د کندهارعامي روغتیا ریاست جوابیه لیکنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58593

دخبریدو نیټه : 2014-02-10

دکندهارولايت
 دعامې روغتيارياست له لوري
 دبينوا ويب پاڼئ محترم دفترته
 دمحترم ورور عزت الله (په کندهار ښار کي ؛په سپين لباس کي سره قصابان، که ځيني ډاکتران) مقالي په جواب کي .
دعامي روغتيا رياست ترهرڅه دمخه دمحترم عزت الله ورور څخه دزړه له کومي مننه کوي چي په کندهار کي دتقلبي صحي کارکوونکو ،جعلي اوبي کيفيته درملو په اړه يومطلب ليکلى اودبينوا ويب پاڼي څخه په تشکر چي يادمطلب ئئ دخلګو دخبراوي اواذهانو دروښانتيا پخاطر خپورکړى
 ګرانه وروره
 دکندها ر دعامي روغتيا رياست لرليد دټولو کندهاريانوښه تره فزيکي ،روحي اواجتماعي روغتيا ده د عامي روغتيا رياست د کندهاريانو دښي روغتيا پخاطر په بيلابيلوعرصوکي لکه :دروغتيایي مراکزو ايجاد ،دمراکزو لپاره دستندرد تعميرونو جوړول ،په ميرويس روغتون کي دتخصص پروګرام شروع کول ،دمتوسط پرسونل دروزلو پخاطر دکندهار دصحي علومو دانستيتوت جوړول ،دموجوده روغتيا يي کارکوونکودظرفيت لوړلو پخاطردوظيفي په جريان کي دروزنيزو پروګرامونو دايرول ،د خصوصي اودولتي مراکزو څخه نظارت اوبررسي ،ددرملتونو اوشرکتونونو څخه ليدنه ،دډاکترانو دکتنځايونو څخه کتنه ،دغذايي موادو کنترول ،دښارالۍ دټولواصنافو څخه دصحت دلايحي له مخي کتنه اوبالاآخر په صنعتي پارک کي دټولو توليدي فابريکوڅخه ليدنه اودوى ته دلايحو ويش هغه څه دي چي دکندهار دعامي روغتيا رياست ترسره کړي چي هر فعاليت پخپل وخت درسنيو له طريقه د ولس سره شريک سوى زه به ددي مطلب په آخرکي هغه څه چي دروغتيا رياست دسږکال په جريان کي په هره برخه کي ترسره کړي په لنډه توګه به ستاسو سره شريک سي ولي مهمه خبره داده چي ولي داسي خود سرى پدي مهم او حساس مسلک کي وجود لري البته جواب ئي واضيح د ى هغه روان څولسيزه جکړه ده چي داستکور ئي هم دخپلومنفي تاثيراتو پواسط ډير متاثره کړى په روبنايي اوزيربنايي برخو کي زيات زيان ليدلى ډيرو ناقانونه افرادو و دي سکتورته دجعلي اسنادو په درلودلو سره چي په وروسته پاتو کي معمولي خبره ده لاره پيداکړي چي کولاى سم له خپله نظره دپورته غيرقانوني اعمالو علتونه په لاندي توګه سره شرح کړم
 ١ په ځينو سياسي رژيمونو کي ودي خودسريوته ډيره خاصه زمينه مساعده سوي اوډيرو اشخاصو په ډيره آسانى سره اسناد په جعلي شکل سره ترلاسه کړي
 ٢ په بهرنيو هيوادونوکي د جهاد په دوران کي دصحي کارکوونکو روزل ( چي په ډيره کښته سويه روزل سوي ولي هغه اشخاص نن په لوړو ښاخونولاسونه وهي)
٣ په بهرنيوهيوادونوکي دجعلي اسنادو ترتيب او په هيواد کي دننه دبا صلاحيت ادارو له لوري دهغوۍ داسنادو په رسميت پيژندل اوتائيد ول
 ٤ د جعلي او تقلي اسنادو درلودنوکو اشخاصو حمايه د ځينو سیاسي کړيو او قومي اشخاص له لوري
 ٥ دقانون ضعيف اوکمزورى تطبيق يوبل فرصت دى چي جعلي اسناد لرونکي اشخاص په آ سانۍ سره فعاليت وکړي ځکه دعامي روغتيا ریاست مسئوليت لري چي ناقانونه اشخاص په ګوته او اجرائيوي ارګانونه مستقيما مسئوليت لري چي قانون پرهغوى عملي کړي
 ٦ په کندهارولايت کي په تيروڅوکلونو کي خراب امنيت پوبل ښه فرصت ددوى دفعاليت لپاره وو
 سره ددي چي امنيتي مشکلات زموږ په مخکي پراته وه ولي موږ ترډيره حده دقانون اواصولو په تطبيق کي خپلي هڅي ندي سمپولي کولاى سم په لاندي توګه ځيني فعاليتونه ستاسوسره شريک کړم
 دهمدي کال په اوله ربعه کي ٣٢ ټنه په دوهمه ربعه کي ٤٢ ټنه په دريمه ربعه کي ٤٠ټنه تروخت تيراو بي کيفيته درمل له منځه وړل سوي
 ١٧ درملتونونه په ښار او ٦٤ درملتونونه ولسواليوکي چي په خپل سر جوړي سوي تړل سوي
 ١٤ درملتونونوته توصيه سوي او ٢٨ درملتونونوته اخطار ورکول سوى او د ١٨ تنو تش په نامه ډاکترانو دکارځايونه تړل سوي
 پرپورته فعاليتونو سربيره دعامي روغتيا رياست د تقلبي او جعلي اشخاصو لست د رسنيوله طريقه د کندهار دخلګو دخبراوي پخاطر شريک کړى او همدارنګه اجرائيوي ارګانونوته داجراتوپخاطرليږل سوى لکه دکندهار امنيه قومندانۍ ،ملي امنيت اواستيناف څارنوالي ولي پاته دي نه وي دعامي روغتيا رياست داصلاحيت نلري چي شخص بندي اويانوره سزا ورته ورکړي
 په آخرکي غواړم په ورين تندي ووايم چي دعامي روغتيا رياست وهرجوړونکي انتقاد ،پشنهاد اوعتراض منلوته آماده دی.
ستاسو اودکندها رولايت دټولو اوسيدونکو دهمکارى په هيله
 راسى په ګده سره دداسي خودسريو،جعلي افرادواوتقلبي درملومخه ونيسو

 په درنښت
 ډاکتر عبدالقيوم پخلا
 دعامي روغتيا ريس