سره له دې چې وایې سیاست که ډېر دروغ ویل کېږي خو حقیقت دادی چې دروغ او داسې ژمنې چې بیا وفا پرې ونشو کړای هم دمتمدن ژوندانه اوهم له اسلامي غوښتنو سره اړخ نه لګوي.
متأسفانه زموږ یوشمېر هغه کاندیدان چې روانو ولسمشریزو ټاکنو کې یې ګډون کړی خلکو سره داسې ژمنې کوي چې ترسره کېدل یې له امکاناتو وتلی وي. دافغانستان دخلکو شعور اوس ډېر اوچت شوی هغوی پوهیږی چې څوک څه کولای شی؟ او هغه څوک چې وایې دا څه کوم او دا نه کوم آیا په ریښتیا هم داسې کولای شي او که نه ؟
دبیکاري له مېنځه وړل ، داقتصاد ښه کول ، دامنیت ټینګول ښه حکومت والی دفساد له مېنځه وړل دبهرنی سیاست سمول ، دخلکو دژوند دسویې اوچتول ... هغه خبرې دي چې دافغانستان دروان ټاکنیز بهیر په کمپاین کې یې نږدې ټول کاندیدان ژمنه کوي خو هغه امکاناتو ته ګوته نه نیسي چې باید په دې اړوند وکارول شي.
کاندیدان دا نه وایی چې بیکاري به څه ډول له مېنځه وړي او کوم امکانات موجود دي چې تراوسه کارول شوي نه دي او دوی به یې وکاروي او یا داچې دوی به دغه امکانات له کومه کوي چې بیکاري پرې له مېنځه یوسی؟
یوشمېر کاندایدان د اداري فساد دله مېنځه وړلو او سولې په اړه غټې غټې خبرې کوي او وایې هغه وخت چې ولسمشر شوم دا کارسرته رسوم، خو هغه تګلارې چې خلک قانع شي چې ریښتیا هم له دغو تګلارو سره کولای شی نوماندان خپلې ژمنې عملي کړي نه جوتوي.
خلک وایې چې کاندیدان ترهغو چې واک ته نه وي رسېدلې داډول خبرې کوي خو کله چې دوی بیا واک ترلاسه کړي خپلې ژمنې هیروي. هغوی د ولسې جرګې او مشرانو جرګې غړی او هم دولایتی شوراګانو استازي دبېلګې په توګه یادوي او وایې کله چې هغوی کاندیدان وي یو ډول وي او کله چې بیا بریالي شي او په کار شي بل ډول وي، خپل رایه اچونکې له یاده باسی او یواځې دخپلو شخصي ګتو فکر ورسره وي .
کاندیدان ددې پرځای چې خلکو ته هغه دپښتو متل پربنا(( سیند شورا کړي او غر غوښې )) باید دخپلو ژمنو دعملی لارو چارو تګلارې او امکانات هم په ګوته کړي، چې داکار څو ګټې لري، یوخو دا چې خلک اوراتلونکی دولت به یو څه متوجه شي او له هغو امکاناتو چې کاندیدان یې یادوي په ریښتینې توګه بریالی کاندید کار واخلي او بل به داسې بحثونه او خبرې اترې راپورته شي چې تراوسه ورته دخلکو پام نه دی او هغوی ته به دراتلونکې په اړوند هیله مندی لازیاته شي.
داسې هم نه ده چې زموږ ستونزې دحل لارې او امکانات ونه لري ضرور یې لری خو ښاغلی کاندیدان دې یواځې زیار وباسی دهیواد تکړه شخصیتونو ، کارپوهانو ، شنونکو او اهل کارته مراجعه وکړي هغه نسخې چې دراتلونکې لپاره ګتورې او عملی دي وړاندې کړي.
بله مهمه خبر چې دلته یې باید یادونه وکړو هغه ژمنې دي چې په کمپاینونو کې تل یادیږي خو مفصله پروګرام نه ورته وړاندې کېږي، دبېلګې په توګه ډېرې کاندیدان په هیواد کې دفساد دله مېنځه تلو ژمنه کوي حال داچې په تېر وخت کې یعنې دحامد کرزي دولسمشری په وخت کې داداري فساد دله مېنځه تلو لپاره ډېرې هڅې شوي، څو ادارې په همدې اړوند جوړې شوي ، مفصل کنفرانسونه جوړ شول ، تبلیغات ترسره شول خو بیاهم دغه شومه پدیده چې اداري فساد دی ورک نشو. اوس به نوي کاندیدان څه ډول وکولای شي فساد له مېنځه یووسی؟ یوواځې په خبرو خو نه کېږي ؟ دوی څه ستراتیژی لري چې عملي وي؟ او که چېرې خلک دوی ته رایه ورکړي له پخواني حکومت نه څه وړتیا لري چې خلک باور وکړي هغوی اداری فساد یا مخدره توکي له مېنځه وړلای شي او یایې هم راکمولی شي؟
که چېرې په کمپاینونو کې په همدې خبرو بحث وشی او عملي لارې چارې په ګوته شی هغه کاندید که بریالی هم نشی نو تګلاره یې کېدای شی نوی حکومت تطبیق کړي چې عملی لارې چارې په کې په ګوته شوي وی. چې دابه ډېر ستر خدمت وي.
خو له بده مرغه اوسنی کاندیدان یواځې درایې غوښتونکې دي ، څوک خپله شمېره مهمه ګڼې چې خلکوته هېڅ مهمه نه ده ، څوک هم خپل شعارونه مهم بولي چې خلکو ته شعار داهمیت وړ نه دی او څوک هم د خپلو پلویانو او رایه اچوونکو ډېروالی په ګوته کوي چې داهم خلکو ته مهم نه دی . دافغانستان خلک له راتلونکی حکومت نه خپله سوکالی ، په افغانستان کې سوله او امن ، اقتصادي پیاوړتیا ، دافغانستان دملي حاکمیت او خپلواکۍ ... تضمین غواړي اوهم دهمدغو موخو دعملی کېدو لپاره داسې لارې چارې او امکانات غواړي چې ددوی هیلې لاس ته راوړي. نو کاندیدان هغه امکانات او په دې اړوند خپلې وړتیاوې او پروګرامونه باید خلکو ته جوت کړي ترڅو خلک باور پرې وکړي او رایه ورکړي. که دوی داسې څه نه لري نو ښه به داوی چې له سیالیو لاس په سر شي او دافغانستان خلک ونه غولوي