خیالونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58617
رفیق
دخبریدو نیټه : 2014-02-12

 زموږ ژوند دهیلو او امیدونو په دې خاورینه نړۍ کښي د بېلابېلو حالاتوپه ښکاره کولوسره کله دپرمختګ او یا هم کله دکړاونو د پیدا کېدو پیغامونه راکوي .
په حقیقت کښي د ټولني هرفرد دهغسي ژوند غوښتونکی دئ ،څنګه چي دانسان په طبعیت کښي په فطري ډول نغښتل سوی دئ .
په افغانۍ ټولنه کښي دافرادو خیالونه ټول مړاوي سوي ،ځکه دلته نسبت آرامۍ ته په هره برخه کښي دماینونو او چاودونو ږغونه او له بلي خوا الهي فضا چي په طبعیت کښي به یې د ښې هوا ښکارندوي کول ولي دا دشنه اسمان هوا د باروتو او ګردونو بوی نیولې ده .
هغه خیالونه چي مو دهېواد د پرمختګ او سوکالۍ له پاره په ذهنونو کښي دنړۍ دمتمدینو ټولنو په څېرترسیموله هغه سي ونه سول ،موږ افغانان یو با شهامته او باغروره قوم یو چي دلته اوسېدلي او هستېدلی یو ،خو د ژوند د ښه کولو له پاره مو نېکمرغۍ څنګه چي د بشري ټولني تقاضا ده نه ده راپه برخه کړې او هغه خیالونه چي موږ په خپلو وروځنیو چارو کښي وینو ،که دې حالتو ته وګورو هغه خیالونه به هیڅ کله ریښتیا نه سي ،ځکه موږ له ډېرو سترو ستونزو سره مخ یو .
موږ ولي وژل کېږو ،زموږتاریخي پس منظرته ولي احترام نه کېږي ،داهرڅه ترکله ،ترکله به پښتانه خپل خیالونه په ریښتني بڼه نه انځوروي دا ټولي هغه پوښتني دي چي د تېرو لسو کلو په جریان کښي ټولو ولیدل او په عملي بڼه ورسره مخ سول ،نو دا هغه وخت شونې ده چي په موږ افغانانو په ځانګړي ډول پښتنو کښي علم او پوهه لوړه او دهېواد ساتني احساس پکښي ژوندۍ نه سي او هرڅه دځان ونه بولي ،نو تردې به لاهم دستونزو او کړاونو سره مخ سي .
هغه موږ بدبخته قوم یو چي دخپلو عالمانو او لیکوالانو منل سو څېرو ارزښت نه پېژنو ډېرژر د بل په لمسون تېرایستل کېږو او خپل هرڅه د بل قرباني کوو راځئ ،نور خپل خیالونه او فکرونه په ریښتني ډول په حقیقت بدل کړو هروخت مثبت فکر ولرو او خپلي ټولني ته دښه خدمت جوګه سو او هرډول خیالات چي ترسیمو په دې دنیا کښي هغه حقیقي وګڼو،تل باید هیله ولرو هغه د اتا ترک ونیا ده چي وایې .
 (( راتلونکی دهغه چا دئ چي هیله یې ولري )).
ولي همدعلت دئ چي خیالوره دنیا موږ دهوسایني په خوبونوکښي لاهوکړي ،خو وفا نه راسره کوي .
لیکونکی محمد فهیم رفیق کندهار