بشرمل پسرلی
د افغانستان د اساسي قانون د درې دېرشمې مادې د لمړي بند پر بنسټ، د افغانستان اتباع د انتخابېدو او انتخابولو حق لري. پر همدې اساس، د افغانستان د معاصر تاریخ په دې حساس پړاو کې، چې په لمړي ځل سیاسي قدرت په مشروع ډول له یوه مشروع منتخب ولسمشر څخه بل ته لېږدول کېږي.
ټاکنو ته د نوماندانو د رسمي نوم لیکنې وړاندې، د ډېرو مطرح شخصیتونو د نوماندۍ آوازې خپرې شوې وې، خو په پایله کې ډېرو لږو شخصیتونو ځان په رسمي توګه د ولسمشرۍ ټاکنو ته ثبت کړ، چې ځینو یې نهايي لست ته د ناڅرګندو دلایلو له امله لاره ونه مونده.
ګمان کېده، چې د افغان ملت ګوند پخوانی رئیس ډاکټر انوار الحق احدي، د فکر او عمل جرګې مشر ډاکټر علي احمد جلالي، ډاکټر ذلمی خلیلزاد، حکومتي چارواکو کې ښاغلی عمر داودزی، د ملي اېتلاف رهبر ډاکټر عبد الله عبد الله، د دولت د اپوزېسیون او د حق او عدالت ګوند مشر ښاغلی حنیف اتمر او ډاکټر اشرف غني احمدزی به ولسمشرۍ څوکۍ ته ځان نوموي، خو د ځینو دلایلو پر بنسټ، له دې ډلې څخه یواځې ډاکټر اشرف غني احمدزی او د ملي اېتلاف رهبر ډاکټر عبدالله عبد الله مېدان ته راووتل. د دې ترڅنګ، یو شمېر ګمنامه افرادو هم غوره وګڼله چې د ځینو په تحریک په ټاکنو کې په ډېر کم ولسي ملاتړ سیالي وکړي، ترڅو وشي کولی، د اوسني حکومت لړزان حالت وغځوي او د مخکښو نوماندانو رایه راکمه کړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله:
ډاکټر عبدالله عبدالله په تېرو ټاکنو کې د ملي اېتلاف له لوري نوماند وو او برحال ولسمشر سره یې سیالي کوله، خو بیايې هم دویم ځای یې خپل کړ. دا په داسې حال کې و، چې د ډاکتر عبدالله عبدالله معاونین صاحبانو ډېره کمه رایه له ځان سره لرله، اېتلاف یې نسبي سیاسي پخته ګۍ ته نه وه رسېدلی، وړې ټولنې او واړه احزاب ورسره یو ځای نه ول، خو اوس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي اېتلاف او جمعیت اسلامي ګوند نوماند دی، لمړی مرستیال یې د حزب اسلامي له حکومتي څانګې څخه او دويم مرستیال یې له وحدت اسلامي ګوند څخه دی، چې په افغان هزاره وو کې نسبي رایه لري، د ولس مشر لمړی مرستیال، ځینې حکومتي چارواکي او نورې کوچنۍ ډلې او افراد ورسره دي، نوځکه ویلی شو چې د ولسمشرۍ مخکښ کاندید دی او کولای شي چې له نورو سره سیالي وکړي.
ډاکټر اشرف غني احمدزی:
ډاکټر اشرف غني احمدزی چې له کوم حزب پورې تړاو نه لري، خو اسلامي، سیاسي، اقتصادي، ملي او نړیواله څېره او د نړۍ ستر مفکر دی. پر همدې بنسټ، د هېواد د ځوان او روشنفکره اقشارو، وتلو ګوندونو، مدني ټولنې، قومي، جهادي او دیني مشرانو او متنفذینو، د ځینو حکومتي کړیو، وکیلانو او د هغو ټولو مطرح شخصیتونو، چې په پام کې وه د ولسمشرۍ څوکۍ ته به مخکښ نوماندان وي، ملاتړ له ځان سره لري. د بېلګې په توګه، ډاکټر اشرف غني احمدزي سره د افغان ملت ګوند چې د هېواد په ۳۰ ولایاتو کې دفترونه لري، جنبش اسلامي ګوند چې تقریبآ ټول افغان ازبکان په کې راټول دي او ویل کېږي چې یو نیم ميلیون ثابتې رایې لري، د منصور نادري په رهبرۍ د افغانستان د اسماعیلیانو شورا، د ولسمشر دويم مرستیال چې په افغان هزاره ګانو کې نسبت له نورو مشرانو څخه زیاته رایه لري، د فکر او عمل جرګه چې د هېواد سیاسي او قومي متنفذین په کې راټول شوي او ځواکمنه جرګه ده، د ښاغلي حنیف اتمر په مشرۍ د حکومت ځواکمن اپوزېسیون حق او عدالت ګوند چې نسبتآ افغانستان شموله دی، د ښاغلي ظاهر قدیر په رهبرۍ د سولې کاروان چې مرکزیت یې د افغانستان مشرقي ولایتونه دي، افغان ملي غورځنګ چې د هېواد ګڼ شمېر ځوانان په کې راټول دي، همدارنګه د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ملي شورا بانفوذه مشرانو ملاتړ هم ورسره دی .
اغوا کوونکې آوازې:
کورنی اړخ: ځینې محدودې ډلې او افراد په شعوري او یا هم په غېر شعوري توګه غیر واقعي آوازې خپروي او وايي، چې د حکومت ملاتړ له هاغه یا دغه نوماند سره دی، نو ځکه دوی هم په پټو سترګو د هغه چا ملاتړ کوي، چې سیاسي پوهه یې ترسوال لاندې ده، تېرې کړنې یې تر پوښتنې لاندې دي، ولسي ملاتړ یې جدآ تر پوښتنې لاندې دی او کوم ځانګړی پلان او پروګرام هم نه لري او یا د تحقق اراده ورسره نشته، خو که چېرې ځینې محدود زورواکي، څوکۍ پرسته، قومي ټیکه داران او مافیايي کړۍ د وسلې په زور د رایې صندقونه ور ډک کړي بیا به د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې وي او حالات به د کړکېچ پر لور ولاړ شي.
اصلي خبره د حکومت د ملاتړ له یو ځانګړي نوماند څخه نه ده، ځکه که چېرې د حکومت د ملاتړ خبره وي، حکومت تنها ولسمشر نه دی بلکې ولسمشر له ځان سره داسې مرستیالان لري، چې هریو یې هم ولسي ملاتړ لري او هم په حکومت کې په پراخ شمېر وزیران، مرستیال وزیران، رئیسان، آمرین، والیان، ښاروالان، کمېشنران او دېپلوماتان لري، ځکه خو کله نا کله داسې ویل کېږي، چې د ولسمشر یو مرستیال له ولسمشر څخه ډېر مامورین ګمارلي او که چېرې داسې نه وي، نو بیا ټولې هغه ادعاوې ناسمې دي، چې د ولسمشر مرستیالان د ارګ اصلي څرخونکي دي.
د ولسمشر لمړي مرستیال له ډاکټر عبدالله عبدالله او دويم مرستیال یې له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ کړی دی. په خپله ولسمشر په ښکاره له یوه نوماند څخه هم ملاتړنه دی کړی، بلکې د هماغه پاچا کېسه ده. وايي، چې یو پاچا څلور مېرمنې درلودې او کله به، چې له هرې یوې سره نژدې شو، نو یوه شنه مرۍ به یې ورکړه او بیابه یې ویل، چې په ما هغه مېرمن ګرانه ده، چې شنه مرۍ مې ورکړې ده، ځکه خو به هره یوه په خپل ځای کې خوشاله وه، چې شنه مرۍ خو یې هغې ته ورکړې ده.!
بهرنی اړخ : که چېرې په ټاکنو کې د بهرنیو هېوادونو د لاس وهنې مسله وي، لاندې مسایل د پام وړ دي:
۱: لمړی ځینو هېوادونو له وړاندې ویلي، چې د افغانستان په ټاکنو کې لاس وهنه نه کوي.
۲: که چېرې لاس وهنه وکړي، نو په قوي امکان د ولسمشر د خوښې نوماند ملاتړ به هېڅکه هم ونه کړي، ځکه نړۍ او مرستندویه هېوادونه د افغانستان له روان حالت څخه په تنګ راغلي او حتا ورته ډېره ګرانه ده، چې خپلو ولسونو ته نور قناعت ورکړای شي، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
۳: که چېرې خبره د ځانګړو نژدې هېوادونو وي، دا هېوادونه له مختلفو ډلو سره تاریخي مخینه لري.
۴: د نړۍ هېوادونه په ځانګړې توګه ابر ځواکه هېوادونه هېڅکله هم پداسې مسایلو کې یوه خوله نه دي، نو ځکه نشو کولی ووایو، چې نړۍ له هاغه یا دغه نوماند څخه ملاتړ کوي.
پایله:
له پورتنیو دلایلو او واقعیتونو څخه داسې پایله ترلاسه کوو، چې اصلآ سیالي د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ترمنځ ده. له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه د هېواد د لویو ګوندونو، مدني ټولنو، جرګو، روشنفګرانو، سیاسي، قومي او دیني شخصیتونو او د عام ولس ملاتړ ته په کتو، ډاکټر اشرف غني احمدزی له ۵۰ فیصدو څخه زیاته رایه ترلاسه کولی شي، نو ځکه ددې چانس هم نشته، چې ټاکنې دې دويم پړاو ته ولاړې شي، خو که چېرې نور واړه کاندیدان څه ناڅه رایه ووېشي او ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، د واقعیتونو او تحلیلونو په رڼا کې، په داسې حالاتو کې به نورې وړې ډلې له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره وي، ځکه چې دوی پخواني حکومتي مامورین وو او له ملي اېتلاف سره د سیاسي اختلافاتو له وجې جوړ نشي راتلی، ځکه خو په قوي امکان ویلی شو، چې ډاکټر اشرف غني احمدزی به د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي.