اشاره مې راتلونکي ولسمشر ته ده. نوماندانو ډیری په هیواد کې دامنیت د ټینګښت، دسولې د پروسې پردوام او بریالیتوب، اقتصادي او پراختیايي پروګرامونو، دخلکو دکاري موکو به برابرولو او داسې نورو زړو ببولالو ته کش ورکړئ وه خو یو هم په دې خبره ونه کړه چې په هیواد کې څه ډول سوله راتلی شي ځکه چې په سوله کې پاتې ټول کارونه ترسره کیدای شي که سوله نه وي نه به اقتصاد وي، نه به پراختیا وي اونه به هم بریالیتوب . د یوه نوماند څخه مې هم وا نه وریدل چې د سولې د ټینګښت لپاره څه ډول میکانیزم ترلاس لاندې لري. یو خو لاویلی چې دسولې خبرې روانې دي خدای دی د سولې په روانو خبرو تندر راوغورځوي.
دوه پوښتنو ته مې ډیر پام شو یوه هغه چې آیا طالبان د افغانستان دښمنان دي که نه؟
د دې پوښتنې په ځواب کې پنځه واړه نوماندانو د پوره محافظه کارۍ څخه کار واخیست ځکه چې د ځان سره به يي فکر کاوه چې نه باید طالبان خفه کړم، نه هم امریکا او نه هم نړیواله ټولنه ځکه چې په ټاکنو کې دغه نوماندان د خلکو په رایه حساب نه کوي او خپل بریالیتوب د نړۍ والې ټولنې او طالبانو پورې تړلې بولي او کله خو دازمونږ سیاستوال لاهم وايي چې تاسې په سیاست نه پوهیږۍ آیا خلکو ته درواغ ویل سیاست دی؟ او ددې مظلومو خلکو سره جفا کولو ته سیاست وايي؟ لعنت په دا ډول سیاست شه . په هر صورت هر نوماند په خپل وار سره پورتنې پوښتنې ته ځواب ورکړ خو زه ټولې ببولالې بولم. یو نوماندان هم د پورتنې پوښتنې په ځواب کې ونه ویل که هر څوک وي که هغه حامدکرزی، اپزیوسیون، طالب،مجاهد، جهادي قومندان، ټلواله، امریکا، بریټانیا او هر کورنۍ او بهرنۍ کس چې په هره جامه کې وي او ددې خاورې د خپلواکۍ ،ملي حاکمیت او ارضي تمامیت دښمن وي، زمونږ بچیان، خویندې، ورونه، میندۍ، پلرونه او خپل خپلوان وژني کورونه مو راویجاړوي، ښوونځي، کلینکونه، روغتونونه، پلونه، سړکونه او داسې نور د عامه ګټو وسایل مو سوځوي په کورونو مو بمبارۍ کوي، چاودنې کوي، ځانمرګي بریدونه کوي، جوماتونه مو وراني قران او دین ته مو سپکاوی کوي هغه د افغانستان دښمن دی. کیدای شي قدرمنه لوستونکیه زه په حقه نه وسم خو دامې ددې زوریدلي ولس غږ دی او دې نوماندانوته اړینه وه چې باید ځواب يي ورکړي وه خو بیاهم سیاست کول او محافظه کاري.
بله پوښتنه هم داوه که تاسې په راتلونکو ټاکنو کې بریالی شی ایا ښځو ته به په قضایه برخه کې او په ځانګړې توګه د ستری محکمې په عالي شورا کې غړيتوب ورکړئ؟
دغه پوښتنه هم تر ډیره پنځه واړه نوماندانو ته وړاندې شوه خو ټولو په کې بیاهم له ډیرې محافظه کارۍ څخه کار واخیست یو ویل چې مونږ د ښځو حقونو ته په خپلو پروګراموکې ډیرپام کو، بیا ویلي زه خو لاد پخوا څخه په دې برخه کې په مبارزه بوخت یم او بل بیاویلی چې ما خو سر له اوسه ورته حق ورکړی او داسې نورې ببولای خو یوهم د خپل ولس په ژبه د چلونکي پوښتنې ته ځواب ورنه کړ او د چلونکي خو هسې هم خوله چینګه پاتې وه او داسې وارخطا وه چې همدا اوس ورپسې شاته څوک له کوتکه سره ولاړدی او یابه يي هم څه ناڅه نغدې د ټلویزیون او یا له ځان لپاره ترلاسه کړی وي چې دا به يي مجبوریت وه څو څه ناڅه ګوزاره وکړي خو نوماندانو په هیڅ ډول د ډیرو عامو خلکو ملاتړ ترلاسه نه کړ.
خو زما له نظره ددغې نوماندانو لپاره دغه غوره ځواب وه چې داساسي قانون څخه پورته مونږ د الله ج ستر کتاب قرانکریم له ټولو غوره قانون او د بشریت د لارښود لپاره د حضرت محمد ص احادیث لرو چې باید ورته رجوع وکړو. او بله داچې نوماندانو ویلې شول چې ووايي د بریا په صورت کې د الله قران د حضرت محمد ص احادیثو او د هیواد د ټولو مذهبونو تکړه علماوو ته به مراجعه وکړو او دغه پوښتنه به ورسره شریکه کړو چې آیا ښځه په قضا کې د قضاوت حق لري که نه؟ که یې وویل او هغوې فتوا ورکړه سله ځله ولې به ښځو ته حق نه ورکوو په ټولو برخو کې باید ورته حق ورکړل شي. خو داچې زمونږ د ولسمشرۍ نوماندان له دین او قران سره دومره مینه نه لري دداسې پوښتنو ځوابونه ورته ګران ښکاري.
په پاي کې د لسمشرۍ نوماندانو ته او ددوې سلاکارانو او مشوره ورکونکو ته زما یادونه داده چې خلک په ببولالو مه غولوې اوس افغان ولس هغه پخوانی ولس نه دی نن ددې هیواد ورکوټی ماشوم هم په سیاست پوهیږي او پوهیږي چې ستا کومې ژمنې د پلې کیدو دي او کومې مو د پلې کیدو نه دي. خلکو ته ریښتیا ووايې او دخلکو ستونزې لومړی په نښه کړئ او بیایې خلکو ته د خلکو په ژبه بیان کړی او خلک پرې پوه کړئ څو خلک وړ او ریښتني نوماند ته رایه ورکړي او دا زوریدلې ولس نورله شته ناخوالو خلاص شي.
په درنښت