اوسنۍ مناظرې:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58614

دخبریدو نیټه : 2014-02-12

اصلي مناظره
 اوسنۍ مناظرې:
د انتخاباتي سیالیو په بهیر کې دا څو وم ځل دی چې د ولسمشرۍ ځینې کاندیدان د مناظرې په نوم ټلویزیوني پروګرامونو ته را بلل کیږي.دوی هر یو د کوربه له غوښتنې سره سم، د ستیج شا ته ودریږي او بیا د پروګرام چلوونکي له هر یوه په نوبت پوښتنه کوي او هغوی خپل ځوابونه ورکوي. نه یو بل چلنج کوي او نه څوک د خپلو سیالانو خبره ردوي. ځینې وخت خو یو نیم د خپل سیال خبره هم تایدوي او پوره همفکري ورسره ښيي او له دې سره سم دا پوښتنه سر را پورته کړي چې: ښاغلیه! که له دې جناب سره همنظره یې، خو ملا یې وتړه، مقابلې ته یې ولې ولاړ یې؟
 د پروګرام چلوونکي دغه شان بحثونو ته د مناظرې نوم ورکړي، خو په اصل کې دغه مناظرې داسې وي، لکه تقریري ازموینه او یا په نوې اصطلاح ( انټرویو). د ټلویزیون لیدونکی چې د پوهې په لحاظ د هرې کچې خلک دي، تر اخره ټول په دې پوه نشي چې کوم یوه ښه بحث وکړ او کوم یوه کمزوری؟ کوم یو منطقي غږیده او کوم بې منطقه؟ حیران شي چې اوس څوک د خپلې رایې وړ وګڼي؟ او تر چا زړه وتړي؟
 پخوانۍ مناظرې:
مناظرې له پخوا نه په ډیری هیوادونو کې دود دي. ځینې مناظرې به د مذهبي مشرانو تر منځ کیدې. هر چا به چې خپل مقابل لوری مات کړ، نو مناظره به یې وګټله. د مات شوي سیال پلویان به هم د ګټونکي تابع شول او داسې به هم وشول، چې په مناظره کې مات شوي شخص به سیمه د تل لپاره پریښوده.
دا مناظرې به د خلکو په حضور کې کیدلې او خلک به د مناظرې د ګټونکي شخص تر خوا ودریدل. ځکه هغوی به پوه شول چې ګټونکی له خپل سیال نه پوه او تکړه دی او هیڅوک نه غواړي چې د ناپوه او کمزوري شخص تر شا ودریږي.
ستونزې:
را روانې ټاکنې به درېیم ځل وي چې خلک د رایو په مټ خپل ولسمشر پکې غوره کړي. افغانستان اوږدې جګړې پوره ځپلی او ځپي یې. د دې تر څنګ موجوده نظام هم په تیرې څه باندې یوه لسیزه کې دومره ستونزې زیږولي چې د جګړې له ستونزو څخه کمې نه دي.په میلیونونو زمکې غصب شوي، اداري سیستم ګډوډ شوی. قوم پالنه، سمت پالنه، ګوند پالنه او خپل پالنه د مقرریو اصلي معیار ګرځیدلی. د همدې معیار له مخې ناکاره اشخاص واک ته رسیدلي دي. قانون ماتونه او اختلاس یوه عادي خبره ګرځیدلې او...
طبعي ده چې له دغه شان حالت نه د هیواد را ویستل، په سمه لاره د نظام برابرول، ژورو بدلونونو او عمیقو علمي پروګرامونو ته اړتیا لري او دا متره په هر چا کې نشته.
که څه هم دا ځل د ولسمشرۍ د کاندیدۍ لپاره د پخوا په پرتله شرایط سخت شول او ظاهرا دا کار د دې لپاره وشو چې د کاندیدانو کچه را ټیټه کړي، خو له واک سره مینه هم اخري حد ته رسیدلی ده او همدا لامل دی چې په دې سختو شرایطو کې هم د یوې څوکۍ د ګټلو لپاره (۱۱) کسانو مټې را بډ وهلي او هر یو ځان د دې څوکۍ اصلي حقدار ګڼي.
ملت څومره چې په کار ده، هومره اګاهي نه لري. رسنۍ د خبرونې لپاره مهمې وسیلې دي. که دغه وسیلې په سمه توګه وکارول شي، د خلکو د خبرونې کچه لوړولای شي او چې کله دا کار وشي، خلک کولای شي په دقت خپل تصمیم ونیسي او په ډیرې ځیرکتیا هغه چا ته رایه ورکړي چې د هیواد دا ماته بیړۍ تر ساحله رسولی شي او یا لږ تر لږه دغه تمه ترې کیدای شي.
مناظرې، له ولس سره د معلوماتو د کچې په لوړولو، د وړ او ناوړ شخص د تفکیک او بیا په دقت سره تصمیم نیولو کې مرسته کولای شي، خو دا کار هله ښه او اغیزمن کیدای شي چې مناظره د مناظرې په څیر وي.
اوس مهال افغانستان له درېیو مهمو ستونزو سره مخ دی: نا امني، اداري فساد او بې روزګاري. دغو ستونزو د ولس ژوند تریخ کړی دی. ولس داسې یوه مشر ته اړتیا لري چې له دغو مشکلاتو یې وژغوري. او ولس دغه شان مشر د مناظرو له لارې تشخیصولی شي.
اغیزمنه مناظره:
ښه به دا وي چې ټول کاندیدان په یوه ځای مناظرې ته راټول شي. د یادو شویو ستونزو په اړه خپل پلانونه تشریح او د عملي کولو لارې یې په ګوته کړي. هر کاندید دې د خپل سیال پلان وه ننګوي، نیوکه دې پرې وکړي. خپل پلان دې له هغه غوره ثابت کړي، د خپل پلان او طرحو د غوره ښودلو او د خپل سیال د پلانونو او طرحو کمزوري ښودلو لپاره دې دلایل وړاندې کړي. دا بحث دې همداسې جریان ولري او په پای کې دی هغه شخص غوره اعلان شي چې پلانونه او طرحې یې له ننګونو روغې را ووځي.او یا دې له مناظره کوونکيو څخه ، دوه درې غوره شخصیتونه اعلان شي او که اعلان هم نشي، له دغه شان مناظرو خلک پوهیږي چې څوک مات شول او چا وګټله؟ دا کار خلکو سره مرسته کوي چې په اسانه له ټولو وړ شخص غوره کړي.
کاندیدانو ته سپارښتنه:
کاندیدان دې په خپلو خبرو کې صادق وه اوسي. هغه څه چې په خوله وايي باید د زړه اواز یې وي. دوی ټول په خوله وايي چې له کاندیدۍ څخه یې موخه هیواد او ولس ته خدمت دی. نو که په همدې خبره ولاړ وي او منافقت نه کوي، باید د هغه چا لپاره له کاندیدۍ تیر شي او ملاتړ یې وکړي چې له ده څخه یې پوهه او تدبیر زیات دی. له ده څخه هیواد او ولس ته ښه خدمت کولای شي. که دوی دومره هم نشي کولای، نو بیا خو دې د خدمت لاپې نه وهي. ځکه بې ځایه لاپې خلکو کې د اعتماد حس وژني او دا ډیر خطرناک قتل دی.
محمد نعمان دوست، جلال اباد
 د سلواغې ۲۳مه، ۱۳۹۲
( ګرداب ورځپاڼه